مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په پښتو کي بايد د خپلو او پردو ټکو تر منځ څنګه انډول وسي ؟


په هر ه ژبه کي د خپلو او پردو ټکو تر منځ معقول انډول، ډېره ارزښتناکه مسأله ده . که د دې معادلې ټولو اړخونو ته بشپړ پام ونسي، د ژبي د ودي او پرمختګ بهير له سختو کړاونو او خنډونو سره مخامخ کيږي . له دې امله بايد پوره هڅه وکړو، چي له يوې خوا د خپلو مندو او پلرونو ژبني، فرهنګي او تاريخي ميراثونه خوندي کړو؛ او له بلي خوا په ژبه کي د اوس او راتلونکو وختونو له غوښتونو سره سم، د نوو پر مختياوو لاره پرانيزو . په بله وينا بايد له يوې خوا، خپله ژبه د نورو ژبو او دودونو له ورانوونکو يرغلونو وساتو؛ او له بلي خوا د خلګو په ژوند کي ژورو سياسي، اجتماعي، کلتوري او اقتصادي بدلونونو ته په پاملرني سره د ژبي د اسانۍ، سادګۍ، خوږوالي او عموميت لاره غوره کړو . دې لوړ مقصد ته رسېدل، يوازي هغه وخت ممکن دﺉ، چي زموږ ژبپوهان، اديبان او ليکوال له دې حساسي مسألې سره علمي او منطقي چلند وکړي . د ژبي د افراطي سوچه کولو هڅي او د پردو ژبو ، فرهنګي او فکري جريانانو د پراخو يرغلونو په وړاندي لاس تر زني کښېنستل دواړه په واقعيت کي د ژبي د محدوديت، ورانۍ او زوال لاري دي .
د پښتو ژبي او ادب لوی او بې ساری استاد - علامه عبدالحی حبيبي ( ۱۲۸۹ ش / ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش / ۱۹۸۴م ) په يوه علمي او ژوره شننه کي، د پښتو ژبي د بشپړتوب لاري او اصول داسي شمېري :
� ۱- د پښتو لغاتو او کلماتو ټولول او مواد يې راغونډول او قاموسونه يې ليکل .
۲- هغه کلمات مخصوصاً پلټل او ميندل، چي په ژبه کښي اوس سوچه لغات نه لري، او د پرديو ژبو کلمات مستعمل دي .
۳- تر پلټني او استقرأ وروسته که د کومي کلمې لپاره په ژبه کي لغت مينده نسو، او له هري خوا تر پلټني وروسته يأس حاصل سو، نو د پرديوکلماتو په عوض کي نوي پښتو کلمات وضع کول او رواجول .
۴- د نوو شيانو او اختراعاتو لپاره اوس نوي نومونه د پښتو پر اصولو وضع کول يعني پر نوو شيانو نوم ايښوول . � ( حبيبي، د پښتو نوي علمي اصطلاحات به څنګه وي ؟ شل مقالې ۷، ۱۰۶ ) .
د علامه حبيبي په دې څلورو اصولواو لارو کي د پښتو ژبي د بشپړتابه ټولي هغه خواوي را غونډي سوي دي، چي نن يې ژبپوهان د ارکاييزم ( Archaism)، ډياليکټيزم ( Dialectism )، له نورو ژبو راغلي يا دخيل ټکي ( Adaptism) او نيلوجيزم ( Neologism) بولي . په دې برخه کي د مسألې ځينو اړخونو ته لنډه کتنه کوو :

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery