مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ج ) په پښتو ژبه کي د دخيلو او مفغن سوو ټکو پالنه ( Adaptism )


د پښتو ژبي د بشپړولو په لړ کي د لرغونو کليمو او اصطلاحاتو پر بيا ژوندي کولو، د دې ژبي په بېلابېلو لهجو کي د لغوي، ادبي او علمي پانګو پر راټولو او خپرولو سربېره، بله مهمه موضوع دهغو ټکو، عبارتونو او اصطلاحاتو دخوندي کولو مسأله ده، چي د طبيعي او غېرطبيعي عواملو له امله يې، د اوږدو پېړييو په ترڅ کي پښتو ژبي او ادب ته لاره موندلې ده ؛ اوس زموږ له سوچه پښتو کليماتو او اصطلاحاتو سره داسي اخښلي او بخښلي دي، چي جلاکول يې د سليم عقل له مخي نه کېدونکی کار برېښي .
د � ايا پښتو ژبه سوچه کېدای سي ؟ � تر سرليک لاندي مو د لوی استاد- علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) د عالمانه نظريو په رڼا کي، د مفغناتو د بېلابېلو ډولونو په اړه ځيني ټکي وړاندي کړه، دلته يوازي د دې خبري پر يادوني ټينګار کوو، چي مفغنات د پښتو ژبي ډېره ارزښتناکه او په زړه پوري لغوي پانګه ده . په نړۍ کي داسي ژبه نسته، چي په هغې کي د نورو ژبو او تهذيبونو اغېزې له ورايه نه وي څرګندي . دا ډول دوه اړخيزي يا څواړخيزي اغېزې، په بشري ټولــــــــنو کي د بېلابېلو طبيـــــــــــــعي او غېر طبيعي عواملو زېږنده دي . په پښتو کي هم د مفغن سوو ټکو او اصطلاحاتو تر شا ډېري اوږدي تاريخي کيسې پرتې دي؛ هر ټکی، عبــارت او اصطلاح ځانـــته خــــــاص دلايل، علتونه او عوامل لري . د دې ليکني په لومړنييو څپرکو کي مو د دغه راز علتونو او سببونو په اړه څو لنډي خبري وکړي، دلته د دې حقيقت په وړاندي کولو بسنه کوو، چي دې ټکو په پښتني ټولنه کي، د خپلي اوږدې استوګني په ترڅ کي اوس کورټ افغاني رنګ اخيستی دﺉ . بايد په هيڅ ډول کوښښ ونه سي، چي د پښتـــــو ژبي او ادب دا ستره او نه بېلېدونکې زېرمه د وچو تعصوبونو او تنګه نظره احساساتو پر بنسټ زيانمنه سي . موږ بايد هم � پلورل � ووايو او هم د � خرڅ � له مفغن ټکي څخه جوړ سوی مصدر � خرڅول � . د � خرڅ � له مفغن ټکي څخه اوس په پښتو کي د � خرڅوونکي ( پلورونکي )، خرڅيلاو ( خرڅلاو )، خرڅه ( خرچه، مصرف يا لګښت ) خرڅاوو يا خرڅي ( خراج، لاس خلاصی، لګوونکی، مصرف کوونکی )، خرڅښت، خرڅېدنګ، خرڅوَنګ، خرڅېدل، خرڅېده، خرڅګير ( په بندرونو کي د ماليې يا محصول مامور )، خرڅون، خرڅونی يا خرڅېدونکی ( مال، جنس، متاع ) او داسي نورو په شان ټکي جوړ سوي دي، چي هر يو يې د پښتنو په بېلابېلو سيمو کي کاريږي . که څوک د � خرڅ � ټکی په دې کږي، چي د � خرج � يا � خرچ � له پردۍ کليمې څخه مشتق سوی دﺉ؛ او پر ځای يې په سرټمبګۍ سره يوازي د پښتو سوچه ټکی ( لګښت ) دروي، په حقيقيت کي نه يوازي د � خرڅ � له کليمې سره بې ځايه دښمني کوي؛ بلکي له دې ټکي څخه هغو مشتق سوو ترکيبونو او عبارتونو ته هم د شک او ترديد په سترګه ګوري، چي له پېړييو پېړييو راهيسي په پښتنو کي جال او دود دي . داسي کارونه په حقيقت کي د تکامل او پرمختګ د قوانينو پر ضد عمل دﺉ، چي بې ناکامۍ هیڅ نتيجه نه لري . په هره ژبه کي د لغوي، ادبي او علمي پانګي غټوالی او ارتوالی، د هغې ژبي د شتمنۍ او بډايتوب په مانا دﺉ . د دې اصل له مخي هيڅوک حق نه لري، چي په لوی لاس زموږ پراخه او غني ژبه نېستمنه کړي .
ځيني داسي کليمې سته، چي هم په پارسي کي کاريږي؛ او هم په څه اړولې ګونه په پښتو کي؛ لکه هندوانه ( ايرانيان په خپله پارسي کي د � تربُز � ټکی نه کاروي )، سپيست، سين، ميهن او داسي نور، چي په پښتو کي هم استعماليږي . د پښتو د لوېديزي ( لوېديځي ) لهجې ويوونکي هغو وښو ته � شپيشتي � وايي، چي ځيني پښتانه او ټول دري ژبي يې � رشقه � بولي . د سين ( د شاهين لرغونې بڼه ) ټکی، چي د پارسي ژبي په � سيندخت � او ځينو نورو ترکيبونو کي استعمال سوی دﺉ، په پښتو کي د� شئين � يا د � شيين � په بڼه ويل کيږي . � کَواره � هغه لرغونې پښتو کليمه ده، چي سوونه کلونه مخکي پارسي ته ننوتې وه او د � کبار � په بڼه په پارسي ادب کي کارېده . وروسته پارسي ژبو د دې ټکي پر ځای د � سبد � ټکي ته مخه کړه؛ او د � کبار � اصيل اريايي ټکی يې پرېښود؛ خو له نېکه مرغه د پښتو په لوېدېزه لهجه کي تر اوسه د � کوارې � او � سودې � دواړه ټکي خوندي او ژوندي دي . پر دغو مثالونو سربېره، د د داسي کليمو او ترکيبونو شمېر ډېر زيات دﺉ، چي ريښې يې په اوستا، سنسکريت ، پښتو، زړه پارسي ( فرس قديم ) ، پهلوي، هندي او ځينو نورو اريايي ژبو کي مشترکي دي . د پښتو ژبي د نوو لغتونو او اصطلاحاتو جوړوونکي بايد د لغت جوړوني پر مهال دې حساسو او باريکو ټکو ته په ټينګه پام وکړي . هيڅکله هر هغه ټکي او اصطلاح ته د دوی په ګومان د � سوچه � پښتو کليمې د جوړولو کوښښ و نه کړي، چي د نورو ژبو ( مثلاً پارسي، اُردو ، هندي، پنجابي، سنسکريت او نورو ) ويوونکي يې په خپلو خبرو او محاورو کي کاروي . دا ټکي له لرغونو زمانو څخه په پښتوکي هم باب دي؛ خو له بده مرغه چي د زمانو سړو او تودو يې د پراختيا او تعميم مخه نيولې ده . ځيني يې يوازي د پښتو په ځانګړو او محدودو لهجو ( ګړدودونو ) کي کاريږي ؛ او ځينو يې د کليماتو د ژوند او مرګ د اصل له مخي، ورو ورو خپل ځای نورو ټکو او ترکيبونو ته پريښی دﺉ . د افغاني فرهنګ نوميالی او تلپاتي استاد، علامه عبدالحي حبيبي، په هغه مقاله کي، چي د � پښتو ځيني نوي موندل سوي کلمات � نوميږي، د اريايي ژبو تر منځ د داسي ګډو ټکو ځيني بولګې ( نمونې )، د هغو ريښې او مورفولوژيک بدلونونه په ډېره علمي توګه بيان کړي دي ( د زيات مالومات له پاره و ګورﺉ : حبيبي، � د پښتو ځيني نوي موندل سوي کلمات، � کابل ۱۲ د ۱۳۵۳ کب : ۱- ۹ ) .
لوی استاد، د ژبو تر منځ د مشترکو ټکو په لړ کي د پزي يا پوزي ټکی داسي شني : � پوز، پوزه او پزه ټول له اريايي ريښې څخه دي؛ او عنصري توري يې ' پ، ز ' دي . دا اريايي کلمه له ډېري پخوا په عربي ګډه سوې ده؛ او د انتقال تر قانون لاندي تللې ده، پېړۍ پېړۍ پر تېري سوي دي او تر اوسه هم په عربي کښي موجوده ده . که موږ له ځانه سره د ژبي د تخليص او سوچه کولو فيصله وکړو، نو بايد چــي د پښتـــــو ( پزه ) ور پرې کړو، ځکه چي دا کلمه خو هم په پارسي او هم عربي کي سته . حال دا چي په پښتو کي موږ بل نوم هم نه ورته لرو او نه نوی نوم ورته وضع کولای سو، نو نا چاره يو چي د پښتو ( پزه يا پوزه ) ومنو او دا لغت له لاسه ونه باسو . په دې ډول ډېر مشترک لغات او په سوو سوو کلمات لرو، چي بايد په خپله ژبه کي يې پرېږدو او خپل اصلي مال يې وګڼو او په دې يې و نه کږو، چي دا لغت خو په نورو ژبو کښي مستعمل دﺉ ( حبيبي، � د ژبو مشترک کلمات، � کابل ۲ د ۱۳۲۴ غويی : ۱- ۳ ) .
برهان المحققين - علامه حبيبي د همدې استدلال په دوام ليکي : � د پښتو او دري او هندي ژبو ډېر لغات سره مشترک يا سره نږدې دي . دا ځکه چي يو خو په ريښه کي سره شريک دي؛ او بل دا چي د دغو خلقو په منځ کي تل اقتصادي او تجارتي او فرهنګي روابط او تګ راتګ موجود ؤ، نو ډېر کلمات له غربه شرق ته نقل سوي، يا له شرقه غربي خوا ته تللي دي . � ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۵۹ ) .
لوی استاد، د دغي څېړني په يوه بله برخه کي د اريايي ژبو د ګډوالي او ورته والي يوه بله بولګه داسي بيانوي : � د پښتو آس، د دري اسپ، د سنسکريت اشوڅوني سره نږدې دي . د پښتو ډېوه او د سنسکريت ډېوه سره مشترک دي، د پښتو لس او د هندي دس او د دري ده د تبديل تر خاص قانون لاندي دي؛ او ځکه چي هيڅ ژبه له مشتروکو لغاتو او کلماتو څخه نه وه خالي، نو ايا د يوې ژبي تخليص د نورو ژبو له اثره څخه ممکن دﺉ ؟ زما په عقيده يه ! اما دلته بايد دا خبره هم وکم، چي د ژبي سوچه کول خو بالکل ممکن نه دي، مګر د ژبي بنياد قوي کول او روزل او پالل ښه کار دﺉ . په ژبه کي چي کوم کلمات اوس مستعمل دي، هغه په دې ګناه ايستل، چي له بلي ژبي څخه راغلي دي، معقول کار نه ښکاري . مګر دغه کلمات په ثقافتي تعامل کي اچول او له هغو څخه کاراخيستل ډېر ښه کار دﺉ . �
معظم استاد، د اريايي ژبو د ګډوالي او ورته والي پر بنسټ، د پښتو ژبي د سوچه کولو دعوه له لويه سره بې ځايه ګڼي؛ او داسي استدلال کوي : � د دنيا ژبي څو کورنۍ دي؛ او هره ژبه په يوه کورنۍ پوري اړه لري . د هري کورنۍ ژبي بيا ځانته ريښه او بنسټ لري، چي هغه بنسټ د يوې کورنۍ ژبو لپاره مشترک دﺉ؛ او ډېري ژبي په ځينو خصوصياتو کي سره نښتي وي، نو که موږ دغه نښتون او اشتراک پرعلمي اساس باندي ومنو، نو د ژبي د خالص توب دعوې به پرېږدو . مثلاً آريايي ژبي چي په هند، افغانستان، پارس، خراسان کي ويلي کېدې، ټولي له يوې ريښې څخه را ټوکېدلي دي، نو ځکه اوس د دغو ژبو لغات سره مشترک او نږدې دي . په دغو ژبو کي پښتو له سنسکريت ، اوستا، پهلوي، او دری سره ډېره خپلوي لري؛ بلکه د دغو ژبو ډېر زاړه او لرغوني کلمات اوس لا هم پښتو ساتلي دي . د پښتو اوېجه هغه د پخوانو آريايانو وېجه ده، د پښتو اوسنۍ ورشو د پخوانو تاريخي ژبو ( ورشو ) ده . د پخوانۍ دری ( اير- هير ) د پښتو اورو يا اير دي . د پښتو هټ له هندي ژبو سره مشترکه کلمه ده . دغسي هم رود، ديوال، بڼه، پيغاره او داسي په سوو کلمات يې له دری سره مشترک دي، بلکه بڼه او پېغور اوس دری زبانان نه وايي، مګر پښتانه يې وايي . دا مشترک لغات زموږ دي، او کورټ يې موږ له ژبي څخه نه باسو . دغسي هم له عربي څخه ډېر مفغن کلمات لرو، چي اوس زموږ سوي دي؛ او خاص د پښتو مال دﺉ، او نه ښايي چي پردي و ګڼل سي . کيسی، پاتا، ميرات، ناره، تپوس، ماشوم له دې ډلي څخه دي، چي اوس پوره پښتو بلل کيږي . � ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۶۰ ) .
لوی استاد، وروسته د لغوي راکړي ورکړي د بهير څرنګوالي ته داسي کتنه کوي : � د لغاتو دانتقال په دوره کي له يوې ژبي سره ډېر ليري کلمات هم ګډيږي؛ او داسي الفاظ هم ورته را درومي، چي اصلاً د هغې ژبي له کورنۍ څخه هم نه وي، مثلاً سنسکريت چي يوه آريايي ژبه ده، او عربي چي له سامي کورنۍ څخه ده . په پخوانو تجارتي روابطو کي د لومړۍ ژبي ډېر الفاظ عربو ته تللي؛ او په عربي ژبه ګډ سوي دي، لکه اپت، چندن، مشکاة،کيور، نانبول، چي په عربي کي آفت، صندل، مسک، کافور، ننبول ځيني جوړ سوي دي . اوس چي موږ ګورو، دغه لغات په پښتو کي هم سته . اپت، چندن، مشک او کاپور ټول مستعمل دي . نو دا الفاظ د سامي عربي ژبي او د آريايي ژبو تر منځ مشترک ګڼل کيږي،او په فارسي کي هم بيرته په عـــــربي شکل مستعمـــل دي ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۶۰ - ۶۱ ) .
لوی استاد، د بېلابېلو بدلونونو له کبله د يوې کليمې پر ځای د بلي کليمې د را پيدا کېدو او عامېدو په اړه داسي ليکي : � په پخوانييو آريايي ژبو کي، د � م او ن � عنصري توري ، په پيل کي د ارادې په مانا کارېده ؛ وروسته په سنسکريت کي د � من � ټکي د � زړه � مانا پيدا کړه؛ ځکه پخوا خلګو داسي انګېرل، چي � زړه � د انسان د حرکاتو، افکارو او احساساتو مرکز دﺉ . د امير کروړ جهان پهلوان په وياړنه کي هم د � من � کليمه د � زړه � په مانا کار سوې ده . وروسته په پښتو کي د � ارادې � او � زړه � په ماناوو د � من � لرغونی ټکی په بشپړه توګه له منځه ولاړ؛ او پر ځای يې � زړه � ودرېد . که څه هم د � من � کليمه مړه سوه؛ خو ډېر اولاد او زامن ځني پاته سول . د دې زامنو په ډله کي يې د � منل �، � مننه �، � منښت �، � مننګ �، � منوونکی �، � منلی �، � مني � او نورو يادونه کولای سو . اما که موږ د ( ارادې ) لپاره مثلاً بله کلمه ونه لرو نو کولای سو، چي د قديم ( من ) د دغي معنی لپاره مستعمل کړو . که څه هم او س زموږ مستعمله ( اراده ) هم ښه کلمه ده، او په ژبه کښي داخله سوې ده او ضرورت هم نه لرو، چي متروکه، مهجوره او نتلې کلمه يې پر ځای ودروو . � ( حبيبي ، د کلماتو مرګ او ژوند، شل مقالې ۷، ۷۸ ) .
د پښتو ژبي او ادب په تاريخ کي تلپاته ستوری ، علامه حبيبي، د همدې مقالې په يوه بله برخه کي د کليماتو د نوو ماناوو او مفهومو د پيدايښت په لړ کي د � ود � د مړه سوي اريايي ټکي ريښه او مشتقات داسي په ګوته کوي : � وده، ويده، ويدا، ودنه، واده، ودول، ودېدل، ودون، ودوونکی، ودېدونکی، ودېدونې، ودېدون، ودېدنه، ودونه او نور ټول له يوه مادې څخه زېږېدلي دي، چي هغه د� ود � ټکی دﺉ، چي وروسته له هغه څخه د � ويدا � کليمه پيدا سوه . آرياييانو تر مېلاد څورلس سوه کاله دمخه خپلو علمي او ديني سندرو ته' ويدا' ويل، چي د پوهني مانا لري . په سنسکريت کي هم د � ود � ماده سته، چي د عِلم او پوهي په مانا ده . � ( حبيبي، د کلـــــماتو مــــرګ او ژونــــد، شـــل مقالې ۷، ۷۷- ۷۸ ) .
لکه څنګه چي لوی استاد کاږي د دې کورنۍ پلار ( ود ) اوس مړ دﺉ؛ او څوک يې نه وايي؛ خو بچيان يې تر اوسه پاته دي . په پښتو ژبه کي داسي ټکي خورا ډېر دي، چي ريښې يې اوس زموږ په ژبه او ادب کي بېخي مړي دي؛ خو د نوو ټکو او ترکيبونه په بڼه د هغو نوي نسلونه ورځ په ورځ ډېريږي . دا خبره د کليماتو د مړيني او ژوند پر قانون د سموالي او ريښتينوالي مُهر لګول دي . د دې قانون په منلو سره اوس هيڅ د اريانۍ ځای نه پاتيږي، چي د زمانې په تېرېدو سره به زموږ خورا ډېر لرغوني ټکي او اصطلاح ګاني خپل ځای نوو ټکو او ترکيبونه ته پرېږدي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery