مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۳- د � په � او � پر � ګډوډي


د اوسني تپل سوي معياري لیکدود په لړ کي يوه بله ستونزه د � په � او� پر � تر منځ ګډوډي ده . د � په � او� پر � ادات په حقيقت کي هغه توري دي، چي د جوملې له نورو برخو سره د نوم ( اسم ) يا ضمير اړيکي ټينګوي . په انګرېزي کي هم د ( on, in, over, to, for, from, under, underneath ) او نورو په شان ادات هر يو پر خپل ځای کاريږي؛ او د هغو تر منځ ګډوډي په جومله کي د مانا له پلوه بې خوندي را منځ ته کوي . په انګرېزي ژبه کي د هيواد، ښار، کلي، کوڅې، خوني، ځنګله او داسي نورو له پاره د � in � ادات کاروي؛ لکه څنګه چي وايي :
in the room, in our village, in the town, in the forest, in our country, etc.
John E. Warriner, English Grammar and Composition 18.) )
په پښتو کي هم د � په � او � پر � تر منځ ډېر توپير سته . د يو بل پر ځای د � په � او � پر � په کارولو سره د جوملې مانا ډېره اوړي؛ د مثال په توګه که ووايو : احمد يې په چاړه و واهه ياني احمد يې په چړې سره يا د چړې په وسيله وواهه . په دې ځای کي چاړه د وهلو يا ټپي کولو آله يا وسيله ( instrument ) ده . اوس نو که په جومله کي د � په � پر ځای د � پر � ادات کار کړو، جومله داسي بڼه پيدا کوي : احمد يې پر چاړه وواهه . د دې خبري مانا دا ده، چي احمد يې د چړې له امله وواهه . په بله ژبه چاړه يې د شخړي او بلاخره وهلو علت وه . که څوک وايي په څه يې وهې ! مانا يې دا ده، چي په څه ( کومه وسيله يا آله) يې وهې : په لښته، په ډانګ، په چلاخه يا څه شي ؟ که څوک ووايي پر څه مي وهې ! ياني ولي مي وهې ! د وهلو سبب او وجه ( cause, reason) مي څه دﺉ؟ په همدې ډول � احمد پر انګرېزي ليکني کوي � او � احمد په انګرېزي ليکني کوي � د مانا په لحاظ دوې جلا جوملې دي . که څوک ووايي پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ پر انګرېزي ليکني کوي، مانا يې له ورايه دا ده، چي ښاغلی کاکړ د انګرېزي ژبي په اړه ليکني کوي؛ خو که د دې پر ځای و ويل سي : پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ په انګرېزي ليکني کوي . د دې جوملې مانا دا ده، چي ښاغلی کاکړ خپلي تاريخي څېړني په انګرېزي ژبه کاږي . دلته د � په � ادات د انګرېزي ژبي له پاره، استعمال سوی دﺉ، چي د ليکنو او څېړنو وسيله ده . په سترخان ( سترخوان، خوان ) ياني هر هغه څه چي په سترخان کي پېچلي وي . پر سترخان ياني هر هغه څه چي پر سترخان پراته وي . په لومړۍ جومله کي بايد سترخان پېچلئ وي؛ او په دوهمه جومله کي باید سترخان خامخا هوار وي . په انګرېزي کي هم دغه راز مثالونه خورا ډېر دي؛ مثلاً وايي : � on the table.� ياني پر مېز سربېره � in the table. � ياني په مېز کي، چي هدف يې د مېز جعبه يا المارۍ ده .
په مکاني او زماني ظرفونو کي د � په � او � پر � بېلول ډېري باريکۍ لري . په ځيني مکاني ظرفونو کي � په � او � پر � دواړه استعماليږي؛ خو د جوملو په ماناوو کي بدلون راځي؛ د مثال په توګه : احمد په کور کي دﺉ . کاملاً سمه جومله ده . که و وايو احمد پر کور دﺉ . دا جومله هم سمه ده؛ خو مانا يې دا ده، چي احمد له کوره چيري نه دﺉ تللئ . يا احمد له کاره بېکاره سوی دﺉ؛ او اوس پر کور ناست دﺉ . که و وايو په دښت کي اور بل دﺉ . يا پر دښت اور بل دﺉ . دا دواړي سمي جوملې دي که و وايو په مځکه کي يې کوکنار کرلي دي . دا سمه جومله ده . همدغه راز، دا جومله هم هيڅ بدي او غلطي نه لري، چي و وايو : پلاني پر مځکه اوبه وپاشلې . په دې جوملو کي يوازي د حدودو او موقعيت توپير سته . که چيري يو شی په بل شي کي ايښوول سوی وي، نو په دې وخت کي بايد د ظرف له پاره هرومرو � په � استعمال سي نه � پر � ؛ لکه په جېب کي، په جعبه کي، په کور کي، په باغ کي، په موټر کي او داسي نور . په داسي حالاتو کي تل له � په � سره ظرفي � کي � يا � کښي � کاريږي . په بله وينا، هر چيري، چي ظرفي � ی � راغلې وي، هلته د � پر � ادات نه سي راتلای . که يو شی په بل شي کي نه وي دننه؛ بلکي په سربېرن ډول د هغه پر څنډو يا يوې برخي پروت وي، نو د داسي شي د موقعيت يا ځای ځايګي له پاره بايد � پر � استعمال سي نه � په �؛ لکه د مېز پر ژۍ، د کتاب پر څنډه، د سيند پر غاړه، د کندهار - کابل پر لويه لاره او داسي نور . په انګرېزي کي هم کټ مټ همدا قاعده باب ده؛ مثلاً په هرځای يا شي کي د بل شي د ظرفيت او موقعيت له پاره وايي : � in the pocket �، � in the car � ، � in the garden �، � in the house �، �in the drawer � ؛ خو پر يوه شي باندي د بل شي د سربېرن ايښوولو له پاره د � on � او � over � ټکي کـــــــــاروي؛ لـــــــکه � He lives over the mountain. �،
� over the phone. They chat �، � on the bank of the river.�، � on Kabul - Kandahar highway. �، �flags waved above/over our heads. � او داسي نور A Practical English Grammer 98-99. ) , A. J. Thomson, & A. V. Martinet (
د زماني ظرفونو له پاره هم دغه قاعده په پام کي نيوله کيږي . که کومه پېښه په يوه ټاکلې زماني موده ( پېړۍ، کال، موسم، مياشت، هفته، ورځ ) کي وسي، د هغو له پاره � په � کاروو نه � پر �؛ د مثال په ډول وايو : � په يويشتمه پېړۍ کي �، � په ۱۳۸۰ کال کي �، � په ژمي کي �، � په برات کي �، په � تېره اوونۍ يا تېره هفته کي �، � په دوشنبه �، � په جمعه � او داسي نور ؛ خو د ساعت له پاره د � په � پر ځای د � پر � ټکی غوره بلل سوی دﺉ؛ لکه چي وايو : � د سهار پر اتو بجو �، � د شپې پر يولسو بجو � او داسي نور؛ خوکله چي په ظرفي ډول د ساعتونو يادونه کيږي، بيا هم د � په � او � کي � د يو ځای والي قاعده تطبقيږي؛ لکه � په درو ساعتوکي �، � په لسو ساعتوکي � . دلته داسي نسو ويلای : � پر درو ساعتو کي �، � پر لسو ساعتوکي � او داسي نور .
د پښتو په مدونه شاعرۍ کي هم کله کله د � په � او � پر � تر منځ ګډوډۍ ليدلي کيږي . داسي التباسونه او ګډوډۍ ښايي تر ډېره حده، د خطي نسخو د کاتبانو او ناسخانو د لاس وهنو يا تېروتنو له امله وي؛ خو دا ګومان هم باید له پامه ليري نه سي، چي کېدای سي د � په � او � پر � تر منځ ګډوډي، د پښتو په بېلابېلو لهجو کي د دغو اداتو په اړه د توپيرونو او رنګارنګۍ پر بنسټ، د پښتو ژبي ديواني ادب ته لاره موندلې وي .
د پښتو ادب د زياترو پخوانييو متنونو په چاپي نسخو کي پر ځينو مانوي ( معنوي ) ټکو سربېره د ليکدود مسأله هم د متن سموونکو، دشخصي ‌ذوق او انګېرني ، فکري تمايلاتو او لهجه يي ځانګړتياوو په خاطر، بشپړ اتبار او اصالت نه لري، نو ځکه دلته د پښتو ادب د عارف شاعر - علي محمد مخلص ( تر ۱۰۶۹ ق پوري په يقيني توګه ژوندی ) دپښتو ديوان له يوازنۍ او يکړي خطي نسخې څخه څو بيتونه وړاندي کوو، چي د � په � او � پر � ټکي يې په ځينو بولګو کي سم او په ځينو کي ناسم دي :
د علي محمد مخلص دغزلي په يوه بيت کي راغلي دي :
چه دعِلم چراغ نلري پر زړه کښي
دجاهل کس به په کومي وينا وياړ وي ( د علي محمد د ديوان خطي نسخه .)
د دې بيت په لومړۍ ميسره کي د ظرفي حالت ( زړه ظرف او عِلم يې مظروف دﺉ ) له پاره د � پر زړه کښي � تر کيب ليکل سوی دﺉ، چي سمه بڼه يې � په زړه کښي دﺉ � . په دوهمه ميسره کي، د وينا له پاره، چي دلته دآلې يا وسيلې ( په انګرېزي کي instrument ) دنده اجرا کوي، په سمه توګه د � په � ادات کار سوی دﺉ نه � پر � . شاعر � په کومي وينا � وايي نه � پر کومي وينا � چي دا کار د پښتو د لوېديزي ( لوېديځي ) لهجې له اوسني ګړدود سره بشپړ سمون لري .
نوس، شيطان غله يې و وزي له درونه
چه پر زړه کښي يې د ذکر چراغ بل شي
***
په يوه بل بيت کي وايي :
په هغه بهار څوک څه لره هوس که
چه په مخه يې غارمه د سخت اهاړ وي ( د علي محمد د ديوان خطي نسخه .)
لکه څنګه چي ګورو د مخلص د ديوان دخطي نسخې په دې بيت کي هم د � بهار � او � مخه � له پاره د � په � ټکی راغلئ دﺉ؛ چي د پښتو له اوسنۍ لوېدېزي لهجې سره يوه بڼه لري . شاعر نه وايي، چي : پر هغه بهار څوک څه لره هوس که - چه پر مخه يې غارمه د سخت اهاړ وي
بلکي وايي :
په هغه بهار څوک څه لره هوس که
چه په مخه يې غارمه د سخت اهاړ وي ( د علي محمد مخلص د ديوان خطي نسخه .)
د علي محمد مخلص په عرفاني کلام کي، د � په � او � پر � د اداتو ځيني نوري بولګې :
د زړه غوږ که دي شنوا شي و به واروې !
په هر ني کښي د يوه نايي آواز شي ( د علي محمد مخلص د ديوان خطي نسخه .)
په دوهم نيم بيت کي � نی � ظرف او � نايي � مظروف دﺉ؛ له دې امله يې بيا هم د هغه له پاره د � په � ادات کار کړی دﺉ نه � پر � .
هر زنده يې د نَفَس په مهار ونيو
ښه مولا مانند سروان زنده بصير دﺉ ( د علي محمد مخلص د ديوان خطي نسخه .)
د مخکني بيت په لومړۍ ميسره کي، مهار د نَفَس د نيولو آله ده؛ نو ځکه يې د � په � ادات ورته استعمال کړی دﺉ نه � پر �.
چه پر نوس فتحه يې بيامنده يقين کړه !
هغه کس به په دوه کَوْنه کښي منصور وي ( د علي محمد مخلص د ديوان خطي نسخه .)
د پورتني بیت په لومړۍ ميسره کي د يوه شي په وړاندي د بل شي د موقعيت له پاره ،په سم ډول � پر � او په دوهمه ميسره کي د � په دوه کَوْنه کښي � ظرفي حالت له پاره بيا هم د اوسنۍ سمي قاعدې له مخي د � په � ادات کارسوی دﺉ نه � پر � .
خو په يوه بله ميسره کي د مخکنۍ قاعدې پر خلاف، له ظرفي � کښي � سره د � پر � ادات کاروي؛ په داسي حال کي، چي سمه بڼه يې � په � دﺉ نه � پر � .
د مخلص کلام دﺉ، چي وايي :
هر چه پټ شي پر زمين کښي
سمه بڼه يې داسي ده :
هر چه پټ شي په زمين کښي ( د علي محمد مخلص د ديوان خطي نسخه .)
ځکه � پر � د سربېرن شي له پاره راځي؛ او يو شي هغه مهال پټيږي، چي د بل شي له خوا پوښل سي . په مځکه کي يو شي هغه وخت پټيږي، چي په کي ښخ يا وپوښل سي، نه داچي د مځکي پر مخ پروت وي .
ځيني ځايونه، له ظرفي � کښي � سره د � پر � ټکی کاروي؛ مثلاً وايي :
. . . پر زړه کښي
په داسي حال کي، چي له ظرفي کښي سره د � پر � توري کارول، د وتلي او منلي عارف شاعر، علي محمد مخلص، له مخکنييو شعري نظايرو سره ښکاره تضاد لري .
د علي محمد مخلص په دغو بيتونو کي هم د � په � او � پر � تر منځ ګډوډي ليدله کيږي :
څوک پر زر و سيم مين څوک په اسپانو
ځني نشي په خوراک د ګوشت، اثمار سېر ( د علي محمد مخلص د ديوان خطي نسخه .)
لکه څنګه چي ګورو، په لومړۍ میسره کي له قاعدې سره سم د � زر و سيم � له پاره � پر � او د همدې ميسرې په پای کي د قاعدې پر خلاف، د اسپــــانو له پــــاره � په � کارسوی دﺉ، حال دا چي د ګرامر له اړخه زر و سيم او اسپان دواړه مفعولي حالت لري . د پورتنۍ ميسرې په دوهم نيم بيت کي خوراک ته له قاعدې سره سم د � په � ادات کارسوی دﺉ نه � پر � . شاعر نه وایي ، چي : ځني نشي پر خوراک د ګوشت، اثمار سېر .
په جهان به پېښ ظلمت شي
چه نور پټ د ولايت شي
په جهان به برغو پو که
پر عالَم به قيامت شي ( د علي محمد مخلص د ديوان خطي نسخه .)
د پورتنۍ څلوريځي په لومړۍ ميسره کي د جهان له پاره د قاعدې پر خلاف � په � ؛ خو په وروستۍ ميسره کي د عالَم له پاره له قاعدې سره سم � پر � استعمال سوی دﺉ، چي دا کار هم د � په � او � پر � تر منځ د ګډوډۍ يوه بله بولګه ده . دا کار ښايي د مخلص د ديوان د کاتب يا ناسخ تېروتنه وي؛ او يا هم پر علي محمد مخلص باندي د خپلي مورنۍ او پلر نۍ لهجې ګډه اغېزه وګڼله سي ( د مخلص مور په تيراه کي د روښاني طريقت د مشهور خليفه - دروېش دادو دولتزي خدايدادخېل - لور وه؛ او پلار يې - ابوبکر کندهاری - د شال يا اوسنۍ کوټي اوسېدونکی کاسۍ پښتون ؤ، چي هغه مهال د لوی کندهار يوه برخه وه) ځکه په پورتنييو بيتونو کي د � په � او � پر � تر منځ ګډوډي د پښتنو په مختلفو لهجو کي د ژبنييو جوړښتونو د بېلابېلو وريانټونو يوه انکار نه منونکې نمونه ده . په ژبه کي د کليمو د جلا جلا وريانټونو دود له ډېرو پخوا زمانو څخه تر اوسه روان دﺉ . اوس هم ځيني ليکوال مالوم، خوشال، مانا او داسي نور په اصلي عربي بڼه ( معلوم، خوشحال، معنی ) ليکي . د کليماتو په ږغونو او مخرجونو کي هم داډول توپيرونه خورا ډېر دي؛ مثلاً د پښتنو په بېلابېلو لهجو کي د يوه ټکي له پاره د زموږ، زميږ، زميګ ، زموګ او زمونګ . . . وريانټونه د يادولو وړ دي .
خو د مخلص د پښتو ديوان د يوازنۍ خطي نسخې تر دقيقي او هر اړخيزي څېړني وروسته دا نتيجه اخيستل کيږي، چي د خطي نسخې په ليکدود کي، څو محدودو تېروتنو په غالب ګومان د نسخې د کاتب له خوا لاره موندلې ده؛ ځکه د هغه د ديوان په ډېرو غزلو کي د � په � او � پر � تر منځ بېلوالی، د دې حقيقت ښکارندوی دﺉ، چي مخلص د دې د دوو اداتو تر منځ توپير په سم ډول پېژانده .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery