مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- د دې مسألې پر سر يا د دې پر سر


په دې وروستييو کلونو کي بيا هم د پارسي ژبي د ځينو ترکيبونو؛ لکه � بحث بر سر اينست � يا � مسأله بر سر اينست � او داسي نورو په پيروي، په پښتوکي هم ځيني ناوړه او بد ذوقه ترکيبونه جوړ سوي دي، چي د پښتنو په ورځنييو محاورو کي هيڅکله نه ويل کيږي . زه نه پوهيږم، چي د کومي سيمي پښتانه وايي : � بحث يا خبري د دې پر سر دي . � يا � مسأله د دې پر سر ده . � پښتانه خو په لنډه، ساده او اسانه بڼه وایي : � خبره دا ده . . . � ، � مسأله دا ده . . . � يا پوښتنه دا ده . . . � د � دې پر سر � ترکيب، چي د پارسي ژبي د � بر سر � هو به هو ترجمه ده، په پښتو کي بېخي بې خونده، بې مانا او پوچ ښکاري . زموږ خورا ډېر ژورناليستان او لیکوال د داسي ترکيبونو په کارولو سره په پټو سترګو، د پښتو شمزۍ ماتوي . داسي ترکيبونه زموږ ژبه ډېره ورانوي . بې شکه په خبرو يا ليکنو کي له اړتيا سره سم د يونيم پارسي، عربي، هندي يا اروپايي ټکو کارول هيڅ عيب او بدي نه لري؛ خو که د نورو ژبو ناوړه ترکيبونه او اصطلاحات په ناوړه بڼه زموږ ژبي او ادب ته لاره و مومي؛ او بيا د هري راديو، تلويزيون، ورځپاڼو او نورو ډله ييزو اطلاعاتي وسيلو له لاري د خلګو په غوږونو کي په زرونو واره پو سي، په پای کي زموږ د سپېڅلو ټکو، ولسي ترکيبونو او منلو محاورو ژوند له سختو خنډونو او کړواوونو سره مخامخ کوي .







Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery