مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- جګپوړي يا لوړ پوړي چارواکي


د انګرېزي ژبي په ورځنييو خبرونو کي د � high - ranking � عبارت خورا په پېخر کاريږي . په پارسي کي يې هغه په � بلند پايه يا بلند رتبه � ژباړلئ دﺉ . د پښتو پېښه ګرو ژباړونکو هم دا انګرېزي ترکيب په همدې بې خونده او ناوړه بڼه ترجمه کړی دﺉ؛ د مثال په توګه ويل کيږي : � د پلانی هيواد جګپوړو چارواکـــــو . . . � يـــــــــــــا � د پلاني وزارت لوړ پوړو چارواکو . . . �
د � پوړ � کليمه په پښتو- پښتو تشريحي قاموس کي، چي د پښتو ژبي تر ټولو عصري، علمي او بشپړ فرهنګ دﺉ د طبقې، مرتبې، منزل، صف او قطار په ماناوو راغلې ده ( امرخېل، او نور . پښتو- پښتو تشريحي قاموس ۱: ۵۳۳ ) .
زموږ خلګ هم په خپلو محاورو کي پوړ د منزل، چت، طبقې، پوښښ ( په انګرېزي کي , row, layer storey, floor, tier, levelاو داسي نورو ) په مانا استعمالوي . په انګرېزي کي د � high - ranking authority � ترکيب د هغه/ هغو چارواکي/ چارواکو مانا ورکوي، چي لوی او پراخ واک ولري . زموږ ځينو ژورناليستانو او ليکوالو دا عبارت هو به هو ژباړلئ دﺉ ؛ خو اصلي مانا يې پر خپل ځای پر ايښې ده . د جګپوړي يا لوړ پوړي په اروېدو سره د چا په ذهن کي د ودانۍ د پوښښونو يا طبقو مفـــــــــــــــــــــهوم پيـــــــدا کيږي . د � پوړ � ټکی د انسان د جسمي يا فکري لوړوالي په مانا سم نه دﺉ . ښه به دا وي، چي د جګپوړو يا لوړ پوړو چارواکو پر ځای د لويو چارواکو، غټو چارواکو، سترو مامورينو، لويو کارکوونکو، لويو کاردارو او داسي نورو په شان ترکيبونه کار کړو، چي زموږ د ژبي له ځانګړتياوو او دودونو سره پوره برابري لري . د لوی منصبدار، لوی مامور، غټ کاردار او داسي نورو په څېر ترکيبونه زموږ په خلګو کي د � جګپوړو يا لوړ پوړو چارواکو � تر جعل سوي او بې مانا عبارت، ډېر مأنوس او اشنا دي . د ژبپوه، ليکوال او ژورناليست علمي او مسلکي رسالت هم دغه دﺉ، چي خلګو ته ګران او پېچلي ټکي اسانه کړي؛نه داچي په لوی لاس ستونزي او پېچومي را پورته کړي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery