مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- تر رياست لاندي، تر مشرۍ لاندي


په انګرېزي ژبه کي داسي ترکيبونه خورا ډېر دي، چي د لانــدي ( under ) له ټــــــــکي سره پــــــــه ګــــــــډه کــــــاريږي؛ لــــــکه : � under his leadership �، � under current rules and regulations �، � under Immigration Act 1906 � او داسي نور . په پارسي کي يې دا جوملې داسي ترجمه کړي دي : � تحت رهبری او �، طبق قواعدو مقررات کنونی �، � تحت قانون ۱۹۰۶ مهاجرت � . دلته زموږ د پارسي ژباړي له ښه والي او بدوالي سره هيڅ اړه او مانده نسته . غواړو په پښتو کي، د دغو ترکيبونو د سمي او معقولي بڼې په باره کي څو لنډي خبري وکوو .
ټول پښتانه ژبپوهان او څېړونکي ښه پوهېږي، چي پښتانه هيڅکله په خپلو خبرو کي د اسي نه وايي : � د پلاني تر رياست يا مشرۍ لاندي غونډه وسوه �؛ بلکي وایي، چي د پلاني په مشرۍ غونډه وسوه . په دغه راز جوملو کي، د � لاندي � ټکی په هيڅ ډول د پښتو ژبي او ادب له روحيې سره سمون نه لري . په پارسي کي وايي : � من تحت رياست فلانی کار می کنم . � په پښتو کي هيڅکله داسي نه وايي، چي � زه د پلاني تر رياست يا مشرۍ لاندي کار کوم . � په پښتو کي دا خبره په دې ډول وایي : � پلانی زما مشر دﺉ . � يا � زه د پلانی په مشرۍ کار کوم . � په پښتو کي د داسي مقصدونو له پاره د � لاندي � او � باندي � ټکي نه ويل کيږي . که څوک د پارسي په شان همدا خبري ټکي په ټکي پښتو ته واړوي، نو يې په حقيقت کي پښتو ژبه د انګرېزي او پارسي ژبو پر ګرامر او ژبنييو جوړښتونو برابره کړې ده؛ په داسي حال کي، چي موږ په خپله سپېڅلې او پراخه ژبه کي تر دې اسانه، ساده او په زړه پوري ترکيبونه لرو . زموږ خبري او ليکني بايد د پښتو د اصلي ويوونکي تومنه او جوهر ولري . په بله وينا، زموږ د وينګ او کښنګ ژبه بايد د هغه پردو وګړو غوندي نه وي، چي پښتو يې په نيمګړي ډول زده کړې وي؛ د جوملې سر يې د پښتو ګرامر له اصولو سره سم؛ خو پای يې د بلي ژبي پر قواعدو ولاړ وي . د هري ژبي د اصلي ويوونکي په خبرو او محاورو کي بايد د هغې ژبي سپېڅلتيا، خوند او خوږوالی له ورايه څرګند وي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery