مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- تر غور لاندي نيول، تر بحث لاندي نيول، تر محاکمې لاندي نيول، تر ازمايښت يا ازمويني لاندي نيول


- تر غور لاندي نيول، تر بحث لاندي نيول، تر محاکمې لاندي نيول، تر ازمايښت يا ازمويني لاندي نيول
دا او د دوی په شان نور ترکيبونه هم د پارسي متنونو د ترجمې په لړ کي، پښتو محاورو او ليکنو ته ننوتي دي . په پارسي کي وايي : � فلان مسأله را مورد غور و بررسی قرار می دهيم . � يا � فلان پيشنهاد را مورد بحث و مداقه قرار می دهيم . � دا چي دا پارسي جوملې څونه د پارسي ژبي له ورځنييو محاورو او مکالمو سره ورته والی لری، زموږ د دې ليکني موضوع نه ده؛ خو � تر غور لاندي نيول �، � تر بحث لاندي نيول � او داسي نور په هيڅ وجه پښتو روح نه لري . پښتانه په خپلو کلو او پټو کي دا جوملې داسي وايي : � پر پلانۍ خبره به غور وکوو/ وکړو . �، � پلانۍ خبره وڅېړو . � يا � په دې اړه به خبري وکوو/ وکړو . � او داسي نور . � تر محاکمې لاندي نيول �، � تر ازمايښت يا ازمويني لاندي نيول � او داسي نور ناوړه ترکيبونه هم د پښتو په اصيلو محاورو کي جال نه دي . دا پردي او بدذوقه ترکيبونه هم د بې خبره کسانو له خوا د پردو عبارتونو د ټکي په ټکي ترجمې له لاري پښتو ته راغلي دي . ځيني خو لا د � محاکمې � او � محکمې � تر منځ هم هيڅ توپیر نه کوي . په داسي حال کي، چي دا دوه بېل حقوقي اصطلاحات دي؛ او کاملاً جلا ماناوي لري . محاکمه / ́am a k āḥ u m / ( د ميم په پېښ او د کاف په زْوَر ) هغه عربي ټکی دﺉ، چي په محکمه کي يو پر بل باندي د دعوې کولو په مانا دﺉ، چي په انګرېزي کي يې �trial, hearing � اوپه ايراني پارسي کي يې � دادرسی � بولي ( عميد ۳ : ۲۱۸۸ )؛ خو محکمه / ́am a k ḥ a m / ( د ميم په زْوَر ) هغه حقوقي مؤسسه يا اداره ده، چي د خلګو د بېلابېلو دعوو يا شخړو په اړه پرېکړي کوي . په انګرېزي کي يې � court �، په ايراني پارسي کي یې � دادګاه � او په ځينو هندي الاصله ژبو کي يې � عدالت � بولي . په دې ډول دا خبره سمه نه ده، چي وايي : � پلانی محکمه کيږي . � د دې جوملې سمه او دقيقه بڼه داسي ده : � پلانی محاکمه کيږي . � ياني د پلاني د تور په اړه حکم کيږي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery