مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- پلانی جنايتکار ده، پلانی قاتل ده


له ځينو ژورناليستانو او ليکوالو څخه هم اروېدل کيږي، چي د نارينه ( مذکر ) فاعل له پاره د ښځينه فاعل صيغه کاروي، د مثال په ډول که ووايو، چي احمد ښوونکی ده . په حقيقت کي مو احمد ( نارينه ) په ښځه واړوه . بايد وويل سي : � احمد ښوونکی دﺉ . � د پښتو ګرامر له مخي، که د جوملې فاعل نارينه ( مذکر ) وي، بايد فعل هم نارينه بڼه ولري . ددې پر خلاف که د جوملې فاعل ښځينه ( مؤنث ) وي، نو د جوملې فعل هم بايد له فاعل سره سم ښځينه صيغه ولري . په دې ډول بايد تل ووايو : � پلانی جنايکار دﺉ . � يا � پلانی قاتل دﺉ . � ځکه د جوملې فاعل ( د جنايت يا قتل کوونکی ) نارينه دﺉ . بالعکس د � ده � فعل بايد له تل ښځينه ( مؤنث ) فاعل سره استعمال سي؛ لکه : � هوسۍ ښايسته ده . �، � غوا لنګه ده . � او داسي نور .







Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery