CLOSE X
Loading Image...
مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
سېشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د مرغومې ١٨

- ټاکل او غوره کول


ځيني ژورنالستان او ليکوال، د ژبي د � سوچه کولو � په هيله هڅه کوي، چي د دوی په ګومان د هري پردۍکليمې په وړاندي خپله موزونه يا ناموزونه پښتو کلیمه دود کړي . په دې کار کي کله کله د دوو نسبتاً بېلو مفهومونو له پاره هم يو ټکی کاروي؛ او په دې ډول د خپلي ژبي لمن تنګوي . له دغه ډول ټکو څخه يو هم د عربي ژبـــــــــي د � انتصـــــاب � او � انتخاب � لغتونه دي . لکه څنګه چي پوهېږو � انتخاب � د چاڼ کولو، غوره کولو يا په سياسي او حقوقي مفهوم د خلګو له منځه د يوه کار له پاره د چا د ټاکلو په مـــــانــــــا دﺉ ( عميد ۱: ۲۸۰ ) . په انګرېزي کي د� انتخاب � له پاره د � Choose او Elect � ټکي کاريږي .
د � انتصاب � عربي ټکی د درېدو، کارکولو، ګومارلو، مقرر کولو يا منصوبولو په مفهوم دﺉ ( عميد ۱: ۲۸۱ ) چي په انګرېزي کي هغه ته د � Appointment � ټکی کاروي . د دې د دوو ټکو په حقوقي مفهوم کي ډېر توپير سته . موږ نسو کولای د پارلمان وکيل او يوه غير انتخابي کس دواړو ته د � ټاکلو � ټکی استعمال کړو؛ ځکه د پارلمان وکيل اصولاً د خلګو له خوا غوره کيږي؛ او نور غېرانتخابي کارکوونکي لکه وزير، معين، رييس، مدير او نور د حکومت له خوا ټاکل کيږي . د دولتي او خصوصي کارکوونکو يا بل هر چاپه � ټاکنه � يا � ټاکلو � کي د انتخاب يا غوره کولو حقوقي مانا نه ده نغښې، په بله ژبه د � ټاکلو � ټکی اصلاً دا خبره نسي بيانولای، چي د پام وړ کس د خلګو په رايه تر مقامه رسېدلئ دﺉ که د چارواکو په خوښه ؟ بالعکس د انتخاب او انصاب عربي ټکي له ورايه ښيي، چي ټاکل سوي کسان د خلګو له خوا غوره سوي دي که د چارواکو له خوا. په دې ډول که د دواړو له پاره د � ټاکلو � کليمه کار کړو، په حقيقت کي مو د انتخاب ( د خلګو له خوا په رايو غوره کول ) او انتصاب ( بې رايي اخيستني تعيين کول يا مقررکول ) تر منځ هيڅ توپير ونه کړ . حال دا چي، د دې دوو ټکو تر منځ په مانا کي لوی فرق سته . په دې ډول � د ټاکنو قانون �، � پلانی پر پلاني مقام وټاکل سو � او داسي نوري جوملې د لوستونکي او اورېدونکي په ذهن کي التباس او ګډوډي پيدا کوي . په دې کي هيڅ بدي نسته، چي موږ هم د انتخاباتو دخيله؛ خو ډېره پخوانۍ، مروجه او عامه کليمه په خپله ژبه او ادبياتو کي خوندي کړو . همدا اوس په عربي، پارسي، اردو او ځینو نورو ژبو کي د انتخاب او انتخاباتو ټکي په پراخه توګه کاريږي . موږ هم اړتيا نه لرو، چي په خلګو کي دا زړې او اشنا کليمې د پرديتوب په ګونا و باسو؛ او پر ځای يې ستونزمن پښتو ټکي وړاندي کوو . د دې استدلال پر بنسټ دا عامه، اسانه او په زړه پوري ده، چي د ټاکنو د قانون پر ځای د � انتخاباتو قانون � او د ټاکنيزو مبارزو پر ځای انتخاباتي مبارزې/ منډي ترړي و وايو . د منتخب شخص له پاره � غوره سوی استازی � � انتخاب سوی استازی � يا په لنډ ډول � استازی � او د حکومتي واکمنانو له خوا ګومارل سوي کس/ کسانو ته د � ټاکل سوي/ ټاکل سوو � يا � ګومارل سوي/ ګومارل سوو � ترکيبونه استعمال کړو . دا ځکه چي انتخاب او انتصاب دوه بېل لغوي او حقوقي مفهومونه دي او بايد سره ګډ نه سي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery