مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ژبو د سوچه کولو افراطي لار


د ژبو سوچه کولو افراطي لار ، تر ډېره حده سياسي خټه لري . په ډېرو ملتونو کي ملتپالو شخصيتونو او ګوندونو ، د سياسي او فرهنګي خپلواکۍ په ترلاسه کولو سره د ژبو د يومخيز سوچه توب کړنلاري غوره کړي دي؛ خو حقيقت دا دﺉ چي د هري ژبي، له هغې ډلي څخه د پښتو سوچه کول، هيڅکله د ملي جذباتو او ولولو کار نه دﺉ . د نړۍ په ټولو ژبوکي د بېلابېلو طبيعي او غير طبيعي عواملو له امله، د پردو ژبو او فرهنګي جريانانونو ژوري اغېزې له ورايه څرګندي دي . هيڅوک دانسانانو په ټولنيز ژوند کي، د هغو د متقابلو اړيکو او هر اړخيزو بدلونونو له ستري ونډي څخه سترګي نه سي پټولای . د ژبو د سوچه کولو افراطي چلند، د يوه پوخ علمي او منطقي تاداو پر ځای د احساساتو او هوس پر وچو بوسو ولاړ دﺉ؛ نو ځکه بې ناکامۍ بله نتيجه نه لري . د جرمني، تورکيې او ايران د افراطي سوچه کولو کړنلاري ګرده د دې واقعيت روښانه بولګې دي . زموږ په هيواد کي هم د پردو ټکو د سراسري شړني غورځنګ د علمي او منطقي اساساتو پر ځای، نيشنليسټي منشأ او بنسټ لري .
په دې مبحث کي د پارسي ژبي د سوچه کولو پر ځينو غېرعلمي اساساتو او تاريخي مثالونو څو لنډي خبري کوو، چي د پښتو د� سوچه کولو � مدعيان يې په غور سره وګوري؛ او هيڅکله د نورو د افراطي او غير علمي کړنلارو پېښې ونه کړي . لکه څنګه چي پوهېږو ايرانيانو څو لسيزي مخکي په ډېر جديت سره د پارسي ژبي د سوچه کولو بهير پيل کړ؛ او غوښتل يې چي دټولو دخيلو ټکو او اصطلاحاتو پرځای خپلي پارسي کليمې او اصطلاحات وټاکي؛ د دې افراطي او غیر علمي طرحي له مخي بايد هر څه په څو مياشتو او کلوکي پارسي رنګ اخيستی وای؛ خو له دې امله چي دغو افراطي کړنلارو او کوښښونو، په ژبه او نورو فرهنګي مسألوکي د ټولنيزو بدلونونو د قانون پر خلاف عمل کاوه، نو ځکه يې د پام وړ نتيجې تر لاسه نه کړې . د ايران د پارسي کولو نه ستړې کېدونکې فابريکه، په حقيقت کي له ډول ډول پېچومو او کړاونو سره مخامخ سوه . تر ټولو لومړۍ ستونزه يې دا وه، چي د پارسي کولو په ايرانۍ فابريکه کي د ځينو اروپايي، عربي، تورکي او هندي کليمو له پاره هیڅ ډول معادل ټکي ونه موندل سوه . له دې امله يې په ناچارۍ سره په سلګونو ټکي او اصطلاحات؛ لکه اسلام ، دنيا، آخرت، زکات، صدقه، قانون، حقوق، ميراث، مجاز، مشروع، مجلس، ثابت، مستحکم، کتاب، مطب، مجتهد، مجاهد، تصادف، تصادم، خانم، خاتون، کتک، کمک، چماق، تلګرام، تلګراف، اتوبوس، اتومبيل، ماشين، سيګار، ژنرال،کالوري، کروات او داسي نور په خپله اصلي بڼه ومنل . د پردو ټکو او مصطلاحاتو د پارسي کولو له پاره د ایران بله ستونزه دا وه، چي د مروجو ټکو پر ځای يې خلګ په لوی لاس د پردو ټکو کارولو ته اړ کړه؛ مثلاً په ایران کي اوس زياتره خلګ د � تشکر � يا � مهربانۍ � پر ځای د ميرسي ( Mercy ) اروپايي ټکی کاروي . دغه راز د � شهراه � يا� شارع � پر ځای د اتوبان ( موټر = Auto ) + ( سړک = Bahn ) جرمنۍ کلیمه او د سبزي پالک له پاره د انګرېزي ژبي د ( Spinach ) ټکی د� اسفناج � په بڼه استعمالوي . د داسي عربي، تورکي، هندي او اروپايي ټکو فهرست خورا اوږد دﺉ، چي ايراني لغت جوړوونکو يې پر ځای پارسي کليمې ايښي دي؛ خو عام خلګ يې په بهرنييو نومونو بولي . دا کار د افراطي سوچه کولو له ناکامۍ پرته بله مانا نه لري .
په ايران کي د پارسي ژبي د سوچه کولو يو بل مشکل دا دﺉ، چي د ځينو پردو ټکو له پاره يې داسي بې خونده پارسي کليمې غوره کړي دي، چي د سليم عقل، ژور منطق، او پوخوالي يا په بله وينا فصاحت او بلاغت ازموينه نسي تيرولای؛ د مثا ل په توګه ايرانيانو راديو تلويزيون ته، چي د ډله ييزو اطلاعاتو د جهاني وسيلو په توګه په ټوله نړۍ کي منل سوي کليمې دي، د � صدا و سيما � نومونه غوره کړي دي . په دې دوو ټکو کي لومړی ټکی � صدا� بيرته عربي لغت دﺉ . په دې ډول ايرانيانو د � راديو � د جهانشموله، اسانه او منلي کليمې پر ځای د عربي � صدا � ټکی کښېښود . څوک نه پوهيږي، چي د دې کار ګټه په څه کي ده ؟ ولي بايد په نړيواله ګچه منلې او عامه سوې پردۍ کليمه د بل داسي بهرني ټکي له خوا وشړل سي، چي خلګ يې له نوي مانا او مفهوم سره هيڅ اشنايي هم نه لري . يا په بله ژبه دا ټکی په فصيح او بليغ ډول د نوي مفهوم ( تلويزيون ) د بيانولو وړتيا نه لري . دا يوازي د مسألې د شکلي او ظاهري اړخ مشکلات دي؛ خو د � صدا � او � سيما � اصلي ستونزه د هغو په مانا کي نغښتې ده؛ ځکه د � صدا � عربي ټکی د اواز په مانا دﺉ؛ او د � سيما � کليمه د مخ، څېرې، تندي او داسي نورو په ماناوو راغلې ده . د � سيماء � ټکی په عربي ژبه کي د علامت او هيئت په ماناوو کاريږي ( عميد ۲: ۱۵۰۶) چي دا په خپله هم له يوې خوا له پارسي مانا سره د التباس بېله ستونزه پېښوي ؛ او له بلي خوا د راديو تلويزيون نړيوال ټکي يوازي د اواز او څېرې په ماناوو نه دي . په بله ژبه هر ږغ او اواز ته هيڅکله راديو نه سو ويلای . همدغه رنګه هر تصوير، څېره او مخ په هيڅ ډول تلويزيون نه سي بلل کېدای .
که حقيقت ته تن ور کوو، نو دا خبره بايد په ورين تندي ومنو، چي د راديو او تلويزيون په نړيوالو ټکوکي د اواز او انځور تر لفظي ماناوو ډېر غټ او ارت مفهومونه نغښتي دي . راديو داسي برقي او تخنيکي وسيله ده، چي د هغې په کومک خبرونه، خبرتياوي، موسيقي او نوري اطلاعاتي مسألې له زرونو کيلومتره واټن څخه اورېدل کيږي . هو په راديو کي اواز سته؛ خو هر اواز راديو نه ده . که خر، سپی، چرګ يا نور ژوي اوازونه باسي، د دې مانا دا نه ده چي هري خوا ته راديوګاني چالانه دي . که لږ څه ځير سو په تليفون، مخابره، ګويا ( ږغ خپروونکې آله ) مايک ( ږغ ثبتوونکي آله) او ډېرو نورو تخنيکي او برقـــــــــي وسيلوکي هم اوازونه سته . دلتـــــــــه هم دا پوښتنه پيدا کيږي، چي ولي دغه ږغ خپروونکو وسيلو ته راديو نه وايو؟ د اواز خپرووني پر ګډ خصوصيت سربېره، د دغو وآلو په ميخانيکي او برقي جوړښت کي ډېر توپير سته . هغه خپروني، چي د راديو له لاري کيږي، هيڅکله د تيلفون، مخابرې، ګويا، مايک او داسي نورو په مرسته نه کيږي . همدغه شان، په تلويزيون کي ریشتيا هم څېره او تصوير ښکاري؛ خو هر شکل او انځور د هيڅ منطق له مخي تلويزيون نه بلل کيږي . په تلويزيون کي د ځانګړو تخنيکي او برقي وسايلو په مرسته له اواز سره د ټولو ژوندييو پېښو تصويرونه هغه هم له سوونو او حتا زرونو کيلومتروفاصلې څخه مالوميږي . هر عکس او انځور د ژوندي موجود په شان خبري کوي . تلويزيوني انځورونه او ږغونه، په حقيقت کي له ليري واټن څخه د خلګو ژوندي عکسونه او مخامخ خبري ښيي ؛ مګر يو بې سا او بې اوازه تصوير، چي دوی يې � سيما � بولي، څنګه د تلويزيون لوی، پراخ او پرمختللی مفهوم افاده کولای سي ؟ !
ايرانيانو د ميزايل ( Missile ) د لاتيني ټکي له پاره د � موشک � کليمه جوړه کړې ده . زه نه پوهيږم، چي دوی د موش يا موږک ټکی له کمه ځايه وموند، چي وروسته يې د تصغير د نخښي ( ک ) په زياتولو سره هغه نور هم پسي کوچنی کړ؛ ځکه د ميزايل په ټکي کي خو د موږک هيڅ يادونه نسته . که دا نوم ايښوونه، له موږک سره د ميزايل د شکلي او ظاهري جولې د ورته والي پر بنسټ سوې وي، نو بايد د � موشک � ايراني لغت جوړوونکو په دې خبر ه سر خلاص کړی وای، چي هر ميزايیل له موږک سره په څېره او بڼه کي ورته والی نه لري . تخينکي وسيلې هم د هر بل موجود په څېر، د نوو ساينسي بدلونونو او پرمختګونو له کبله خپلي بڼې او جولې اړوي . نه پينځوس کاله مخکي توپک او توپ پر خپله پخوانۍ بڼه پاته دﺉ؛ او نه هم ورځ په ورځ پرمختلوونکي راکيټونه . که يې پرون د موږک په څېر غټ غوږونه او اوږده لکۍ لرله، اوس ښايي ګرسره د پراخو غوږو او اوږدې لکۍ په شان ميکانيزم و نه لري . د دې خبري مقصد دا دﺉ، چي لغت جوړوونکی بايد د نوو ټکو په جوړولو کي داسي نومونه غوره نه کړي، چي ونه او ګونه يې د وخت په تېرېدو سره بدلون ومومي؛ او تر څه مودې وروسته د وضعه سوي ټکي مانا او مفهوم د شي له ظاهري او فزيګي جوړښت سره سمون و نه لري . سربېره پر دې ايا دا خبره منطق لري، چي پر داسي لويي او ستري وژونکي وسلې د � موشک � نوم کښېښوول سي، چي زر ګونه کيلومتره واټن وهي؛ او د بېلابېلو مقصدونو له پاره په ټنونو سوځونکي يا چاودېدونکي مواد له ځانه سره وړي ؟ د دې نوم ايښووني پر خلاف ايرانيانو د کمپيوټر موس (Mouse ) ته د� موش � ټکی غوره کړی دﺉ، چي تر لسو سانتييو ډېر اوږدوالی او تر پينځو سانتييو زيات بر ( سور ) نه لري . دونه کوچنۍ وسيلې ته � موش � او هغونه لويي وسيلې ( توغندي ) ته � موشک � وايي . اوس نو لوستونکي په خپله قضاوت کولای سي، چي د � موشک � جوړه سوې کليمه څنګه د لوړ ذوق او ژور منطق اصولو ته جواب ويلای سي؟
په دې وروستييو وختو کي مي د بې بې سي راديو د پارسي څانګي په خپرونو کي يو نوی ترکيب اورېدلئ دﺉ ، چي کله کله يې د دغه څانګي زياتره افغان کارکوونکي هم د نورو ايراني ټکو؛ لکه دادستان، دادګاه، دادرسی، پيګرد، بازداشت، بازجويی، بازرسی، بازدشتګاه، باشګاه،، فرودګاه، دانشګاه، دانشکده، دانشـــــــــــــجو، دانش آموز، شهرداری، شهردار، پروفسور، راهبرد، راهکار، پزشک، بازرګان او داسي نورو تر څنګ په وياړ سره کاروي . دا نوی ټکی د � دوست دختر � ترکيبي کليمه ده، چي په واقعيت کي د انګرېزي ژبي د ګړل فرېنډ ( Girlfriend ) تحـــــــــــــت الفظــــــي ترجمه ده . مخکي تر دې چي د دې بې خونده او ټکي په ټکي ترجمه سوي ترکيب په اړه څو خبري وکوو، هغو افغان فرهنګيانو ته د دې ټکي يادونه ضروري ګڼم، چي که د � دوست دختر � په شان د پردو هر ښه او بدپه پټو سترګو را اخلي، نو له دې څخه څه شرم کوي، چي د خپلو خوږو پارسي نومونو لکه : � خوشو �، � خُسر �، � خسربره �، � يازنه �،� کاکا �، � ماما � ، � سونو �، � ييور � او داسي نورو پر ځای په خپلو ورځنييو خبرو او ليکنو کي ايراني نومونه لکه : � مادرزن �، � پدر زن �، � برادر زن �، � داماد �، � عمو �، � دايی � او داسي نور استعمال کړي ؟ که دغو ښاغلو ته د ايراني ټکو کاروَنه هيڅ ربړ او تکليف نه ور کوي، نو بيا په دې کي هم هيڅ بدي نسته، چي د خپلي ژبي د خورا ډېـــــــــرو اشنـــــا او مانوسو ټکو پر ځـــای د � هويــــــــــــج �، � اسفناج �، � سيب زمينی �، � ګوجۀ فرنګی �، � خيار �، � کـــــــــره �، � رازيـــــانه �، � خردل �، او داسي نور و په څېر سلګونه ټکي هم په پراخه توګه دودکړي؛ تر عامو نومونو چي تېر سو، بيا نو وار د خاصو نومونو راځي، چي پر ايراني پارسي مين افغان فرهنګيان يې بايد په خپل شخصي ژوند کي په ټينګه مراعات کړي . هر چا ته مالومه ده، چي د انسانانو په نوم ايښوولو کي هم د ايران د پارسي ژبو او افغاني پارسي ژبو تر منځ ډېر توپير سته؛ خو دا کار په تشو لاسونو د غرونو هوارول دي، چي زموږ جذباتي ايران مآبان به يې هيڅکله تر عهدې و نه وزي . له دې کبله چي د پېښه ګرو دا عملونه له هيڅ راز علمي معيارونو سره سمون نه لري، نو له شرموونکي ناکامۍ پرته بله نتيجه هم نه سي را منځ ته کولای . موږ ټول بايد په دې روښانه حقيقت ځانونه پوه کړو، چي هره جغرافيايي محدوده ځانته بېل خصوصيات او مشخصات لري . ځيني ځانګړتياوي او مشخصات له يوه ځايه بل ځای ته نه وړل کيږي؛ ځکه هر ملت بېله روحيه، بېل تاريخ او بېل وياړونه لري . زموږ ژورناليستان، ليکوال او څېړونکي هم بايد په پټو سترګو د هغو ټکو، ترکيبونو او اصطلاحاتو د کاپي کولو هڅه و نه کړي، چي زموږ د خلګو له ژبي، تاريخ او ملي دودونو سره سمون و نه لري . تر دې لنډي تبصرې وروسته اوس بيرته راګرځو د � دوست دختر � د بدرازه او بد خونده تر کيب په اړه څو خبرو ته . د سلــــــــــيم ذوق څښتن په خپله قضـــــاوت کولای سي، چـــي د � دوست دختر � نامأنوس، نازېبا او ناوړه ترکيب څنګه د انګرېزي ژبي د ګړل فرېنډ مفهوم افاره کولای سي؟ ځکه چي په � ګړل فرېنډ � کي دهري همزولي، ملګري، دوستي، شريکي يا خواهر خواندې مفهوم نه دﺉ نغښتی؛ بلکي دا ترکيبي ټکی اصلاً د هغي نجلۍ په مانا کاريږي، چي له خپل نارينه انډيوال سره جنسي اړيکي ولري . داسي اړيکي په افغاني، ايراني او نورو اسلامي ټولنو کي نامشروع يا غير قانوني بڼه لري؛ خو په لوېديزه نړۍ کي د عيسوي دين له ظاهري واکمنۍ او اغېزې سره سره د دې خبري پوښتنه نسته . په پارسي کي د دې مفهوم له پاره رفيقه، معشوقه، محبوبه، يار، شاهداو داسي نور ټکي سته، چي هم د انګرېزي � ګړل فرېنډ � مانا په بشپړه توګه افاده کوي؛ او هم په پارسي ژبه اوادب کي له پېړييو پېړييو راهيسي اشنا او ښايسته ټکي دي .
شک نسته، چي د هري ژبي د ودي او پرمختګ په بېلابېلو پړاونو کي د تکلف او مشکل تراشۍ راز راز مکتبونه او لاري راغلي دي، چي پيروانو يې په لوی لاس د ژبي او هونر ساده مفهومونه د خپل ادبي او هونري کمال په توګه، پېچلي او کړکېچن کړي دي؛ خو دا خبره هر چاته د منلو وړ ده، چي داسي ادبي او هونري ښوونځييو په عامو ولسونو کي، چندان ځای او مقام نه دﺉ موندلئ؛ ځکه تکلف او تصنع د يوه دروند پېټي په څېر هيچا ته د زغم وړ نه دي . له دې امله د ټولني عام وګړي د هيچا ګرانو ټکو، پېچلو ترکيبونو او کړکېچنو تعبيرونو ته زړه نه ښه کوي . له دې روښانه واقعيت سره سره، زموږ په ټولنه کي د پارسي او پښتو ژبو ځينو ژورناليستانو، ليکوالو او شاعرانو په پوهي يا ناپوهۍ سره د هيواد د ملي ټرمينولوژۍ د ښکلو او خوږو ټکو پر ځای د پردو ژبو د نااشنا، ناوړه او بې خونده کليمو داسي لاس خلاصي کاروَني ته ملاوي تړلي دي، چي ډېر ژر به خپله اصيله ژبه په خلګو کي پردۍ کړي . د دغه ورانوونکي فرهنګي بهير پلويان بايد په دې خبره ځانونه پوه کړي، چي د هري ورځي په تېرېدو سره د خلګو اسانه او خوږه ژبه د خپلو ړندو پېښه ګرييو قرباني کوي؛ او په خپلو لاسونو ځانو ته قبر کيني .
دلته بايد د ژبي د ورانولو او ملي هويت د له منځه وړولو دوو بېلو مسألو ته په ځير سره پام وکړو . که په افغانستان کي د ايراني پارسي بې خبره او افراطي پلويان غواړي په خپلو خبرو او حتا شخصي ليکنو کي، د خپلي خوږې پارسي پر ځای د ايران جعل سوي کليمې کار کړي، د دې کار په وړاندي هيڅ بنديز او پابندي نسته؛ ځکه هغوی په خپلو نااشنا او کله کله نامعقولو ټکو سره ځانونه له خپلو عزيزانو او خپلو خلګو بېلوي؛ عام ولس څه چي آن د خپلي کورنۍ غړي او نيژدې خپلوان او انډيوالان به يې هم په خبرو او ليکنو نه پوهېږي . ژورناليست، شاعر ، ليکوال، څېړونکي او د فصاحت او بلاغت د ډګر نورو کسانو ته تر دې لويه سزا نسته، چي خلګ له بيانه شکايت او کرکه وکړي . لکه څنګه چي افغانانو هيڅکله د نورو صادر سوي ايډيالوژۍ نه دي منلي، همدغه راز به هيڅکله د نورو ملتونو صادر سوو ټکو ته هم زړه ښه نه کړي . بله مهمه او ارزښتناکه مسأله د افغانستان د پېژندګلوۍ او هويت خبره ده، چي هيچا ته بايد له هغې سره د لوبو کولو اجازه ور نه کړه سي . زموږ زړور او توريالي ولس د افغانستان لرغوني تاريخ او وياړلو دودونو ته په ژوري کتني سره په ټينګه پرېکړه کړې ده، چي په دې هيواد کي بايد تل د ځينو علمي، اداري او فرهنګي نومونو له پاره له ملي ټرمينالوژي څخه کار واخيستل سي . دې ملي ټرمينالوژي د اوږدو کلونو په ترڅ وده کړې ده؛ او زموږ ټول هيوادوال بايد د دې لرغوني او وياړلي خاوري د ملي تشخص او پېژندګلوي په خاطر هغه په ګردو رسمي او دولتي چارو کي په جدي توګه په پام کي ونيسي . داسي ملي ټرمينالوژۍ د نړۍ په نورو متمدنو او مهذبو هيوادونو کي هم باب دي . ايرانيانو د خپل ملي هويت د ښوولو له پاره د � فرهنګستان �، � دانشګاه �، � دانشکده � او داسي نورو په څېر نومونه غوره کړي دي . موږ هم بشپړ حق لرو، چي د افغانستان د پېژندګلوۍ له پاره خپله ملي ټرمينالوژي کار کړو؛ او د هيواد په رسمي او دولتي ژوند کي د انګرېزي � يونيورستټۍ � او � فاکولتې � پر ځای د � پوهنتون � او � پوهنځی � ټکي استعمال کړو . دغه راز بايد � لويه جرګه �، � ولسي جرګه �، � مشرانو جرګه � � ستره محکمه �، � لويه څارنوالي �،� څارنوال �، � قضأ �، � قاضي � ،� ولسوالي �، � ولسوال �،� پوهيالی �، � پوهنيار �، � پوهنمل � ،� پوهندوی � ، � پوهنوال � ، � پوهاند� او سلګونو نورو پر ځای د پردو ټکو د کاروني او خپروني مخه ونيوله سي . هر چاته څرګنده ده، چي افغانستان له سياسي، اجتماعي او فرهنګي پلوه يوه خپلواک هيواد دﺉ . همدا ملي ټرمينولوژي افغانستان له ايران، پاکستان او ټولي نړۍ څخه بېلوي . ګرده افغانان بايد په خوښۍ سره دې واقعيت ته غاړه کښېږدي، چي افغانان سرونه بايلي خو په هيڅ ډول حاضر نه دي، چي د خپلو پلرونو او نيکونو ژبه، تاريخ او دودونه هېر کړي .
د اينټرنيټ له برکته په دې وروستييو لسو - پينځلسو کلونو کي د نړۍ خلګ له يوې نوې ترکيبي کلېمې سره اشنا سوي دي، چي ايميل ( e - mail ) نوميږي . هر څوک په دې خبره ښه پوهيږي، چي ايميل د اينټرنيټ له لاري د ليکنو او ډول ډول نورو اسنادو لېږلو او راليږلو ته وايي . د ايران د پارسي ژبي د سوچه کولو ښاغلو ماهرانو دا ټکی د � پُست اليکترونيک � په بڼه ترجمه کړ . عجبه او اريانونکې ترجمه، چي انګرېزي اصطلاح ته يې د پارسي تر کيب پر ځای بيرته انګرېزي ترکيب غوره کړ ؟ ! د ايرانيانو دا هو به هو اړول سوی ترکيب،پر خپل نامأنوس والي او نوي توب سربېره، تر خپل اصلي حالت ډېر اوږود او بې خونده دﺉ . څوک نه پوهېږي، چي ايراني لغت جوړوونکو د � پُست اليکترونيک � په ناوړه جعل او اختراع کي څه ګټه ليدلې ده ؟ ځکه ايميل ( e - mail ) له يوې خوا په ټوله نړۍ کي پېژندل سوې او منل سوې کمپيوټري اصطلاح ده؛ او له بلي خوا په وضعه سوې بڼه ( پُست اليکترونيک ) کي د پارسي ژبي هيڅ نخښه نه لیدله کيږي . په وضعه سوې اصطلاح کي خو نه د پُست ( Post ) ټکی پارسي دﺉ، او نه هم د اليکترونيک ( Electronic ) ټکی . هغه څه چي د ايرانيانو په دې خوښه کړې ترکيبي کليمه کي د لمر په څېر روښانه دي، د اصـــــلي نړيوالي او مـــنل سوي بـــــــــڼي ايمـــــــيل (e - mail ) په پرتله د دې ټکي اوږدوالی، بې خوندي او نوی توب دﺉ . دلته بيا هم د سليم عقل خاوند، په خپله قضاوت کولای سي، چي د ايرانيانو په � پُست اليکترونيک � کي څه مانوي ( معنوي ) او ظاهري ښېګنه پرته ده ؟ زه باور لرم، چي د سليم ذوق څښتن هيڅکله په خپله ژبه کي، هغو جهانشمولو ټکو او اصطلاح ګانو ته د داسي معادل ټکو د جوړولو پلوي نه کوي، چي نه يې شکل او جوله د خپلي ژبي په شان وي؛ او نه هم تر اصلي بڼې اسانه او په زړه پوري . د� ايمـــيل � د انګرېزي ټــــکي له پـــــــاره، د پښتـــــــو � برېښنا ليک � تر ايراني � پُست الکترونيک � ډېر غوره دﺉ؛ ځکه د� ايميل � مفهوم يې په روانه، ساده او خوږه پښتو بيان کړی دﺉ؛ اوتر ايراني وضعه سوي ترکيب ډېر لنډ او اسانه دﺉ . د لغت جوړولو هونر ( هنر ) او کمال هم په دې کي نغښتی دﺉ، چي نوې کليمه بايد د مانا له پلوه دقيقه او جامع او د ظاهري شکل له پلوه لنډه، اسانه ، خوږه او په زړه پوري وي . که د فصاحت او بلاغت د اصولو له مخي جوړ سوي ټکي او اصطلاحات، په خلګو کي د بهرنييو کليمو ، ترکيبونو او اصطلاحاتو تر تعميم او خپرېدو مخکي وړاندي سي، په پوره باور سره به هري خواته په لږ وخت کي باب سي .
په انګرېزي کي يوه مرکبه کليمه سته، چي هاټ واټر باټل ( Hot - water - bottle ) نوميږي . دا ترکيبي نوم لکه څنګه چي مالوميږي له درو بېلو ټکو څخه جوړ سوی دﺉ . ايراني ژباړونکو په خپلو اثارو کي د � کيسۀ آب ګرم � په ډول ټکی په ټکی ترجمه کړی دﺉ؛ خو پښتنو د دې دواړو اوږدو او بې خونده انګرېزي او ايراني مرکبو کلیمو پر ځای يو لنډ او اسانه ټکی غوره کړی دﺉ، چي ځيني پښتنانه يې � مشکوله � او ځيني يې � مښکوله � بولي ( په پښتو کي په � ښ � باندي د � ش � اوښتل خورا ډېر مثالونه لري ) . د مشکولې په لغت کي د ژباړي هيڅ رنګ نه ليدل کيږي . لنډه، اسانه، ساده او خوږه کليمه ده؛ نو ځکه خلګو په ډېري خوښۍ سره منلې ده؛ او ددغه شي له پاره يې د هري ژبي د وضعه کړو ټکو په وړاندي لاره بنده کړې ده . د همدې استدلال له مخي که په هره نوې کليمه کي د غه راز خصوصيتونه خوندي وي هيڅ دليل نسته، چي نوې جوړه سوې کليمه، د خلګو له خوا په خوښۍ سره و نه منل سي .
د داسي کليمو او اصطلاحاتو فهرست ډېر اوږد دﺉ، چي د ټولو يادونه يې حتا په يوه مقاله کي هم نه ځاييږي . دلته د دغو څو مثالونو يادونه يوازي د دې خبري د اثبات له پاره ده، چي وښيو د ژبي داسي سوچه کول نه هيڅ علمي او منطقي تاداو لري؛ او نه يې خلګ په خپلو ورځنييو محاورو او مکالمو کي کارولو ته تيار دي؛ د باد راوړي کاغذ په څېر، تر څو مياشتو او کلو وروسته يا بيرته پر بله خوا په هوا کيږي يا د کليماتو د ژوند او مرګ د قانون له مخي تل تر تله، له منځه ځي .
زموږ د سيمي ژبي، فکري او فرهنګي دودونه يوله بله داسي اخښلي او بخښلي دي، چي که دسوچه کولو په کار کي علمي او منطقي لار غوره نه سي، زموږ د ژبو او کلتور له ارزښتناکو لرغونو اثارو، فکري او فرهنګي سرچينو سره اړيکي، د نابودۍ تر حده کمزوري کيږي . په تورکيه ( ترکیه ) او د منځنۍ اسيا په پخوانييو شوروي جمهوريتوکي همداسي وسوه . د ژبي او فرهنګ لرغوني اثرونه په داسي بې رحمۍ له منځ يووړل سوه، چي اوس لوستو کسانو ته هم د خپلو پلرونو او نيکونو د علمي، ديني، ادبي او تاریخي اثارو پوهيدنه ډېره ګرانه او ربړوونکې ده .
که څوک د پښتو په سوچه کولو کي دغه راز افراطي او نامعقول ګامونه واخلي، زموږ پښتنو راتلونکي پښتونه ( نسلونه ) به هم له لويو سرګرادنييو او پېچومو سره مخامخ وي؛ ځکه که يوازي د پښتو ژبي د منځنۍ دورې اثار په پام کي ونيسو، ګورو چي په ټولو ليکنو کي داسلام د سپېڅلي دين عقايد او نظريې مرکزي مقام لري . پر فقهي او مذهبي موضوع ګانو سربېره، د پښتو عرفاني شاعري هم په ژوره توګه له عربي ژبي او اسلامي فرهنګ سره ټينګي اړيکي لري . دغه رنګه د سيمي تاريخي، سياسي، فکري، کلتوري، اجتماعي او اقتصادي بدلونونو ته په پاملرني سره هم دا خبره په بشپړه توګه جوَته ده، چي د ګاونډييو ولسونو ژبو، فکري او فرهنګي بهيرونو، د پښتو پر ګردو اثارو ژوره اغېزه ښندلې ده . له اوستا، سنسکريت، هندي او پنجابي څخه نيولې بيا تر زړې پارسي، پهلوي، عربي او تورکي پوري ټولي ژبي او په دغو ژبو ليکلي ديني، ادبي او علمي اثار، د پښتو ژبي او ادبياتو په بېلابېلو برخو کي ارزښتناک ځای لري .
که څوک په بې باکۍ سره د دغو ژبو د يومخيزي شړني او ايستني هڅه وکړي، په حقيقت کي زموږ راتلونکو نسلونو ته د پښتو ادب د لرغونو ميراثونو په پېژندنه او څېړنه کي، جبران نه منوونکي ستونزي پيدا کوي . د پښتو د معاصر ادب او تاريخ بابا - لوی استاد علامه حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م � ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م ) له ځينو اريايي ژبو سره د پښتو ټکو او ترکيبونو د ګډوالي او ورته والي او د پښتو ژبي د سوچه کولو په اړه خورا درنې او علمي نظريې وړاندي کړي دي، چي دلته يې د څو جوملو يادونه ډېره ګټوره ګڼو . لوی استاد ليکي : � د پښتو او دری او هندي ژبو ډېر لغات سره مشترک يا سره نژدې دي، دا ځکه چي يو خو په ريښه کښي سره شريک دي او بل دا چي دد غو خلکو په منځ کښي تل اقتصادي او تجارتي او فرهنګي روابط او تګ او راتګ موجود ؤ، نو ډېر کلمات له غربه شرق ته نقل سوي، يا له شرقه غربي خواته تللي دي . د پښتو� آس �، د دری � اسپ �، د سنسکريت � اشو � څوني سره نژدې دي . د پښتو ډېوه، او د سنسکريت ډېوه سره مشتر ک دي . د پښتو� لس � او د هندي � دس � او د دری � ده � د تبديل تر خاص قانون لاندي دي، او ځکه چي هيڅ ژبه له مشترکو لغاتو او کلماتو څخه نه ده خالي، نو آيا د يوې ژبي تخليص د نورو ژبو له اثره څخه ممکن دﺉ ؟ زما په عقيده، يا ! اما دلته بايد دا خبره هم وکم، چي د ژبي سوچه کول خو بالکل ممکن نه دﺉ، مګر د ژبي بنياد قوي کول او روزل او پالل ښه کار دﺉ . په ژبه کښي چي کوم کلمات اوس مستعمل دي، هغه په دې ګناه ايستل، چي له بلي ژبي څخه راغلي دي، معقول کار نه ښکاري، مګر دغه کلمات په ثقافتي تعامل کښي اچول او له هغو څخه کار اخيستل ډېر ښه کار دﺉ ( حبيبي، ژبي او د تکامل قانون : آيا د ژبو سوچه کول ممکن دي ؟ ۱۹۹ ) .
د افغاني فرهنګ وتلئ او منلئ استاد، علامه حبيبي، له زړې پارسي سره د پښتو د نيژدې والي په اړه ليکي : � حتا په هغو درو کرښو کي، چي د هخامنشانو د پاچا- داريوش ( ۵۲۲- ۴۸۶ ق م ) له خوا په زړه پارسي د بغستان پر ډبره لیکل سوي دي، هم له پښتو سره ورته مالوميږي ( حبيبی، نظری به ادبيات پښتو ۴ ) .
لوی استاد علامه حبيبي، د� قرب زبان پشتو به پارسی باستان � تر سرليک لاندي په يوه تاريخي او فلالوژيکه مقاله کي ډاډ او باور ښيي، چي که د زړې پارسي موندل سوي اثار په دقيقه او ژوره توګه و سپړل سي، د پښتو ژبي په مرسته به يې ډېر تاريک او مبهم اړخونه روښانه سي، ځکه د دې ژوري علمي ليکني په استناد د ژبو تر منځ نيژدېوالی له ورايه څرګند دﺉ ( حبيبی، قرب زبان پشتو به پارسی باستان ، يغما ۱، ۲۰- ۲۴ . د نور مالومات له پاره وګورﺉ : حبيبي، پښتو او پخوانۍ آريايي ژبي او د ځينو لغاتو مقايسه او پرتله ۴۵- ۴۹ او حبيبي، د پښتو ژوندي کلمات په پخوانۍ فارسي کښي ۲۱- ۲۴) .
د افغاني فرهنګ روښانه او تلپاته ستوري، دغه راز د يوې ژوري ژبنۍ او تاريخي شنني په ترڅ کي، د بغلان د � سرخ کوتل � په هغه ډبرليک کي، چي په ۱۹۵۷ م کال د � نوشاد � په معبد کي وموندل سو، د زړې دری ژبي ( تخاری ) له ځينولغتونو سره د پښتو ژبي پر ګډوالي او ورته والي ټينګار کړی دﺉ ( حبيبی، نظری به ادبيات پښتو ۴) او ( حبيبی، زبان دو هزار سالۀ افغانستان يا مادر زبان دری ( تحليل کتيبۀ بغلان ) ۳۰- ۱۳۹) .
په بېلابېلو اريايي ژبو کي د پلار، مور، خور، ورور او ځينو نورو ټکو ورته والی او نيژدې والی ټول د دې روښانه حقيقت ښکارندوی دي، چي اوستا، سنسکريت، پښتو، پارسي او ډېري نوري اروپايي ژبي له آره ګډي او نيژ دې ريښې لري . علامه حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ په لومړي ټوک کي د اريايي قومونو د پيدايښت، خپرېدو، ژبو او نورو تاريخي حقايقو په اړه خورا ژوره او مستنده څېړنه لري . دا علمي څېړنه د دې واقعيت بېلابېل اړخونه سپړي، چي پښتانه په خټه ارياييان دي؛ او ژبه يې د نورو اريايي قومونو له لرغونو ژبو سره په ډېرو ټکو، عبارتونو او تعبيرونو کي يوشانتي والی يا نيژدې والی لري ( حبيبي، د پښتو ادبياتو تاريخ، لومړی ټوک ۱۳- ۲۴ ) .
له اريايي ژبو سره د پښتو ټکو او ترکيبونو د ګډوالي او ورته والي په اړه، د لوی استاد د نظريو تر لنډيز وروسته اوس بايد په دې خبره پوره باور ولرو، چي په ځينو نورو اريايي ژبو کي کارېدونکي ټکي، ترکيبونه او تعبيرونه د پښتو مسلم مال او ميراث دﺉ؛ او هيڅکله بايد د هغو په له منځه وړلو يا هېرولو کي هڅه و نسي . تر ټولو مهمه خبره دا ده، چي پښتو ژبه بايد هر چاته ساده، اسانه او په زړه پوري وي . د پښتو د سوچه کولو په نامه د دې ژبي د منلو او پيژندل سوو کليمو، ترکيبونو او اصطلاحاتو پر ځای د وحشي، ګرانو او بې خونده ټکو وړاندي کول، پښتو ژبه د رياضي او فزيک تر فارمولونو هم سختوي . طبيعي خبره ده، چي داسي ګرانه او کړکېچنه ژبه ، نه يــوازي د زده کړي او څېړني له پاره د بهرنييانو مينه نه سي پارولای؛ بلکي د پښتني ټولني په اصلي ويوونکو کي هم خورا ډېري ناخوالي را منځ ته کوي . دا چي ولي په اروپايي ژبو کي انګرېزي او زموږ د سيمي په ژبو کي پارسي او اُردو په ډېري اسانۍ سره پراختيا او پرمختيا موندلې ده؛ او په سيمه کي يې د خپل او پردي دلچسپي ځان ته اړولې ده، د نورو دلايلو تر څنګ يې لوی راز په دې حقيقت کي پروت دﺉ، چي دغو ژبو له بېلابېلو ژبو څخه ورغلي کليمې، ترکيبونه، تعبيرونه او اصطلاحات په ميني سره خوندي کړي دي . له دې امله يې د ځينو پردو ژبو ويوونکي، خپلو مورنييو ژبو او فرهنګي دودونو ته نيژدي ګڼي؛ خو د ايرانيانو د سوچه کولو افراطي کړنلاري ، بې شکه د پارسي ژبي پخواني خوږوالي، اسانۍ او سادګۍ ته ستر زيان رسولئ دﺉ . ايراني پارسي د ناوړه او خپلسرو جعلياتو په خپرولو سره اوس د دې ژبي پر پردو لوستونکو او ويوونکو سربېره، د پارسي ژبي له نورو لهجو لکه دری، تاجيکی او نورو څخه هم ډېره ليري سوې ده . نن خو نه يوازي ما غوندي پښتون ؛ بلکي د افغاني پارسي ( در ی ) او تاجيکي ژبي هر ويونکی هم د ايراني پارسي په ويلو او لوستلو کي ډېري جدي ستونزي لري . د دې زياتېدونکو مشکلاتو اصلي علت دا دﺉ، چي افغاني پارسي ( دری ) تر ډېري ګچي خپل پخوانی اصالت ساتلئ دﺉ؛ ليکن ايرانۍ پارسي د سوچه کولو په نامه پر داسي لار روانه ده، چي د پارسي ژبي له ارزښتناکو لرغونو اثارو او دودونو سره هيڅ سمون نه لري . د دې کار وروستۍ نتيجه به داوي، چي د ايران عام وګړي به د وخت په تېرېدو سره د رودکي، فرخي، نظامي، مولانا، سعدي، حافظ او په سلګونو نورو مخکښو شاعرانو او ليکوالو په اثاروهيڅ نه پوهېږي ؛ ځکه ايرانيانو د دې ژبي د لرغوني ادب لاره تر ډېري ګچي پريښې ده .
د پښتو ژبي د سوچه کولوافراطي او پېښه ګرو پلويانو هر پر دي ټکي، اصطلاح او ترکيب ته د پښتو رنګ ورکولو په ترڅ کي، د حقوقو ډېره عامه او مشهوره اصطلاح ( شخصيت های حقيقی او حُکمی ) په � رښتينو او حُکمي شخصيتونو � ژباړلې ده ( وګورﺉ : د ټوليزو رسنيو يا مطــــــــبوعاتو قــــــــــانون، دري دېرشمـــــــه مـــــــــــــــــــــــــاده .www. benawa.com) په دې حقوقي اصطلاح کي، چي د حقوقو په زياترو څانګو، په تيره بيا خصوصي حقوقو کي خورا ډېره کاريږي، درې ټکي سته چي درې سره عربي دي . حتا د ايرانيانو د پارسي کولو په فابريکو کي هم د نورو سلګونو حقوقي اصطلاحاتو په شان، دې اصطلاح ته تر اوسه پارسي معادل نه دﺉ جوړ سوی . زموږ پښتون لالا په دې درو عربي ټکو کي يوازي يوه ټکي ( حقيقي ) ته پښتو معادل وموند؛ او دوه نور ټکي ( حُکمي او شخصيونه ) يې پر خپل حال پرېښوول . ستونزه دا ده، چي زموږ ژباړونکی په دې نه پوهېږي، چي په دې اصطلاح کي � حقيقي � ټکی د بل مترادف لغت ( صادق ) په شان د ريښتني په مانا نه دﺉ کار سوی . ټول حقوق پوهان پوهېږي، چي په حقوقو کي شخيصتونه دوه ډوله دي :
۱- حقيقي يا فزيکي شخصيت ( Individual Personality )
۲- حُکمي شخصيت ( Personality Corporate )
شخصيت په حقوقو کي د يوه شخص د حقوقو او وجيبو مجموعه ده . حقيقي يا فزيکي شخصيتونه په حقوقي عملونو او تړونونو( قراردادونو يا عقدونو ) کي د خپلي ارادې د تمثيل واک لري؛ لکه انسانان . حُکمي شخصيتونه، د حقيقي يا فزيکي شخصيتونو پر خلاف په حقوقي عملونو او تړونونو کي د خپلي ارادې د تمثيل واک نه لري . انسانان په خپله خوښه دغه راز حُکمي شخصيتونه جوړوي؛ او بيايې په خپله خوښه له منځه وړي؛ لکه ډول ډول شرکتونه، ګوندونه، اتحاديې، سازمانونه، مؤسسې او نور . ( Dictionary of Legal Terms 121) & ( Gifis 343 )
دحقيقي او حُکمي شخصيتونو څېړنه اوږده حقوقي مسأله ده، چي غزول يې په دې ژبنۍ څېړنه کي ځای نه لري . هغه څه چي دلته يې بايد هرومرو يادونه وکړو، دا خبره ده چي زموږ پښتو ژباړونکي بايد د هري اصطلاح د يوې يا ټولو برخو په ناوړه ژباړي سره د هغې مانا او مفهوم زايل نه کړي . په ټوله نړۍ کي د حقوقو زده کوونکي د حقيقي او حُکمي شخصيتونو له اصطلاح سره اشنا دي . بايد پر همدې حال پرېښوول سي . که څوک په سرزورۍ سره د هغو ترجمې ته هڅه کوي، نو بايد لومړی د هغو په حقوقي مفهومونو ځان ښه پوه کړي؛ او د � حقيقي شخصيت � حقوقي اصطلاح د صادق، راستګو او داسي نورو په شان په � ريښتني شخصيت � و نه ژباړي؛ ځکه چي په دې اصطلاح کي اصلاً د ريشتيا او درواغو خبره نسته .
هو د ژبي په سوچه کولو کي ډېري ګټي نغښتي دي؛ خو دا کار بايد د ټولنيزو قوانينو له حُکمونو يا په بله وينا علمي موازينو او اصولو سره سم وسي . په دې کار کي احساسات او تعصُب هيڅ ځای نه لري . که څوک په ريشتيا هم د پښتو ژبي او ادب له ودي او غوړېدو سره مينه لري، نو د ې لوړ ارمان ته د رسېدو له پاره بايد، زموږ په ژبه کي د د خيلو او مفغنو ټکو د يو مخيز شړلو پر ځای د هغوخنډونو او مشکلاتو له منځه وړلو ته ملا وتړي، چي تر اوسه پوري په پاکستان او افغانستان کي د يوې پراخي او غوړېدلي پښتو ژبي په وړاندي پر اته دي . لکه څنګه چي د ژبي په سوچه کولو کي تنګ نظري او افراطيت ، بې شماره ستونزو او تاوانونو ته لاره هواروي، په هماغه اندازه د خپلو خوږو او سپېڅلو ټکو پر ځای د پردو ټکو او ترکيبونو بې ځايه کارونه؛ يا د پردو ټکو، عبارتونو او اصطلاحاتو د سرکښ سېلاو په وړاندي لاس تر زني کښېنستل هم زموږ د ژبي بېخ او بنياد له منځه وړي . بايد د پښتنو په بېلابېلو سيمو او لهجو کي تر هر اړخيزي پلټني او ژوري څېړني وروسته، د هري پردۍ کليمې او اصطلاح پر ځای د خپلي ژبي مروج او اشنا ټکي را وړاندي کوو؛ او په دې توګه د خپل قام اصيل او لرغوني امانتونه له تباهۍ څخه و ژغورو . په دې کار کي علمي او معقوله لار بيا هم د خپلو سوچه او سپېڅلو ميراثونو تر څنګ د اوږدو بدلونونو په ترڅ کي د راغلو پردو ټکو، تعبيرونو، محاورو او اصطلاح ګانو خوندي کول او پالل دي، چي په هيڅ ډول بايد د تعصبونو او تنګ نظريو قرباني نه سي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery