مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- له علاج څخه/ ځنی عاجز دﺉ، له توان څخه/ ځنی وتلئ دﺉ


د مخکني ناوړه ترکيب په څېر، د ځينو ليکوالو او ژورناليستانو په ليکلې پښتو کي، کله کله داسي جوملې تر سترګو کيږي، چي د ټکي په ټکي ترجمې رنګ او جوله له ورايه پکښي څرګنده وي؛ مثلاً ويل کيږي : � ډاکټر يې له علاج څخه عاجز دﺉ .�، � پلانی کار يې له توان څخه وتلئ دﺉ . � يا � پلانی له کور څخه وتلئ دﺉ . � او داسي نور . د پښتو په ختيزه لهجه کي، زياتره د � څخه � پر ځای د � ځنې � ټکي کاروي؛ او نوره ټوله جومله په هماغه بڼه وايي . په داسي جوملو کي د � څخه � ترکيب د پارسي ژبي د � از � هو به هو ژباړه ده، چي له پښتو ژبي او پښتني جوهر سره هيڅ برابري نه لري؛ ځکه په پارسي کي وايي : � داکتر از علاجش عاجز است . �، � فلان کار از توانش بيرون است . � يا � فلانی از خانه برامده است . �
په پښتو کي د داسي جوملو له پاره د � څخه � يا � ځني � ټکو ته هيڅ اړتيا نسته؛ د مثال په توګه که و ويل سي : � ډاکټر يې له علاجه عاجز دﺉ .� � طبيب يې علاج نه سي کولای . �، � د پلاني کار توان يا وس نه لري . �، � پلانی د کوره / له کور ه وتلئ دﺉ . � يا � پلانی په کور کي نسته . � او داسي نور ګرده داسي جوملي دي، چي د پښتو اصلي ويوونکي يې په خپلو خبرو او مکالمو کي وايي؛ او د بلي ژبي له هر ډول ناوړه اغېزې څخه ژغورلي دي .





Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery