مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

۴- � له � که � تر � ؟


د پښتو په ځينو لهجو کي د � له � او � تر � د اداتو تر منځ ګډوډي او التباس ليدل کيږي؛ مثلاً ويل کيږي پلانۍ له ځانه تېر دﺉ . په پښتو کي د دوو نومونو يا دوو صفتونو د پر تله کولو له پاره اصلاً د � تر � ټکی کاريږي؛ خو په ځينو لهجو کي د � تر � پر ځای د � له � ټکی کاروي؛ د مثال په توګه وايي : احمد له محموده کوښښي دﺉ . د دې جوملې سمه او غوره بڼه دا ده : احمد تر محمود کوښښي دﺉ . دغه راز په دې دوو جوملو کي : � سور رنګ تر تور رنګ ښايسته دﺉ . � او � سور رنګ له توره رنګه ښايسته دﺉ . � لومړۍ جومله د فصاحت او بلاغت له پلوه، خونده وره او غوره ګڼله کيږي . په ځينو جوملو کي د � له � او � تر � ادات په ګډه د ځای، وخت، وګړو او شيانو تر منځ د جلاوالي د څرګندولو له پاره کاريږي : له کابله تر کندهاره، له کلي تر ښاره، له احمده تر محموده، له مېزه تر چوکۍ، له سهاره تر ماښامه او داسي نور .
په دې جوملو کي � له � د دوو ځايونو، دوو کسانو، دوو زماني واټنونو، د دوو شيانو تر منځ د بېلوالي پيل؛ او � تر � يې وروستۍ پوله ښيي .
که په پورتنييو جوملو کي د � له � پر ځای د � د � ادات کار سي، بيا هم د جوملې مانا څرګنده ده؛ مثلاً د سهاره تر ماښامه، د کابله تر کندهاره . د پښتو ادب په بېلابېلو اثارو کي د دې ډول جوملو مثالونه او بولګې خورا ډېري دي .
د پښتو په ځينو لهجو کي د � له � پر ځای د � ته � ادات کاريږي؛ د مثال په توګه وايي : احمد ښار له تللئ دﺉ . احمد نن کور له نه راځي . کتاب مي د مېز خوا له ايښی دﺉ . په دې وروستۍ جومله کي د � خواله � ټکی، چي په حقيقت کي د � خوا ته � بل وريانټ دﺉ، د � خواله � له ټکي سره التباس مومي، چي د راز، همرازۍ، پټو خبرو، راز ونياز، غم شريکۍ او داسي نورو په مانا دﺉ . په داسي جوملو کي د � له � ادات له خپلي لومړنۍ مانا سره ګډوډي پيدا کوي . ښه به دا وي، چي داسي ووايو : احمد ښارته تللئ دﺉ . احمد نن کور ته نه راځي . کتاب مي د مېز خوا ته يا د مېز څنګ ته ايښی دﺉ او داسي نور .
لکه څنګه چي مو مخکي هم يادونه وکړه ، د پښتو په بېلابېلو لهجو کي د مختلفو ټکو د التباس او ګډوډۍ مسأله دلته نه ختميږي . متأسفانه دا فهرست ډېر اوږد دﺉ؛ او د خورا اوږدې او مفصلي ليکني غوښتنه کوي . دلته په دې لنډ بيان کي د دې خبري يادونه ضروري ده، چي پښتنانه ژبپوهان، ليکوال او څېړونکي بايد پر دغه راز التباسونو سربېره د � و � د بېلابېلو ډولونو ( معدوله، معروف او مجهول ) او د ځينو ټکو په پای کي د زورکي د التباس ستونزي ته هم جدي پام واړوي . دکوزي پښتونخوا له ځينو ليکوالو پرته، نورو پښتنو ليکوالو د دې دوو مشابه ټکو تر منځ توپیر نه دﺉ کړی :
زړه / әṛz / [ د ز په سکون ] دل، قلب، زړونه جمع .
زړه /́a ṛ a z / [ د ز په زورکي، خج پر دوهمه څپه ] پخوانۍ، قديمي، قبلي، تېره سوې، کهنه، ګذشته، زړې جمع .
په ليکلو کي د دې دوو ټکو د بېلولو له پاره ديوې کوچنۍ نخښي کاروَنه په اسانۍ سره دا التباس له منځه وړي .
دغه راز د � و � د درو ډولونو تر منځ په ليکلو کي هيڅ توپير نسته . خوان (n ā x)، کور ( ork )، سور ( sur )، ولايت (t áγā wal ) ټول په يوه راز � و � کښل کيږي، حال داچي د فونولوژۍ له اړخه د � و � د دې ټولو ډولونو تر منځ لوی توپيرونه سته . په خوان (n ā x)کي � و � نه ويل کيږي ( په خواست، خواهش، خويش او ډېرو نورو ټکو کي هم � و� همدا بڼه لري ) ؛ په کور( ork ) کي اوږد يا مجهول � و � او په سور( sur ) کي لنډ يا معروف � و � کار سوی دﺉ . د � و � د دې ږغونو تر منځ ډېر توپير سته ، بايد په ليکنه کي يې بېلوالی وسي، چي د هر ډول ګډوډي او التباس مخه ونيول سي؛ او خلګ يې په ويلو کي له هيڅ ربړ او تکليف سره مخامخ نه سي . لوی استاد - علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په پښتو ږغپوهنه يا فقه الصوت کي د هغه � و � يادونه هم کوي، چي په سر کي يې زورکی وي؛ لکه کټو( دېګلی )، ببو او داسي نور ( حبيبي، پښتو ږغپوهنه يا فقه الصوت ، شل مقالې ۷، ۱۴۲ . )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery