مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- دننه دننه يا دننه


زموږ د کښته پښتنو په لهجو کي له ډېرو وختو راهيسي؛ خو زموږ برو پښتنو په ځينو لهجو کي، پاکستان ته د اوږده اوترخه مهاجرت له کلونو څخه د � دننه دننه � په نامه يوه ناوړه او بې خونده ترکيب باب سوی دﺉ، چي اصلاً په هندي او اُردو ژبو کي استعماليږي . دا ترکيب په هندي او اردو کي د � اندر اندر � په بڼه ويل کيږي، چي د زماني ظرفيت له اداتو څخه ګڼل کيږي؛ مثلاً په اردو کي وايي : � فلان کام دس دن کے اندر اندر ختم هوجائيګا . � ياني پلانۍ کار په لسو ورځو کي بشپړيږي . د ډيورينډ ترکرغېړني کرښي ها خوا زياتره پښتانه او ځيني دا خوا پښتانه دا پردی ترکيب ټکی په ټکی ترجمه کوي؛ او داسي وایي : � پلانی کار په لسو ورځو کي دننه دننه بشپړيږي . � حال داچي د � اندر اندر � يا � دننه دننه � عبارت ته په اُردو او په پښتو کي هيڅ اړتيا نسته . اردو او پښتو جوملې دواړي، بې دې اضافي ټکو هم په بشپړ ډول مانا افاده کوي؛ د مثال په توګه که وويل سي : � فلان کام دس دن ميں ختم هوجائيګا . � يا په پښتو کي : � پلانی کار به په لسو ورځو کي بشپړ سي . � له هره اړخه سمي او مکملي جوملې دي؛ ځکه � دس دن ميں � يا � په لسو ورځو کي � عبارتونو، د کار زماني حدود په سم او دقيق ډول روښانه کړي دي . په داسي جوملو کي د � دننه دننه � پر ځای د � دننه � ټکی هم اضافي او بې مانا دﺉ؛ د مثال په توګه په پښتو کي دا خبره سمه نه ده، چي ووايو : � پلانۍ کار په لسو ورځو کي دننه بشپړيږي . � اوس نو که د هندي او اُردو ژبو اصلي ويوونکي په دغه راز جوملو کي دا زايد ترکيب کاروي، خپله خوښه يې . ښايي هيڅوک يې بدۍ او بې خوندۍ ته پام هم و نه کړي؛ ځکه هره ژبه ځيني داسي ترکيبونه او عبارتونه لري، چي استعمال يې په هماغه ژبه کي بد نه ښکاري؛ خو په پښتو خبرو او محارو کي دا شان اضافي او بد ذوقه ترکيبونه هيڅ ښايست نه لري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery