مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په پښتو کي التباسونه او ناوړه ترکيبونه


د � معياري � او � سوچه � پښتو په لار کي ليونييو هلوځلو، نن سبا د پښتو په ويلو او لیکلو کي ډول ډول التباسونو او ناوړه ترکيبونو ته لاره پرانيستې ده . پښتو ژبه د علمي، ريښتني او منلي معيار پر ځای د ځينو کسانو د ناسمو او غير علمي لاس وهنو له امله پر کږه لاره روانه ده . دغه راز، د ژبي د سوچه کولو خيالي او موهومو کوښښونو اوس زموږ اسانه او خوږه پښتو له داسي کړکېچنو، بد ذوقه او ناوړه ترکيبونو ډکه کړې ده؛ او ورځ په ورځ يې لمنه پراخيږي، چي له يوې خوا په هيڅ وجه د پښتو له واقعي سوچه کولو سره مرسته نه کوي؛ او له بلي خوا يې ساده، روانه او په زړه پوري پښتوخپلو اصلي ويوونکو ته ستونزمنه او ګرانه کړې ده . دلته د د ې موضوع د دوو بېلو اړخونو په اړه تر جلا جلا سرليکونو لاندي څو لنډي خبري کوو .








Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery