مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

رياست يې پر غاړه ؤ . څنګه ؟

-

رياست يې پر غاړه ؤ . څنګه ؟



- ت

ماس ونيسو. يعني څه ؟ او که يې طرف ښځه وي نو . . .



-

يو لړ خبري، يو لړ معلومات، يو لړ مکتوبونه، يو لړ هر څه

. دې ته په پښتو کي ضرورت نسته . يو څو خبري، يو څه معلومات، يو څه مکتوبونه کافي دي . دا د � يک سلسله � ناوړه ترجمه ده، او د پښتو د ګلونو په لړ کي يو اغزی .

-

د ورځي له پلوه، د شپې له پلوه

. دا هم د ترجمې ناوړه اثر دﺉ .( از طرف صبح يا از طرف شب ) .

لوی استاد، علامه حبيبي، کاږي چي په پښتو کي د � ورځي �، � شپې � ټکی کافي دي . � له پلوه � نه غواړي . د ورځي باران وسو او د شپې کور ته ځم . � له پلوه � زايد او ناوړه دﺉ .

-

تر څو چي؟

په اکثرو ځايو کي � تر څو � ته ضرورت نسته . پخپله چي يې مقصد افاده کوي ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۳ � ۲۴ ) .

-

له امله او لامل ؟

د برهان المحققين او ارشد المؤرخين ،لوی استاد علامه حبيبي ، په نظر � امله � اصلاً مجرده نامستعمله کليمه ده . که مستعمله هم وي، نو د � عمله � د ټکي مفغنه بڼه ده . لوی استاد باور لري، چي دا کليمه بايد هر ځای و نه نښلوله سي . اوس يې دوني تعميم کړی دﺉ، چي نه ښايي . دا اوس لکه د يوناني طبيبانو بدرقه داسي ګرزېدلې ده، په هره دوا يې ګډوي ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۴ ).
سره له دې چي د � له کبله � ترکيب د پښتو د منځنۍ دورې په ځينو اثارو کي خال خال تر سترګو کيږي؛ خو زموږ د کلو او بانډو سپېڅلي پښتانه اصلاً په خپلو ورځنييو محاورو کي د � له امله � او � له کبله � ترکيبونه نه کاروي . د ژبي د بدلون او اوښتون په بېلابېلو پړاوونو کي داسي ډېر پېښيږي، چي ځيني ټکي، ترکيبونه او اصطلاح ګاني د باد او باران په شان ژبي ته را ننوزي؛ او د موسم تر اوښتو وروسته بيرته پر خپله لاره ولاړ سي . د ځينو هيڅ نښه نښانه پاته نسي؛ او ځيني د خپلو بچو او لمسو له لاري په يوه بله بڼه او جوله ژوندته دوام ورکوي . دا بدلونونه په حقيقت کي د کليماتو د مړيني او ژوند نه درېدونکی بهير دﺉ، چي هر څوک يې بايد د زړه په غوښت و مني . د همدې استدلال پر بنسټ، زموږ د خلګو په ولسي ادب کي د دغو مفاهيــــمو له پاره وايي : � د پلاني کار عِلت څه ؤ ؟ � ځيني وايي : � د هغه کار سوَب ( سبب ) څه ؤ؟ ، � پلانی کار ولي وسو؟ �، �پلانی کار ولي پېښ سو ؟ �، � هغه کار پر څه پېښ سو؟ �، � د هغه کار وجه څه وه؟ � يا � په دې خاطر چي ژمی را نيژدې کيږي، نو ځکه مي تاوده کالي را برسېره کړي دي . � او داسي نور . زموږ ځيني ځان غوښتوونکي ژورناليستان او ليکوال په زور او جبر سره کوښښ کوي، چي دا ډول ترکيبونه پر خلګو وتپي . دا چي اوس له ډېرو وختونو په مطبوعاتو کي باب سوي دي پرېږدﺉ، چي د خلګو د سليم ذوق ازموينه په بري سره تېره کړي؛ خو تر دې ازمويښت مخکي بايد د لوی استاد، علامه حبيبي، له ژوندي مثال سره سم، د يوناني طبيبانو د متحدالمال دارو په څېر په هره نسخه ګډ نه سي . په هر ځای کي بې موجبه ونه ويل سي ؛ لکه څنګه چي وايي : � پلانی مامور د پلاني کار د کتني له امله ځي . � يا � که پر اسمان يو لړ اوريځي پيدا سي، نو به له دې امله باران واوري . �
د لوی استاد په عقيده، په دغو دواړو جوملوکي د � له امله � ترکيب سم نه دﺉ . د دې جوملو سمه بڼه دا ده، چي وويله سي : � پلاني مامور د پلاني کار د کتني له پاره ځي . � ، � سبا به پر اسمان يو څه اوريځي را وخېژي، نو به باران و اوري . � ( حبيبي، پښتو نثر ته کره کتني ۲۴ ) . دلته د سليم ذوق څښتن په اسانۍ سره قضاوت کولای سي، چي د لوی استاد بيان کټ مټ زموږ د سپېڅلو او بې الايشه خلګو په څېر ساده، روښانه او بې وله دﺉ . خبره يې په داسي ډول ادا کړې ده، چي عام خلګ يې په خپلو محاورو کي کاروي؛ او بې تکليفه هر څوک په پوهېږي .
فاضل استاد - ګل پاچا الفت ( ۱۲۸۷- ۱۳۵۶ ش ) ، په خپله � لغوي څېړنه � کي ليکي : � کبل، لامل دواړه لفظونه په علت او سبب ترجمه شويدي، مګر په محاوره او خبرو اترو کښې هيڅکله داسي نه ويل کيږي، چه د دې کار کبل څه شی دی يا څه لامل لري . ځکه چه د علت او سبب معنی پکښې نشته . د دې دواړو لغتونو صحيح استعمال په دې ډول دﺉ : ته د څه لامله دا کار کوې ؟ زه له دې کبله تاته څه نه وايم، چه خپه به شې! � ( الفت ۶۶ � ۶۷ ) .
دا ؤ د پښتو د وو وتلو او منلو استادانو، علامه حبيبي او استاد ګل پاچا الفت، د نظريو په رڼا کي د � له امله �، � لامل � او � کبل � لغوي څېړنه؛ خو په عمل کي ګورو، چي د دې لویو استادانو نظريو ته په نه پاملرني سره د � له امله � او� له کبله � پر افراطي کاروني سربېره، د � لامل � ټکی هم په هره ليکنه او وينا کي څو څو ځلي تر سترګو کيږي . ښايي د ژبي د � سوچه کولو � پلويان يې په دې انګېرنه هر ځای د عامل، علت، سبب، وجهي، بابت او نورو پر ځای استعمالوي .، چي ګواکي � لامل � پښتو ټکی دﺉ؛ او په دې ناسم ګومان پښتو د پردو ژبو له ناوړه اغېزې څخه ژغوري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery