مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۳- ابرک ( Abrak )


لوی استاد، د� ابرک � د ټکي د ريښې او مورفولوژيکو بدلونونو په اړه په زړه پوري بيان لري . ابرک، يوه سپينه کاني برېښېدونکې پسته ډبره ده، چي پــــــــاڼي پاڼي کيږي، او زربرخ ځني جوړيږي په انګليسي يې � Mica ياTalc � بولي . ځيني خلګ يې اشتباهاً عربي ګڼي، او ابرق يې ليکي مګر پخپله په عربي بېل نوم لري، او طــــلق يې بولي او دغه نوم له عربي څخه اروپا ته هم تللئ، او لکه المنجد چي وايي � Talc � سوی دﺉ . علامه حبيبي، د عربي ژبي د نامتو قاموس � المنــــــــــجد� په حواله ليکي، چي ابرق په عربي بله مانا لري . ياني داسي کلکه مځکه، چي ډبري او خټي پکښي ګډي وي؛ يا داسي شی چي تور او سپين وي . وروسته په � فرهنګ انندراج � کي د ابرق مانا را اخلي، چي توري او سپيني رسۍ ته يې وايي . لوی استاد باور لري، چي په سنسکريت کـــــي هم ابهرک (bhrak A ) په همدغه پښتو مــــــــــانا سته ( حبيبـــــــــــــي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۱۰۱) .
 







Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery