مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

نقش پر غاړه لري . دا څنګه پښتو ده ؟

-

رول لوبوي : يعني څه؟ د ا د کوم ځای پښتو ده ؟



- نقش پر غاړه لري . دا څنګه پښتو ده ؟
لوی استاد، علامه حبيبي، په پښتو ټکو کي د بې خونده او ناوړه ترکيبونو په ډله کي، د � نقش � د کليمې په اړه داسي کاږي : � دا کلمه هم د ايران له مطبوعاتو څخه راغله، او اوس په دواړو ژبو [ دری او پښتو ] کي بې تحقيقه داخله سوه . � نقش بازی کرد � په � نقش ولوباوه � ترجمه سو يا مهم نقش لري، چي د � نقش مهم دارد � ترجمه ده . نقش، چي عربي کلمه ده، دغه معاني نه لري، او ناحقه په پښتو را ګډه سوه . په پښتو کي بايد و ويل سي : � لويه برخه پکي لري . � يا � لوی لاس پکي لري . � � در آن قضيه نقش مهمی بازی کرد � دا خو د اصلي ژبي تعبير هم نه دﺉ، مګر په پښتو کي دغه مطلب بل راز اداکيږي : � هغه شخړه يې وشلوله . �، � پر هغي شخړي يې ډېره اغېزه وکړه . � ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۳) .
لکه څنګه چي د پښتو بابا - علامه حبيبي يادونه وکړه . ځيني د � نقش � عربي ټکی په پښتو کي د رول ( role) په کليمه ترجمه کوي، چي هغه په خپله هم انګرېزي لغت دﺉ . البته نه داسي انګرېزي ټکی، چي زموږ خلګ له پېړييو ورسره اشنا وي؛ لکه رپوټ ( د رپوټ کليمه د انګرېزي ژبي د رپورټ � report � له لغت څخه اخيستل سوې ده؛ او زموږ خلګ يې په دې هيواد کي د لويو تاريخي پېښو پر بنسټ ، په بشپړه توګه پېژني ) او داسي نوري کليمې . زموږ ځوان ژورناليستان او ليکوال په پټو سترګو ليکي : � پلانی، په پلاني کار کی لوی رول لوبوي . � يا � پلانی په پلاني کار کي ستر رول لري . � زه نه پوهيږم، چي موږ ولي بايد د خپلو اسانو او خوږو پښتو ټکو پر ځای، بې هر ډول لغوي يا تاريخي دلايلو، انګرېزي ټکـــــــــي استعمال کړو . � پلانی په پلاني کار کي لويه برخه لري . �، � پلانی په پلاني کار کي ستره ونډه لري . � يا � پلانی په پلاني کار کی لوی لاس لري . � ګرده زموږ د خلــــګو هغه خوږې، ساده او رواني جوملې دي، چي په ويلو او ليکلو کي يې هيڅ ربړ او سختي نسته .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery