مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- پر لاره اچولئ يا پر لاره اچولي دي


په انګرېزي کي د نوي کار، نوي پروژې يا نوي مأموريت د پيل کولو پر مهال، زياتره د � launch � ټکی کاروي . د پارسي ژبي ژباړونکو هغه د � راه انداختن � په ټکو سره ترجمه کړی دﺉ؛ مثلاً وايي : � نيروهايی امريکايی حملات تازه براه انداخته اند . � پښتو ژباړونکي هغه داسي ترجمه کړ : � امريکايي پوځيانو نوي بريدونه په لاره اچولي دي . � د داسي ترکيبونو په اروېدو سره د سړي پښتورګي له خندا چوي . سړی اريانيږي، چي � پر لاره اچول � ياني څه؟ ايا حملې يا بريدونه هم د قلم او کاغذ يا کوم بل شي په څېر پر لاره اچول کېدای سي ؟ د داسي جوملې په اروېدو سره دا پوښتنه را پيدا کيږي، چي که يرغلونه او بريدونه پر لاره نه وای اچول سوي، نو به چيري اچـــــــــول کېـــده ؟ په اسمان کي ؟ په درياب کي ؟ په کندو او ډبونو کي ؟ يا نورو ځايونو کي ؟ دد غو پوښتنو جواب بيا هم دا دﺉ، چي موږ د پردو ژبو داسي ناوړه ترکيبونه او تعبيرونه په پټو سترګو خپلي ژبي ته ننباسو، چي په پښتو کي هيڅ مانا او مفهوم نه لري . پښتانه دا جومله، چي په تکليف او تصنع سره اوږده سوې ده، په داسي اسانه، لنډه او ساده ډول وايي : � امريکايي پوځيانو نوي بريدونه پيل کړي دي . � يا تر دې هم اسانه او لنډه : � امريکايي عسکرو نوي بريدونه کړي دي . � دا جومله بې له � پيل � څخه هم بېخي روښانه او واضح ده؛ ځکه هر څه هغه مهال عملي بڼه مومي، چي په يوه زماني پړاو کي پيل سي . � بريدونه کړي دي � په خپله د پيل مفهوم ادا کوي . د همدې دلايلو له مخي بايد له هيڅ کار سره د � په لاره اچول � ترکيب ونه تړل سي . مظاهرې پر لاره اچول، اعتصابونه او مارشونه پر لاره اچول او داسي نور ټکي په ټکي ترجمه سوي ترکيبونه، په پښتو کي هيڅ مانا نه لري .
 


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery