مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- ترينګلي حالات


په دې ورځو کي له راديو، تلويزيون او نورو ډله ييزو وسيلو څخه دا خبره خورا ډېره اورېدله کيږي، چي وايي : � په پلانۍ سيمه کي حالات ترينګلي دي . � مالوميږي، چي زموږ ځيني ښاغلي ژورنالستان او ليکوال د � ترينګلي � پښتو لغت د خړپړ، خراب، ناارامه ، کړکېچن، ګډوډ او داسي نورو په مفهوم کاروي . اوس نو راسئ وګورو، چي ریشتيا هم د پښتو ژبي لغتو پوهانو هم دا کليمه د خړپړ، خراب، ناارامه ، کړکېچن، ګډوډ او داسي نورو په مانا راوړې ده که یا ؟ د � ترينګلي � ټکی د ښاغلي لعل محمد کاکړ او لوی استاد- علامه عبدالحی حبيبي( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) په � سپېڅلې پښتو� ( ۷۸ ) کي د تريو تندي، تريو مخي په مانا وو راغلئ دﺉ . په پښتو - پښتو تشريحي قاموس ( ۱: ۶۷۶ ) کي، د � سپېڅلي پښتو � پر يادو سوو ماناوو سربېره د بدمزاجه، بدخويه، مرچکي، خوشکتي، بخيل، خړوس، سخت، چړوس ماناوي هم ور زياتي سوي دي . داسي برېښي، چي په پښتو - پښتو تشريحي قاموس کي د پښتو له لرغونو اثارو څخه رانيولې بيا تر بېلابېلو لهجو او محاورو پوري، د � ترينګلي � ګرده ماناوي را ټولي سوي دي؛ خو په دې لغوي او مجازي ماناوو کي د خرابۍ، ويجاړتيا، ګډوډۍ، بې ثباتۍ، بد امنۍ، ناارامۍ، اړودوړ، اله ګولي او داسي نورو هيڅ نښه نښانه نه تر سترګو کيږي .
تر کومه ځايه، چي زه پوهېږم د � ترينګلي � ټکی د پښتو ژبي د لوېديزي لهجې په محاورو کي له ډېرو زمانو څخه جال دﺉ؛ او خلګ يې له ټولو ماناوو سره پوره اشنا دي؛ مګر د دې لهجې په محاورو کي هم دا کليمه د تريوتندي ( عبوس )، بړوس ( د خوشاله او خنده رويه ضد)، بخيل، سخت، اسي، شوم، وږي، بخيل، خسيس، چړوس، بې مروته او داسي نورو په مانا کاريږي .
سړی نه پوهيږي، چي د خړپړ، خراب، ناارامه ، کړکېچن، ګډوډ او داسي نورو په مفهوم د � ترينګلي � دا نوې مانا له کومه را پيداسوه ؟ ! مالوميږي، چي د � تر ينګلي � له پاره دا نوی مفهوم بې څېړني او پلټني، له ځانه وضعه سوی دﺉ . کلاتیان، کندهاريان، روزګانيان، هلمنديان، فراهيان، هراتي او غوري پښتنانه، د افغانستان په شمالي سيمو کي ځيني مېشت پښتانه، د جنوبي پښتونخوا ټول پښتانه اوسېدونکي په خپلو محاورو کي وايي : � پلانی ډېر ترينګلی سړی دﺉ . � يا د چا په اړه وايي : � دا تر ينګلی مخ دې ( دي يې ) پرته سي . � که تر دې هم په څرګندو او روښانو ټکو کي ووايو : د � ترينګلي � صفت يوازي د انسانانو له پاره کاريږي ، نه د پېښو، حالاتو او شيانو له پاره .
په پښتوکي د اوضاع د خرابۍ مفهوم، په خورا ډېرو ډولونو افاده کېدای سي . پر داسي ژورناليستانو او ليکوالو چا ايښي دي، چي يا د عامو او مروَجو، ټکوپر ځای بې خونده نوي ترکيبونه جوړ کړي؛ يا د همدې � ترينګلي � په څېر د پښتو ځيني لرغوني کليمې، عبارتونه او اصطلاحات په ناسمو ځايونو کي استعمال کړي . شک نسته، چي بېلابېلي کليمې د وخت په تېرېدو سره نوي ماناوي مومي؛ خو دا نوي ماناوي او مفهومونه هيڅکله په ناڅاپي او تصادفي توګه نه وي پيدا سوي . لکه څنګه چي هيڅوک په تلتلک کي د غازي او شهيد مقام ته نه سي رسېدای . د کليمو او اصطلاحاتو د هري نوي مانا او مفهوم تر شا هم لويي کيسې پرتې وي . بې هيڅ پېښي او دلايلو له ځانه لغتونو ته نوي ماناوي او مفهومونه تراشل هيڅ جواز نه لري . تاسي وګورﺉ د پارسي ژبي نامتو ژبپوه او څېړونکي، ډاکټر محمد معين، په خپل پارسي فرهنګ ( فرهنګ فارسی معين )کي د� پيشنهاده � او � پيشنهاد � د کليمو د بېلابېلو ماناوو له پاره د دې ژبي دغه ټول معتبر او مشهور اثار د سند په توګه وړاندي کړي دي :
ديوان خاقانی سجستانی، کليات سعدی، فارسنامۀ ابن البلخی، تحفة العراقين، معارف، طرب المجالس، مجموعۀ اشعۀ اللمعات ، فیــــــه مافیـــه او داسي نور ( معين ۱: ۹۳۵- ۹۳۶ ) .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery