مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۲- ابير


د پښتو ادب وتلي او منلي بابا ، لوی استاد علامه حبيبي، د � ابير � د اريايي ريښې تر څېړني مخکي، د دې ټکي د مانا په اړه داسي ليکي : � په پښتــــــــو خوشبــــويي دوا ته وايي، چي له څو اجزاوو څخه مرکبه سوې وي . په سنسکريت کي هم په دغه شکل يو خوشبويه پوډر سته، چي په ښو ورځو کي استعماليږي . �
لوی استاد، د � ابير � اصلي اريايي بڼه او په بېلابېلو ژبو کي د دغه ټکي د تعريب سوي جولې په تړاو داسي کاږي : � په عربي کي هم عبير سته . په پارسي کــــي هم د صندلو او ګلابو او مښکو څخه مرکبه دوا ده . پارسي کټ مټ عربي بڼه اخيستې ده، خو د پښتو عبير اصلي آريايي کليمه ده، او لکه اکثر فرهنګ ليـــــــکوونکي چي وايي عربي عبير هم له سنسکريت ابير څخه معرب سوی دﺉ . ځکه چي عربو د ډېرو دواوو نومونه له هنده په خپله ژبه کي قبـــــــــول کړي دي، لکه صنـــــــــدل د چنــــــدڼ معــــــــــــــــرب او نــــور . � ( حبيبـــــــــــــي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۱۰۱) .







Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery