مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

معيار او معياري ژبه څه ته وايي ؟


د معيار عربي ټکی د عين په زېر سره د � عِيار � له کليمې څخه اخيستل سوی دﺉ . په لغت کي اندازې، ګچي، مېزان، مقياس، پېمانې، ثابت او منــــــــــل سوي ماډل، د سرو او سپينو زرو د پېژندلو ډبري ( محک ) او ترازو، د توپک د ميل بر ( سور )، نورم، قاعدې، اصل او داسي نورو ته ويل سوی دئ، چي معاييــــــــــــــر يې د جمعي حالت دﺉ . په انګرېزي ژبه کي د معيـــــــــار له پاره، د " Standard "، " Touchstone "، "Guage" ، " Calibre" ، " Norm "، Measurement " " ټکـــــــي کاروي ( عميد ۳: ۲۲۷۹)، ( Wher 661 )او ( Robinson 1371 ) . په هندي او اردو ژبو کي، همدا عربي ټکی د � مايار يا معايار � په بڼه ادا کوي .
معياري ژبه ، د ويلو او ليکلو هغه بڼه ده، چي زياتره لوستي او پوه کسان يې کاروي ؛ او د زياترو خلګو له خوا د ژبي د سم او کره ډول په توګه مـــنله سوې وي . دا ډول ژبه له ښوونځييو او پوهنتونو څخه نيولې بيا تر ټولو دولتي ادارو، قضايي اورګانونو، د چاپ او خپرولو په ټولو مؤسسو، ټولو رسمي ليکنو او ويناوو، حقـــوقي او تجارتي چاروکي کاريږي . په دې توګه، معياري ژبه په حقيقت کي ديوې ژبي د لغتونو، اصطلاحاتو، ترکيبونو، تعبيرونو، محاورو، ګرامري قاعدو او ځينو نورو ژبنييو جوړښتـونو له منځه تر ټولو غوره سوي او چاڼ سوي شکل ته وايي . په پښتو کي هم معياري ژبه د ويلو او ليکلو هغه متحده او غوره سوې بڼه ده، چي د پښتنو د هري لهجې ويوونکی يې په ويلو او ليکلو کي هيڅ ستونزه او کړاو ونه لري؛ هر چا په خوښۍ او خوشالۍ سره منلې وي .
شک نسته، چي ژبه هيڅکله په څو مياشتو او کلونو کي د معيار تر مقامه نه سي رسېدای . د دې کار له پاره اوږدو او پرله پسې کوښښونو ته اړتيا ده، چي چټکتيا او کراري يې د ټولنيز ژوندانه په بېلابېلو بدلونونو پوري اړه لري . په راتلونکو څپرکو کي د معيار او معياري ژبي پر بېلابېلو اړخونه يوه لنډه کتنه کوو .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery