مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د) د نوو ټکو جوړوَنه یا نيولوجيزم ( Neologism)


د دې واقعيت به منلو کي اوس هيڅوک شک او ترديد نه لري، چي ژبه د يوه ټولنيز مخلوق په توګه له بېلابېلو طبيعي او غير طبيعي بدلونونو سره ګام په ګام څېره اړوي . که د پښتو ژبي تاريخ ته هم پام واړوو له ورايه ګورو، چي په دې ژبه کي هم له راز راز بدلونونو سره سم ډول ډول کليمې، ترکيبونه، اصطلاحات او نوري ژبنۍ پانګي را منځ ته سوي دي . کله کله يې د نورو ژبو لغتونه او الفاظ اخيستي؛ او کله کله يې خپل سوچه ټکي هم په دايمي يا مؤقتي توګه له لاسه ور کړي دي . د اوستا، سنسکريت، هندي، يوناني، پارسي، عربي، تورکي، مغولي، انګرېزي، روسي او ځينو نورو ژبو ډېري نښي نښانې همدا اوس هم زموږ په ژبه کي ښکاره دي . د دوو اړخيزو يا څو اړخيزو اغېزو اړيکو دا قانونمند طبيعي بهير په هره ټولنه او هر چاپېر کي روان دﺉ . په نړۍ کي د بېلابېـــلو ګړندييو تحولاتو، په تېره بيــا اريانـــوونــکو سياسي، فرهنګي، تخنيکي او اقتصادي پرمختګونو له امله هره ورځ د نوو ټکو، نوو تعبيرونو اونوو اصطلاح ګانو لوی سېلاو زموږ پر لور را روان دﺉ؛ د مثال په توګه دکمپيوټر په اختراع او عامېدو سره نه يوازي په خپله د کمپيوټر ټکی؛ بلکي د هغه د ډېرو برخو او سامان آلاتو بې شماره ټکي او اصطلاحات هم د پښتو ژبي په ګډون د نړۍ زياترو ژبو ته ننوتل؛ او هره ورځ د دغه راز ټکو او اصطلاح ګانو د را ننوتلو لاره پرانيستې ده . چي نورو ژبو په څېر د پښتو ژبي لرغوني لغوي پانګي ، د دغو نوو اختراعاتو او نوو مفاهيمو د افادې له پاره څه نه لري؛ نو ځکه خلګ په ناچارۍ سره هر څه يا په خپله اصلي بڼه يا د نورو ګاونډييو ژبو په ترجمه سوې بڼه اخلي . که د پردو ټکو او اصطلاحاتو دې وحشتناک او بې رحمانه فرهنګي يرغل ته لاس تر زني کښېنو، ډېر ژر به زموږ د لرغوني او سپېڅلي ژبي جنازه هم په خاورو کي ښخه سي . همدې سترو خطرونو ته پام کولو سره، په پښتو کي د نوو ټکو او اصطلاحاتو جوړول، يو داسي عيني ضرورت دﺉ، چي تل بايد له پامه و نه غورځول سي . د نوو ټکو، ترکيبونو او اصطلاحاتو جوړونه هم پوهه ده او هم هونر . پوهه يا عِلم په دې مانا، چي د نوو لغتونو د جوړولو له پاره بايد لغت جوړوونکی د ژبپوهني، لغت پوهني، ادب پوهني او د علومو له ځينو نورو اړونده څانګو سره اشنايي ولري؛ ځکه هر څونه چي د نوو ټکو، عبارتونو او اصطلاح ګانو په جوړولو کي له علمي اساساتو او لارو ګټه واخيستله سي، په هغونه اندازه معقولي او منطقي نتيجې تر لاسه کيږي . د نوو ټکو او اصطلاحاتو جوړول د شعر، موسيقۍ، انځورګرۍ او نورو نوښتګرو کارونو څېر پر پوهي سربېره هونري او ذوقي بڼه هم لري . ډېر ځله يو څوک د شعر، موسيقۍ، انځورګرۍ او نورو تخليقي هونرونو په اړه ژوره پوهه او په زړه پوري مالومات لري؛ خو نه سي کولای په خپله څه هونري هستونه وکړي . بالعکس کله کله څوک د شعر، موسيقۍ او نورو ابداعي ايجاداتو په باره کي د خاصي پوهي او صلاحيت خاوند نه وي؛ خو د خپل فطري او هونري ذوق پر بنسټ خورا په زړه پوري شعري او هونري هستوني کوي . په پښتو کي د دغه راز شاعرانو او هونرمندانو شمېر خورا زيات دﺉ . د نوو ټکو او اصطلاحاتو په برخه کي هم دا خبره کټ مټ همداسي ده . ډېر ځله د پښتو نوي ټکي، ترکيبونه او اصطلاحات د داسي باذوقه کسانو له خوا جوړ سوي دي، چي حتا پوره لیک لوست نه سي کولای . د دې پر خلاف داسي مثالونه او بولګې هم لږ نه دي، چي د مسلکي ژبپوهانو او اديبانو له خوا وضعه سوي کليمات، ترکيبونه او اصطلاحات د عامو خلګو له خوا نه وي منل سوي . په هر حال، ژبه د خلګو او ولسونو مال دﺉ . هر څوک ( لوستی او نالوستی ) بشپړ حق لري، چي د خپلي مورنۍ ژبي د پياوړتيا او غنا له پاره، د اړتيا پر مهال نوي ټکي او اصطلاح ګاني جوړي کړي؛ خو هيڅوک حق نه لري، چي خپل جوړ کړي لغتونه او ترکيبونه د معياري او کره ټکو په توګه پر خلګو و تپي؛ او د نورو له خوا وضع سوي کليمات، ترکيبونه او اصطلاح ګاني په بېلابېلو نومونو وکږي . د نوو ټکو د معياري توب او کره توب پرېکړه د خلګو په لاس کي ده . خلګ د اسانۍ، سادګۍ، لنډوالي، خوږوالي، پوخوالي، عموميت او ځينو نورو اصولو په رڼا کي د څو نوو ټکو او اصطلاحاتو له منځه تر ټولو غوره اخلي؛ د مثال په ډول په پښتوکي له اوږدو زمانو څخه په تحقيقي ليکنو کي د اِستِناد سوي اثر له پاره د � سند �، � حوالې � ،� مدرک �، � مرجع �، � منبع �، � ماخذ �، � ريفرينس � او داسي نورو ټکي کارېده . په دې وروستييو کلونوکي زموږ ښاغلو لغت جوړوونکو د همدې پردو ټکو له پاره د � اخځ �،� اخيستنځی � ،� اخځليک � او داسي نورو په شان پښتو ټکي هم جوړکړه . پخواني پردي ټکي نه يوازي په پښتو؛ بلکي ډېرو نورو سامي او اريايي ژبو کي له سوونو کلونو راهيسي دود دي؛ مګر يوازنۍ ګونا يې دا ده، چي زموږ د لغت جوړوونکو په نظر پردۍ ريښه او جوله لري . دا چي په پښتو کي د � ماخذ � د پېژندل سوي او اشنا ټکي پر ځای واقعاً بل ټکي ته اړتيا سته که يا او دا چي په پښتو کي زموږ د لغت جوړوونکو دا نوي وضعه سوي ټکي د فصاحت او بلاغت له پلوه له لرغونو پردو ټکو سره سيالي کولای سي که يا ؟ هغه مهمي او اساسي پوښتني دي، چي زموږ ټولو په ذهن کی پيدا کيږي . دې پوښتنو ته تر جواب وړاندي کولو مخکي د � ماخذ � عربي ترکيب ته يوه لنډه او سرسري کتنه کوو، چي زموږ هر پوه او محقق لوستونکي يې، د پښتو د اوسنييو جوړو سوو ترکيبونو سره په غوَر پر تله کړي .
د ماخذ / δa x ́ā m / [ د خ په زْوَر ] عربي ترکيب اصلاً د � ما � او � خذ � له دوو بېلو ټکو څخه جوړ سوی دﺉ . د � ما � ټکی د څه يا څه شي په مانا دﺉ، چي د � الی �، � بِ � ، � لِ � او � حتی � تر اداتو وروسته د � چيري �، � تر کومه ځايه �، � کومي لاري �، � له څه شي سره �، � له څه سره �، � ولي �، � څه له �،څونه � او داسي نوري ماناوي لري . د خذ / δ a x / ټکی د � اخذ � له مصدر څخه اخيستل سوی دﺉ، چي د اخيستلو په مانا دﺉ . د ماخذ ټکی په ترکيبي ډول د سرچينې، ريقرينس يا هغه اثر په مفهموم دﺉ، چي ليــــکوال يا څېــــــــړونکی په خپله تحقيقي ليکنه کي ګټه ځني اخلي يا په هغه اِستِـــــــــناد کوي . د مـــاخـــذ جمع په عــــــربي کي د مـــــآخـــــذ / δ ɪ ́ x ā am / [ د خ په زېر ] ټکی دﺉ، چي په ليکلو کي له يکړ يا مفرد حالت سره يوازي د مد توپير لري . په وينګ کي مفرد حالـــــت د � خ � په زْوَر او جمــــع يې د � خ � په زېر سره ويل کيږي . په مفرد حالت کي مقصور الف ( ا ) او په جمع کي ممدود الف ( آ ) کار سوی دﺉ ( 6 � 8, 888. Wehr )
په عربي ماخذ کي د � ما � او � خذ � دوه بېل ټکي په داسي ډول سره يو ځای سوي دي، چي څوک د دوو بېلو ټکو ګومان هم نه پرکوي . په بله ژبه دا ترکيبي نوم سره له لنډوالي او اسانۍ، جامع مفهوم افاده کوي . د � ما � او � خذ � دوو بېلو ټکو په يو ځای کولو کي يوازي د � ا � توری حذف سوی دﺉ . سربېره پر دې، د د ې ټکي د مفرد او جمعي په حالت کي ډېر لږ توپير سته، چي دا په خپله هم د دې ترکيبي کليمې د اسانۍ او سادګۍ په مانا دﺉ . تر دې ښېګڼو چي تېر سو دا ترکيبي لغـــت له سوونو کـــــــــــلو را هيسي په پښتو او نورو ګاونډييو ژبو کي دود دﺉ . شک نسته، چي د� اخيستنځی � په ترکيب کي د دې ترکيبي ټکي دوو متشکله برخو ( اخيستل + ځای ) ماناوي له ورايه څرګندي دي؛ خو زه په خپله د � ماخذ � د لنډوالي او اسانۍ خوند نه پکښي وينم .
که څه هم نحت ( د بېلابېلو کليماتو په يو ځای کولو يا موښلولو کي امتزاج او تخفيف ) د ژبپوهني له اړخه روا او حتا ضروري کار دﺉ؛ خو ژبپوهان د نوو ټکو او اصطلاح ګانو په جوړولو کي د کليمو د ډېر امتزاج او ترخيم پلوي نه کوي . په دې مانا چي نوي ترکيبي ټکي بايد تر وسه وسه په داسي توګه وي جوړ سوي، چي د ترکيبي ټکو جوړوونکي برخي يا متشکله عناصر پر خپل اصلي حال پاته وي؛ که نه نو هغه نوی ترکيب، چي د څو ټکو له لنډوالي او يو ځای توب څخه جوړ سوی وي، خلګو ته په پوهېدو کي سختي پېچومي پيدا کوي؛ مثلاً � نېخه � د پښتو ژبي ترکيبي ټکی دﺉ، چي په حقيقت کي د � نه � ، � يم � ، � خبر � له درو بېلو ټکو څخه جوړ سوی دﺉ . داسي ترکيبي ټکي په اسانۍ سره خلګو ته د پوهېدو وړ نه دي .
د همدې تيوريک بحث په رڼا کي اوس هر څوک په اسانۍ سره کولای سي، چي د عربي ژبي � ماخذ � د پښتو د � اخځ �، � اخيستنځی � او � اخځليک � په وړاندي و ګوري . دا خبره بايد هېره نه کړو، چي منحوت ترکيبونه بايد له لنډوالي او سادګۍ سره سره، د مانا او مفهوم له اړخه هم هيڅ ستونزه ونه لري . په بله وينا داسي ترکيبونه بايد تفسير او تشريح ته اړتيا و نه لري . د � اخځ � په ترکيبي نوم کي ريشتيا هم د لنډوالي او اسانۍ قاعده مراعات سوې ده؛ خو زه په خپله يې د مانا په پوهېدو کي ستونزه لرم . د د ې ترکيبي ټکي د جوړوونکو برخو اساسي عناصر ، توضيح او تفسير ته اړتيا لري . ګومان کوم، چي د � اخ � برخه يې د � اخيستل � د مصدر لنډه يا ترخيم سوې بڼه وي؛ او � ځ � توری د � ځای � لنډه بڼه، چي هر څوک يې په اسانۍ سره پېژندلای سي؛ خو د� اخ � مخفف توري د � اخيستل � ټکی په سمه توګه نه سي بيانولای . په بل عبارت په دې دوو تورو کي د � اخيستل � د مصدر جوړوونکي عناصر نه دي ښوول سوي؛ نو ځکه يې څوک واردواره په مانا نه پوهيږي . لغت جوړوونکی بايد تل د دې ترکيب د بيان او څرګندوني له پاره نور مالومات وړاندي کړي، که نه نو لوستونکی به تل له بې ځايه سرخوږي سره لاس او ګرېوان وي . دلته په لنډ ډول هغو التباسونه ته يوه اشاره کوو، چي د � اخ � د ټکي په لېدو سره د لوستونکي په ذهن کي پيدا کيږي . � اَخ � / x ́a / [ د الف په زْوَر ] د ږغ نوم يا اسم صوت دﺉ، چي په پښتو او پارسي کي د کرکي، نفرت، کاهښت، درد او تکليف د بيانولو له پاره ويل کيږي ( عميد ۱: ۱۱۱ ) . دغه راز، � اُخ � / x o / [ د الف په پېښ ] هم د ږغ نوم يا اسم صوت دﺉ، چي په پارسي او پښتو کي د خوښۍ، خوند، افسوس، ارمان او ويش و واخ له پاره کاريږي ( عميد ۱: ۱۱۱؛ امرخېل ، او نور ۱: ۱۱۷ ) . سربېره پردې دوو صوتي ږغونو، د � اَخ � / x ́a / [ د الف په زْوَر ] عربي ټکی د ورور، ملګري، ګاونډي او دوست په مانا دﺉ، چي اخوان او اخوة يې د جمعي حالتونه دي ( عميد ۱: ۱۱۱ ؛Wehr 9 ) . په دې توګه ګورو، چي په � اخځ � کي استعمال سوی � اخ � له درو بېلو ټکو سره د التباس مشکل هم منځ ته راوړي . دې شکلي او مانوي ( معنوي ) ستونزو ته په کتو سره د � اخځ � وضعه سوی لغت تر � اخيستنځی � هم کمزوره ښکاري .
د اينټرنيټ له را پيدا کېدو سره د ويب سايټ ( website ) اصطلاح هم منځ ته راغله . د پښتو ځينو لغت جوړوونکو هغه په � ويبپاڼه � ترجمه کړه؛ ځينو � اينټرنيټ پاڼه � وبلله؛ ځينو نورو د � جالپاڼي � نوم پرکښېښود؛ او په پای کي ځينو نورو د هغې اصلي بڼه ( ويب سایټ ) � تر ژباړل سوو پښتو ټکو اسانه او ښه و ګڼله . د معياري مقام د تر لاسه کولو له پاره به د دې څلورو - پينځو ټکو تر منځ څه موده سخت ټکرونه او جګړې رواني وي . وروسته به په ټولنه کي د بېلابېلو بدلونونو د اغېزمنتيا پر بنسټ ، يوه کليمه له نورو ميدان وګټي؛ او نور ټول سيال ټکي به د ژوند او هستۍ له نعمته بې برخي کړي . لکه څنګه چي د پښتو ژبپوهني، ادب او تاريخ بابا - لوی استاد علامه حبيبي( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په ټينګار سره يادونه کړې ده ژبپوهان، لغت جوړوونکي، شاعران او ليکوال بايد هيڅکله ژبه تر خپل ذوق، احساساتو او فکر قربان نه کړي؛ ځکه هره ژبه د يوه قوم په ټولو خلګو پوري اړه لري؛ او تل د ولس په غېږ کي وده او پرمختګ کوي . په بله وينا، د ژبي او ادب پوهان بايد په ژبه کي له ناروا تصــــــــرف څخه لاس واخلي . . . ( حبيبي، آيا د ژبي واګي د چا په لاس کي دي ؟ شل مقالې ۷، ۵ - ۶ ) . د ناروا لاس وهني يوه بڼه دا ده، چي څوک د خپل نفس د غټولو په موخه، حق او ناحق لغتونه را وباسي؛ په ژبه کي هر نوي يا مروج پردي ټکي ته بې پلټني او څېړني له ځانه کليمې او ترکيبونه وضعه کړي؛ او بيا يې په هر ځای کي د کره او معياري ټکو په توګه تبليغ کړي . په خواشينۍ سره، په پښتو کي اوس د غه راز لغت جوړونه خورا پراخه سوې ده .
د افغاني فرهنګ وتلئ او منلئ استاد ، علامه حبيبي، دغه راز خبرداری ورکوي، چي ژبه په حقيقت کي فقط د افهام او تفهيم آله ده . که خلګ په اسانۍ سره د يوبل په ژبه ښه وپوهيږي، نو ژبپوهانو او ليکوالو ته د دې اړتيا نه سته ، چي له ځانه نوي لغات او کليمات وتراشي؛ او په خلګو کي د منلو الفاظو پر ځای ځيني وحشي او نامانوس ټکي ودروي . . . ( حبيبي، د ژبو مشترک کلمات، شل مقالې ۷، ۷۳) .
دغو خبرو او دلايلو ته په پاملرني سره دا نتيجه اخلو، چي په پښتو ژبه کي بايد د خپلو او پردو ټکو د د قيق انډول په خاطر، تل د ټولنيزو قوانينو له حُکمونو سره سم عمل وکړو؛ د ژبي د بشپړتابه ټولو برخو او څنګونو ته ټينګ پام وکړو؛ په هره برخه کي يې د افراط او تفريط په کلکه مخه ونيسو؛ که نه نو په لوی لاس به د خپلي خوږې او سپېڅلي ژبي په له منځه وړلو يا کرغېړن کولو کي برخه واخلو .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery