مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- نوموړی


ځيني ليکوال او ژورناليستان د عربي ژبي د � مزبور �، � مذکور �، � متذکره �، او د پارسي ژبي د � ياده شده �، � نامبرده � او داسي نورو په څېر کليمې په پښتو کي په � نوموړي � ترجمه کوي؛ مثلاً که څوک په پارسي کي ووايي : � شخص مزبور به جرمش اعتراف نمود . � نو په پښتو کي يې زموږ ځيني ژباړونکي داسي ترجمـــــــــه کــــــــــوي : � نوموړي پر خپل جرم اعتراف وکړ . � يا � نومړي خپل جرم ومانه . �
د پښتو په لرغونو ادبياتو کي، د � نوموړي � ټکی د نامتو، مشهور، نامدار، نوميالي، نومَوَر، نامي، يا هغه چا په مانا کارسوی دﺉ، چي په نېکو او ښو کارونو کي يې نوم وړی وي . د پښتو د عرفاني شاعرۍ ځلانده ستوري - علي محمد مخلص ( تر ۱۰۶۹ ق پوري په باوري توګه ژوندی ) په يوه بيت کي، د الله سبحانه و تعالی بې مثله ذات ته داسي خطاب کوي :
دا کتاب تا تمام کړی ته دانا، ګويا، نوموړی
زه مظهر د ستا د عِلم ته صاحب د عِلم و رأی يې! ( د علي محمد مخلص د ديوان خطي نسخه )
په دې ډول د � نوموړي � ټکی د ياد سوي کس په مانا سم نه دﺉ . د � نوموړي � ناسمه مانا په حقيقت کي د � مزبور �، � مذکور �، � متذکره �، � ياده شده �، � نامبرده � او داسي نورو ژباړل سوی مفهوم دﺉ، چي په پښتو ژبه او ادب کي ځای نه لري . هيڅ پښتون په خپلو ولسي خبرو او محاورو کي نه وایي : � نوموړي پر خپل جرم اعتراف وکړ . � بلکي پښتانه د غايب مفرد شخص له پاره د هغه ( که نارينه وي ) يا هغې ( که ښځينه وي ) ضميرونه کاروي . ياني ( يعني ) وايي : � هغه يا هغې خپل جرم و مانه . � که غايب کسان د جمعي په حالت کي وي، د هغو له پاره په دې ډول د جمعي اشاري ضمير کاروي : � هغوی خپل جرم ومانه . � په دې ډول ګورو، چي په داسي جوملو کي د � هغه � يا � هغې � په استعمال سره د نوموړي ( نوم + وړي )له اصلي او منلي مفهوم ( نامتو، مشهور، نامدار،نامي ، نوميالي، نومَوَر) سره د هرډول مانوي ( معنوي ) التباس مخه نيوله کيږي .



Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery