مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- پلانی پرکرښه دﺉ يا پلانی مضمون پر ليکه سو


په دې ورستييو کلونو کي، دوه نور داسي ترکيبونه په پښتو کي باب سوي دي، چي په هيڅ ګونه د دې ژبي له دود او دستور سره سمون نه لري . دا دوه ترکيبونه دواړه له انګرېزي ژبي څخه پارسي او پښتو ته راغلي دي . په انګرېزي کي د هغه چا له پاره، چي د تليفون په مرسته يا د تليفون له لاري خبري کوي د � on line � ترکيب استعمالوي؛ مثلاً وایي : � He/ She is on line. � که چيري ځيني مواد، په انټرنيټي ويبپاڼه ( ويبسايټ ) کي د لوستلو له پاره کښېښول سي ( upload ) ، نو په انګرېزي کي وایي، چي � so and so is on line. � پارسي ژباړونکو همداسي انګرېزي جوملې د خپلي ژبي او ګرامري اصولو پر خلاف داسي ترجمه کړي دي : � فلانی روی خط است . � د پښتو ځينو پېښه ګرو ژباړونکو هم د پارسي ترجمانانو په څېر د کمپيوټر د نړۍ دا انګرېزي ترکيب داسي ژباړلئ دﺉ : � پلانی پر کرښه دﺉ . � يا پلانی پر ليکه دﺉ . � کله کله چا ته وایي : � ستاسي کرښه سمه نه ده . � او کله کله ليکي : � پلانی کتاب يا مجله پر ليکه سوه . �
لکه څنګه چي پوهېږو هره ژبه ځانته جلا صرفي او نحوي قواعد، بېلابېل اصطلاحات او محاورې لري . يو مفهوم په يوه ژبه کي په يوه بڼه او په بله ژبه کي په بل ډول بيانيږي . له همدې امله که انګرېزيان په داسي حالاتو کي د آن لاين ( on line ) عبارت کاروي، هيڅ ستونزه نسته؛ ځکه دا خبره په دې ژبه کي په دغه راز ويله کيږي؛ مګر په پښتو کي د دې ترکيب ټکي په ټکي ترجمه، پښتو لوستونکو او اروېدونکو ته موضوع سمه نه روښانه کوي . په پښتو کي بايد له چا سره د تليفوني خبرو پر مهال � د تليفون پر کرښه ياست . � يا � د تليفون پر لیکه ياست . � جوملو پر ځای داسي و ويل سي : � ږغ يا اواز مو اروېدل کيږي . � ، � ږغ دي راځي . �، � اواز مو راځي � او داسي نور . په پښتو کي حتا دا خبره هم سمه نه برېښي، چي وویل سي : � تاسي زموږ سره وصل ياست يا زموږ سره تړلي ياست . � ځکه که د تليفون له لاري خبري کوونکی کس ښځه وي، نو د داسي جوملو ويل خو د افغاني دود او دستور له مخي ډېره ناوړه مانا لري . دا خبره هم نه منطقي ده او نه هم په زړه پوري، چي څوک و وايي : � د تيلفون کرښه مو سمه يا روښانه نه ده . � د دې جوملې پر ځای اسانه او کره جومله بايد داسي وي : � اواز مو سم نه اروېدل کيږي . � يا � ږغ مو سم نه را ځي . � او داسي نور .
دغه رنګه پر ويبپاڼو د بېلابېلو موضوع ګانو د خپرولو له پاره دا جومله سمه نه برېښي، چي وايي : � پلانی کتاب پر ليکه سو . � د � پر ليکه سو � عبارت په هيڅ وجه پښتني روح او خټه نه لري . عام پښتانه نه پوهيږي، چي � ليکه � څه ده ؟ هغوی خو ليکه يا کرښه د يوه سيده يا مستقيم خط په مانا پېژني . د دې پر ځای دا بڼه غوره ده، چي و وايو : � پلانی اثر د انټرنيټ له لاري خپور سو . �، � پلانی اثر پر ويبپاڼه خپور سو . � يا � پلانی کتاب د انټرنيټ له لاري لوستلو ته چمتو سو . � که د� آن لاين � مفهوم په پښتو کي هم د انګرېزي ژبي د دود او بايدې له مخي ووايو، بيا نو په پښتو کي څه نه پاتيږي، نوم يې بايد ډېر ژر له پښتو څخه په کوم بل نوم واوړل سي . په هر پښتو ترکيب او هره پښتو جومله کي بايد د فصاحت او بلاغت اصول په پام کي ونيول سي . هر پردی ترکيب يا اصطلاح بايد په داسي بڼه وړاندي سي، چي زموږ خلګو ته اسانه، روان او خوږ و برېښي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery