مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- سرته رسولئ يا پای ته رسولئ دﺉ


د ناوړو ترکيبونو په لړ کي، نن سبا دوه نور داسي عبارتونه هم خورا ډېر کاريږي، چي د پښتو ژبي او ادب له سپېڅلي طبيعت سره سمون نه لري . دا دوه ترکيبونه هم له پارسي څخه پښتو ته راغلي دي؛ مثلاً په پارسي کي وايي : � فلانی تحصيلاتش را در رشتۀ تاريخ انجام داده است . � يا � فلانی تحصيلاتش را در رشتۀ تاريخ بسر رسانيده است . � ځينو پښتو ژورناليستانو او ليکوالو د � انجام داده است � يا � بسر رسانيده است � پارسي ترکيبونه په پښتوکي د � پای ته رسولي دي � يا � سرته رسولي دي � په بڼو ژباړلي دي . ځيني ژورناليستان او ليکوال د� سرته رسول � او ځيني نور د � پای ته رسول � عبارت غوره ګڼي . حقيقت دا دﺉ، چي سر او پای د يوه جسم دوې مخالفي يا متضادي برخي دي . د يوه مقصد له پاره د دوو متضادو ټکو ( سر او پای ) کارول نه منطقاً سم برېښي؛ او نه هم په پښتو کي ژوري ريښي . ښه خودا ده، چــي و وايو : � پلاني په تاريخ کي زده کړي، بشپړي کړي دي . � يا په لنډ ډول : � پلاني په تاريخ کي زده کړي، کړي دي . � په لومړۍ جومله کي د � بشپړ � ټکی له يوې خوا د سر او پای دواړو ماناوي افاده کوي؛ او له بلي خوا د پښتو ژبي له دود او دستور سره پوره برابري لري . د دغو دلايلو پر بنسټ، دا جوملې غوره او آن سمي نه دي، چي و وايو : � پلاني خپلي زده کړي تر سره کړي دي . � يا � پلاني خپلي زده کړي پای ته رسولي دي . � او داسي نور .
 






Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery