مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

درېم څپـركى  (  د نادر افشار پرضد د افغانانو پاڅونونه )

1:- د كابل رود په سرچينو() كې د پښتنو پاڅونونه:
په 1740م كال د نادر له خوا د هند تر فتحې او بخارا ته تر ورننوتلو وروسته هغه پښتانه چې د كابل رود په سرچينو كې يـې ژوند كاوه، د پرديو د چپاو پرضد رااوچت شول او د پاڅون دا بيرغ د سپينغره په لمن كې د مېشت عاشق خان غلزي له خوا اوچت كړل شو، كه څه هم د نادر كينه ګرو ځواكونو د طهماسب قليخان جلاير په مشرۍ دا پاڅون وځاپه، خو د پاڅون مشرتابه مخكې له دې چې ځان د دښمن په لاس اسير وويني، په خنجر يـې خپل ټټر وواهه او په مېړانه يـې مړينه ومنله.
د عاشق خان له پاڅون سره جوخت يوسفزي قوم هم د محمدكاظم په وينا: "څه نا څه د خيبر، پېښور او اټك رود په سواحلو كې مېشتو نهه سوو افغان كورنيو هم پاڅون وكړ، د نادرافشار دربار د پېښو ليكونكي په وينا: [هغوى له پلرونو او نيكونو رانيولې تر اوسه پورې د چا پلوي او اطاعت نه و منلى، پر سينه يـې يوازې د فرمانروايۍ او مشرتوب دعوه واكمنه وه]". د نادر ځواكونو د عاشقخان په مشرۍ د پاڅون كوونكو تر ځپلو او لوټلو وروسته پر ګندمګ بريد وكړ. د هغه ځاى واكمن مقربخان خپلې ګټې په خطر كې ليدې، د خپلو ګټو د ساتنې او د دښمن د خوښۍ په موخه يـې دښمن ته خبر وركړ، چې د يوسفزيو د پاڅون مشر محمدعلي خان دى او پاڅون كوونكي قومونه د اټك رود په ښي (راسته) ساحل (نوښار) كې استوګگن دي.
د نادر د ځگواكونو مشر د خيبر واكمن مقربخان موظف كړ چې خپل قومونه وپالي، خواړه او واښه ورته برابر كړي او خپله دى د خپلو ځواكونو په ملتيا د محمدعلي خان د ځپلو لپاره دوى ته لار وښيي.
په لنډه موده كې پر اټك رود، پول وتړل شو او د نادر ځواكونه ورباندې واوښتل. محمدعليخان د دښمن د شړلو لپاره د خپل پلرني ټاټوبي له جنګياليو قومونو څخه څلوېښت زره تنه برابر كړل او په شېردره نومي ځاى كې د ښكېلو غاړو ترمنځ درې خونړۍ جګړې ونښتې، خو دښمن كوم مهم برى ترلاسه نه كړ، محمدعليخان چې خپله يـې هم په جګړو كې ګډون درلود، پر اوږه ټپي شو او څه موده يـې له جګړې لاس واخيست.(2)
خو د نادر ځواكونه به هر وخت د پاڅون كوونكو قبيلو له بريدونو سره مخامخېدل او تلفات به ور رسېدل، دښمن شاتـګ ته اړ شو او غوښتل يـې كابل ته ستون شي، خو جنګياليو لاره ورباندې بنده كړې وه، طهماسب قليخان اړ شو، پوځ په يوه خرابه كلا كې پټ كړي او تر هغه مهاله تم شي. چې د ستنېدو خوندي لار پيدا كړي. نو خپل ځينې پوځيان يـې د اټك د شا و خوا سيمو پر لوټونې او چپاو مامور كړل. هغوى هم په وحشتناكو وژنو او ترور سره د خلكو ډېر مالونه، غنيمتونه او اسيران خپل استوګنځي ته راوړل. په اسيرانو كې يو تن حاضر شو چې طهماسب ته د "ميان برشبانه" لار چي په شنه دره كې د يوسفزيو د يوه ګڼ او لس زره كسيز كورني قوم له منځه تېرېده، وښيي، ددې اسير سړي د خيانت له كبله دښمنو پوځونو د شپې په پټه درې ته ودانګل او د لمرختو پر وخت يـې پر كوچيو يوسفزيو يرغل وكړ.
دا كوچيان چې جګړې ته يـې تيارى نه درلود، وارخطا شول، ځينې يـې وتښتېدل او ډېر نور يـې ووژل شول. د محمدكاظم په وينا: طهماسب قليخان د هغو بېګناوو خلكو عامه وژنه اعلان كړه او يرغلګرو تر مازيګره له شلو زرو تنو زيات ماشومان، ښځې، سپينږيري او ځوانان له تېغه تېر كړل او دښمن ته ډېر مالونه او غنيمتونه هم په لاس ورغلل.(3)
دا برى د دښمنانو د بېباكۍ سبب شو، ځينې پوځيان هماغه شپه د يوه بل اسير په لارښوونه له غره څخه واوښتل او د غره تر شا يـې پر غرمېشتو يوسفزيو چې پنځه � شپږ زره تنه كېدل يرغل وكړ او له دوى سره يـې هم د مخكېنۍ ورځې چلند وكړ، د عالـم اراى نادري د ليكوال محمدكاظم په وينا: د غرمېشتو خلكو مالونه اوشته تالا او "د هغه قوم ډېر بارونه، مالونه او خېمې لوټ شوې".(4)
د يوسفزيو د پاڅون لمن پراخه وه او طهماسب قليخان نه شول كولاى په لنډه موده كې ټول پاڅون وځپي، نو له ناچارۍ څخه يـې نادرشاه ته چې د داغستان د فتحې لپاره جګړې ته روان و، ليك ولېږه او په هغه كې يـې اشاره كړې وه چې:"د اټك ټولو افغان قومونو مخالفت ته ملا تړلې او له دې شرارت څخه لاس نه اخلي".(5)
نادر د پاڅون د ځپلو لپاره له اذرباييجان څخه د اميراصلان قرخلو په مشرۍ يو مرستندوى پوځ ورولېږه، چې د فارس او بلوچستان له لارې كابل ته ننوځي او د پاتې نور پوځ په ملتيا پر پاڅون كوونكو بريد وكړي.
ځكه په 1743 � 1155هـ كال د نادر له كينه ګرو ځواكونو سره د اذرباييجان د اميراصلان قرخلو هوسا پوځونه هم د اټك د شا و خوا مېشتو قومونو د ځپلو لپاره روان شول، اميراصلان د هماغه كال په حرم مياشت كې د نادر د لښكر له نورو خانانو لكه: فتح عليخان كياني، مظفرعليخان، توكل خان بيات، نظر علي بېګ سره كوهاټ ته ننوتل، د كوهاټ د پاڅون كوونكو مشران محبتخان او سردار خان يوسفزي وو. دښمن ځواكونو محبتخان ته يو ليك وليكه، چې له جګړې پرته تسليم شي. محبتخان په ظاهره تسليمي او د سردارخان يوسفزي اطاعت څرګند كړ، دښمن پوځونه هم د سردارخان سيمې ته ننوتل، خو تر ننوتو وړاندې يـې پر لاره پرتې سيمې ورانې او لوټ كړې.
محمدكاظم ليكي: "پرنات" نومې سيمه بشپړه لوټ كړل شوه او دښمن (نادر پوځ) ته 200 � 300 زره پسونه، خره، اسونه او اوښان له نورو اسيرانو او ګڼ شمېر نورو غنيمتونو سره لاسته ورغلل.(6)
كله چې طهماسب قليخان د سردارخان كلا نيم فرسخۍ ته ورسېد، نو سردارخان يـې د ليك له لارې له قيد و شرط پرته اطاعت ته راوباله، سردارخان ځواب وركړ: "د ايران پاچا نادر هم دې سيمې ته راغلى و، خو له كومې لاسته راوړنې پرته بېرته ستون شو، ته د هغه د درګاه يو ټيټ نوكر يـې، هرڅه دې چې له لاسه كېـږي كوه يـې".(7)
دا ځواب د طهماسب پر سر د سوك يو ګوزار و، خپل څه پوځ يـې پر سردارخان كلا بريد ته چمتو كړ، خو نه پوهېده د خپل پوځ پر كومې ډلې مخكې د بريد امر وكړي.
بايد يادونه وشي چې محبتخان او عصمت الله خان له خپلو ځواكونو سره له بلې لارې سردارخان كلا ته ځانونه رسولي وو او جګړې ته چمتو شوي وو.
لومړنى سرلښكر چې پر سردارخان كلا باندې بريد ته چمتو شوى و، كلا ته تر رسېدو مخكې پر ځمكه راوپرځول شو. سردارخان كلا په بېساري مقاومت له ځانه دفاع كوله، خو د غاړو ځواكونه د پرتلې نه وو، د دښمن توپونو او خمپارو د پاڅون كوونكو د پرځولو او د كلا د ورانولو لپاره په ډېره توندۍ فعاليت كاوه، په وروستيو ورځو كې د نادر ازمويل شويو او جګړوځپلو پوځونو په يو هراړخيز بريد كې د درنو تلفاتو په منلو دكلا يو برج چې تر نورو برجونو ځواكمن و، ونيو. دښمن كلا ونيوله، خو د كلا اوسېدونكو په ډېره زړورتيا تر وروستي بريده له ځانه دفاع كوله، دښمنانو چې د كلا په نيولو كې يـې بېساري تلفات ليدلي وو، د ښرمښانو په شان د كلا پر اوسېدونكو ور ودانګل، د ښځو، ماشومانو، سړو او آن سپيو او نورو څارويو له وژنې څخه يـې ډډه ونه كړه.
د عالـم آراى نادري د ليكوال په وينا: "ميراصلان د هغې كلا ښځې، سړي له الوتونكو او نورو حيوانانو سره له تېرو تورو تېر كړل او له سهاره يـې تر مازيګره داسې عامه وژنه وكړه، چې د سړو او حيواناتو په ګډون په كلا كې هېڅوك ژوندى پاتې نه شول، بله ورځ يـې ټوله كلا ولټوله او د هغې ټول څيزونه يـې چې له شماره وتلي وو د ځان كړل".(8)
د پاڅون مشران هم د نورو پاڅون كوونكو په شان د مرګ ترحده وجنـګېدل او د مېړانې مرګ يـې د اسارت تر ژوند غوره وباله.
د نادر ځواكونو په كوهاټ كې د محبتخان، سردارخان او عصمت الله خان يوسفزي په مشرۍ د پاڅون تر ځپلو وروسته د هغه پاڅون كرارولو ته روان شو، چې د (شاه بزرګخان) په مشرۍ روان و. د محمدكاظم په وينا: د شاه بزرګخان په مشرۍ د يوسفزيو ددې لوى پاڅون د ګډونوالو شمېر څلوېښتو زرو تنو ته رسېده.
د دواړو غاړو ترمنځ سختې جګړې ونښتې، خو ددښمن جګړه ييز مهارت، توپخانې او نورې وسلې د قومي جنګياليو تر وسلو ښې وې، دېوالي (حصاري) جګړې پيل شوې، شاه بزرګخان كلا هم د كوهاټ د سردارخان كلا پر برخليك اخته شوه، خو مخكې له دې چې د كلا اوسېدونكي د دښمن له خوا ووژل شي، شاه بزرګ تسليم شو او دښمن ته يـې (دوه لكه تومانه چې هر لك يـې سل زره تومانه دى). جريمه وركړه او له خپلو ملكي خلكو څخه يـې سل زره تومانه راټول كړل او د نادر پوځ مشرانو ته يـې وركړل. په دې توګه يـې نه يوازې ځان او نور ملكي كسان له وژنې وژغورل، بلكې د سيمې مشري او حكومت يـې هم ترلاسه كړ.(9)
وروسته له دې چې نادر پوځ د دېره غازيخان او دېره اسمعيلخان شنو درو ته روان شو، د هغو سيمو مشرانو هم تسليمي غوره وګڼله او له مړينې يـې ځانونه خلاص كړل.
محمد كاظم، د دېره اسمعيلخان او دېره غازيخان په ستاينه كې وايي:
ددې درو ترمنځ ورشوګانې وې، چې د پاچايانو د ودانيو فضا او د ارم ګلبڼ ته ورته وې، په هغه شنه سيمه كې حيرانوونكي مرغان ډېر وو، خو په هره برخه كې يـې تاووس مرغه ډېر ليدل كېده، څو ورځې يـې په هغو ورشوګگانو كې تېرې كړې او له هغه ځايه بيا غازيخان او اسمعيلخان دېرو ته ننوتل او د هغو سيمو سرشته يـې پياوړې كړه.(10)
2:- د بلخ، اندخوى او بدخشان پاڅونونه:
د 1153 هـ كال د جمادي الاول په اوومه نېټه نادر پوځونه د رضا قلي ميرزا تر مشرۍ لاندې د ماروچاق، چيكچكتو او اندخوى له لارې بلخ ته روان شول او د هغه ښار يو فرسخۍ (قوشخانې) ته ورسېگدل او نيازخان قوش بېګي يـې د بلخ د والي په توګه وټاكه او د خان په لقب يـې سرلوړى كړ.(11)
يو كال وروسته د 1742م (1154 هـ. ق) كال په مني كې په بلخ او اندخوى كې د يوه نوموركي (ګمنام) سړي په مشرۍ چې په ظاهره يـې د ملنګانو جامې وې، يو بل پراخ پاڅون پيل شو.
د محمدكاظم په وينا " دې سړي د امامت، معجزې او كراماتو دعوه كوله، په لنډه موده كې يـې د بلخ او اندخوى په تركانو او تاجكانو كې ډېر پلويان پيدا كړل او خپل يو پلوى عصمت الله ازبك يـې د افشاري پوځيانو پرضد وهڅاوه، عصمت الله خان ازبك هم ډېر ژر پنځوس � شپېته زره قبچاق، د بلخ او سرپول خلك راټول كړل او د بلخ پر حاكم يـې ورودانګل.
د بلخ حاكم (نيازخان) هڅه وكړه دا پاڅون وځپي، خو پوځ يـې مات شو او په دې توګه پاڅون نوره پراختيا هم ومونده. له نادري پوځ څخه كركه دومره ډېره وه چې پاڅون كوونكو به د شاه كاركوونكي، قزلباش او يا هم هغه خراساني خلك چې د حاكم دفاع به يـې كوله، نيول او وژل به يـې. د بلخ حاكم د ارګ د كلا دروازه په ځان پسې وتړله او د نادر مرستو ته په تمه كښېناست، د نادر ځواكونه له پاموړ توپخانې سره بلخ ښار ته راننووتل او د پاڅون كوونكو پر وژنې او ماتونې يـې لاس پورې كړ.
عصمت الله خان ازبك په يوه جګړه كې ووژل شو او د هغه تر مړينې وروسته، دروېشخان او د پاڅون كوونكو نور مشران ونيول شول او ووژل شول.(12)
خپلواكۍ غوښتونكى غورځنګ په وينو كې ډوب شو. محمدكاظم په تاريخ عالـم آراى نادري كې وايي: د نادر يرغلګرو ځواكونو تر بلخ ښار دباندې د بلخ او سنچارك د قبچاقو قبيلو د مړو له سرونو داسې منار جوړ كړ، چې په رښتيا هم ډېر وېروونكى و. نادر د كوچيو قبچاقو قبيلو تر لوټونې وروسته د سانچارك طايفې د (6500) تنو مړو له سرونو يو كله منار جوړ كړ.
د محمدكاظم په وينا: "د سرونو د دې منار لوړوالى پنځلس ګزه او سور (عرض) يـې اووه ګزه وو، چې په هره دوره كې يـې ( څـگرنـګگه چې خپله محمدكاظم شمېرلي) د انسانانو يو سل او اتيا سرونه اوډل شوي وو�"(13)
د نادر په غوښتنه ټولوژنو په خلكو كې، د اطاعت پر ځاى دښمنانه كركه، غوسه او يووالى وروزه.
ډېره موده نه وه اوښتې چې په (1745) م كال په بلخ كې يو بل پاڅون پيل شو، چې د بلخ د والي ورور مشتاق بېګ يـې مشري كوله، د بدخشان حاكم ميرزانباتخان او ارال ميرزاقلخان ازبك هم ورسره يو شوي وو، د نادر پوځونو د سيمې د فيوډالانو په مرسته دا پاڅون وځاپه.(14)
بايد ووايو چې د پاڅونونو كمزورې ډلبندۍ، د يوه داسې مشر نشتوالي چي د خلكو پر ګټه په پرله پسې ډول مبارزه وكړي، په پاڅونونو كې كورنيو تضادونو او د فيوډالانو خيانتونو ټولو په ګډه مخكې له مخكې ددې پاڅونونو برخليك ټاكه.
په دې توګه، د بلخ پاڅون د ماتې لوى لامل د دښمن له خوا د مشاق بېګ په تمه كول، د بدخشان او خان ارال د پاڅون كوونكو ترمنځ د وړ ارتباط نشت، د كندوز د فيوډالانو مخالفتونو د بدخشان او ارال له فيوډالانو سره د هزاره خان ازبك مخالفت، د شاه ځواكونو ته د پاڅون كوونكو د لوړ قشر تسليمېدنې او يو كېدنې د پاڅون ځپل ګړندي كړل، څـگرنـګگه چې مخكې مو يادونه وكړه، ددغو پاڅونونو لوى علت، د فيوډالانو د ګټه اوچتونې تشدد او له خلكو څخه په زوره د مالياتو اخيستل وو، چې په زوره ورڅخه اخيستل كېدل. له پاڅونونو څخه د خلكو موخه د شاه د ظلمونو او د مالياتي ستم كموالى و، په داسې حال كې چې په كرګري پاڅونونو كې د ځينو فيوډالانو ګډون، د نادرشاه له ځمكني سياست څخه د دوى د نارضايتي او د دوى د سياسي نفوذ او اقتصادي وضعې د ښه كولو څرګندوى و. څـگرنـګگه چې په پاڅون كې د دې دوو متضادو ډلو هدفونو توپير درلود، نو د پاڅون لوړ مشر چې د دود په څېر به يـې د پاڅون مشري پرغاړه لرله، له پاڅون كوونكو سره خيانت كاوه، يا به يـې له شاه، يا د هغه له استازو سره جوړ جاړى كاوه.
نادر به د پاڅون كوونكو د لا ځپلو لپاره د پاڅون تر ځپلو وروسته د پاڅون كوونكو پر سيمو ډېر ماليات وضعه كول.
لكه په 1746م (1159هـ. ق) كال چې يـې د بلخ او اندخوى پر خلكو ملاماتوونكي ماليات وټاكل. د محمدكاظم (د درېيم ټوك 368 مخ) په وينا: "څـگرنـګگه چې د واكمن سوچ او خيال له ايرانيانو واوښت او لوټونې او وژنې يـې پيل كړې، نو د (بلخ او جوزجان) پر اويماق قوم يـې دوه زره وټاكل".
"د بلخ او اندخوى اوسېدونكو خپل ټول مالونه خرڅ كړل، يو سل او اويا زره (د شپږو سوو او پنځوسو زرو تبرېزي تومانو انډول) يـې دربار ته وسپاره، څـگرنـګگه چې نور يـې يو دينار هم نه درلود، چې د نادر دربار ته يـې ولېږي، نو اړ شول چې ليريو غرونو ته وتښتي او د نادر د پوځونو له شره خپل ماشومان خوندي كړي"(15)
په 1160هـ � 1747م كال بيا هم د بلخ، جوزجان او كندوز خلكو پاڅون وكړ او د شاه پرضد اوچت شول، ددې پاڅون مشران موسى خواجه ازبك، د كندوز پخوانى حاكم هزاره خان ازبك او استانقل قبچاق وو. هغوى بلخ ونيو او د نادر پوځ يـې دړې وړې كړ.
بهبودخان د نادر د درباري پېښوليكونكي محمدكاظم په ملګرتيا له ماورالنهرڅخه له يو پوځ سره د پاڅون د ځپلو لپاره مامور شو. خو له ماتې پرته يـې بل څه ونه موندل. د بلخ پنځه لس زرو تركانو او تاجكانو په ټينګه دفاع وكړه او دښمن يـې ښار ته پرې نه ښود. بهبودخان له ناچارۍ ميمنې او بادغيس ته مخه كړه. د موسى خواجه ازبك پنځه لس زره كسيز پوځ، دښمن تر سر پول پورې وڅاره او تر هغه وروسته قبچاقو او د تركمن ايرساري قومونو د دښمن څارنه پر غاړه واخيسته او بهبودخان يـې د درنو تلفاتو په وركولو سره د اندخوى له پولو ها خوا وشاړه.(16)
3:- د هرات، بادغيس او غور پاڅونونه:
د عالـم آراى نادري ليكوال كاږي: " د خزانې د مامورينو له خوا د خلكو سپكاوى او له هغوى سره توند چلند ددې سيمې د بېلابېلو قومونو د پاڅون لامل شو. لومړى شاديخان جمشېدي له خپلو شپږو زرو كسانو سره د بلخ او اندخوى پر واكمن ورودانګل او وروسته په هماغه كال كې 1159هـ دروېش عليخان هزاره د بادغيس، هرات، غور، اندخوى، چار او اويماقو قومونو له دېرشو زرو تنو سره پر پاڅون لاس پورې كړ او د بلخ والي ګدايخان او مهديخان دېوان بېګي ته يـې وليكل: "پر دې مهال پاچا د خلكو په مالي ځورونې عادت شوى، ډېر ايرانيان ورڅخه خوابدي شوي، هغه دواړه بايد له موږ سره هملاسي او يو شي". والي او مهديخان د هغه د كسانو پزې او غوږونه پرې كړل او ور ويې لېږل. دروېش عليخان د ګدايخان دې سپكاوي ته په پام سره، له دېرشو زرو اويماق كسانو سره بلخ ته ننووت او لس ورځې يـې د ښار ټول چاپېر دېوالونه په محاصره كې وساتل او د ټولو ډلو مالونه، اسباب او نور توكي يـې تالا او خلك يـې ووژل".(17)
دروېش عليخان به چې په دې بريد كې هرځاى د شاه يا نادر د پلويانو كوم سړى يا كاركوونكى وليد، نو واژه يا به يـې اسيراوه او مالونه به يـې ورڅخه اخيستل. دا پاڅون دومره اوږد شو چې د بلخ والي د پاڅون كوونكو د ځپلو له كبله ځان كمزورى وليد او د نادر دربار ته په شكايت كولو اړ شو. نادرشاه هم محمدرضاخان قرخلو ته چې د سيستان د پاڅون كوونكو تر ځپلو وروسته نوى هرات ته راغلى و، د جمشېدي، چار او اويماقو قومونو د پاڅون د ځپلو دنده وركړه، محمدرضاخان چې ځان يـې د پاڅون كوونكو په وړاندې كمزورى او د ناكامۍ په صورت كې د نادر له سپكاوي سره مخامخ ليده، نو له ناچاريه د هرات د چار او اويماقو قومونو له پاڅون سره يو شو.(18)
نادر د خپل حكومت په وروستيو كلونو كې د خپلې واكمنۍ د بېلابېلو سيمو د مېشتو خلكو د پرله پسې پاڅونونو له كبله خپل اعصاب له لاسه وركړي وو، نو د خپل دولت ټينګښت ته يـې يوه لار ليده، چې هغه ډله ييزې وژنې، د يادګاري كله منارونو جوړول او د هغه د فيوډالي دولت ظلمونه وو.
ميرزا مهدي او محمدكاظم يادونه كوي چې نادرشاه په 1747م كال، كله چې له اصفهانه خراسان ته راستنېده، نو په خپل هر ښار، كلي او كرونده كې به يـې د مړو انسانانو له سرونو يادګاري منارونه جوړول، چې د سيمو د مېشتو خلكو په زړونو كې وېره رامنځته كړي.(19)
د 1749م كال په اوږدو او د 1747 دا په لومړۍ نيمايي كې په منځنۍ اسيا كې د نادر واكمني د خلكو له سخت جوش او خروښ څخه ډكه وه او په قزاقو، ازبكو او قزاقلپاقو خلكو كې د ازادۍ لپاره پاڅون جوړ شو، چې دوى هم په ډېره بېرحمۍ سره وځپل شول. هغو وژنو، لوټونو او ورانيو چې د پاڅون له ځپلو سره به ملې وې، د پاڅون كوونكو سيمو پر اقتصادي وضعې ډېرې بدې اغېزې ښندلې. پاڅون ځپونكو به كرنې او نورو توليدي واحدونو ته سخت زيانونه اړول چې څو نور كلونه به هم د رغېدو نه وو، په دې توګه به توليدي او كرنيز واحدونه د شاه او سيمه ييزو فيوډالانو د سختو مالياتي فشارونو له كبله ډېر كمزوري كېدل او خلك دېته اړ كېدل چې د مالياتو وركولو لپاره خپل كورونه وپلوري. ځكه، مالياتو اخيستونكو به د نادر په لاښوونه پاتې ماليات (تر وروستي ديناره) په زور او شكنجو اخيستل. كه چېرې به داسې نه كېدل، نو په هماغه انډول به ماليات د خزانې له كاركوونكو څخه اخيستل كېدل.(20)
د اتلسمې پېړۍ په پنځمه لسيزه كې د فيوډالي ګټو اوچتونو بېشمېره تشدد، د نادر دولت د سختې اقتصادي پاشلتيا كندې ته ورټېل واهه او د فيوډالې طبقې د سختو طبقاتي او كورنيو تضادونو لامل شو.
4:- د سيستان پاڅون:
د نادر د فيوډالي دولت د ظلمونو پرضد تر ټولو لوى پاڅون د 1746 � 1747م (1159- 1160هـ) كلونو په بهير كې د سيستان پاڅون و، چې د 1746م كال د دوبي په لومړيو كې پيل شو.
ددې پاڅون لامل هم د درنو مالياتو اخيستل وو. د مللك محمود سيستاني زوى فتح عليخان كياني د پاڅون مشري پر غاړه لرله. فتح عليخان چې د كندهار، كابل، خيبر درې او هندوستان په فتحو كې يـې د نادر پر ګټه ستر خدمتونه كړي وو، له هندوستانه په راستنېدو د سيستان پر مشرۍ وټاكل شو.
فتح عليخان د 1158هـ.[د 1745/ 1746م كال په ژمي كې] د نادر له خوا يو ليك ترلاسه كړ چې نادر د هغه په ترڅ كې ورڅخه ډېر ماليات غوښتي وو.
فتح عليخان د مالياتو اخيستونكو په واسطه پر خلكو زور راوړ، چې دا شمېر پوره كړي. خــو دا شمېر د هغه انډول پروړاندې چې شاه غوښتى و، ډېر لږ و، په دې ترڅ كې سلطنتي مالياتو اخيستونكو نادر ته ګزارش وركړ چې فتح عليخان په لوى لاس ډېر ماليات نه راټولول.(21)
حال دا چې خپله مالياتو اخيستونكو ډېره برخه ماليات چې په بېلابېلو ډولونو يـې له خلكو راټول كړي وو، خپلو جېبونو ته اچولي وو. نادر په دې خبرې تر پوهېدو وروسته امر وكړ چې ماليات اخيستونكي دې اعدام كړل شي او تر هغه وروسته يـې سيستان ته نوي كاركوونكي ولېږل او هغوى ته يـې لارښوونه وكړه چې يوځل بيا د يو مليونو تومانو په شا و خوا كې له خلكو ماليات راټول كړي. فتح عليخان ته يې هم ګ واښ وكړ چې په مالياتو ټولونه كې ډېره هڅه وكړي او له مالياتو سره مل دربار ته راشي. فتح عليخان او د سيستان خلكو چې وليدل د دومره مالياتو وركولو توان نه لري، نو پر پاڅون يـې لاس پورې كړ.(22)
په پيل كې ( له ټولو پوړونو) شلو زرو تنو په پاڅون كې ګډون وكړ(23). د سيستان پر خلكو سربېره ډېر بلوڅان هم له پاڅون كوونكو سره مل شول، په دې بهير كې اورېدل كېدل چې د كندهار او كابل خلك هم د پاڅون خيال لري، اوضاع په پيل كې د پاڅون كوونكو له غوښتنو سره سمه مخكې تله او فتح عليخان د نادر يو كاروان چې له هندوستان څخه راته لوټ كړ او تر هغه وروسته يـې پر (بم) يو بريمن بريد وكړ او ويې نيوه. فتح عليخان ددې بري او پاڅون كوونكو د زياتوالي له كبله چې ورسره يو كېدل، په دې سوچ كې شو، چې ځان د سيستان د خپلواك حاكم په توګه اعلان كړي.(24)
نو خپل ليكونه يـې فراه، فيروزكوه او نورو ګاونډيو سيمو ته ولېږل او هغوى يـې له مالياتو اخيستونكو څخه سرغړونې ته راوبلل.(25)
هغه دېرش كسيز پوځ چې د نادر له خوا د پاڅگون كوونكو د ځپلو لپاره لېږل شوى و، د پاڅون كوونكو له خوا دړې وړې شو، د پاڅون توندوالي نادر دېته اړ وېست چې سيستان ته نوي ځواكونه ولېږي. د 1746م كال په مني (خزان) كې محمدرضاخان د نادر د پوځ په ملتيا پاڅون كوونكو ته سخته ماتې وركړه او فتح عليخان يـې هم په اسارت ونيو.(26)
د نادر د دربار پېښليكوال محمدكاظم د پاڅون كوونكو ماتې د فتح عليخان او د پاڅون كوونكو د يو بل ځواكمن او زړور مشر ميرسيف الدين ترمنځ د نظر اختلاف ګڼـي، چې اخر په پاڅون كې د دواړو رقيبو مشرانو پر مړينې پايته ورسېد. هغه ليكي: تر هغه مهاله چې د جګړو برى د پاڅون كوونكو و، فتح عليخان له خپلې يوې ډلې سره د فراه په ډګر كې له جګړې لاس واخيست او سيستان ته روان شو.
ميرسيف الدين په داسې حال كې چې د پاڅون كوونكو ځواك كمزورى شوى و، د نادر له ځواكونو سره خپلې مبارزې ته دوام وركړ او په دې توګه د جګړې په ډګر كې په مېړانه ومړ. پاڅون كوونكو چې خپل مشر يـې له لاسه وركړى و، له مقاومته لاس واخيست او سره بېل شول.
دې پېښې د نادر ځواكونو ته وخت وركړ چې نامنظمو پاڅون كوونكو ته سخت ګوزارونه وركړي او فتح عليخان ونيسي.(27)
فتح عليخان د 1746م كال په اكتوبر مياشت كې نادر ته ولېږل شو او د نادر په امر يـې سترګې وايستل شوې.(28)
خو پر پاڅون كوونكو د محمدرضا برى بشپړ شوى نه و، ځكه ډېر هغه بلوڅ او سيستاني پاڅون كوونكي چې ژوندي پاتې وو، د فتح عليخان د يوه فرمان وركوونكي ميركوچك تر مشرۍ لاندې راغلل او ميركوچك هم هغوى د (خواجه غره) كوه خواجه، لرغونې ګارې "درز" پر لوري چې يوه پياوړې ګاره او د هامون د لويديځ د پاى په لوړه څوكه كې وه، وبلل.(29)
نادر سم له لاسه خپل وراره علي قليخان او طهماسب خان جلاير ته د پاڅون كوونكو او تر ټولو لومړى د ميركوچك د ځپلو دنده وركړه.
خو د خلكو ځپل او اېلول ناشونى كار و، هغو خلكو چې د ملاماتوونكو باجونو او خراجونو له كبله نېستمن شوي وو، د نادر د لېږل شويو پوځونو پرضد سخت مقاومت وكړ. پاڅون كوونكو اعلان وكړ چې د شاه د پوځونو په واسطه تر نيول كېدو مړينې ته ترجيح وركوي.
د شاه د پوځونو په رانژدې كېدو سره خلكو خپل خواړه او نور توكي په خاورو كې پټول او خپله هم د خواجه نومي غره په لويو ګارو يا نيزارونو كې پټېدل.
په دې توګه به پاڅون نوره پراختيا او ځواك هم مونده.(30)
محمدكاظم ليكي: كله چې علي قليخان د پاڅون د ځپلو لپاره سيستان ته راغى، نو د ورانۍ له وحشتناكې منظرې، تشو كليو او خالي ښار سره مخامخ شو.(31)
هماغه مهال هره ورځ د نادر د وژنو، بېرحميو او وحشتناكو هڅو خبرونه اورېدل كېدل، د ځينو افشاري خانانو او د شاه د ځينو خپلوانو لكه: (امام قليخان، محمدعليخان، قاسمخان افشار او نورو�) د ړندولو او وژلو خبرونه هم اورېدل كېدل.(32)
د (دولت نادر شاه افشار) كتاب ليكوالان ادعا لري چې د سيستان ځينو اوسېدونكو له پاڅون كوونكو سره خيانت وكړ، له علي قليخان سره يـې د زرو تنو پاڅون كوونكو د نيولو او د بري ګټلو په برخه كې مرسته وكړه. خو په وروستيو ټولو جګړو كې د علي قليخان پوځونو ماتې وخوړه او ځينې پوځيان يـې د پاڅون كوونكو خوا ته وتښتېدل.(33)
پر همدې مهال خبر راغى چې نادرشاه د علي قليخان د ورور ابراهيمخان ټول مالونه لېږدولي او امر يـې كړى چې علي قليخان دې د ماتې په بدل كې سل زره تومانه او طهماسب قليخان جلاير دې هم د شاه خزانې ته پنځوس زره تومانه وركړي.
علي قليخان ددې فرمان تر موندو وروسته پوهېده، چې د پاڅون ځپل او د سيستان له خلكو په دې كچ د مالياتو اخيستنه يو ناشونى كار دى، نو له دې كبله له پاڅون كوونكو سره يو شو. ډېرو خلكو چې د شاه د پوځونو او د مالياتو اخيستونكو له وېرې غرونو، نيزارونو او سمڅو ته پناه وړې وه، بېرته خپلو پخوانيو استوګنځيو ته راستانه شول.(34)
خو طهماسب خان، سره له دې چې د پنځوسو زرو تومانو مالياتو (جريمې) په وركولو موظف شوى و، بيا هم نادر ته وفادار پاتې شو او په دې هڅه كې شو چې علي قليخان د سيستان له پاڅون كوونكو سره له يووالي راوګرځوي، څـگرنـګگه چې علي قليخان د هغه له لارښوونې سرغړونه وكړه، نو طهماسب هم د هغه په اړه د نادر له خوا د اعدام صادر شوى فرمان وروښود. علي قليخان هم طهماسب ته د نادر په لاسليك د وژلو فرمان وښود، كه څه هم طهماسب د دې فرمان په كتو يو څه اغېزمن (متاْثر) شو، خو بيا هم نادر ته وفادار ملګرى پاتې شو.
د نادر پرضد د علي قليخان لومړنى اقدام دا و چې له خپل ځواكمن حريف ميركوچك سره يـې روغه وكړه او د نادر پرضد هغې وېرې چې د نادر له لوري هره خوا خپره شوې وه، د سيستان، بلوچستان، هرات، بادغيس، بلخ، اندخوى، ننګرهار، كابل او نورو سيمو قومونه پاڅون او ښوگرښ ته وهڅول.(35)
كله چې په خراسان كې د علي قليخان د پاڅون خبر خپور شو، نو د هرځاى د استازو او فيوډالانو ليكونه ورته سيستان ته راتلل او د هغه له پاڅون سره يـې د يووالي چمتووالى ښوده، علي قليخان ورو � ورو د نادر د تخت او تاج د نيولو په سوچ كې شو، علي قليخان د (1747)م كال د اپرېل په شپږمه [1160هـ كال د ربېع الثاني په 15 مه] له ډېرو ځواكونو سره له سيستانه هرات ته راغى. د هغه ځاى ډېر قبايلي مشران ورته راغلل او خپل ملاتړ او د مرستو ژمنې يـې ورته اعلان كړې، دلته طهماسب خان يو ځل بيا هڅه وكړه چې د نادر پرضد علي قليخان له هر اقدامه راوګرځوي. خو علي قليخان نه يوازې د هغه لارښوونو ته غوږ ونه نيوه، بلكې هغه ته يـې زهر وركړل او ويې واژه.(36)
د روسيې سفير شازاده م.م ګليتسين د 1747م كال د اپرېل په 13 مه نېټه له رشت ايالت څخه ګزارش وركړ چې: "د ايرانيانو د بې كچې خوارۍ له كبله نوموړي پاڅونونه هرځاى خپاره شوي، چې وجه يـې د شاه بېسارې لوټونې او ستم دى، ټول ايران له حتمي زوال سره مخ دى، لكه څنګه چې خپله ايرانيان په يوه خوله او غوڅ ډول وايي: په ايران كې يوازې خراسان ايالت تر نورو يوڅه هوسا دى، خو اوس هغه ځاى هم له داسې وضعې سره مخامخ دى، چې يووخت يـې د سيستان د پاڅون په بهير كې ونه شول كولاى د شاه پوځيانو ته ډوډۍ وركړي؛ نور ولايتونه هم د پلازمېنې په ګډون له ورانۍ سره مخ دي، هغه كلي چـې له روسيې هېواد څخه يې نيولي، لكه څنګه چې ما په خپل سفر كې وليدل ټول وران شوي، يو سم كلى هم نه پيدا كېـږي. ټول اوسېدونكي يـې تښتېدلي دي� خو د سيستان په اړه ټول وايي چې خلك يـې ډېر ځواكمن شوي دي، ځكه كه هغوى دومره خطرناك نه واى، شاه به هم دومره كارونه شا ته نه غورځول. د شاه د ځواكونو په اړه هم په زغرده ويل كېـږي، چې ډېر خلك يـې تر پخوا ساړه شوي او له بېلابېلو وحشتونو څخه ستړي شوي دي او هر وخت پر تېښته لاس پورې كوي".(37)
د سيستان پاڅونونه په سيستان پورې محدود پاتې نه شول، كرمان ښار هم د خپلو كليو په ګډون د سيستان په پلوي د 1746م كال په دوبي كې له اطاعت څخه سرغړونه وكړه او د روسي كونسل (باكونين) په وينا: "د هغه ځاى مشران او فرمان وركوونكي شاه ته نه ورځي او اعلان يـې كړى چې شاه ته له خدمت كولو خوشحاله دي، خو د حساب لپاره به شاه ته ورنه شي.ځكه هرڅوك چې ورشي سترګې يـې اېستل كېگږي او ړندوي يې�
دوى هم دا غوره ګڼـي چې په كرمان كې پاتې شي، په عزت سره مړه شي، خو د شاه په دربار كې شكنجه، ړانده يا خفه نه شي".(38)
د نادرشاه طبيب "بازين" په كرمان كې يو هرم وليد چې له پرې كړو سرونو جوړ شوى و، د (دولت نادرشاه افشار) ليكوالانو د هغه مهال يو رښتينى ګزارش نقل كړى: " د مارچ په څوارلسمه په كرمان كې دېرش تنه او په هغوى كې څلور خانان، درې سلطانه او يو چاوشباشي ووژل شول او دوولس تنه هم له سترګو محروم شول.
دا كار هره ورځ له استثناء پرته تكرارېږي. هغه پر هېچا، هېڅ مقام آن خپلو پوځيانو هم رحم نه كوي، بلكې له ټولو سره همدغه چلند كوي، په كرمان كې د څلورو خښتو په اندازه د سپينږيرو له سرونو يو منار جوړ شوى، ځكه چې د سرونو وېښتان يې سپين دي� هره ورځ د خلكو سترګې ايستل كېـږي او خلك وژل كېـږي".(39)
په دې توګه نادر غوښتل د بېشمېرو وژنو او د پاڅون كوونكو په سيمو كې د سرونو د منارونو په جوړولو، پر سلو برخو وېشل شوي هېواد كې چې له اقتصادي زوال سره هم مخامخ و، خپل حاكميت وساتي.
د فيوډالي ستم پرضد د استثمار شويو كسانو مبارزې چې ځينې به د كروندګرو په ځواكمنو پاڅونونو او ځينې به د ښار په نېستمنو كې منعكسېدلې، په رښتيا چې د نادر د فيوډالي استبداد له منځه وړلو ته د اصلي هڅو رښتينى لامل و.
د اتلسمې ميلادي پېړۍ په پنځمه لسيزه كې د نادرشاه ټوله واكمني د فيوډالي بېلتونپالو او آزاديپالو د پاڅونونو او ښورښونو په اور سوځېده، دا پاڅونونه په افغانستان، منځنۍ اسيا او ارمنستان پورې محدود نه وو. بلكې د ايران په ټولو ايالتونو لكه كرمان، فارس، اصفهان، شېراز، ګېلان، خوى او نورو كې د استبداد او د نادري سياست ضد پاڅونونه چې د مالياتي ستم پرخلاف او له كروندګرو د ناسمې ګټې اخيستنې له كبله وو، ورځ په ورځ زياتېدل؛ اخر د خلكو پرله پسې سرغړونو اوپاڅونونو د نادر دولت له زوال او سقوط سره مخامخ كړ. څـگرنـګگه چې كله نادر د سيستان او خبوشان (قوچاق) د پاڅونونو د ځپلو لپاره روان و، نو خپل حرمسراى او خزانه يـې كلات ته ولېږله او د قوچان په دوه فرسنګۍ فتح آباد كې يـې پوځ تم كړ او څو ورځې يـې زيــن كــړى اس لـه ځان ســــره وساتــه، چـې د تېښتې پر وخت ورڅخه كار واخلي، آن يو ځل يـې كلات ته د تېښتې هڅه هم وكړه، خو يوې ډلې سرتېرو پرې نه ښود او ډاډ يـې وركړ چې د ژوند ترپايه به يـې خدمت وكړي. سربېره پردې يـې د ځان پرضد يوه توطيه كشف كړه، سبا ته يـې تصميم ونيو، توطيه كوونكيو ته چې له خپلو خپلوانو څخه يـې وو سزا وركړي، خو توطيه كوونكي هماغه شپه د نادر له هوډه خبر شول. نو د نادر خېمې ته ورننوتل اونادر يې وواژه( 1747م كال د جون نهمه [د1160هـ. ق كال د جمادي الاخر 11 مه].(40)
د نادر په مړينې سره د هغه دولت هم دړې وړې شو او پوځي مشران د نادر په هره پراخه سيمه او قلمرو كې حكومتونو ته ورسېدل.


د درېيم څپركي سرچينې:

1. محمدكاظم: نامهْ عالـم آراى نادري، درېيم ټوك، 226 � 233مخونه.
2. هماغه اثر: 234مخ.
3. // 236مخ.
4. // 237مخ.
5. // 238مخ.
6. // 240 مخ.
7. // 242مخ.
8. // 244مخ.
9. // 245مخ.
10. // 246 مخ.
11. // 292مخ.
12. // 204 مخ.
13. // 208 مخ.
14. // درېيم ټوك، 170- 172 مخونه.
15. // // هماغه مخ او 368 مخ.
16. // درېيم ټوك، 418 � 422 مخونه.
17. // درېيم ټوك،369 مخ.
18. � 19.// 485 مخ. ميرزا مهديخان: جهانكشاى نادري، 425- 426 مخونه.
20. دولت نادرشاه افشار: 111- 292 مخونه.
21. لكهارت: نادرشاه، 315 � 316 مخونه.
22. دولت نادرشاه: 206 مخ. نامه عالـم آراى نادري: 488مخ.
23. دولت نادرشاه افشار:206 مخ.
24. لكهارت: نادرشاه، 316 مخ.
25. محمدكاظم: نامه عالـم آراى نادري، درېيم ټوك، 488 � 489 مخونه.
26. دولت نادرشاه افشار: 207 مخ.
27. محمدكاظم: درېيم ټوك، 489 مخ.
28. دولت نادرشاه افشار: 207 مخ. لكهارت: نادرشاه، 321 مخ.
29. لكهارت: نادرشاه، 321 مخ.
30. دولت نادرشاه افشار: 207 مخ.
31. محمدكاظم: نامه عالـم آراى نادري، درېيم ټوك، 502 مخ. دولت نادرشاه افشار 166مخ.
32. لكهارت: نادرشاه، 322 � 323 مخونه.
33. دولت نادرشاه افشار: 216 مخ.
34. // 207 مخ. لكهارت: 323 مخ.
35. لكهارت: نادرشاه، 323 مخ.
36. دولت نادرشاه افشار: 307 مخ. لكهارت: نادرشاه، 323 � 324 مخونه.
37. دولت نادرشاه افشار: 208 مخ.
38. هماغه اثر: 309 مخ.
39. // 209 مخ.
40. لكهارت: نادرشاه، تر 355 مخ وروسته.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery