مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دنازو انا یاد

پوهنمل بريالى باجوړى

د کندهار ادبي دربار

تر کومه ځايه چې په پښتو کې د لومړني ادبي دربار خبره رامنځته کېږي، نو هغه د پښتون پاچا شاه حسين هوتک له نامه سره اړه لري، چې دغه پښتو پالونکى پاچا په منظم ډول د پښتو ژبې او ادب په برخه کې هلې ځلې کولې. پښتانه شاعران او ليکوالان يې پيدا کول او هغوى به يې په خپلو ادبي کارونو باندې ډېر زيات نازول او تشويقول چې ددغه تشويق په نتيجه کې په دغه ادبي دربار کې ارزښتمن کارونه سرته ورسېدل او مهم اثار رامنځته شول.
شاه حسين هوتک ته دغه ادب پالنه په ميراث کې پاتې وه ځکه چې په خپله ملي قايد ميرويس خان د پښتو ژبې او ادب سره پوره مينه درلودله او په ډېرو مهمو وختونو کې به يې د رحمان بابا کلام ته پناه وړله او ددغه صوفي شاعر کلام به يې د خپلې لارې مشال باله.
همدارنګه د ميرويس نيکه مور په خپله د پښتو ژبې يوه زبردسته شاعره وه او له پښتو ادب سره يې د زړه له تله مينه درلوده. همدارنګه د ميرويس نيکه په وخت کې د پښتون سپه سالار خان ناصر نوم هم د يادونې وړ دى، چې د خپلو پوځي کارونو ترڅنګه د پښتو ژبې ښه شاعر و. په همدې ډول ملاپير محمد مياجي چې د حاجي ميرويس خان نږدى ملګرى و او د روم د علماوو له خوا ورته د پير افغان لقب ورکړ شوى و او دوه کتابونه ( افضل الطرايق) او ( القرايض فى ردالروافض) په پښتو نظم کړي وو، ددغه ښه شاعر اشعار په پټه خزانه کې راغلې دي. همدارنګه بابه جان بايي چې د ميرويس نيکه ډېر ښه ملګرى و او پر ١١٢٩ل کال يې د ((شها او ګلان)) کيسه په پښتو نظم کړه او نوم يې پرې ((قصص العاشقين)) کېښود.
داود هوتک د پټې خزانې د مولف پلار چې له ميرويس نيکه سره همېشه ملګرى و د پښتو ژبې ډېر ښه شاعر و چې د کلام نمونه يې په پټه خزانه کې راغلې ده.
ملا نورمحمد غلجى د نافع المسلمين ليکونکى چې د ميرويس نيکه په کاله کې د کوچنيانو ښوونکى و او حاجي ميرويس خان يې ډېر احترام درلود.
له دغې لنډې يادونې نه زما مقصد دادى، چې په خپله ميرويس نيکه هم په خپل وخت کې له عالمانو، ليکوالانو او شاعرانو سره نږدې اړيکي او راشه درشه درلوده. په دغسې يو ماحول کې شاه حسين هوتک سترګې وغړولې او را لوى شو، نو ځکه ويلاى شو، چې د هغه په طبيعت او خټه کې له پښتو ژبې او ادب سره مينه اخښل شوې وه او له خپلې کورنۍ نه ورته دا مينه په ميراث کې پاتې وه.
شاه حسين هوتک د ١١١٤هـ ق کال د لومړۍ خور په ٢٣مه د غلجيو د کلات د سيوري په سيمه کې د ميرويس نيکه کره دنيا ته راغى. په ١١٣٥. ق کال د خپل ورور شامحمود هوتک له خوا د کندهار او شاوخوا سيمو پاچا وټاکل شو. په ١١٥٢ هـ ق کال د نادر افشار سره تر اوږدې جګړې وروسته په مازندران کې د تبعيد په حالت کې وفات شو.(1)
کله چې شاه حسين هوتک د خپل ورور شاه محمود له خوا پاچا وټاکل شو، نو له نورو کارونو سره يې د پښتو ژبې او ادب ته هم پوره توجه وکړه. پښتانه شاعران يې پر ځان راغونډ کړل او له هغو سره به يې په ټاکلو وختونو کې ادبي جرګې او مجلسونه کول.
شاعرانو او ليکوالو ته به يې وخت پر وخت جايزې ورکولې او هغوى به يې ادبي کارونو ته تشويقول. د همدغه تشويق په نتيجه کې ډېر شاعران او ليکوال رامنځته شول او ډېر مهم اثار يې ايجاد کړل.
د پټې خزانې د روايت له مخې دغه ادبي غونډې، علمي بحثونه او مشاعرې د کندهار په سلطنتي کتابتون کې د شاه حسين هوتک تر مشرۍ لاندې جوړېدې چې دغې ټولنې ته به يې ادبي دربار وايه. د پټې خزانې مولف په دې باب ليکي (پادشاه عالم پناه په ارګ کې د قندهار هغه قصر چې نارنج باله شي، هلته په هفته يوه ورځ دربار کا په کتب خانه کې مجلس کې علما جمع کېږي او فضلا ټولوي))(١ )
هغو کسانو چې په دغه ادبي دربار کې يې ګډون کاوه او يا ددغه دربار غړي وو په لاندې ډول يې يادونه کوو.
شاه حسين هوتک چې د غونډو مشر و او په خپله به يې په علمي او ادبي بحثونو کې برخه اخيسته او د پښتو ژبې ښه شاعر و چې د کلام دغه نمونه يې په پټه خزانه کې خوندي وه او د محمد هوتک په قول د دېوان خاوند و چې ده به يې اشعار ليکل:
بېلتانه دې د غمو په چپاو چور کړم
په تيارو کې د هجران يې له تادور کړم
بېلتانه دې هسې اوښکې راخورې کړې
ستا د فکر په ګرداب کې تل عبور کړم
د فراق پړى مې کښېوت و مرۍ ته
په جهان کې يې رسوا لکه منصور کړم
په وصال دې هم ناښاد يمه دلبرې
د بېلتون فکر په زړه کې ناصبور کړم
د باڼو غشى مې وخوړ په ځيګر کې
غمازانو په غمزو غمزو مهجور کړم
خلق ياد زما د عشق په لېونو کا
زه حسين محبت هسې مشهور کړم.

ملا يارمحمد هوتک چې د خپل وخت لوى عالم او د شاه حسين هوتک استاذ و ده په فقهه کې ((مسايل ارکان خمسه)) په نامه کتاب کښلى دى او د پښتو ژبې ښه اديب و.
ملا محمد يونس توخى چې د کندهار د جامع امام و او په پښتو کې يې د ((جامع فرايض)) په نامه يو کتاب کښلى و او د پټې خزانې مولف يې د ادبي دربار په علماوو کې نوم يادوي.(1)
محمد هوتک چې ددغه پاچا له خوا دربار ته وغوښتل شو او د هغه په هدايت يې پټه خزانه وکښله او هم ددغه ادبي دربار منشي و د محمد هوتک خپله وينا ده چې وايي ((... دا ډېر وقتونه تېر شول چې ما غوښته چې زه د پښتو شاعرانو تذکره وکاږم او د دوى احوال سره راټول کاندم مګر زمانې ماته فراغ نه راکا او دا هيله مې په زړه کې وچه شوه. ځکه چې پر قندهار د ظلم او جفا تورتم پروت و او هېچا ارام نه درلود... اوس چې حق تعالى موږ خلاص کړو له هغو ظلمو څخه او فارغ شوه زړونه زموږ او ملک حاجي ميرخان عليه الرحمه دوى له قندهار وياسته او پښتانه يې د دوى د جوره ازاد کړل زما زړه فارغ البال شو له اندوهه او قلم مې راواخيست هغه وخت چې زما له ارادې خبر شو زموږ د پښتنخا د سترګو تور امام المسلمين... شاه حسين ادام الله دولته الى يوم الدين... نو يې زه وغوښتم خپل دربار ته او ماته يې تشويق وکا او الطاف يې ښکاره کا چې دا خپله اراده پوره کاندم او د پښتو شاعرانو حال سره راټول کاندم.))
په دې توګه دغه مهم کتاب د شاه حسين په هدايت او تشويق وکښل شو چې د پښتو ژبې تر ټولو مهمه او درنه تذکره ده همدارنګه محمد هوتک ددغه ادبي دربار دمنشي دنده په غاړه درلوده او د شاه حسين هوتک اشعار به يې ليکل چې دغه مطلب هم دى په خپله په پټه خزانه کې وايي ((... زه محمد هوتک کاتب د دې کتاب هم په دې مجلس کې يم او د بادشاه ظل الله اشعار او ادبيات په قلم کاږم او کتاب د دېوان يې مرتب شوى دى کله په پښتو اشعار وايي او کله پارسي ژبې ته هم ميل کا او استاد العلما ملا يارمحمد ته يې قرائت کا چې سهو و سقم ځنې زايل کا، او د بادشاه په اشعارو کې لږ سهو ليده شي او علما يې په بلاغت او فصاحت قايل دى او سماع ته مايل...)) (1)
محمد هوتک د خپل وخت مروجه علوم لوستى وو له شعر او ادب سره اشنا و. په عروضو، قافيه، بيان معانى او د ادب په نورو څانګو کې د مطالعې خاوند و، نو ځکه د شاه حسين د توجه وړ وګرځېد او د پټې خزانې ليکلو ته يې وهڅاوه. د محمدهوتک بل کتاب خلاصة الطب نومېږي. محمد هوتک د خپل دغه کتاب په باب ليکي ((بل کتاب مې کښلى دى په بيان د طبابت او علاج چې خلاصه الطب يې نوم دى په سنه ١١٣٩ هجري چې مې دغه کتاب پادشاه عالم پناه مدظله مخ ته پېش کاسل طلاوې يې ماته صله کا او هر کله داسې مراحم د پادشاه ددې فقير غريب په حق ډېر دى او ارکان د دولت ابدت مدت هم پردى فقير غريب نظر کا خاص بيا بهادرخان عالي مکان چې نن ورځ په قندهار کې د غرباو پر سر ظل د رحمت دى خالق دې عمر ډېر کا)) (1)
د محمد هوتک ژوند او مزار د کتاب د ليکوال زلمى هېوادمل د وينا له مخې محمد هوتک درېيم سړى دى چې د زاړه طب اصول يې په پښتو ژبه د پښتنو لپاره کښلي دي، دده ترمخه د خوشال خان خټک طب نامه او ورپسې د عبدالحليم اختيارات بديعي يادولى شو.(2)
همدارنګه محمد هوتک د دېوان خاوند شاعر و، چې په خپله د خپل دېوان په باره کې ليکي: ((ما له يو دېوان د اشعارو هم شته چې په دې وخت مردف او مدون شوى دى او غزلونه او قصايد او رباعي لري کله چې طبع قاصر ميل د شعر او وينا کا شعرونه کاږم او موزونان د روزګار يې خوښوي)) (١)
کومه نمونه چې محمد هوتک د خپلې شاعرۍ څخه په پټه خزانه کې ثبت کړې ده په دې ډول ده:

ساقي پاڅه د سرو ملو ډک يو جام را
ستا له غمه نا ارامه يم ارام را
بې له له ميو د بهار نندارې څه کړم
پسرلى شو د خوښۍ ښه پيغام را
دنيا پاته ده څو شپې مو يو ګړۍ ده
يو ګړۍ مې خوښ که مى کړى انعام را
د بېلتون په تاريکو کې مې زړه شين شو
رڼا لمر د جام د ميو په ظلام را شين شو
ناکاميو د دنيا مې کام راتريخ کا
چې مې خوږ کا کام ترخه و مانا کام را
نه نشاط شته نه مستي شته نه رندي شته
چې سم رند هغه اوبه على الدوام را
په اوبو مې سوړ زړګى لږ څه راتود که
محمد ته د اور ډک يو هسې جام را.

د محمد هوتک بل کتاب خلاصة الفصاحت نومېږي، چې د همدغه ادبي دربار په رڼا کې ليکل شوى دى او دده د وينا له مخې د فصاحت علوم يې د پښتنو طالبانو لپاره خلاصه کړي دي. ددغه ادبي دربار بل ښه عالم او شاعر ملا زعفران تره کى و چې د پټې خزانې مولف د پاچا د کيڼ لاس په نامه ياد کړى دى. دې عالم په حکمت، رياضي او طب کې پوره لاس درلود او يو کتاب يې په طب او حکمت کې ليکلى و چې ((ګلدسته زعفراني)) نومېده او د پټې خزانې مولف ليدلى و (1)
ددغه ادبي دربار بل برخه وال پښتون سالار بهادرخان و چې د محمد هوتک په قول د پاچا بازو و او شاه حسين به په ((ورور)) ورته خطاب کاوه او د عوامو له خوا د ((امير الامرا)) په لقب يادېده. دا پښتون سالار علاوه پر مېړانه د سخاوت او ښه علم خاوند هم و، ښکلي او خوندور شعرونه به يې ويل او هر کله به چې له جګړې نه فاتح راغى نو شاعران به يې مېلمانه کړل او له هغوى سره به يې ادبي مجلسونه کول. ددغه تورزن شاعر د يوې بدلې څو بيتونه په دې ډول دي:
بېلتون دې زور دى تر ليمو مې سهار نم څاڅي
لکه شبنم څاڅي
دا سره ياقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي
په غم الم څاڅي
ګوره ليلى باران د وښو چم پر چم څاڅي
لکه شبنم څاڅي
راغله ليلى په شينکي خال نڅا په ګلو کوي
په سرو منګلو کوي
سهار چې وځي سيل کا، ږغ په بلبلو کوي
ګل په اوربلو کوي
ملالې سترګې يې کاته په ويرژلو کوي
زېب په کجلو کوي
د ژوبل زړه وينې په هر ګړۍ هر دم څاڅي
لکه شبنم څاڅي
ښکلې نجلۍ د باغ په لور مه ځه نڅا مه کوه
عاشق رسوا مه کوه
وريت شوى زړه مې دى مين پورې خندا مه کوه
راشه جفا مه کوه
زه يم پتنګ ته يې ډيوه ما جلبلا مه کوه
نور ظلم بيا مه کوه
يم ستا له عشقه لېونى پر ما ماتم څاڅي
غم و الم څاڅي

ريدى خان مومند هم دغه ادبي دربار ته منسوب شاعر دى چې محمود نامه يې وليکله او کله چې يې د پاچا په مخ کې ولوستله نو شاحسين زر طلا وي ورکړې. دا شاعر د شاه محمود هوتک سره په ١١٣٦هـ کال کې اصفهان ته تللى و او کله چې راغى نو بيا يې محمود نامه وليکله چې د شاه حسين له خوا ونازول شو دا کتاب چې د مثنوي په شکل کې دى يو باب يې محمد هوتک په پټه خزانه کې راخيستى دى.
بل پښتون شاعر چې دغه دربار ته منسوب دى نصرالدين خان اندړ نومېږي. ډېر زړور پښتون و په اصل کې د غزني و د پاچا حسين په وخت کې کندهار ته راغى او د خپلې مېړانې په اثر د پاچا د توجه وړ وګرځېد. دې پښتون شاعر د اشعارو دېوان درلود په شعر کې يې (نصر) تخلص کاوه د کلام نمونه يې په پټه خزانه کې شته.(1)
له دغو څرګندونو څخه زموږ مقصد دادى، چې د کندهار ادبي دربار چې د پښتون پاچا شاه حسين هوتک له خوا جوړېده. په منظم ډول د پښتو ژبې او ادب د غوړېدنې لپاره عملي ګامونه اخيستل او دا ددغه پښتون پاچا هغه پښتو پالنه ده چې په تاريخ کې يې سارى لږ دى. په خپله شاه حسين پښتو پالونکى پاچا او د پښتو ژبې ښه شاعر و، نو همدارنګه يې پر ځان د هغه وخت ډېر ښه عالمان او شاعران راغونډ کړي وو، لکه محمد هوتک، ملا يارمحمد هوتک، محمد يونس توخى،ملا زعفران تره کى، بهادر خان، ريدى خان مومند، نصر الدين خان اندړ، چې د پښتنو له بېلابېلو قومونو څخه وو، دغه ادبي دربار به په سلطنتي کتابتون جوړېده، هغه قصر چې نارنج يې باله په اوونۍ کې به يو ځل د پاچا تر مشرۍ لاندې ټولېدل او ادبي بحثونه او مشاعرې به يې کولې. د پاچا له خوا به دوى تشويقېدل او جايزې به ورکول کېدلې.
د مثال په توګه د پټې خزانې مولف او ددغه ادبي دربار منشي ليکي (( ... نو يې زه وغوښتم خپل دربار ته او ماته يې تشويق وکا او الطاف يې ښکاره کا...))
همدارنګه محمد هوتک چې کله خپل کتاب خلاصة الطب شاحسين هوتک ته ښکاره کړ نو سل طلاوې يې ورکړې. په همدې ډول ريدى خان مومند چې کله خپل کتاب محمود نامه پاچا ته وړاندې کړ، نو زر طلاوې يې ورکړې.
په همدې ارتباط محمد هوتک ليکي: (( چې يوه ورځ د پاچا په قصر کې مجلس و، فضلا او علما سره راټول شوي وو، ناڅاپه احوال وشو چې قاصد راغلى دى او پيغام يې له لرې ځايه راوړى دى. ملا زعفران چې ددې دربار ښه شاعر د باندې ووت يو ګړۍ پس بېرته راغى او د يوې فتحې زېرى وکا چې هغه د شال او ږوب د فتح زېرې و دغه بيتونه يې وويل:
د حسين پادشاه د بخت ننداره ګورئ
چې يې فتح په لښکرو ږوب و شال کا
ددغو بيتونو په اورولو سره پاچا ژېړ زعفراني شال ورکړ او بيايې د مجلس ټولو حاضرينو ته شالونه وبخښل.))
دا وو د شاه حسين هوتک هغه تشويق چې د پښتنو شاعرانو سره يې کاوه او پر هغو باندې يې تل مهرباني کوله او دغه تشويق په حقيقت کې د شاه حسين هوتک د خپلې ژبې او ادب سره د زړه له تل نه د رښتينې مينې يو څرګند ثبوت دى.
همدغه وجه وه. چې په دغه ادبي دربار کې د علم او ادب په مختلفو ساحو کې مهم اثار رامنځته شول. د همدغه پاچا په امر د رحمان بابا د دېوان زياتې نسخې کاتبانو وليکلې او په خلکو کې خورې شوې چې د پټې خزانې د مولف په قول ددغه کار لپاره يې کاتبان پېښور ته استولي وو. چې دا هم ددغه پاچا بې سارې مينه له پښتو سره څرګندوي. د ژبپالنې ليکوال ددغه ادبي دربار په باب کښلې دي ((... که څه هم ددې ادبي دربار کومه ليکله شوې کړنلاره موږ ته نه ده راپاتې خو هغه علمي او ادبي کارونه چې ددې دربار په سيوري کې ترسره شوي دي څرګندوي چې يو لوى هدف يې دپښتو کتبي ذخيره زياتول او پښتو ته په هره برخه کې د اثارو منځته راوړل وو لکه د طب په برخه کې ((خلاصة الطب)) د حکمت په برخه کې ((ګلدسته زعفراني)) د تاريخ په برخه کې ((محمودنامه)) د ادبي څېړنو په برخه کې ((پټه خزانه)) د دين په برخه کې ((مسايل ارکان خمسه)) او ((جامع فرايض)) او نور کتابونه يې چې تاليف کړي او يا يې چاته لوړې جايزې پرې ورکړې دي. باور دى چې د شاه حسين هوتک د وخت دې ادبي دربار به د پښتو په لاره کې ډېرو نور خدمتونه هم کړې وي، خو څرنګه چې ددې خدمتونو په برخه کې پټه خزانه زموږ يوازنى اخځ دى او بل ځاى يې يادونه نه شته او هم څرنګه چې پټه خزانې تر ١١٤٢هـ ق کال پورې په کندهار کې دوام کړى نو ددې دربار د لسو پاتې کلو له کارونو هم بې خبره پاتې يو))(1)
په پاى کې بايد ووايو چې ددغه پښتون واکمن په وخت کې پښتو ژبې او ادب ته بنسټيز کارونه شوي دي او د ادب په بېلابېلو څانګو کې ارزښتمن اثار رامنځته شوي دي. ددغه ادبي دربار له خوا د پښتو ژبې پالنه په ښه ډول سره کېدله، د اثارو په خپرولو کې يې لاس درلود او د ليکوالو او شاعرانو په ټولولو، روزلو او پاللو کې يې هم خپله دنده په ښه توګه سرته رسوله، چې يادونې يې په پورته کرښو کې وشوې.

(1)  ژبپالنه، خپرونکى د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز، پښتو ټولنه، ګوندي مطبعه کل ١٣٦١، ٧٨مخ.
(١) محمد هوتک، پټه خزانه، د پوهاند عبدالحى حبيبي په تحشيه او تعليق، د پښتو انکشاف او تقويې امريت، کال ١٣٥٤، ٥٥-٥٦مخونه.
(1)  عبدالروف بېنوا، پښتو روزنه، د پښتو څېړنو بين المللي مرکز، ١٣٥٧ل کال، دولتي مطبعه، ٩٢مخ.
(1)  پښتو روزنه، ٨٩مخ
(1)  زلمى هېوادمل، د محمد هوتک ژوند او مزار، خپرونکى د بايزيد روښان پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځى، د لوړو او مسلکي تحصيلاتو مطبعه، کال ١٣٦٢، ١٤ مخ.
(2) همدا اثر ١٤مخ
(١) زلمى هېوادمل، د محمد هوتک ژوند او مزار، خپرونکى د بايزيد روښان پوهنتون، د ښوونې او روزنې پوهنځى، د لوړو او مسلکي تحصيلاتو مطبعه، کال ١٣٦٢، ١٤ مخ.
(1)  پښتو روزنه، ٩٦مخ
(1) پښتو روزنه، ٩٨ مخ
(1) ژبپالنه، ٨٢مخ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery