مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- پلانی شی موجود دﺉ يا پلانی څيز شتون لري


دا دوه ترکيبونه هم د پردو ترکيبونو د ټکي په ټکي ژباړي يو بله ناوړه بولګه ده؛ د مثال په توګه په پارسي کي وايي : � اين مشکل از ګذشته ها موجود است . � پښتانه په خپلو اصيلو او سپېڅلو خبرو اترو کي د دې مفهوم د بيان له پاره وايي : � دا ستونزه يا ربړه له ډېره وخته سته . � ، � دا مشکل پخوا هم ؤ � يا � دا ستونزه وړاندي هم وه � او داسي نور . زموږ ځيني ژورناليستان او ليکوال، په ناپوهۍ سره، زموږ اسانه او خوږه پښتو د پارسي ژبي پرګرامري قواعدو برابروي؛ او وايي : � دا ستونزه له پخوا څخه شتون لري . � يا � دا ستونزه له پخوا څخه موجوده وه . � په دغو ناسمو جوملو کي د � شتون � او � موجوديت � ټکو ته هيڅ اړتيا نسته؛ ځکه هم جومله اوږدوي؛ او هم يې د اصيلي پښتو له نرخه د باندي باسي .






Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery