مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- پلانی . . . پاته سوی دﺉ


بل ناوړه ترکيب، چي له هندي او اُردو ژبو څخه پښتو ته لاره پیدا کړې ده، د � پاته سوی دﺉ � عبارت دﺉ، چي د هندي ژبي د � رهنا � له مصدر څخه اخيستل سوی دﺉ؛ مثلاً په اردو کي وايي : � فلان آدمی چهـ سال پارليمينٹ / اسميبلےکا مِمبر رهچکاهے . � د کوزي پښتونخوا وګړي همدا جومله داسي پښتو کوي : � پلانی شپږ کاله د پارليمينٹ / اسيمبلې مِمبر پاته شوی دﺉ . � د دې خوا ځيني پښتانه هم په ناپوهۍ سره دا جومله داسي وايي : � پلانۍ شپږ کاله د پارلمان غړی پاته سوی دﺉ . � د � پاته سوي � ترکيب په پښتو کي سم او خونده ور نه برېښي . هغه پښتانه، چي ژبه يې د پردو له ناوړي اغېزې په امان وي، دا جومله داسي وایي : � پلانی شپږ کاله د پارلمان یا شورا غړی ؤ . �، � پلانی لس کاله په پوهنتون کي استاد ؤ . � يا � پلانی څو کاله د کابينې وزير ؤ . � د پښتو خوند، اساني او هونر په دې کي دﺉ، چي ډېري لويي پرپړې په يوه ټکي کي بيانوي . دلته هم ګورو، چي په مخکنييو درو پښتو جوملو کي د � ؤ � ټکی په يوازي سر د هندي او اردو ژبو د درو ټکو ( پاته سوی دﺉ )جواب وايي .
که څوک په ژبه کي، د يوه معقول او منطقي دليل له مخي يو نيم پردي ټکي کاروي، دا څه لوی عيب او نه بخښوونکې ګونا نه ده؛ مثلاً که د کوزي خوا پښتانه د � ولسي جرګې � پر ځای د � قومي اسېمبلې �، د � مشرانو جرګې � پر ځای د� سينيټ �، د � غړي � پر ځاي د � مِمبر � ټکي استعمالوي، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره نه ده ( که څه هم بايد تر وسه وسه کوښښ وسي، چي تر اشد ضرورت ها خواپه پښتو کي د پردو ټکو جدي مخه ونيوله سي )؛ ځکه ټولي ژبي د ټولنيز ژوند د اړتياوو له امله، په يوه ډول د ډولونو د نورو ژبو کليمې، ترکيبونه او اصطلاحات اخلي . ځيني ټکي او ترکيبونه د يوه هيواد دملي ټرمينالوژي يوه برخه وي، چي د هغه هيواد په جغرافيايي حدودو کي يې د هري ژبي ويوونکي بايد په خوښۍ سره ومني . تر دې استثنأ چي تېر سو که يو پردی ترکيب، په خپله اصلي يا ژباړل سوې بڼه، زموږ په ژبه کي د سليم ذوق، اسانۍ او سادګۍ د اصولو پر خلاف وي، نو هلته بايد د داسي ناوړه ترکيبونو جدي مخه ونيوله سي، چي پر پردي توب سربېره زموږ د ژبي اصــــــــــــيل جوړښت ورانوي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery