مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- تر معالجې يا درملني لاندي دﺉ


د مشهورو تېروتنو په لړ کي يو هم دا ترکيب دﺉ، چي له پارسي څخه پښتو راغلئ دﺉ . په پارسي کي ليکل کيږي : � فلانی تحت معالجه قرار دارد . � يا � فلانی تحت تداوی قرار دارد . � د دې جوملو پښتو بڼه کټ مټ د پارسي ترجمه ده . سړی نه پوهېږي، چي ولي بايد ناروغ هرومرو تر معالجې يا درملني لاندي وي؟ که څوک ووايي : � پلانی پر معالجه يا درملنه پروت دﺉ . � نو په جومله کي څه بې خوندي او ګډوډي راځي؟ لکه څنګه چي دا جومله د خلګو په محاورو کي جال نه ده، تر معالجې يا درملني لاندي خبره هم له منطق سره څنګ نه لګوي . زموږ عام خلګ خو په پښتو کي، د داسي مفهومونو د بيان له پاره په روښانه او څرګندو ټکو وايي : � پلانی علاج کوي . � يـــــــــــــا � پلانی دار درمل کوي . �، � پلانی دارو درمل خوري . � او داسي نور . د همدې دلايلو په رڼا کي، ټول هغه ترکيبونه په هيڅ ډول پښتني تومنه نه لري، چي د نورو ژبو په پيروي د لاندي او باندي په شان ټکي له ځانه سره زياتوي؛ مثلاً : تر مطالعې لاندي، تر څېړني لاندي، تر ارزوني لاندي، تر کتني لاندي او داسي نور .
 



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery