مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- تر سره سوی دﺉ


دا ناوړه ترکيب هم د � صورت نيولئ دﺉ � په شان، له پارسي څخه پښتو ته لاره موندلې ده . په پارسي کي وايي : � فلان امر توسط فلان شخص انجام يافــــته است . � ځينو پښتو ژباړونکو دا جومله داسي ژباړلې ده : � پلانی کار د پلاني کس له خوا تر سره سوی دﺉ . � يا � پلانی کار پلاني ترسره کړی دﺉ . � په دې دوو جوملو کي د � تر سره � ترکيب له پښتو ژبي او پښتني دود سره هيڅ سمون نه لري . زموږ خلګ وايي : � پلاني، هغه کار کړی دﺉ . � ، � هغه کار پلاني کړی دﺉ . �،� دا د پلاني کار دﺉ . � يا � دا د پلاني له لاسه دﺉ . � که څوک په دغه راز جوملو کي، د پارسي پر پله ګام ږدي او هرومرو په جومله کي د � تر سره � ترکيب ګډوي، نو ښايي دا پوښتنه ځني وسي چي ولي د � تر سره � پر ځای � تر پايه � نه وايي ؟ ځکه په پارسي کي هم د � انجام � يا � پايان � ټکی کار سوی دﺉ . په داسي حال کي، چي � سر � د پيل يا آغاز په مفهوم دﺉ .
حقيقت دادﺉ، چي دلته � تر سره � يا � تر پايه � دواړه پښتو ته د ناوړه ترجمې رنګ ورکوي؛ او له هر ډول پښتني جوهره يې بې برخي کوي . پښتو د زياتره پردو ټکو او ترکيبونو پر ځای خپل سوچه، خواږه او اسانه ترکيبونه لري . د خپلو ساده، اسانه او په زړه پورو عبارتونو پر ځای د نورو ژبو د ناوړه ترکيبونو کاروَنه داسي مانا لري، لکه څوک چي له ورېښمين ټوکر سره د بورۍ يا کرباس ټوټه پيوندکړي؛ يا بالعکس د بورۍ يا کرباس له ټوټې سره د ورېښمين ټوکر يوه ټوټه وګندي . دا دواړي ټوټې د څرنګوالي له اړخه ډېر توپير لري؛ نو ځکه څنګ پر څنګ ښه نه ايسي .



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery