مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

- خلګ يې له ځانه سره وړي دي


ځيني ژورنالستان او ليکوال، په خپلو خبرو او ليکنو کي د � وړی � او � بېولئ � تر منځ توپير نه کوي . څه موده مخکي مي د يوې مشهوري راديو له پښتو خپروني څخه واروېدل، چي يوه خبريال يې په خپل رپوټ کي و ويل : � طالبانو درې کسان له ځانه سره وړي دي . �
د ځينو ژوندييو موجوداتو په تېره بيا انسانانو له پاره د � وړل � مصدر کارول، سم نه دﺉ . بايد د � وړل � پر ځای د � بېول � له مصدر څخه کار واخيستل سي؛ او دا جومله په دې ډول و ويل سي : � طالبانو درې کسان بېولي دي . � د � وړل � مصدر د بې روحه څيزونو له پاره کاريږي؛ لکه : � احمد کتابونه وړي دي . �
په پارسي کي زياتره دځينو نومونو د بيان او روښانولو له پاره يو بل ټکی هم بدرګه کوي؛ لکه � يک ميل تفنګ �، � يک عراده موتر �، � يــــک رأس ګوسفنـــــد �، � يک حلقه چاه � ، � يک باب مکتب �، � يک پايه ماشين � او په لسګونو نور، چي د � ميل �، � عراده �، � رأس � ، � حلقه �، � باب � ا و � پايه � ټکي ټول زايد او اضافي دي . که وويل سي : � يک تفنګ �، � يک موتر �، � يک ګوسفند �، � يک چاه �، � يک کتاب �، � يک ماشين � ، � يک مکتب � او داسي نور مفهوم په بشپړه توګـــــه روښانه دﺉ . دا چي په پارسي کي ژورناليستان او ليکوال څه وايي او څه ليکي، دلته زموږ د څېړني موضوع نه ده . هغه څه چي په پښتو کي بايد په ټينګه پام پر وسي، د پښتو ټکو، ترکيبونو او اصطلاح ګانو پښتني خټه او جوهر دﺉ . په دې مانا چي زموږ کلام بايد کاملاً پښتني روح او پښتني تومنه ولري . خپلي جوملي بايد په داسي ډول وړاندي کړو، چي زموږ عام خلګ يې په خپلو ورځنييو مکالمو او محاورو کي وايي . دا غوره ګڼل کيږي، چي په پښتو کي تل په ساده او لنډ ډول و وايو : � يو توپک يا يو ټوپک �، � يو موټر �، � يو پسه �، � يو څا �، � يو کتاب �، � يو ماشين �، � يو کور �، � يو ښوونځی � او داسي نور . هغه څوک چي په پټو سترګو د پارسي پر پله پل ږدي؛ او وايي : � شل کړۍ ماينونه ونيول سوه �، � پلاني يوه پايه سټلايټ فون اخيستی دﺉ � يا � د کورنييو چارو وزارت څو عرادو موټرونو ته اړتيا لري � په حقيقت کي د پښتو د ملا تير ماتوي .
د افغاني فرهنګ د معاصر پېر تر ټولو مخکښ او وتلی استاد - علامه عبدالحي حبيبي، له خپلو څرګندونو او تبصرو سره، په پښتو کي د ناوړو عبارتونو له ډلي څخه ځيني په دې ډول ياد کړي دي :

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery