مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- دوه ورځي، دوه مياشتي، دوه ښځي، دوه رمې، دوه ورځپاڼي . . .


د پښتو په ځينو لهجو کي، له ښځينه نومونو سره د نارينه نومونو د جمعي صيغې کاروي، چي سم کار نه دﺉ؛ د مثال په توګه د � نجلۍ �، � کښتۍ �، � خونه � او داسي نورو ټکي ښځينه نومونه دي، چي د جمعي په حالت کي يې بايد هرومرو د ښځينه جمعي صيغه کار سي؛ لکه : دوې نجوني، دوې کښتۍ، درې خوني، دوې رمې او داسي نور . د � دوه � عدد بايد له نارينه نوم سره استعمال سي؛ لکه دوه سړي، دوه ښوونکي، دوه ډاکټران، دوه کورونه او داسي نور . د همدې قاعدې پر بنسټ، ، دوه ورځپاڼي، دوه جوملې، دوه ښځي، دوه مياشتي، دوه ورځي، دوه دقيقې، دوه ثانيې سم نه دي . سمه بڼه يې داسي ده : دوې ورځپاڼي،، دوې جوملې، دوې ښځي، دوې مياشتي، دوې ورځي، دوې دقيقې، دوې ثانيې او داسي نور .







Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery