مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د معيار ټاکلو اړتيا


لکه څنګه چي پوهېږو، په ټولنيز ژوندانه کي د يوه مقصد له پاره د بېلابېلو معيارونو کاروَنه، ډول ډول ستونزي او کړواونه پيدا کوي؛ د مثال په تــــــوګه په کندهار او شاوخوا سيمو کي د يوه سېر وز ن له هغه سېر څخه په تول کي ډېر فرق لري، چي په کابل او ځينو نورو سيمو کي باب دﺉ . دغه راز، د کندهار من دکابل او ځينو نورو سيمو له منه څخه په وزن کي ډېر بېلوالی لري . په انګليستان کي تر اوسه د پيسو واحداو تقريباً يو پاوي وزن ته پونډ وايي . داسي التباس او ګډوډي د سودا کولو پر مهال هر چا؛ په تېره بيا بهرنييانو ته لوی مشکلات پېښوي . کله چي له دوکاندار سره د ځينو شيانو د اخيستو په اړه خبره کيږي، څوک په اسانۍ نه پوهېږي، چي د پونډ په يـــــادولو سره وزن ته اشاره ده که پيسو ته . د لته د بېلابېلو خلګو تر منځ د ډول ډول پيمانو او تولونو په باره کي د يوې کوچني واقعي کيسې يادونه بې ګټي نه ده . يو وخت د کنــــدهار د سيمي يوه پردېس په کابل کي له يوه دوکاندار څڅه د يوه سېر بورې د اخيستو غوښتنه وکړه. پلورونکي د بورې مرتباني ته وکتل او د بخښني په غوښتلو سره يې ورتــه وويل، چي يو سېر بوره نه لري . کندهاری اخيستونکی د دې خبري په اروېدو سره غوسه سو . ده ويل : � زه فقط يو سېر بوره غواړم؛ خو دوکاندار وايي زه يو سېر بوره نه لرم . � په حقيقت کي دواړه سم ږغېده؛ ځکه چي له يوه سېر وزن څخه د کندهاري پېرېدونکي ( خريدار ) مقصد يوازي يو کيلو بوره وه؛ چي په مرتبانه کي تر هغــــــــــــــې ډېره مالومېده؛ خوکابل مېشتي دوکاندار د سېر وزن داوو کيلو په مانا پېژنده . دې خبرو ته په پام سره دا نتيجه اخلو، چي د ژوندانه په هره برخه کي د عام او واحد معـــــــــيار ټاکــــــل، ډېـــــري غلط فهمۍ او پېچومي له منځه وړي .
د ټولنيز ژوند په هره برخه کي، د مختلفو مقياسونو او پيمانو په څېر، د يوې ژبي د بېلابېلو لهجو تر منځ ډول ډول توپيرونه هم ، د هغي ژبي د ودي او پرمختګ په لاره کي راز راز خنډونه او ځنډونه پيدا کوي . د تلفظ او ليکدود په چارو کي بېلابېلي ستونزي، پر ښوونه او روزنه سربېره د ټولنيز ژوند ټولو ګډو ارمانونو ته د رسېدو لاره ډېره ګرانوي؛ نو ځکه د هري ژبي د ټولو لهجو د لغوي، اصطلاحي، ادبي او علمي زېرمو را غونډول؛ او د پياوړو څو اړخيزو اړيکو له لاري د يوي بشپړي کره او معياري ژبي پر لور هڅه، په ريشتيا سره لوی او ارزښتناک کار دﺉ .
د بشر د تاريخ لوړي او ژوري د دې انکار نه منوونکي حقيقت ښکارندوی دي، چي د هري ټولني په سياسي، اجتماعي، فرهنــــګي او اقتصـــــادي ژوند کــــي هر اړخيز بدلونونه په خپله د نوو معــيارونو د ايجاد شرايط او امــکانات برابروي؛ مثلاً د اروپايــــــــي ټولني ( European Community ) او بيـــــا اروپـــــايي اتحــــــاديـــــــې ( European Union ) په جوړېدو سره، اوس د اوويشتو هيوادو د ژوندانه په زياترو برخو کي، خورا ژور او په زړه پوري معيارونه را منځ ته سوي دي . د دغو هيوادو وګړي د يوبل هيواد ته د سفر پر مهال وېزې ته اړتيا نه لري؛ د پيسو د خورا ډېرو واحدونو پر ځای د � يورو � په نامه نوی پولي واحد غوره سو؛ او د سياسي، اجتماعي، فرهنـــــګي او اقتصادي ژوند په ډېرو ډګرونو کي داسي نوي اصول او معيارونه را منځ ته سول، چي د ټولو منشأ او ريښه د نړيوالو اړيکو په تيره بيا همدغو اروپايي هيوادونو او سيمي په ډول ډول بدلونونو او پرمختګونو کي نغښتې ده . په دغه راز بدلون او اوښتون کي انسانان ستره او مهمه ونډه لري . انسانان د تکامل له اړتياوو سره سم د خپل ټولنـــــــــيز ژوند مادي او مانوي ( معنوي ) شرايط اړوي . دا نوي شرايط او حالات په خپل وار سره د نوو بدلونونو لاره هواروي . ترڅو د ژوندانه په مادي او مانوي شرايطو کـــــــــــــي د پــــــــام وړ تغييرات رانه سي، د نوي غوښتني يا نوي معيار تحقق ګران او حتا نا ممکن کار دﺉ؛ ځکه نوي پديدې او معيارونه، د انسانانو، ژوو، بوټو او نورو ژوندييو موجـــــــــوداتو په شان، د خپل پايښت او ودي له پاره د خاصو شرايطو غوښتنه کوي . په دې ډول ګورو، چي د ژوندانه په هره برخه کي د معيار جوړول يو کمپيوټري يا مېخانيکي عمل نه دﺉ، چي د يوه کليک په کولو يا د يوه سويچ په کښېکښلو سره را منځ ته سي . بالعکس د هر معيار رامنځ ته کول او برياليتوب يو تدريجي او تکاملي بهير دﺉ، چي دانسانانو له بېلابېلو اړيکو او پر له پسې ګډو هڅو سره نېغ په نېغه تړاو لري .
د پښتو ژبي په ليکدود او نورو برخو کي، د نوو معيارونو د غوره کولو مسأله هم بايد د ټولني سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصـــادي بدلونونو ته په ژوري پاملرني سره و څېړله سي . تر هغه مهاله، چي د پښتنو د خورو ورو پرګنو تر منځ د ټولنيز ژوندانه بېلابېلي اړيکي لا ټينګي او پياوړي نه سي، د کاغذ پر مخ د معيــــــــارونو ټاکل هيڅ ګټه نه لري . په پښتو ژبه کي، د معيارونو را منځ ته کول يوازي د څو شاعرانو، ليکوالو او پوهانو کار نه دﺉ . ژبه د نورو ټولنيزو موجوداتو په څېر د خلـــــــــګو په مـــنځ کي زېږي او د ډېرو اوږدو مودو په ترڅ کي وده کوي؛ له دې امله ژبه او ټول فرهنګي ميراثونه تر هر څه مخکي د خلګو مال دﺉ . په بله وينا، خلګ د خپلو پلرونو او نيکونو د دې لرغوني ميراث په روزنه او پالنه کي، تر ټولو لويه برخه لري . که څوک د جادوګرانو د منتر په څېر، په وچو فرمانونو او پرېکړو د ژبي په ګډون د خلګو په اجتماعي او کلتــــــــوري ژوند کي، د نوو لارو او معيارونو د رامنځ ته کولو خوبونه ويني، بايد يو پلا د افغانستان د تېر دېرش کلن خونړي تاريخ سياسي درسونو ته په ځير سره پام واړوي . زموږ ټولو هيــــــــــوادوالو د سر په سترګو وليدل، چي په افغانستان کي بېلابېلو سياسي او پوځي واکمنو ډلو، په خپلو و چو فرمانونو او فتواوو سره د خلګو په اجتماعي، کلتوري او اقتصادي ژوند کي هيڅ ګټور بدلون را نوست . هر څوک پوهيږي، چي اجتماعي او فرهنګي بدلونونه (ژبه هم له هغو سره موازي حرکت کوي ) هيڅکله د سياسي تغييراتو په شان، د سترګو په رپ کــــــــــــــــي نه پېښيږي . د ولسونو په ژبه او نوروکلتوري دودونو کي، پاييدونکي تحولات داوږدو کلونو او پراخو ګډو کوښښونو غوښتنه کوي؛ لکه څنګه چي په ونه کــــــــــــي د مـېوې پخېدل پر هوا، خاوري، اوبو، سري او نورو عناصرو سربېره وخت ته اړتيا لري، په ژبه کي هم د نوو او منلو معيارونو را منځ ته کول، د خلګو په سياسي، کلــــــــــــــــــتوري، اجتـــــماعي او اقتصادي ژوندکي، د پرمختګ او پوخ والي لازمو شرايطو ته اړتيا لري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery