مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دنازو انا یاد

سريزه

څرنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د هېواد يو شمېر روښانفکرانو او فرهنګيانو په شعوري هڅه او هاند، د ١٣٦٩لمريز کال د عقرب مياشتې پر (٢٥) نېټه د خان علين مکان لوى خان، خان خوشال خان خټک فرهنګي ټولنه (د خوشال فرهنګي ټولنه) د ډېرې شاندارې غونډې په ترڅ کې په انټرکانټيننټال هوټل کې پرانستل شوه.
له هغه وخته راهيسې دا دى څه کم يو کال تېرېږي. په دې زماني واټن کې خوشال فرهنګي ټولنې نه يوازې په هېواد کې خپل ملي هويت وځلاوه ، ټولنيز بنسټ يې پياوړى شو، بلکې په داسې عملي فعاليتونو يې لاس پورې کړ، چې کولى شو، د هېواد د فرهنګي تاريخ يوه ځلانده پاڼه يې وبولو. د ١٣٦٩ل کال تر عقرب مياشتې وروسته د کامل مومند په ياد علمي-ادبي سيمنار جوړ شو، د لوونو فصل شعري جونګ چاپ شو، د استاد اولمير تلين په درنښت غونډه جوړه شوه، د ګل او غزل سندريز پروګرام د لومړي ځل لپاره ثبت شو، د فرهنګي ټولنې هنري ډله جوړه شوه، د هېواد د پياوړي شاعر نصرالله حافظ شپېتمه کليزه ونمانځل شوه، په ځينو تحصيلي او علمي موسسو کې د ټولنې څانګې پرانيستل شوې، د ملي اتل عجب خان اپريدي سيمينار جوړ شو، د عجب خان اپريدي د سيمينار د مقالو مجموعه چاپ شوه، د نازو انا د زوکړې د درې سوه پنځوسمې کليزې په وياړ علمي ادبي سيمينار جوړ شو، د خوشال خټک پسرلنۍ مشاعره جوړه شوه او يو لړ نور ورته کارونه سرته ورسېدل.
او دادى اوس شمشاد مجله (د ټولنې خپرنى ارګان) له چاپه د راوتو په حال کې ده. د محترم استاد کاډميسين عبدالشکور رشاد د اويايمې کليزې د نمانځنې لپاره هلې ځلې روانې دي او د عبدالقادر خان خټک په باب د يو لوى سيمينار د جوړېدو لپاره کارونه پيل شوي دي.
د خوشال فرهنګي ټولنې د کلني پلان له مخې يو هم د نازو انا د درې سوه پنځوسمې کليزې په وياړ د علمي-ادبي سيمينار جوړېدل او د يوه ځانګړي کتاب په شکل د هغه سيمينار د مقالو چاپول و. د دې سيمينار د جوړېدو لپاره مخکې تر مخې کار پيل شو د ټولنې اکثرو غړو خپلې هڅې ونه سپمولې، ښايسته ډېرو فرهنګي دوستانو او پښتو پالونکو، چې نومونه يې وروسته راوړم، له موږ سره مادي او معنوي مرستې وکړې، خو زما د ډېر پرکاره استاد، د پښتو د خدمت او پالنې د عملي او نظري ډګر لوى اتل او يا هم زموږ د يوه ليکوال خبره ((زموږ ژوندۍ اکاډمي)) محترم (زلمي هېوادمل) منډو رامنډو او هلو ځلو غوڅ او ټاکونکى رول ولوباوه، دى نه يوازې د مادي امکاناتو د برابرونې لپاره کوڅه پر کوڅه او کور پر کور ګرځېدلى دى، بلکې د مقالو د تنظيم لپاره هم په ليکوالو پسې ستړى شوى دى. استاد هېوادمل ماته ويلي و، چې ددې کتاب تدوين او چاپ ستا پر غاړه دى، خو په دې برخه کې ده دومره کار سرته ورساوه، هغه د چا خبره ماته يې تياره مړۍ په خوله کې راکړه.
دا سيمينار د ١٣٧٠ل کال د ميزان د مياشتې پر ١٧مه نېټه د کابل پوهنتون د علمي شورا تالار کې د سهار پر نهه نيمو بجو پيل او د ماسپښين پر دوو بجو پاى ته ورسېد. د سيمينار کار د قران کريم د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شو، تر ويناوو او پيغامونو وروسته ليکوالو خپلې مقالې ولوستلې. د سيمينار په وروستۍ برخه کې يوه ازاده مشاعره وشوه او د ټولنې له خوا څو ټوکه کتابونه، د سيمينار پر برخوالو ووېشل شول. څنګه چې ټول پوهېږي، د خوشال فرهنګي ټولنه يوه غير سياسي، غير دولتي او غير ګوندي ټولنه ده، يوازينۍ تکيه يې د خپل هېواد پر فرهنګپالونکو او پښتو پالونکو ده، نو د مالي امکاناتو په برخه کې هم پر همدوى تکيه کوي، نو که ددې کتاب په ځينو مقالو کې څه لنډون شانته راغلى وي، هغه به يوازې د ټولنې د مالي امکاناتو له کبله وي.
دلته ضروري بولو، د هغو ښاغلو له مرستو څخه يادونه او مننه وکړو، چې ددې سيمينار په جوړولو او د کتاب د چاپ لپاره يې له موږ سره کړې دي. ددې فرهنګپالونکو نومونه او د مرستو څومره والى په لاندې ډول دى:
١- محترم حاجي بابک کندهاري يو سلو پنځوس زره افغانۍ.
٢- محترم حميدجان قادري، د قادري شرکت رئيس سل زره افغانۍ.
٣- محترم هريش کمار کندهاري شل زره افغانۍ.
٤- محترم دوکتور شاه محمد ( په کابل کې د پښتونخوا سټوډنټس ارګانيزيشن (P.S.O) د سازمان مشر) شل زره افغانۍ.
٥- محترم عمر معروفي لس زره افغانۍ.
٦- محترم فدامحمد خوار يکښ لس زره افغانۍ.
٧- محترم احسان ارينزي څلور زره افغانۍ.
٨- محترم بسم الله حقمل دوه زره افغانۍ.
٩- محترم علي محمد رسولي دوه زره افغانۍ.
١٠- محترم انجنير ګلاب دوه زره افغانۍ.
١١- محترم جلات خان حکمتي دولس سوه افغانۍ.
١٢- محترم پوهندوى شېراحمد ګرديوال زر افغانۍ.
١٣- محترم پوهنمل اصف بهاند زر افغانۍ.
١٤- دکابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د لومړي ټولګي محصلينو ټولې درې زره افغانۍ.
اوس چې زه دغه سريزه ليکم، خوشال فرهنګي ټولنې په يو بل نوښت لاس پورې کړ، هغه د خوشال فرهنګي ټولنې په چوکاټ کې د يوې طبي څانګې پرانيستل دي. په دې څانګه کې د کابل طب انستيتيوت د (٣٠٠) تنو په شاوخوا کې محصلينو او استادانو غړيتوب واخيسته، سره له دې چې يو شمېر لنډ فکرانو ددې څانګې د جوړېدو د مخنيوي لپاره خپل لنډ فکره هويت په ډاګه څرګند کړ، خو له نېکه مرغه د کابل طب انستيتيوت د نوښتګرو محصلينو د پرله پسې هلو ځلو او کوښښونو له کبله، د هغو ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ شوې او ددې څانګې افتتاحيه غونډه په داسې شاندارو مراسمو او احساساتو سره پرانيستل شوه چې حتى تصور يې نه کېده.
په دې مجموعه کې درې پيغامونه، دوه ټوټې شعرونه او يوولس مقالې راغلې دي. په مقالو کې ځينې مشخصې د نازو انا د فرهنګي او ملي ژوند د بېلابېلو اړخونو په څېړنې او تحليل پورې اړه لري او ځينې نورې مقالې د هوتکو د ملي او فرهنګي غورځنګ په ارتباط ليکل شوې دي، چې د ځينو ربړو په حل کې مرسته کولى شي.
د خوشال فرهنګي ټولنه هيله لري، چې ددې مجموعې مقالې به د هوتکي دورې د فرهنګي او ملي کارونو له څېړونکو سره مرسته وکړي.
په پاى کې زه دغه مجموعه خپلې فرهنګي ټولنې ته ډالۍ کوم او هيله لرم چې زما دا هاند او هڅه د فرهنګ د يوې پيڅې په رڼولو کې د څېړونکو په درد ولګي.

په ډېر درنښت
له پښتو، پښتونولۍ او انسانيت نه په ډکو ولولو
اسمعيل يون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې محصل
د نازو انا د زوکړې د درې سوه پنځوسمې کاليزې په غونډه کې د خوشال فرهنګي ټولنې د رئيس وينا

درنو پوهانو، مېرمنو او ښاغلو!

د خوشال فرهنګي ټولنه له خپلې اساسنامې سره سم د هېواد دعلمي، فرهنګي او ټولنيزو شخصيتونو د کارنامو او خدمتونو د نمانځنې لپاره علمي او فرهنګي غونډې جوړوي.
دا زموږ ملي وجيبه ده، چې د فرهنګ د رښتينو خدمتګارانو درناوى وکړو او هغو تاريخي شخصيتونو ته، چې د ملي فرهنګ د غني کولو په برخه کې يې ونډه اخيستې ده، د عقيدت ګلونه وړاندې کړو.
د نن ورځې علمي غونډه د نازو انا د زوکړې د درې سوه پنځوسمې کاليزې په يواړ جوړه شوې ده. په دغه علمي غونډه کې به د افغانستان د سياسي، ټولنيز او فرهنګي تاريخ پر بېلابېلو خواو رڼا واچوله شي، ګوندې د تاريخ په هېنداره کې موږ افغانان خپل صلاحيتونه، خپل ملي کرکټر، خپلې برياوې او خپلې نيمګړتياوې يو ځل بيا له نظره تېرې کړو، تاريخ موږ ته اجازه نه راکوي، چې د حقارت عقده ولرو، پرځان باور له لاسه ورکړو او تورې تيارې په خوب کې ووينو. افغانانو له پاريس څخه نيولې تر ډهلي او بنګاله پورې په اداره، سياست او فرهنګ کې ستره ونډه اخيستې ده. سره له دې، بايد وويل شي، چې د افغانانو په تاريخ کې له قلم څخه د تورې نقش زيات وو، دوى له مغزو څخه هغومره کار نه دى اخيستى لکه څومره يې چې له خپلو مټو څخه اخيستى دى. د پښتنو په باره کې دا خبره ډېره مشهوره ده، چې وايي: پښتانه يې په توره ګټي، په سياست يې بايلي.
که چېرې د اسيايي ملتونو سياسي تاريخ ته په ځير وکتل شي، نو دلته سياسي فلسفي او سياسي ايډيالو نو چندانې انکشاف نه دى کړى. په پښتنو مشرانو کې شېرشاه سوري، خوشال خان خټک، افضل خان (د تاريخ مرصع مولف)، ميرويس هوتک، احمدشاه بابا، سيدجمال الدين افغان او محمود طرزي د لوړې سياسي پوهې خاوندان وو، دوى د خپل قام د لوړتيا لپاره له ځانه سره ايډيالونه درلودل او د قامونو د عروج او زوال علتونه يې پلټل. له بده مرغه، د پښتنو د سياسي مشرانو نظريې په ځانګړي اثر کې نه دي راغونډې شوې او په انتقادي توګه نه دي تحليل شوي.
درنو پوهانو او د فرهنګ مينه والو! د نن ورځې علمي غونډه د فرهنګيانو له نظره خاص ارزښت لري: لومړى دا چې نازو انا د ميرويس خان هوتک مور ده او د هغه ستر تاريخي شخصيت په پالنه کې مهم نقش لري. دوهم دا چې نازو انا يوه شاعره وه او د شعر دېوان يې درلود. درېيم دا چې نازو انا يوه مېرمن وه او دا د ټولو فرهنګيانو انساني وظيفه ده چې د ښځو له حقوقو څخه په کلکه ملاتړ وکړي. که چېرې د يوې ټولنې نيمايي نفوس په ټولنيز فعاليت کې له ونډې اخيستلو څخه محروم شي، نو دا به يوه لويه فاجعه وي. د ښځو ښوونه او روزنه سربېره پر دې، چې يوه انساني او عاطفي مساله ده، د ټولنيز پرمختګ يوه نه بېلېدونکې موضوع هم ده. تجربې ښودلې ده چې تعليميافته مېرمنې د ماشومانو په روزنه کې اساسي نقش لري. همدارنګه په کومه ټولنه کې، چې د تعليميافته ښځو شمېر زيات وي هلته د نفوسو د ډېروالي پرابلم هم تر زياتې اندازې کنټرول کېدى شي.
خوشال فرهنګي ټولنه، د خوشال بابا تعليماتو ته په وفادارۍ سره، د نجونو تعليم او تربيې ته خاص اهميت ورکوي. خوشال بابا په خپل اثر (دستارنامه) کې دنجونو ښوونې او روزنې ته خاصه پاملرنه کوي او وايي، لکه څنګه چې د زامنو تربيت لازم دى، لوڼې لا حقدارې دي. خوشال بابا د نجونو لپاره جلا تعليمي نصاب ټاکلى دى، چې په هغه کې ديني علوم، د منزل تدبير او اجتماعي سلوک ته ځاى ورکړ شوى دى.
که چېرې پښتني کلتور په ژوره توګه مطالعه شي، هلته به د ښځو مقام او ونډه د يوه څرګند حقيقت په توګه ځان ښکاره کړي. د پښتنو په هنري فرهنګ کې د ښځو ونډه ډېره زياته ده. ويل کېږي چې د پښتو د فولکوري ادب زياتې بېلګې د ښځو ايجاد دى، په ليکني ادب کې هم د يو شمېر ښځو نومونه ثبت شوي دي، چې شعرونه يې ويلي دي او داستانونه يې ليکلي دي. نازو انا هم د هغو مېرمنو له جملې څخه ده، چې په ادبي تاريخ کې يې نوم راغلى دى. که څه هم د مېرمن نازو د شعر دېوان لاس ته نه دى راغلى، خو ددې د شعرونو له دوو بيتونو څخه چې په پټه خزانه کې راغلي دي، داسې ښکاري چې نازو انا د لوړې ادبي قريحې خاونده وه.
هغه دوه بيتونه دادي:

سحر ګه وه د نرګس ليمه لانده
څاڅکي څاڅکي يې تر سترګو څڅېده
ما وې څه دي ښکليه ګله ولې ژاړې؟
دې ويل ژوند مې دى يوه خوله خنديده.

دغه شعر د تصوير، تمثيل، لفظي صنايعو او د مضمون د نوښت له پلوه د پښتو ژبې کلاسيک اثر بلل کېږي. له دې شعر څخه دا هم څرګندېږي، چې ددوه په لوديزه برخه کې يو ځانګړى سبک د پوخوالي درجې ته رسېدلى و او د شاه حسين هوتکي په دربار کې هم دغه سبک پالل کېده.
که چېرې د روښانيانو عرفاني اشعار، د خوشال خټک او رحمان بابا شعرونه د هغه عصر روح وبولو، نو دمېرمن نازو شعر هم د هغه عصر په چوکاټ کې لوېږي او کومه نادره ادبي پديده نه ګڼله کېږي.
درنو پوهانو او فرهنګيانو! د خوشال فرهنګي ټولنې په علمي غونډو کې تراوسه پورې ډېرې تحقيقي مقالې لوستل شوي دي. زموږ غونډې يوازې تجليلي او تشريفاتي بڼه نه لري، سره له دې که ددغې فرهنګي ټولنې ځينې غړي د راتلونکو سيمينارونو او سمپوزيمونو د ماهيت په برخه کې کوم وړانديز لري او يا غواړي چې د کار په سبک کې بدلون راشي، خپلې نظريې دې په ليکلې توګه لارښودې شورا ته راولېږي.
په پاى کې درنو پوهانو ته بلنه ورکوم، چې خپلې علمي تحقيقي مقالې واوروي. د فرهنګ په چارو کې ستاسو د برياليتوب په هيله.

په درناوي
کانديد اکاډميسين محمد صديق روهي
د خوشال فرهنګي ټولنې رئيس
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery