مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- صورت نيولئ دﺉ



دا ناوړه ترکيب د پارسي ژبي د � صورت ګرفته � ټکی په ټکی ترجمه ده، چي په پښتو ژبه او ادب کي هيڅ ځای نه لري؛ مثلاً په پارسي کي وايي : � درين بخش پيش رفت قابل توجه صورت ګرفته است . � يا � در زندګی ما تغيير بزرګ صورت ګرفته است . � که څوک په پښتو کي ووايي : � زموږ په ژوند کي ستر بدلون صورت نيولئ دﺉ . � په حققيت کي يې ډېره ناوړه، بې خونده او بې مانا جومله ويلې ده. پښتانه دا جومله داسي وايي : � زموږ په ژوند کي ستر بدلون راغلئ دﺉ . � يا � زموږ په ژوند کي لوی بدلون پېښ سوی دﺉ . � صورت او د هغه نيول په پښتو محاورو کي ډېر پردی او نابابه ترکيب دﺉ . که څوک د سوچه پښتو د بابولو په هيله په خپلو خبرو او ليکنو کي د � صورت نيو لئ دﺉ � په شان ترکيبونه کاروي، په واقعيت کي يې پښتو د سوچه کولو پر ځای په پارسي ژبه او ګرامر پوري تړلې ده .






Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery