مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- خاورو ته سپارل، بخاک سپردن


په پښتو کي د مړي د � خاورو ته سپارلو � اصطلاح هم له پارسي څخه راغلې ده. په پارسي کي عام خلګ اصلاً د دې مقصد له پاره زياتره د � دفن � عربي ټکی کاروي . که څوک سره له هغه هم، په پارسي کي د عربي � دفن � پر ځای د� بخاک سپردن � ټکي وايي، له دې خبري سره هيڅ مخالفت نسته؛ خو زموږ د کلو او بانډو پښتانه هيڅکه � خاورو ته سپارل � نه وايي . زموږ خلګ په لنډ او اسانه ډول وايي : � پلانی مو ښخ کﺉ /کړ . � د ښخولو ټکی تر خاورو سپارولو ډېر اسانه، ساده او منطقي دﺉ؛ ځکه هر مړی په حقيقت کي تر خاورو لاندي کيږي . د خاورو سپارولو مفهوم څرګند او روښانه نه دﺉ . � خاورو ته سپارل � يو مجازي مفهوم دﺉ . کېدای سي مړی يا بل شی پر مځکه يا خاورو پروت وي؛ خو ښخ سوی نه وي . داسي خاورو ته سپارل هيڅکله د ښخولو په مانا نه دﺉ . د ښخولو په سپېڅلې او سوچه پښتو ټکي کي هيڅ بدي نسته . بايد پردی جعل سوی ټکی د ښخولو پر ځای و نه دروو .
 




Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery