مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- احمد زموږ خپلوان دﺉ، موږ غريبانان يو، ډېر خلق راغلئ دﺉ، په دې کتابتون کي ډېر ښکلي کتابونه شته دﺉ

- احمد زموږ خپلوان دﺉ، موږ غريبانان يو، ډېر خلق راغلئ دﺉ، په دې کتابتون کي ډېر ښکلي کتابونه شته دﺉ
د پښتو په ځينو لهجو کي، کله کله له يکړ ( مفرد ) نوم سره د جمعي صيغه راوړي، چي سم نه دﺉ؛ د مثال په ډول ويل کيږي : � احمد زموږ خپلوان دﺉ . � لکه څنګه چي ګورو د جوملې فاعل ( احمد ) يکړ يا مفرد دﺉ؛ خو د هغه له پاره د جمعي صيغه (خپلوان ) کار سوې ده . د دې جوملې سمه بڼه داسي ده : � احمد زموږ خپل دﺉ . � کله کله د دې دود پر خلاف، په جومله کي د جمعي له پاره د يکړ فاعل د فعل صيغه کاروي؛ لکه : � ډېر خلق راغلئ دﺉ . � لکه څنګه چي پوهېږو خلق يا خلګ/ خلک، جرګه، پوځ، لښکر، رمه، کميسيون، هيئت، بورډ او داسي نور هغه ډله ييز يا کولکټيفي نومونه دي، چي له خپل يوازيتوب سره سره، پر ډېرو کسانو دلالت کوي . د دغه راز نومونو له پاره بايد خامخا فعل د جمعي بڼه ولري؛ لکه : غونډي ته ډېر خلق ( خلګ/ خلک ) راغلي وه . � په دې ډول دا جوملې، چي وایي : � په دې دوکان کي ډېر څيزونه شته دﺉ . �، � په دې کتابتون کي ډېر ښکلي کتابونه شته دﺉ . � او داسي نور سمي نه دي . بايد په لنډه او اسانه بڼه وويل سي : � په دې دوکان کي ډېر څيزونه يا شيان سته . �، � په دې کتابتون کي ډېر ښکلي کتابونه سته . � ځيني وختونه د � جمع الجمع � صيغې هم په پښتو محارو او ليکنو کي تر سترګو کيږي؛ مثلاً وايي : � موږ غريبانان يو . � دلته د � غريبانان � ټکی دجمع الجمعي ( هغه حالت، چي يو نوم دوه پلا جمع سوی وي ) بڼه لري . د جوملې سمه بڼه بايد داسي وي : � موږ غريبان يو . � ځکه غريبان د غريب د جمعي حالت دﺉ؛ او دوهم ځل جمع کولو ته يې هيڅ اړتيا نسته .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery