مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دويم څپركى

د ميرويس نيكه په مشرۍ د كندهار پاڅون (۱۱۲۱هـ ق_ ۱۷۰۹م)

د كندهار پر نيولو لانجه:
كندهار د افغانستان په جنوب لوېديځ كې له هغو شنو سيمو څخه ده، چې انګرېز ختيځپوه لسترنج يې په باب ليكي: �په منځنيو پېړيو كې يې مركز (پنجوايي) وه، چې د ارغنداب او ترنك رودونو ترمنځ پرته ده. د منځنيو پېړيو په اسلامي سرچينو كې كندهار الرخج (معرب: يوناني اراكوزيا، پهلوي: الرخوت او پاړسي: الرخذ) نومول شوى، چې وروسته په كندهار نومول شوى دى.(۱)
بابر په ۱۵۲۰م كال پر هند تر لښكركښۍ وړاندې كندهار د ارغوني د وروڼو له منګولو وژغوره. ۲
او خپل زوى كامران ميرزا يې د حكومت د مشر په توګه وټاكه، خو ډېر وخت لا تېر نه و، چې په ۱۵۲۰م كال سام ميرزا صفوي د كندهار د نيولو لپاره لښكر تيار كړ او دا ښار يې كلابند كړ.
خو كامران ميرزا د سام ميرزا په وړاندې مقاومت وكړ، چې د سام ميرزا كلابندي يې ماته كړه او سام ميرزا شاتګ ته اړ شو، چې سيستان ته لاړ او له هغه ځايه هرات ته واوښت.(۳)
همايون د هغه زوى يې او د بابر ځايناستي په ۱۵۴۴م كال د صفوي دولت د مرستې په بدل كې ايران دولت ته پرېښود، چې له افغان سوريانو څخه د ډيلي سلطنت ازاد كړي، ځكه همايون په ۱۵۴۰م كال د شېرشاه سوري له خوا په هند كې ماتې وخوړله او د ډيلي سلطنت افغان سوريانو ته پاتې شو.
همايون د صفوي دولت د مرستې راجلبولو لپاره ايران ته مخه كړه اود هغه مرسته يې ترلاسه كړه، كندهار يې بيا ايراني دولت ته په واك كې وركړ.(۴)
صفوي پوځ د شهزاده مراد په مشرۍ كندهار ونيو، خو شهزاده تر يوه كال وروسته په كندهار كې ومړ او كندهار بيرم خان ته وسپارل شو، چې ايراني پوځ ته رخصت وركړل شو (۱۵۴۵) خو د نيولو او تصرف هيله هېڅكله هم د صفوي دولت له زړه څخه ونه وتله، له دې كبله يې يو ځل د هغه د نيولو لپاره لښكر تيار كړ.
لومړي شاه طهماسب په ۱۵۵۶م_ ۹۴۶ق كندهار د هند له بابريانو څخه ونيو، خو د هند اكبر پاچا هغه بېرته له ايران څخه ونيو. لومړي شاه عباس په ۱۶۲۲م_ ۱۰۳۲ق دغه ولايت د هند له امپراتور جهانګير څخه ونيو، خو جهانګير ۱۶ كاله وروسته (۱۶۳۸م كال) بيا دا ځاى ونيو، په ۱۶۴۸م_ ۱۰۵۸ق كال كې دويم شاه عباس له پنځوسو زرو سرتېرو سره يوځاى دا ولايت ونيو، چې بست او زمينداور هم په كې راته.
شاه صفوي لس زره كسيز پوځ د مهراب خان تر مشرۍ لاندې كندهار ته پرېښود، په خپله د فراه له لارې هرات بيا مشهد او بيا اصفهان ته ستون شو، تر ۶۰ كلونو پورې (۱۷۰۹م_ ۱۱۲۱ق) د ايراني صفويانو په لاس كې پاتې شو، چې د هند نورو شاهانو لاسرسي نه ورباندې لرله.(۵)
د دې پېښو په بهير كې اورنګزېب چې د افغانستان د دفاع مسوول او په ملتان كې مېشت و، پر وخت ونه شو كړاى د كندهار دفاع وكړي، يو كال وروسته له اويا زره كسيز پوځ سره يوځاى د كابل_ غزني له لارې كندهار ته ورسېد، چې شاه جهان هم كابل ته راغى.
دغو بهرنيو اله ګولو د خلكو كرنې ته دومره زيان واړاوه، چې نه يې شول كولاى ان د پوځ لپاره هم خواړه برابر كړي. نو پر هندي پوځ ډېره قحطي راغله، له كابله تر كندهاره يو من غله او بوس په دوو روپيو هم نه پيدا كېده، هغه وخت دوې روپۍ ډېرې وې.
مهراب خان په ټينګه د ښار دفاع كوله، نو ځكه د ښار محاصره څلور مياشتې وغزېده، ژمى رانژدې كېده، چې په دښتو كې به واښه نه پيدا كېدل، شاه جهان چې دې حالت ته وكتل، له كابله هند ته لاړ او پر اورنګزېب يې هم امر وكړ چې ملتان ته لاړ شي.
په ۱۶۵۰م كال يو ځل بيا د هند امپراتور شاه جهان يو شپېته زره كسيز پوځ له ۴۰ توپونو او ۱۰ جنګي فيلانو سره د خپل زوى اورنګزېب تر مشرۍ لاندې له ملتان او سند څخه كندهار ته ولېږه، چې په خپله كابل ته راغى. دوې مياشتې او اته ورځې دا جګړه روانه وه. خو كندهار يې ونه شو نيولاى، ژمى و چې شاه جهان له كابل او اورنګزېب له كندهاره هند ته ستانه شول. په ۱۶۵۱م كال د اورنګزېب پر ځاى د هغه سيال شهزاده داراشكوه د كندهار په نيولو وګمارل شو. هغه د ۷۰ سرتېرو، ۷۰ زره سپاره او پليو كسانو، ۱۰ زره ټوپكوالو، ۶زره بېل لرونكو، ۵۰۰ سقاو، ۳ زره اوښانو، ۶۰۰ فيلانو، ۴ زره بانونو (هوايي اورنيو غشيو) ۵۰۰۰منه باروتو، ۵۰۰ منه سرپو، ۵۴ كوچنيو توپونو او ۳۰ زره توپونو سره كندهار كلابند كړ.
كندهاريانو نوماند صفوي افسر مهراب په زړورتيا سره دفاع كوله، دې حملې او دفاع پنځه مياشتې وخت ونيو، خو برى د شاه جهان په برخه نه شو، ځكه هغه له وړاندې د كندهار د كلابندۍ لپاره اته سوه زره روپۍ لګولې وې، چې اخر د هند دولت د كندهار له نيولو نهيلى شو. د داراشكوه پوځ هند ته ستون شو، تر هغه وروسته له كوم تړون پرته د ايران په صفوي دولت كې ورګډ شو، په دې توګه د هېواد وېش نور هم شونى شو.(۶)

د ګاونډيانو تفرقه اچوونكى سياست:
كله چې د ايران او هند دولتونه په سياسي پروګرام كې د كندهار د نيولو پلان هم ځاى شو، ايراني صفويان او مغولي امپراتور د كندهار د نيولو لپاره په خپلو كې سره كښېوتل، شاه جهان او عالمګير څو ځله پر كندهار لښكرې ورخوشې كړې، هر يوه هڅه كوله چې د كندهار ځايي مشران د خپل دولت ملاتړي كړي.
پوهاند حبيبي ليكي چې له ډيلي دربار څخه د خضرخان ابدالي زوى شېرخان سدوزي ته د شهزاده لقب وركړل شوى و. حال دا چې صفوي دربار هم دى په (ميرزا- شهزاده) سره پېژاند.
شېرخان په ۱۱۰۵هـ _ ۱۶۹۳م كال د كندهار له صفوي واكمن (محمد زمان خان) سره ونښت، چې صفوي پوځ ته يې په كوږك دره كې ماتې وركړه. دغه راز يې خپل كورنى سيال د مغدود (مودود) زوى حسين خان هم مغلوب او ملتان ته په كډوالۍ اړ ايست. په ملتان كې د هند د مغول امپراتور عالمګير له خوا ورته بل ځايناستى ورغى. حسين خان په ۱۰۶۹هـ_ ۱۶۵۹م كال د هند په رنګپور كې له نړۍ سترګې پټې كړې، چې اولاده يې شجاع خان د احمدشاه بابا او شريف خان د تېمورشاه په پېر كې دغه راز مظفرخان ركن الدوله د ډېر وخت لپاره د ملتان د ناظمانو په توګه وټاكل شول. تر شېرخان وروسته د هغه زوى سرمست خان وروسته بيا د هغه زوى دولت خان (د احمدشاه بابا نيكه) د كندهار د پولو د ساتونكو په توګه پېژندل كېدل.
دولت خان ابدالي چې دا مهال لږ څه ځواكمن شوى و، د هر دولت د پام وړ وګرځېد، دواړ دولتونو د كندهار ساتنې لپاره د دولت خان مرستې ته اړتيا لرله.
دويم صفوي شاه عباس په خپل يوه ليك كې (د ۱۰۵۹ق_ ۱۶۴۹م په پيل كې) دولت خان ته ليكلي وو، هغه يې د كندهار د كلا كوټوال او ايالت پناه نومولى و. ژمنه يې ورسره كړې وه چې د ايران او هند تر ټولو ستر ولايتونه به ورسپاري.(۷)
په دې توګه به يې افغان قومي مشران په ډاليو او سوغاتونو راخپلول، يا به يې د مقام او واك له مخې وركولې. لكه څنګه چې سلطان محمد خالص (د تاريخ سلطاني خاوند) د هند د امپراتور اورنګزېب منشور د سلطان ملخي توخي په كورنۍ كې مطالعه كړې او دا هغه كورنۍ وه چې له كلات څخه تر غزني پورې د سيمې خانان او د ارغسان ابدالي خانان هم د ايران دولت له خوا ونازول شول، د تاريخ سلطاني د څرګندونو له مخې، حسين خان ابدالي د (ده شيخ- ارغسان) په مورچه كې ځينې ابداليان د ايران صفوي دولت پلويان وو، له همدې كبله صفوي دولت ورته يو اس له ټولو سامانونو سره ډالۍ كړ او (شهزاده) يې ونوماوه.(۸)
څرنګه چې د هغه او د ايران دولتونو د كندهار د نيولو لپاره د افغاني قبايلو مرستې ته اړتيا لرله، له شك پرته چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره يې د افغاني قبايلو مشرانو ته رشوت، ډالۍ او سوغاتونه وركول. ځانونو ته يې رانژدې كول، بيا به يې لښكرې ايستلې.
كله چې به يو هېواد بريالى كېده، نو دغه قبايلي مشران به يې ډېر نازول، افغان ولس به يې په همدې افغاني قبايلي مشرانو ټكول، ان چې له خپلې خاورې به يې شړل. دې كار د افغان قومونو ترمنځ قومي دښمني راپيدا كړه.
له بده مرغه د افغاني قبايلو مشرانو چې ايران هر وخت نازولي، هر وخت يې تېشه پر خپله ريښه وهلې او خپل كلى- چم يې سوځلى دى.
كله چې دولت خان سدوزي وكړاى شول تر غزني او سليمان غرونو پورې خپله واكمني پراخه كړي، يو پلو د كندهار له صفوي واكمن سره په مخالفت بوخت شو او د خپلواكۍ اعلان يې وكړ، بل پلو حيات سلطان د خپل تره زوى دومره تر فشار لاندې ونيو، چې اړ يې كړ له ټولو ميراثي او پاتې شوي جايداد څخه سترګې پټې كړي او له خپل ورور لښكرخان (شپږ زره ابدالي كورنۍ سره يوځاى) ملتان ته ستون شو.(۹)
له شك پرته كه د حيات سلطان، د هغه د پلويانو او دولت خان سدوزي ترمنځ يې د ګډ ژوند فضا لږه خړه پړه نه واى، نو حيات سلطان او د تره زوى ته به يې ډېر امتياز په پام كې نيول كېده، چې كورنى يووالى به يې هم ساتل كېده. رښتيا هم چې د دولت خان سدوزي قدرت زيات و. غدار ګرګين نه شواى كولاى چې هغه ژر له منځه يوسي، چې تر هغه وروسته ټول قومونه د هغه له پلرني ټاټوبي څخه وشړي.
دولت خان سدوزي به ښايي د خپلو كورنيو سيالانو اجباري شړل ځان ته يو برى ګاڼه، پر خپل واك او بري خوښ و، چې د صفوي بېګلربېګي يې يوازې د كندهار په كلا پورې راايساره كړې وه. كله چې صفوي دربار د دولت خان په وړاندې د دوى د واكمن محمد زمانخان د واك له كمزوري كېدو خبر شول، نو زمان خان يې له كندهاره ليرې او پرځاى يې يو بل سختګير او ظالم واكمن عبدالله خان كرجي د كندهار د والي په توګه وټاكه. هغه مهال چې عبدالله خان كندهار ته ننوت (۱۶۹۸م_ ۱۱۱۰ق) نو د يرغل لاسونه يې وغزول، چې خلك ډېر په تنګ شول. خلكو ترې صفوي دربار ته شكايت وكړ، په دربار كې د عبدالله خان پلويانو شكايت كوونكي شكمن كسان وګڼل او د علاج لار يې بنده كړه. دا ګيله من خلك د اورنګزېب دويم زوى شاه عالم ته ورغلل، نوموړى هغه مهال د كابل واكمن و. خو د اورنګزېب زوى هم د خلكو غوښتنه ونه منله، اخر په ۱۷۰۳م كال پر كندهار د بلوڅانو يرغل ته زمينه برابره شوه. خو تر دې يرغل وړاندې د خان ابدالي دولت چې ښار صفا يې مركز و، د صفوي واكمنۍ په وړاندې پاڅون كړى و، چې والي يې په وېره كې اچولى و.
څرنګه چې موضوع شاه سلطان حسين ته ورسېده، نو ده ته هم يو خونړى او ظالم قوماندان ګرګين ورپه ياد شو، چې په ۱۶۹۹م كال يې د بلوڅانو پاڅون او پر كرمان يرغل شنډ كړى و. پر دې بنسټ ګرګين ته امر شوى و، چې له وړ ځواك سره يوځاى د كندهار پر لوري حركت وكړي. د ۱۷۰۴م_۱۱۱۶ق كال په مې مياشت كې ګرګين له خپلو پوځيانو سره له كرمانه د كندهار پر لوري حركت وكړ، چې تر اوو اوونيو وروسته كندهار ته راغى(۱۷۰۴ جون).
ګرګين- پاڅون شاته وتمباوه او په كندهار كې يې امن واكن كړ. اوس نو ګرګين په كندهار كې د خپل پايښت لپاره دوه عمده كارونه په مخكې لرل، يو د ابدالي قبيلې رئيس دولت خان سدوزي كمزورى كول، ځكه چې د بېګلربېګي په توګه يې قناعت نه كاوه او دويم كار د ميرويس خان برمته كول او له منځه وړل و، چې تر ټولو نفوذ لرونكى قومي شخصيت و. د لكهارت په وينا پنځوس زره غلجي كورنۍ پسې ولاړې وې.
ګرګين د خپلې لومړۍ موخې د عملي كولو لپاره، ميرويس خان ته د دوستۍ لاس وغزاوه او د كندهار كلانتري يې وروسپارله. ميرويس خان چې يو دراك او د غور خاوند شخصيت و، دا يې غوره وګڼله چې ګرګين ته نژدې وي�د ګرګين په وړاندې به يې اطاعت او همكاري ښووله. ګرګين به هم دى د هغه د شور لرونكي فطرت او ډېر نفوذ له كبله يو خطرناك كس ګاڼه�.(۱۰)
په هر حال، ګرګين چې يو دوكه مار او دوه مخى سړى و، د دولت خان سدوزي تر له منځه وړلو وړاندې يې د ميرويس خان په وړاندې خپل هر ډول پټ نيت پټ كړ، هڅه يې دا وه چې د دولت خان دولت او قبيله ړنګه كړي. په دې برخه كې يې بېلابېلې لارې وكارولې. هغو كسانو يې مرسته وكړه چې په ابدالي قبيله كې ځينو كسانو ورسره مرسته كړې وه چې دولت خان ونيسي. له بده مرغه چې دا ناپوه سيالان (عزت خان او اتل خان سدوزي) نه پوهېدل چې د دولت خان تر له منځه تلو وروسته د ګرګين په لاس د دوى د له منځه تلو وار هم رارسېږي، دوى د يوې تورې شپې په نيمايي كې ګرګين د هغه له خونړي پوځ سره يوځاى په ښارصفا كې د دولت خان كلا ته (د كندهار په ۳۰ ميلۍ كې) راوست.
د ګرګين پوځيانو كلا محاصره كړه، دروازه يې ورماته او دننه شول. دولت خان چې يو زړور انسان و، د تېښتې پر ځاى د ګرګين مخې ته ورغى. ګرګين هغه له ځنډ پرته وواژه. بيا يې د هغه زوى نظر محمد خان هم له منځه يووړ. كله چې كلا لوټل كېده دوو نورو زامنو يې رستم خان او محمد زمان له تيارې څخه په استفادې سره وتښتېدل او په ارغسان كې يې خپلو قوميانو ته ځانونه ورسول.
د ارغسان ابداليان چې له دې پېښې خبر شول، وسلوال شول او له ګرګين څخه د غچ اخيستلو په نيت راووتل. ګرګين ووېرېد او روغه يې وكړه، د دولت خان يو زوى رستم يې د قبيلې د رئيس په توګه په رسميت وپېژاند او د دې لپاره چې له ابدالي قبيلې كوم خطر ورته متوجه نه وي، د رستم خان ورور محمد زمان يې د يرغمل په توګه له ځان سره دربار ته يووړ او كرمان ته يې ولېږه، چې د يرغمل په توګه تر څارنې لاندې وي.
څلور كاله وروسته ګرګين په يوه چل رستم خان ځان ته وغوښت،لومړى يې زندان ته وسپاره، بيا يې وواژه. په عين حال كې د ابداليانو پاتې خلك يې تر فشار لاندې ونيول، ويې لوټل او خپل پوځ ته يې وسپارل. بيا يې د كندهار په جنوب كې د شورابك يا بكوا وچو او بې اوبو دښتو او ځينې يې هرات او ځينې يې كرمان ته تبعيد كړل (۱۱۱۹ق_ ۱۷۰۷م).(۱۱)
ګرګين د ابداليانو حاصل وركوونكې ځمكې د غلجيانو پر مشرانو ووېشلې او په دې توګه يې د افغاني قبايلو ترمنځ د نفاق او دښمنۍ اور بل كړ.
د لكهارت په وينا، ابداليان چې د اتلسمې پېړۍ په پيل كې (د صفوي دولت پرضد د ابداليانو د پاڅون پر مهال، په هرات او فراه كې اوسېدل، شمېر يې تر ۶۰ زرو كورنيو رسېده).
لكهارت يادونه كوي: �غلجيانو د لومړي ځل لپاره د لومړي شاه عباس د پاچايۍ پر مهال (د اوولسمې پېړۍ په نيمايي كې) اهميت پيدا كړ. وروسته تر دې چې ابداليان د غلجيانو د فشار له كبله (او د صفوي دولت د تفرقه اچونې له كبله) له كندهاره هرات ته شاته شول. دويمې قبيلې (غلجيانو) په كندهار او زمينداور كې ډېر زور پيدا كړ، ځكه چې غلجيانو پر سني مذهب ايمان درلود، نو پر كندهار يې د ايرانيانو واكمنۍ ته په پردۍ سترګه كتل، چې وجه يې د لومړي شاه عباس چلند و.(۱۲)
د (تفرقه واچوه او خلكو ته تمه وركړه) سياست يوځل بيا په كندهار كې راژوندى شو، چې نادر افشار كندهار تر يوولس مياشتنۍ محاصرې وروسته په ۱۷۳۸م كال ونيو. څرنګه چې د هرات او فراه ابداليانو په ايران او شا و خوا سيمو كې د نادر افشار په ګټه تورې وهلې وې، نادر افشار هم د ابداليانو او نورو افغاني مشرانو د خپلولو په موخه چې د كندهار په نيولو كې يې مرسته كړې وه، مازندران، خراسان، بخارا، بلخ او نورو سيمو ته د هوتكي سلطنتي كورنۍ او نوموتو اشخاصو تر شړلو وروسته يې امر وكړ چې د نيشاپور، ايران او هرات ټول ابداليان دې كندهار ته ستانه شي او د غلجيو خانانو ځمكې دې راخپلې كړې (دا ځمكې وړاندې د صفوي دولت له خوا د دې قبيلې خانانو ته وركړل شوې وې).(۱۳)
طبعاً د نادر افشار دا اقدام ابدالي قبيلې ته يوه پېرزوينه او له ده څخه ملاتړ و، چې د كندهار نيول يې اسان كړل، كنه نادر د يوې افغاني قبيلې پروا هم نه درلوده. يوازېنى شى چې ورته ارزښتمن و، هغه پر سيمو د ده واكنمي او پر هندوستان د لښكركښۍ لپاره د ځواكونو برابرول وو.

د پاڅون لپاره زمينه:
د صفوي دولت له خوا د كندهار تر دايمي تصرف وروسته، د اوقافو، مدد معاش او نورو سيمو له خلكو څخه د صفوي مشرانو له لوري له خلكو اضافي ماليات اخيستل كېدل، يا به هم له ځينو كسانو ځمكې اخيستل كېدې او نورو كسانو ته وركول كېدې، دغه راز په صفوي دربار كې د شيعه روحانيت پراخېدونكى نفوذ زياتېده، چې سني مسلمانان يې ځورول. د همدې ستونزو له كبله د صفوي دولت اداري او مالي دستګاه كمزورې او ړنګه شوه.
د شاه سليمان صفوي د واكنۍ په پاى كې انفلاسيون دومره غالب شو چې د سكې ارزښت زياتېدو لپاره له خلكو د سږكال ماليات هم په زوره اخيستل كېدل، خو په بل كال كې به يې دا ماليات نه مجرا كول. دې سياسي او اقتصادي پاشلتيا د ايراني كروندګرو د هېوادپالنې حس كمزورى كاوه. د ايران په نسبت به يې د قسطنطنيې مېړانه زياتوله، دغه راز يې د ډيلي زړورتيا او د بابر احساسات پارول، چې د شېباني ازبكانو بريدونه يې هم زياتول، د صفوي دولت په وړاندې چې د هېوادپالنې او خپلواكۍ حس راوپاراوه... د شاه صفي (۱۶۳۹_۱۶۴۲) په لنډه واكمنۍ كې نه يوازې كندهار د ازبكانو په لاس له صفوي دولت څخه وايستل شو، بلكې همدان او بغداد هم د عثماني تركانو له خوا د صفويانو له لاسه ووتل. د شاه سلطان حسين صفوي په راتګ سره د صفوي دولت سيسټم سره ګډوډ شو، چې د بيارغونې هيله يې نه كېده.(۱۴)
د پولېنډي كشيش كروسينسكي په وينا: �شاه سلطان حسين به خپل ډېر وخت په شاهي حرمسراى كې تېراوه، كله چې به رابهر شو، يوازې به يې خلك ځورول �.(۱۵)
د غبار په وينا: �د شاه سلطان حسين په واكمنۍ كې د دولت مركزيت كمزورى شو، د دربار وزيران، سرتېري، روحانيون، خواجه سرايان او فال كتونكي په خپلو كې په شخړو بوخت وو. په اړوندو ولايتونو كې واكمنو فيوډالانو د خپلواكو او نيمه خپلواكو واكمنانو بڼه غوره كړه، چې مركزي دولت ته به يې ماليات نه وركول.
څرنګه چې به دولتي خزانې كسر درلود، له دې كبله به يې مامورينو ته د معاش پر ځاى ځمكې وركولې.
دا ځمكې ميراثي نه، بلكې لنډمهاله وې، نو د ځمكې خاوند به يې اړ ايسته چې لاسته راتلونكې ګټې ته په پام سره ماليات وركړي. له مالياتو معاف شوې لويې ځمكې بيا د روحانيونو او مذهبي هديرو په واك كې وې، خلك د معاشونو د نشتوالي، د واكمنو او فيوډالانو د ستم له كبله ډېر ځورېدل.
همدې كار د مركزي دولت سقوط ته لار اواره كړه. د ايران ملت دې فاسدې ادارې له كبله ډېر ګيله من و، چې تر مركز ډېرو ليريو ځايونو كې يې د دولت پرضد پاڅون كولاى شواى.(۱۶)
د شاه سلطان حسين د واكمنۍ په پنځلسمو كلونو كې، د صفوي كمزوري دولت په وړاندې لږ تر لږه لس پاڅونونه وشول، چې مسووليت يې تر هر چا وړاندې د شيعه روحانيونو پر غاړه و، چې د دود له مخې يې يوازې د حل پر لنډمهالو لارو غور كاوه. د شاه سلطان حسين د مركزي دولت په وړاندې د كندهار د افغانانو پاڅونونه يوازې د دې دورې پاڅونونه نه وو، بلكې د هېواد په ګوټ- ګوټ كې د ګڼو پاڅونونو د لړۍ يوه كړۍ وه، چې زياتې اقتصادي، ټولنيزې او سياسي انګېزې يې درلودې. په دې پېر كې د شيعه روحانيت سختګيرۍ زياتې وې، پر نورو مذهبي لږكيو فشار و، چې همدې كار په لومړۍ درجه ټولو پاڅونونو ته مذهبي رنګ وركاوه.(۱۷)
په ۱۶۹۹م كال د كرمان بلوڅ قبايل تر يرغل لاندې ونيول شول، دوه كاله وروسته يانې په ۱۷۰۱م كال په كندهار كې هم پاڅون وشو.
ارواښاد فرهنګ د دې پاڅون يو لوى لامل د كندهار د يوه فيوډال دولت خان سدوزي بغاوت ګڼي او زياتوي: �د صفوي لړۍ وروستى پاچا شاه حسين چې په ۱۶۹۴م كال د اصفهان پر تخت جلوس وكړ، د كمزوري نفس خاوند، خرافاتي او بې ارادې انسان و. د دربار خلكو يې له يو بل سره سيالۍ كولې، د دوى د دسيسو له كبله په مركز او ولايتونو كې د دولت اداره كمزورې شوه. د ابدالي قبيلې مشر دولت خان سدوزي د سدوخان د كينې له كبله (دى د دې قبيلې يو مشر و) د خپل نفوذ په مرسته په كندهار كې د صفوي والي له اطاعت څخه سرغړاوى وكړ، چې په سيمه كې يې اوضاع خړه پړه كړه. د اصفهان دربار تصميم ونيو، چې د دولت خان د ځپلو لپاره په كندهار كې يو سختګيره او انضباط لرونكى واكمن وټاكي. يو نوى مسلمان شوى ګرجي (كئورګي) او (ختنك) چې په تاوتريخوالي، اخلاقي نيمګړتيا او ظلم مشهور و وټاكه.
كئورګي چې په افغانانو كې يې د ګورګين په نوم شهرت وموند، په ۱۷۰۴م كال د شاهنواز خان په لقب او بېګلربېګي (اعلى حاكم) په توګه له يوه پوځ سره چې په كې ګرجيان او قزلباشان وو، كندهار ته راغى او هڅه يې وكړه چې په سيمه كې د خانانو او اميرانو نفوذ ختم او په كندهار كې مستقيمه اداره ټينګه كړي. څرنګه چې يو دسيسه ګر انسان و، نو لومړى يې له ابدالي مشرانو (د دولت له سيالانو سره) دوستي ټينګه كړه، دغه راز يې د غلجيو يو مشر اميرخان هوتك (ميرويس خان) ډېر ونازاوه.(۱۸)
لكه څنګه چې اشاره وشوه. د ګرګين سرتېري په ټوليز ډول له ګرجيانو جوړ و، چې د فاتح پوځ په توګه يې پر كندهاريانو هر ډول ظلم او تېرى كاوه. د (پښتنو تاريخ) كتاب په حواله، له لاسه يې نه سپين ږيرو، نه هم ځوانانو، نه نارينه وو او نه ښځو ښه ورځ لرله.(۱۹)
له دې كبله د هرې ورځې په تېرېدو سره به د صفوي واكمنۍ په وړاندې د ناراضو خلكو شمېر زياتېده، په دوى كې يو ډېر هوښيار او دراك انسان ميرويس خان هم و، چې د خپل ځانګړي ځراكت او هوښيارۍ له مخې يې د يوه ټوليز پاڅون لپاره زمينه برابروله.

د كندهار د پاڅون لپاره د ميرويس خان هوښياري:
ميرويس خان د ښالمخان زوى (د هوتكي- غلجيو يو خان) له نژدې څخه پر خپلو هېوادوالو د بهرنيو حكومتونو د ظلم او تبعيض شاهد و. هم يې په تجارتي برخه كې ليدل چې د كندهار ډېر عايدات او نور مالونه څنګه د پرديو جېبونو ته لوېږي، دغه راز يې ليدل چې بايد عام خلك ۳۰ زره بهرني سرتېري په خپل مزد او لاس ګټلې متاع سره تغذيه كړي. دغه راز د ايران واكمنو د تكبر او تبعيض دروند بار به پر خپلو اوږو ولېږدوي، نو هڅه يې وكړه چې د قوم پاشلي ځواكونه سره يو او بهرنۍ واكمني ختمه كړي. نو د دې ډول هڅې لپاره عمومي شهرت، باور او نفوذ په كار و. د قبايلو خانانو دى له وړاندې پېژانده او خپل ملګرى يې ګاڼه.
د ښار خلكو هم د هغه شريفانه او خيرغوښتونكې هڅې د سر په سترګو ليدلې وې او ورباندې باوري وو. هغه څه چې پاته وو د عمل ازادي وه او دا د يوه نظامي حكومت د څارنې په وړاندې شوني نه وو. نو ميرويس له دښمن سره د دوستۍ لار غوره كړه، په خبرو، مشورې او خدمت سره يې له ګورګين سره مرسته وكړه چې له سركښو قبايلو ماليات راټول او اداري او نظامي چارې دې پر ځان متكي كړي، تر دې چې ګورګين دى د كندهار د كلانتر په توګه وټاكه، ځكه چې پر لياقت او كفايت يې باوري و او هغه مهال دې رتبې د بلديې (ښاروالۍ) رياست او ښاري انتظام چارې په خپله لمن كې رانغاړلې.
ميرويس خان په كندهار كې د خلكو باور راخپل كړ، د خلكو او حكومت ترمنځ يو ډول پول شو، په همدې وخت كې يې له قبايلي خانانو سره صميمي اړيكي او غمشريكي ساتله، بله دا چې دى د ابداليانو زوم و، له دې كبله هغوى ورڅخه كركه نه درلوده.
خلك د حكومت د ظلم او تېري له كبله پوزې ته رسېدلي وو، چې د چارې لټه يې كوله او ميروس ته راغلل. ميرويس خان شاه حسين صفوي ته يو ليك وليكه، چې په هغه كې يې د ګورګين ظلمونه ياد كړي وو، پر ليك ميرويس خان او د ښار نورو مخورو كسانو لاسليكونه وكړل، چې وروسته د قوم د امانتكاره كسانو له خوا د اصفهان دربار ته ولېږل شو.
تمه كېده چې د خلكو له ګرېوانه به د ګورګين او پوځيانو لاسونه لنډ شي، خو د صفويانو فاسدې ادارې دغو شكايتونو ته د غوږ نيولو وخت نه درلود، ګورګين د خپل ورور له اقدام څخه چې په صفوي دربار كې يې د دېوان بېګي دنده لرله، خبر شو، ميرويس خان يې له كلانترۍ څخه ليرې كړ، د څو شكايت لرونكو لاسليكونه يې واخيستل او د ايران دربار ته يې يو پټ ليك ولېږه او دى يې د ايران دولت دښمن معرفي كړ (۱۷۰۷م كال) د يوه روايت له مخې صفوي دولت هم ميرويس خان او د هغه ملګري دربار ته نژدې په بند كې واچول.(۲۰)
ميرويس خان په هماغه كال (۱۷۰۷) د هند شهزاده د اورنګزېب زوى ته، چې د كابل واكمن و(۲۱) يو بل ليك ولېږه او په كې ليكلي يې وو چې تصميم لري د پاس د شاه پرضد پاڅون وكړي. له شهزاده څخه هيله كوم چې د هند معظم او درانه پاچا ته زما د حال حقيقت څرګند كړي.(۲۲) ميرويس خان په اصفهان كې د خپل بند پر مهال د شاه پر كمزوري نفس او كم عقلۍ وپوهېد، چې د خواجه سرايانو او ملايانو د لاس اله وه، ځينې تدبيرونه يې وكارول چې د ګورګين تور له ځانه ليرې كړي.
په دې وخت كې يې د دولتي ادارې ټول ماهيت او ظرفيت په سم ډول مطالعه كړل چې څومره په فساد كې راښكېله وه. پاچا يو بې كفايت او مامورين نالايق خلك وو. كاركوونكي او سرتېري رشوت خوړونكي او لټان اموخته شوي وو. اداري چارې پاشلې او شاه هم په فال كتلو، دعا لوستلو او له خواجه سرايانو سره پر مجلس بوخت و. د ايران خلك د ملاماتوونكو مالياتو او د دولت له كبله ډېر په تنګ شوي وو.
ميرويس خان باوري شو چې له داسې يوې مفسدې ادارې څخه خپلواكي اخيستل اسان كار دى، خو د افغانانو د نظر يووالى لومړنى شرط و، هغه مهال د خلكو واك، د سيمه ييزو خانانو او ملايانو په لاس كې و، دا خانان له يوې خوا له صفوي واكمنانو سره او بل پلو له سيالانو سره پر شخړه بوخت وو. ملايانو هم خلك دېته هڅول چې پر خپل بل مسلمان ورور باندې توره له تېكي راوباسي.(۲۳)
پولېنډي كشيش كروسينسكي چې اصفهان ته د ميرويس خان او د افغانانو له لورې د اصفهان د كلابندۍ پر وخت (۱۷۲۲م) په هغه ښار كې حاضر و او خپلې ليدنې يې په يوه رساله كې ليكلي دي، د ميرويس د ملي وجاهت په باب يې كښلي دي: �په افغان قبايلو كې ميرويس خان د باور او درنښت وړ كس و، چې افغانانو ورته درناوى درلود. ډېر غرور يې درلود، مدبر او د تجربې خاوند كارپوه او ماهر انسان و، څرنګه چې افغانانو يې اطاعت كاوه، له دې كبله يې د هند له اوسېدونكو سره ځانګړې مينه وه، ډېره شتمني يې درلوده، هرځاى يې سفرونه كول له دې كبله يې ډېره شتمني لرله. ګورګين چې د ده دا درناوى او پلويان وليدل، ځان ته يې وغوښت، ويې نازاوه او د ځان له لوري يې ډاډمن كړ، په دې پلمه چې ګواكې يو مدبر او عاقل انسان دى، نو ځكه غواړي دى د ځينو درنو كارونو لپاره اصفهان ته ولېږي. ژمنې يې ورسره وكړې او د هيلو دروازې يې ورته پرانيستلې.(۲۴)
په (سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي) نوي كتاب كې د ميرويس خان په باب لولو: �ميرويس خان چې د كندهار كلانتر و، په كندهاريانو كې د خپلو ښو اخلاقو له مخې په يوه تجربه لرونكي كس بدل شوى و. د ګورګين تر پام يو خطرناك سړى ښكاره شو، د ولايت واكمن پرېكړه وكړه چې له كندهار څخه يې ليرې كړي. ګورګين خان چې كله شاه ته راپور وركاوه، نو پر ميرويس خان يې د خپل شك په باب هم وليكل او وړانديز يې وكړ چې اصفهان ته دې وشړل شي... تر شك لاندې ميرويس خان د دې پرځاى چې په اصفهان كې تر څارنې لاندې وي، د خپل تدبير له كبله يې وكړاى شول نه يوازې دربار ته لار پرانيزي، بلكې د كروسينسكي په وينا د وزيرانو او مشرانو لپاره د رازونو محرم شو او هر وخت به يې په غونډو كې حاضر و. اصفهان ته د ميرويس خان ليرې كول او په دربار كې يې استوګنه د هغه لپاره ځكه ګټوره تمامه شوه چې په ذهن كې به يې ډېره غټه سودا پخوله. دا يو ښه چانس و چې له وخت څخه په استفادې سره د دربار حالت او وضعه ځان ته معلومه كړي، پر همدې مهال يې د دوو ډلو (درباريانو او اميرانو) ترمنځ مخالفتونه او كينې له نژدې وليدې�.
د فرانسوي كشيش (دوسرسو) په وينا: �د درباريانو ترمنځ د ډلبنديو له خبرېدو يې تصميم ونيو چې په هغو كې د نفوذ په مرسته له دواړو ډلو څخه استفاده وكړي، خپله لار يې په داسې مهارت سره اواره كړه، چې يوه ډله هم ورباندې شكمنه نه شوه�.(۲۵)
نو ميرويس خان په خپل ځراكت او درايت سره وكړاى شول د اعتمادالدوله (لومړي وزير- صدراعظم) او دېوان بېګي (د ګورګين د ورور) پام ځان ته راواړوي او شاه حسين پر ګورګين شكن كړي. د كروسينسكي په وينا څرنګه چې دروند سړى و، خپله لوړه- ژوره يې په غور، سوچ او تفكر سره وڅېړله، له همدې كبله صفوي شاه دوى له بند څخه ازاد كړ او اجازه يې وركړه، چې بېرته كندهار ته ستون شي.
خو ميرويس خان كندهار ته تر راتګ وړاندې د حج لپاره مكې ته لاړ، مكې ته د ميرويس خان سفر د كندهار پاڅون ته د عطف ټكى هم ګڼل كېږي، ښايي ميرويس خان به دا سوچ كړى وي، چې د كندهاريانو پاڅون ملي صبغه پيدا كړي، ځكه دينې انګېزې كولاى شول چې په ټولو افغان قومونو كې يووالى رامنځته كړي او د ده غوندې يوه مشر اطاعت ته يې راوبولي. ميرويس خان په سفر كې په ديني مسايلو پوه كسانو سره خبرې وكړې. د كروسينسكي په اند، هغوى ته يې وويل: �ډېره موده كېږي، چې عجم پاچايان راباندې واكمن دي او موږ يې رعيت يو، پر موږ ډېر زياتى كوي، واكمن و جاهل، ناپوه او بې ايمان دى. لښكر يې هم ظالم دى، چې پر موږ هر ډول ظلم او تېرى كوي. دوى يې ساتندويان نوموي، چې هر وخت نارواوې كوي. جور او جفا كوي، زموږ پت او ناموس ته لاس راغزوي، هېڅ ډول زړه سوى نه راباندې كوي. زموږ اولادونه راڅخه غلا كوي او ګرجستان ته يې وړي. هلته يې پلوري، مېرمنې مو هم په زوره راڅخه ودوي، كه موږ ديني غيرت ولرو، ايا شرعاً روا نه ده چې پر وړاندې يې توره راوباسو او كه هرځاى يې وينو ويې وژنو؟ كه جګړه وكړو، جهاد به وي، ايا زموږ له خوا وژل شوي كسان د خداى په لا ركې شهيدان شوي؟ نو كه چېرې برى زموږ وي، كه يې ناموسونه وپلورو، پر موږ حلال دي؟ دا فتوا وليكئ چې پر خپله ستونزه وپوهېږو�.(۲۶)
ميرويس خان په دې دليلونو سره د مكې له مذهبي پوهانو څخه د افغانانو لپاره په ليكلي ډول فتوا واخيسته، د شاه عباس په پېر كې هم د مكې پوهانو، د رافضيان پر وړاندې د سيف پر پاڅون فتوا صادره كړې وه، چې په كې راغلي وو: �كه كوم مسلمان يو پوځي مسيحي وواژه، يو ثواب يې كړى، خو كه څوك يو ايرانى (شيعه) ووژني، داسې ثواب يې كړى، چې اجر يې اويا برابره زيات دى�.(۲۷)
غبار دعوه كوي چې ميرويس خان په دې استفتا كې چې له مذهبي پلوه يې موخه د خلكو راپارول و، دا دوې نورې مادې هم ورزياتې كړې: �د يوه مسلمان ملت مذهبي فرايضو په ادا كولو كې د كوم حكومت له خوا خنډ رامنځته شي، ايا دا ملت شرعاً دا حق لري چې د تورې په زور ځان د دې ډول حكومت له شر څخه خلاص كړي؟ دويم: كه قومي خانانو يوه ظالم پاچا ته له خلكو بيعت اخيستى وي، ايا خلك دا حق نه لري چې شرعاً دا ډول بيعت فسخ كړي؟�.
د مكې او مدينې ديني پوهانو دا دواړې پوښتنې او فتواوې مثبت ځواب كړې او په غوڅ ډول يې وليكلې.(۲۸) دا فتوا هغه مهال واخيستل شوه، چې په شماخي ولايتونو كې سنيانو د شيعه ګانو پرضد په پاڅون لاس پورې كړى و. شيعه ګان يې وژل او د عثماني دولت په پلوي يې شعارونه وركول. تركيې هم د دې ولايت نيولو ته تمه لرله او خلك يې د صفوي دولت پرضد هڅول. په هر حال، د مكې د ديني پوهانو فتوا وركړل شوه، چې د فرانسوي راهب (دوسرسو) په وينا �په يوازې سر د ايراني دربار تر ټولو وزيرانو هوښيار و�.(۲۹)
ميرويس خان د دې قوي مذهبي سند په مرسته اصفهان ته ستون شو، له شاه سلطان حسين او نورو وزيرانو سره يې وكتل، په دربار كې د ګورګين مخالفينو هم هغه په غوږ وواهه، چې ګواكې ميرويس يې د مقابلې ځواك لري. نو شاه د ميرويس خان د ځواكمنېدو لپاره په ظاهره له خپل استازي سره د كندهار د كلانترۍ فرمان د ګورګين په خوښه صادر كړ، ميرويس خان به د لارې په اوږدو كې هر ځاى چې كوم قومي مشر او ملا ليده، راكښته كېده، خبرې به يې ورسره كولې او د ايراني دربار د فساد او د خپلواكۍ غوښتنې په باب به يې ورسره خبرې كولې، بيا به يې د مكې د پوهانو فتوا ورته د يوه معتبر سند په توګه ورياده كړه، ميرويس خان به د قبايلو، ملايانو او روحانيونو پر يووالي ټينګار كاوه او ټول يې د كندهار عمومي پاڅون ته په تمه كول. د سيستان، فراه، هلمند او كندهار خلك د ده پر لار پراته وو، د هر قوم خلكو د ده نيت تاييداوه.(۳۰)
ميرويس خان په ۱۷۰۹م كال په ډېر درنښت سره كندهار ته دننه شو او په ډېر ځراكت يې له ګورګين سره اړيكي ټينګ كړل. ليكونه او پيغامونه به يې ورلېږل، دغه راز يې د هغه له ورور سره (چې په دربار كې يې د دېوان بېګي دنده لرله) ښه اړيكي وغزول.

د كندهار ملي جرګه او د پاڅون پيل:
كله چې ميرويس خان كندهار ته ورسېد، په ظاهره يې له ګورګين سره پالل، خو په باطن كې د ابداليانو او غلجيانو له قبايلي مشرانو سره په كندهار كې دننه او بهر په مشوره او د پاڅون په طرحه بوخت و. د ميرويس خان لومړۍ جرګه په كوكران (د كندهار د لوېديځ په شپږميلۍ كې) ترسره شوه، چې د صفوي دربار د وضعې په باب يې خبرې وكړې او د حج د سفر له پوهانو سره د ليدنې او صفوي د مذهبي استبداد او ظلمونو په باب يې هم څرګندونې وكړې، د خلكو د يووالي غوښتنه يې وكړه او له هغوى څخه يې لوز واخيست.(۳۱)
تر دې جرګې وروسته ګورګين ميرويس خان ته پيغام ولېږه او د ميرويس لور يې ځان ته وغوښته، ميرويس چې د ګورګين د وژلو طرحه ورسره وه، د هغه دا شرمناكه غوښتنه يې ومنله او د خپلې لور پرځاى يې خپله يوه مينزه د ګورګين حرم ته ولېږله.(۳۲)
ميرويس خان تر دې وروسته خپل فعاليتونه زيات كړل، چې د (مانجي= د كندهار د شمالي لوېديځ په ۲۰ ميلۍ كې) په ملي جرګه كې يې د مكې د عالمانو فتوا د جرګې ګډونوالو ملي مشرانوته څرګنده كړه او ويې ويل چې د ګورګين او پلويانو پرضد يې پاڅون شرعي توجېه لري. په دې جرګه كې دغو مشرانو ګډون كړى و: سيدالخان ناصر، بابوجان بابى، بهادرخان، پير محمد مياجي هوتك، يوسفخان هوتك، عزيز خان نورزي، ګلخان بابړ، نورخان بړېڅ، نصروخان الكوزي، د ميرويس ورور يحيى خان، وراره يې محمد خان، يونس خان كاكړ او نورو..(۳۳)
د جرګې له برخوالو سره تر اوږدو خبرو وروسته يې پر قرآن كريم لوړه وكړه چې ګورګين او د هغه پوځيان يوځاى له منځه يوسي او يو خپلواك ملي حكومت دې جوړ كړي. په دې جرګه كې د قبايلي مشرانو لپاره دندې بېلې شوې، چې د خپلواكۍ ساتنې او مقابلې لپاره د صفوي دولت هر ډول اقدام ته تيارى ولري. د ميرويس خان پرله پسې هڅې او وړتيا د دې لامل شوه، چې دا جرګه په خوښۍ سره پاى ومومي او ميرويس په خپله مشرۍ ومني.
د غبار په وينا: د دې تاريخي جرګې يوه څرګنده ځانګړنه دا وه چې د دود خلاف د ابداليانو، غلجيانو، تاجكانو، هزاره وو، بلوڅانو او نورو قومونو متنفذ ملايانو يوه واحده ملي قوه جوړه كړه.
د جرګې له مقرراتو يوه دا وه چې څرنګه صفوي پوځ په كندهار كې ډېر دى، بايد داسې لارې چارې وسنجول شي، چې ځواك يې راكم شي. نو د دې لپاره يې د تيرين اباد سيمې د بلوڅ قوم د يوه تن له خوا ګورګين ته د مالياتو له وركړې انكار وشو. له بلې خوا ميرويس خان دېته وهڅاوه چې د بلوڅانو د ځپلو لپاره نظامي پوځيان واخلي او له تيرين اباد څخه دې په زوره ماليات واخلي. دغه راز كاكړانو ورپسې په ارغسان كې د مالياتو له وركړې انكار وكړ، چې ګورګين د درې زره سرتېرو په مرسته د ياغي خلكو په همكارۍ د مالياتو اخيستلو لپاره له ښاره ووت. ميرويس خان ته يې ويل چې له شا څخه د قومي ځواكونو په مرسته ورسره مل شي. ميرويس خان له ملي ځواكونو سره يوځاى ځان ارغسان ته ورساوه او ګورګين يې د شپې د مېلمستيا لپاره د (ده شيخ- ارغسان) په يوه باغ كې راوباله. نيمه شپه وه چې ميرويس خان او پلويانو يې توره له تيكي راويسته او داسې جګړه يې وكړه چې د دښمن يو تن هم ژوندى پاتې نه شو.
ميرويس خان ناڅاپه د دښمن درې زره اسونه او وسلې واخيستې او د ښار لوري ته يې مخه كړه. د ښار ساتونكو په دې سوچ چې ګورګين راځي، دروازې خلاصې كړې، ځكه ميرويس خان د ګورګين جامې په تن كړې وې، نورو سرتېرو يې هم د ګورګين د سرتېرو جامې اغوستې وې.
ميرويس خان لومړى ګرجي ساتندويان ووژل، د هغوى پرځاى يې خپل ساتندويان وټاكل، چې د ګورګين د پلويانو مخه ونيسي. تر سبا پورې له ټول صفوي پوځ څخه يو تن هم ژوندى پاتې نه شو، د ورځې په رڼا كې د لومړي ځل لپاره خلكو ته د دښمن بشپړه ماته او د ميرويس خان برى اعلان شو.(۳۴)

ميرويس خان د خپلواكۍ مدافع:
ميرويس خان چې د دوو لويو امپراتوريو ترمنځ خپل خطرناك موقعيت درك كړ، د كندهار مشران او مخور يې مشورې او جرګې ته راوبلل، وروسته تر دې چې يې د افغان ولس سياسي موقف د دوو شرقي او غربي دولتونو ترمنځ څرګند كړ، نو ويې ويل كه راسره همږغي ياست او همكاري مې كوئ، تل به د خپلواكۍ بيرغ اوچت ساتو، چې د پرديو د غلامۍ كړۍ مو په غاړه نه شي. هغه څوك چې له خپلواكۍ سره مينه نه مني او د پرديو غلامي مني، زموږ ملګري نه دي. كولاى شي داسې ځاى ته لاړ شي چې هېڅ ظالم پرې واكمني ونه لري.(۳۵)
د ميرويس خان دې خبرو د كندهار پر خپلواكۍ پلويو خلكو د زړه له كومې اغېز وكړ او ټولو دى د قوم په مشرۍ ومانه. ميرويس خان تر دې وروسته د ايران شاه ته، د صفوي دولت د تېرايستلو لپاره يو ليك ولېږه او د ملاتړ ترلاسه كولو لپاره يې د هند امپراتور ته هم ليك ولېږه. په هغه ليك كې چې د ايران شاه ته يې ليكلى و، د كروسينسكي په قول، په كې راغلي وو:
�افغانان د ګورګين له بد چلند څه په تنګ شوي، هغه يې له ګرجيانو سره يوځاى وواژه. زه يې په كښلو، كښلو يووړم او كندهار ته يې ورسولم، بغاوت او سركښي يې وكړه. كه اوس پاچا غواړي غچ واخلي او دلته لښكرې راولېږي، افغان لښكر چمتو ولاړ دى. په مقابله او مقاتله به لاس پورې كړي، خداى مه كړه برى به ومومي او كندهار به د هندوستان پاچا ته وركړي. هغه وخت به د دې كار چاره ډېره سخته وي. زه دا وړانديز كوم چې يو څه وخت دې د لښكرو رالېږل بند شي، څرنګه چې زه په افغانانو كې نفوذ لرم، زه به يې د فتنې اور ووژنم�.(۳۶)
د هندوستان پاچا په ليكل شوي ليك كې راغلي وو:
�د كندهار خلك د صفوي واكمنۍ پرضد پاڅون كړى او خپله خپلواكي يې ترلاسه كړې ده، كه كوم وخت د ايران پاچا د كندهاريانو پرضد لښكرې راولېږلې موږ به اړ يو ستاسو مرسته وغواړو، ايا د هند پاچا مرسته به مو مرسته وكړي، كه يه؟�.
د هند پاچا د ميرويس خان له خوا لېږل شوى كس له مثبت ځواب سره راولېږه.(۳۷) د هند مغولي دولت په ظاهره د كندهار خپلواكي په رسميت وپېژنده، خو په پټه يې صفوي دربار ته پيغام ولېږه، چې د دې پېښې مخه ونيسي. هسې نه چې د پښتنو پاڅون د هند تر لمنو ورسېږي او هورې د غوريانو، غلجيانو، سوريانو او لوديانو د عظمت پخوانۍ خاطرې يې په ذهن كې ژوندۍ كړي.(۳۸)
ميرويس خان د واك تر ګوتو كولو وروسته د دې پرځاى چې ځان پاچا اعلان كړي او د ځان پر وړاندې د سيالانو د حسادت حس راوپاروي، ځان يې د قوم د مشر او له نورو سيمه ييزو مشرانو سره برابر شخص معرفي كړ. په دې توګه يې ټول قومي او سيمه ييز مشران دېته وهڅول چې د بهرنيو يرغلګرو په وړاندې يوموټي او د خپلې ملي خپلواكۍ ترلاسه كولو لپاره يووالى غوره كړي.
كله چې د دې پاڅون خبر د اصفهان دربار ته ورسېد، شاه حسين صفوي خپل يو تن استازى كندهار ته ولېږه چې په نصيحت، وعظ يا هم ګواښ او ننګونې سره ميرويس د ملي خپلواكۍ له ادعا څخه راوګرځوي. خو ميرويس خان د صفوي دربار استازى بندي كړ. سيد جمال الدين افغان په (تتمة البيان فى التاريخ افغان) كې كاږي چې صفوي دربار خپل استازى محمد جامي خان كندهار ته ولېږه، چې كندهار ته ورسېد، د دې لپاره چې مخالين ووېروي د ايراني دولت د عظمت او د شاه د قدرت په باب يې څرګندونې وكړې.
ميرويس خان يې په ځواب كې وويل: �ايا تاسې ګومان كوئ، چې عقل او حكمت به د افغانستان د غرنيو خلكو په دماغونو كې پيدا نه شي؟ كه ستاسو د شاه په قدرت كې زموږ د ځپلو زور وي، ستاسو رالېږلو ته به حاجت نه و، چې داسې بې مانا خبرې راته وكړئ�. وروسته ميرويس خان خپلو ساتندويانو ته مخ واړاوه او ويې ويل: �بندي يې كړئ!�(۳۹)
صفوي شاه د خپلو بېرندوكو درباريانو په مشوره كندهار ته يو بل اېلچي ولېږه. دا دويم استازى د هرات والي محمد خان بلوڅ و، چې له ميرويس خان سره د حج په سفر كې ملګرى شوى و، ميرويس خان دې دويم استازي ته وويل: �د خداى شكر پرځاى كړه چې د خبرو چانس خو لرې. لكه د هغه بل غوندې برخليك به درپه برخه كېده. د غرونو خپلواك خلك د بندګيو په لومو كې نه رابندېږي. زمريو زنځيرونه شلولي او تېرې تورې يې په لاسونو كې دي، چې تيكي ته يې نه دننه كوي�.(۴۰)
بيا يې زياته كړه چې كه چېرې زموږ د دوستۍ حرمت نه واى، ته به مې هم بند ته لېږلې، خو تا د مېلمه غوندې پالم.
دويم مېلمه هم تر څارنې لاندې ونيول شو، هرات يا د ايران صفوي دربار ته يې د تګ مخنيوى وشو. په همدې موده كې د ايراني ځواكونو پر وړاندې د مقابلې لپاره ډېر ترتيبات ونيول شول.
كله چې د دويم استازي د نيول كېدو خبر اصفهان ته ورسېد، د هغه دولت وزيرانو ته څرګنده شوه، چې ميرويس خان په غوړو ژمنو او تمو سره له خپله هوډه نه اوړي. نو په دې تكل كې شول چې كندهار ته ځواكونه ولېږي.
خو د دې پرځاى چې له مركزه كندهار ته ځواكونه ولېږي، په هرات كې د ايران مېشتو ځواكونو ته امر وشو، چې د ميرويس خان د ځپلو لپاره كندهار ته حركت وكړي. ميرويس خان له پنځه زره ملي پوځ سره د صفوي ځواكونو مقابلې ته تيارى درلود. په هغه جګړه كې چې پېښه شوه، ميرويس خان پر دښمن بريالى شو. صفوي ځواكونو شاتګ وكړ او هرات ته ستانه شول.(۴۱)
تر دې وروسته اتلسو مياشتو كې د اصفهان له لوري څلورځلې پر كندهار لښكرې راغلې، چې يوازې يې زيات تلفات وليدل. صفوي دولت بل برى ترلاسه نه كړ، وروستى ځل محمد خان د تبرېز واكمن و، چې د پنځه زره كسيز پوځ په ملګرتيا د كندهار له جنګياليو سره په جګړه بوخت شو، ميرويس خان يوازې پنځه سوه افغان سپاره د مقابلې لپاره لېږلي وو، چې په پايله كې د دښمن زر تنه پوځيان مړه يا هم ټپيان شول، پاتې نورو يې تېښته وكړه. واكمن له خپلو درېيو زامنو سره ونيول شو(۴۲)
د صفوي دولت د كندهار د نيولو لپاره د ګورګين وراره خسروخان له ۲۵۰۰۰ پوځيانو سره ولېږه (۱۷۱۰). لكهارت ليكي چې دا پوځونه د ۱۷۱۰م كال په نومبر كې فراه ته ورسېدل او د ۱۷۱۱ تر دوبي پورې هلته تم شول. پر دې مهال يوه ډله ابدالي ځواكونه هم له هرات څخه راغلل او دواړو د كندهار پر لوري حركت وكړ.(۴۳)
د ميرويس خان ځواكونه چې غلجيو او بلوڅانو په كې ونډه لرله، د (پټې خزانې) ليكوال د پلار داودخان تر مشرۍ لاندې د فراه پر لوري د خسروخان مخې ته ووتل. څرنګه چې د خسروخان ځواكونه ډېر وو، د ميرويس خان ځواكونه تر شاه شول او په ګرشك كې د هلمند رود پر غاړه د دښمن راتلو ته په مورچو كې پټ شول. د ميرويس خان ځواكونو دلته څو ځلې له ځانه وړتيا وښوده، چې د خسروخان ځواكونه يې مات كړل. خو خسروخان خپل ځواكونه له سره سمبال كړل، چې دا ځل غلجيانو ماتې وخوړه او كندهار د صفويانو له خوا كلابند شو (۱۱۲۳ق= ۱۷۱۲م) خو دا برى تلپاتى نه و، ځكه د ښار خلكو په ټينګه دفاع كوله او تر ښار دباندې ميرويس خان ترينان او بلوڅان او د پښين خلك د دښمن پرضد وهڅول چې يو شپاړس زره كسيز پوځ تيار كړي او پر دښمن بريد وكړي. په دې توګه كندهار ډېر ژر د پرديو ځواكونو له يرغل څخه وژغورل شو. خو خسروخان له ۲۵زره كسيز پوځ سره د كندهاري پاڅونكو له تېغ څخه تېر شول او د جان ملكم په وينا د صفوي له ۲۵زره كسيز يرغلګر پوځ څخه يوازې ۵۰۰_۷۰۰كسان ژوندي پاتې شول، يانې نور ووژل شول.(۴۴)
غبار د ابدالي او ايراني پوځونو د يوځايوالي په باب په دې باور دى چې د ايران سپهسالار خسرو چې د كندهار نيولو ته ګمارل شوى و، له كرمان څخه د تېرېدو پر مهال د دولت خان ابدالي زوى زمانخان چې له ايرانيانو سره يرغمل نيول شوى و، خوشې كړى شو، چې د كندهار د ابداليانو د رئيس په توګه وټاكل شو او ده هم ورسره ومنله. زمانخان يې له ځان سره راوست او اړ يې كړ چې په دې جګړه او كلابندۍ كې په ځان پورې ځينې اړوند ابداليان د كندهار د ځينو غلجيانو پرضد په جګړه كې ګډون وكړي، خو د كندهار ابداليانو د ميرويس خان له خوا د خپلواكۍ تر اعلانېدو وروسته د حيات سلطان ابدالي د زوى عبدالله خان چې د زمانخان د پلار له خوا ملتان ته په هجرت اړ ايستل شوى و، كندهار ته راوغوښتل شو او دى يې د ابدالي قبايلو په رياست ټاكلى و. په دې شېبه كې عبدالله خان په كندهار كې د ټولو ابداليانو د مشر په توګه وټاكل شو، چې له ميرويس خان او غلجي قبايلو سره په سوله او موافقت كې اوسېده. زمانخان اړ و چې له خپلو اتباعو سره خسروخان او ايران تورن كړي، خو زمانخان ملي روغه جوړه تر شخصي ګټو غوره وګڼله او له خپل قبيلوي سيال عبدالله خان سره پخلا شو، خسرو چې له ابداليانو څخه بېخي نهيلى شو، نو پر خپلو پوځونو يې تكيه وكړه او ښار يې كلابند كړ.(۴۶)
په يوه ځاى كې د غبار او فرهنګ روايت توپير سره لري: �كله چې خسرو د يوه ستر پوځ په مشرۍ د كندهار پر لوري روان و، د سدوزيو يوه مشر عبدالله خان چې پلار يې يو وخت د ابدالي قبيلې مشر او وروسته يې د ځينو ستونزو له كبله په ملتان كې استوګنه غوره كړې وه، له خپل زوى اسدالله خان سره له ملتانه د هرات پر لوري روان شو، چې د هغه ځاى د ابداليانو مشري وكړي. دا دوه كسان په فراه كې له ايران پوځ سره مله شول، كله چې ايراني ځواكونه مات شول، هرات ته لاړل او هلته يې استوګنه غوره كړه�.(۴۷)
په ۱۷۱۴م كال دوه نور ځواكونه، يو د رستم خان او بل د محمدزمان خان تر مشرۍ لاندې كندهار ته ولېږل شول، خو دا دواړو ګټه ونه كړه، په ځانګړې توګه كله چې له كرمان څخه يو پوځ د محمد زمان قورچي باشي تر مشرۍ لاندې ګمارل شوى و، چې كندهار ته نژدې د لارې په اوږدو كې د بلوڅانو د بريد له كبله ووژل شول.
د صفوي دربار له خوا پوځ ونه لېږل شو، ځكه چې دا مهال له فراه څخه تر كندهار، كلات او مقره پورې سيمې د يوه ملي واحد په توګه د ملي پوځونو په لاس كې وې، چې ټولو خلكو يې ميرويس خان د ملي اتل او خپل مشر په توګه پېژانده.(۴۸)
ميرويس خان يو مبارز او ملي شخصيت و، چې د ګاونډيانو له سياسي اوضاع څخه هم ښه خبر و، دغه راز يې د حكومت كولو دود هم زده و. اته كاله يې په ډېره خپلواكۍ سره د خلكو مشري كوله، هر وخت به يې د خلكو له درد او ستونزو ځان خبراوه، خلكو هم ورته ډېر درناوى او ارادت درلود. هغه ته به يې (نيكه) وايه. ميرويس خان دا نوښتګر مبارز شخصيت چې د هوتكي لړۍ موسس و، د پردۍ واكمنۍ د ړنګولو او ملي خپلواكۍ د ټينګولو لپاره يې د افغانستان په يوه څنډه كې لار پرانيستله، خو ډېر لنډ عمر يې وكړ، ده لا خپله طرحه نه وه بشپړه كړې، چې په ۱۷۱۵م (د ۱۱۲۷ه، د ذيحجة ۲۸مه) يې تر اته كلنې واكمنۍ وروسته د ۴۱كلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې كړې.(۴۹)
چې د كندهار په لوېديځ د كوكران په سيمه كې خاورو ته وسپارل شو، پر شنخته يې دا بيت لولو:
بر سر مرقد ما چون گذري همت خوا
كه زيارتكدۀ مردان جهان خواند بود
په كندهار كې خلك تر اوسه پورې د هغه قبر ته د زيات لپاره ورځي او ځينې كسان د ځينو ناروغيو د درملنې لپاره له هغه څخه شفا غواړي، چې دا كار دغه باتور او مېړني كس ته د كندهار د خلكو اخلاص او ارادت ښيي.
افغانانو او خپلو پلويانو ته يې وروستۍ لارښوونه دا وه: �لومړى ستاسو كارونه خداى ته سپارم، دويم دا چې دښمنانو پرضد جهاد كې هڅه وكړئ، په هر حال كې خپله مېړانه وساتئ، بايد يووالى ولرئ او دښمن ته سر ټيټ نه كړئ، د ستونزو، درغليو او شومو موخو د شنډولو لپاره هڅه وكړئ، چې د عجم خلك نفاق او كركه كري. دولتونه يې بايد ړنګ شي، د زړونو په يووالي سره حركت وكړئ، د خداى په مرسته به ورباندې بريالي شئ او اصفهان به ونيسئ.(۵۰)
تر دې خبرو وروسته ميرويس خان ومړ او په كوكران كې ښخ كړاى شو.(۵۱)
تر دې وروسته يې ورور مير عبدالعزيز واكمن شو، مير عبدالعزيز يو نرم خويه انسان و، له صفوي دولت سره يې د سازش هوډ درلود. په دې موخه يې د ايران شاه ته يو ليك ولېږه چې خپل اطاعت يې په كې څرګند كړى و.
د ميرويس نيكه زوى محمود چې اكثره وخت به له خپل اكا سره و، سترګې يې پر ليك ولګېدې، چې د اكا له خوا يې د ايران پاچا ته ليكل شوى و، محمود ته مړينې پر وخت د خپل پلار خبرې يادې وې، د ليك په ليدو ډېر په غوسه شو، توره يې وكښله او د خپل اكا كټ ته ورغى، په يوه ګوزار يې وواژه. له كوره ووت او خلك يې له قرآني ايتونو سره سم د صفوي دولت پرضد جهاد ته راوبلل او ويې ويل: �زما اكا مير عبدالعزيز خپل قوم ته خيانت وكړ، يو څو ورځې پركراره وو، بيا يې غوښتل زموږ ګرېوان د دښمن منګولو ته وركړي.(۵۲)
بيا يې د خپل اكا له خوا ايراني پاچا ته ليكل شوى ليك ولوست. افغانانو چې په جګړو كې د محمود زړورتيا ليدلې وه، مينه يې ورسره درلوده، دى يې د هغه د پلار د ځايناستي په توګه ومانه (۱۷۱۶م) هغه دا مهال ۱۸ كلن و.

سرچينې:
1. ۲. لسترنج: جغرافياى تاريخي سرزمينهاى خلافت شرقي، د محمود عرفان ژباړه، ۱۳۳۶، ۳۴۵مخ.
3. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، لومړى ټوك، ۲۹۴_۲۹۵مخونه.
4. مير محمد صديق فرهنګ: افغانستان در پنج قرن اخير، لومړى ټوك، ۷۴مخ،
5. لكهارت: انقراض سلسه صفويه، ۹۵مخ.
6. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، ۱۹۶۷م كال، ۳۰۰مخ، تاريخ مختصر افغانستان: ۲۰۵_۲۰۶مخونه.
7. حبيبي: هماغه اثر، ۲۳۵_۲۳۶مخونه. لكهارت: هماغه اثر، ۱۱۱مخ.
8. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، ۳۰۱مخ.
9. حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان، ابداليان، ۲۳۵مخ.
10. لكهارت: هماغه اثر، ۹۷_۹۸مخونه.
11. ميرغلام محمد غبار: احمدشاه بابا، دويم چاپ، پېښور، ۱۳۷۸ل، ۱۱مخ، له تاريخ مختصر افغانستان سره دې پرتله شي، ۲۳۷مخ.
12. لكهارت: هماغه ځاى، ۹۵، ۹۶ او ۱۱۱مخونه.
13. فيض محمد كاتب، نژادنامۀ افغان، ايران چاپ، ۹۸مخ. فرهنګ: لومړى ټوك، ۱۰۷_۱۰۸مخونه.
14. پوهاند زهما: اريانا مجله، ۱۳۵۱، درېيمه ګڼه، �رستاخېز قندهار� نومې ليكنه، ۱۷_۱۸مخونه.
15. سقوط اصفهان، بروايت كروسينسكي: د سيدجواد طباطبايي بياليكنه، ۲۲مخ.
16. غبار: هماغه اثر، ۲۹۱مخ.
17. ډاكټرشفا: پس از هزار و چهارصد سال، دويم ټوك، ۷۵۶مخ.
18. فرهنگ: افغانستان در پنج قرن اخير، لومړى ټوك، ۷۵مخ.
19. قاضي عطا الله: د پښتنو تاريخ، لومړى ټوك، ۵۶مخ، د حربي پوهنتون چاپ، ۱۳۵۶.
20. ايران، كلده وشوش، د مېرمن ژان ډيولافوا ليكنه، وشواليه لژيون دونور، پاريس، ۱۸۸۷م كال، د علي محمد فره وشي ژباړه، د تهران پوهنتون چاپ، ۱۳۷۱، ۲۵۶مخ.
21. هماغه اثر: ۱۱مخ، دا ليكوال بهادرشاه ته لېږل شوى چې لكهارت بيا د بهادرشاه په باب ليكي: نوموړى په ۱۷۰۷م كال د خپل پلار (اورنګزېب) پر ځاى كښېناست او د بهادرشاه لقب يې غوره كړ.
22. كروسينسكي: ۱۱مخ (تعليقات).
23. غبار: ۳۱۸مخ. د قاضي عطا الله خان تاريخ، لومړى ټوك، ۵۶_۵۷مخونه. ملسون: تاريخ افغانستان، د منشي احمدجان ژباړه، ۲۰۶_۲۰۹مخونه.
24. تاريخ سياح مسيحي، زياتونې او لمنليكونه د فقير محمد خيرخواه، ۱۳۶۳، كابل، ۱۸مخ.
25. سقوط اصفهان، بروايت كروسينسكي: د سيد جواد طباطبايي بياليكنه، ۳۱_۳۲مخونه، د ۱۳۸۲ل كال چاپ.
26. كروسينسكي: تاريخ سياح مسيحي، د فقير محمد خيرخوا په زيار، ۲۱مخ.
27. سقوط اصفهان، بروايت كروسينسكي: ۳۲مخ.
28. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، ۳۱۹مخ.
29. ۳۰. سقوط اصفهان، بروايت كروسينسكي: ۳۳مخ.
31. حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان، پېښور چاپ، ۲۴۳مخ.
32. پوهاند حبيب الله تږى: د كروسينسكي خاطرات، د ازاد افغانستان مجله، څلورمه ګڼه، ۵۶مخ.
33. حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان، ۲۴۳مخ.
34. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، ۳۱۸_۳۱۹مخونه، د قاضي عطا الله د پښتنو تاريخ نومي اثر، لومړي ټوك ۵۵مخ سره دې پرتله شي. تاريخ افغانستان از ملسون، د منشي احمدجان پښتو ژباړه، ۲۰۲مخ.
35. حبيبي، تاريخ مختصر افغانستان، دويم ټوك، ۷۳مخ، هوتكيها: عبدالروف بېنوا، ۱۳۳۵ل كال چاپ، ۴۴مخ.
36. كروسينسكي: تاريخ سياح مسيحي، ۲۶مخ.
37. هماغه ځاى، ۶مخ.
38. حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان، ۲۴۴مخ.
39. سيد جمال الدين افغان: تتمة البيان فى التاريخ افغان، د محمد امين خوګياڼي ژباړه. ۱۳۱۸ كابل، ۱۹_۲۰مخونه، ميرزا ملكم خان هم دا خبرې اترې په خپله كتاب (تاريخ ايران) كې رااخيستې او ارواښاد علامه حبيبي بيا دا خبرې اترې په (تاريخ مختصر افغانستان)، ۲۴۵مخ كې رااخيستې دي.
40. تاريخ مختصر افغانستان: ۲۴۶مخ.
41. حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان، ۲۴۶مخ.
42. هماغه اثر: هماغه مخ.
43. لكهارت: هماغه اثر، ۱۰۴مخ.
44. حبيبي: تاريخ مختصر افغانستان، ۲۴۶مخ.
45. سقوط اصفهان بروايت كروسينسكي: ۲۰ مخ.
46. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، ۳۲۲مخ، او قاضي عطا الله، ۷۳_۷۴مخونه.
47. فرهنګ: هماغه اثر، ۸۱مخ.
48. غبار: ۳۲۰مخ، له (تاريخ افغانستان از ملسون) سره دې پرتله شي، پېښور چاپ، ۲۱۰مخ.
49. غبار: هماغه ځاى، ۳۲۰مخ.
50. كروسينسكي: هماغه ځاى، ۲۸مخ.
51. هوتكيها: عبدالروف بېنوا،۱۳۳۵ كال چاپ، ۷۹مخ. غبار: ۲۲۳مخ.
كروسينسكي: ۲۸_۲۹مخونه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery