مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ب ) په پښتو کي ناوړه ترکيبونه


لکه څنګه چي مو مخکي يادونه وکړه، په پښتو کي د � سوچه کولو � او � معياري کولو � ليونييو کوښښونو، زموږ ژبي ته د خورا ډېرو ناوړو او بې خونده ترکيبونو د را ننوتو لاره هواره کړې ده . دا ناوړه او بد ذوقه عبارتونه يوازي په پښتو رنګ لړل سوي دي؛ خو په پښتو ادب او ولسي دودونو کي هيڅ ځای نه لري . له دې امله يې د پښتو ژبي د سپېڅلتيا او سوچه کولو پر ځای، په نورو ژبو پوري د دې لرغوني او سپېڅلي ژبي د تړلو خدمت کړی دﺉ . پښتو يې د ټکي په ټکي او بې خونده ترجمې په ژبه اړولې ده؛ او له خپلي اصلي پښتني روح څخه يې بې برخي کړې ده . پښتانه د داسي ککړو او جعل سوو ترکيبونو په ويلو او ليکلو سره هيڅکله احساس نه کوي، چي دخپلو پلرونو او مندو په ژبه خبري کوي . دلته د داسي نادوده ټکو، ترکيبونو او اصطلاحاتو ځيني بولګې وړاندي کوو، چي د پښتو ژبي ټول مينه وال يې په ځير سره وګوري؛ او په خپله قضاوت وکړي چي پښتو د ځينو کسانو په احساساتي او ليونييو ټوپونو سره نه سوچه کېدای سي؛ او نه هم د معيار مقام ته رسيږي .





Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery