مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- جوړوي، تشکيل ميدهد


د � جوړوي � ټکی هم د پارسي ژبي د � تشکيل ميدهد � هو به هو ترجمه ده؛ مثلاً په پارسي کي وايي : � اين مبلغ بيست فيصد ( يا درصد ) مجموع کمک هارا تشکيل ميدهد . � يا � افزايش اخير در قيمت های اجناس، چهل فيصد معاشات کارمندان دولت را تشکيل ميدهد . � او داسي نور .
زموږ ځيني ژورنالستان او ليکوال دغه راز جوملې په دې ډول ترجمه کوي : � دغه پيسې د مرستو په سلو کي شل جوړوي . � یا � د شيانو په بيو کي وروستی زياتوالی، د د ولت د کارکوونکو د تنخاوو په سلو کي څلويښت جوړوي . � او داسي نور .
د � تشکيل ميدهد � تر کيب له پارسي ژبي او ګرامر سره بې خونده نه ښکاري؛ خو د � جوړوي � په بڼه د هغه ترجمه، په پښتوکي هيڅ مانا او ښکلا نه لري . پښتانه په خپلو ورځنييو محاورو کي د داسي مفهومونو د بيانولو له پاره وايي : � دغه راشه، د مځکي د ټولو پيداوارو په سلو کي شلمه برخه ده . � يا � زموږ د بودجې په سلو کي اتيا بهرنۍ مرستي دي . � د � جوړوي � ترکيب په دغه راز جوملو کي هيڅ ځای او هيڅ مانا نه لري .