مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- ژوند له لاسه ورکول


نن سبا د ځينو ژورناليستانو او ليکوالو په خبرو او رپوټونو کي، دا ترکيب خورا ډېر اروو، چي وایي : � پلاني خپل ژوند له لاسه ورکړ . � يا � په پلانۍ پېښه کي څو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ . � دا ناوړه او بد خونده ترکيب هم د پارسي ژبي له لاري پښتو ته لاره موندلې ده . حقيقت دا دﺉ، چي له خپلي ژبي او ادبه بې خبره خبريالانو او ليکوالو په لوی لاس دا خبره دونه اوږده کړې ده . زموږ خلګ په خپلو سپېڅلو او خوږو بيانونو کي هيڅکله نه وايي، چي پلاني ژوند له لاسه ورکړ؛ بلکې په لنډو ټکو کي وایي : � پلانی مړ سو . � يا � پلانی و مړ . � زه نه پوهېږم، چي ځيني کسان ولي يو اسانه او روښانه خبره، بې هيڅ دليله په دې ډول پېچلې او کړکېچنه بڼه وايي . زموږ د خلګو په ورځنييو خبرو او محاورو کي د تکلف او تصنع داسي بې ځايه استعارې ځای نه لري .






Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery