مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دنازو انا یاد

پوهنمل عبدالخالق رشيد


د نازو انا ژوند، سخاوت، شجاعت او شاعري

((زما مور ماته د لويو کارو د انجام وصيت کړى دى زه بايد زيار وباسم چې د مور وصيت پر ځاى کړم او له خداى(ج) څخه توفيق غواړم)) ((ميرويس نيکه))

زموږ د خلکو د تاريخ په پاڼو کې که له يوې خوا د نارينه اتلانو نومونه تلپاتې شوي، مګر له بلې خوا دا نښې نښانې هم شته، چې د همدغو نارينه وو ترڅنګ د اتلو ښځينه وو نومونه هم تلپاتې دي او درناوى يې په هم هغه اندازه دى، لکه د نومياليو نارينه وو. وايي چې په عباسي واکمنانو کې تر هارون الرشيد وروسته مامون الرشيد د خپل عصر زبده روزگار واکمن شو، دده ددغې لويۍ او پوهې يو سبب دا و، چې دى د يوې نوميالۍ خراسانۍ مېرمنې مرجيلې زوى و، هغې دى په پوره تقوا او سپېڅلتيا سره وروزه، ځکه نو په خپل عصر کې يو نه ماتېدونکى او پر ځان ډاډمن واکمن شو، د مامون په روزنه او پالنه کې د هغه د مور مرجيلې خراسانۍ ونډه څرګنده وه.
د هند د مغولي لړۍ د بنسټوال ظهرالدين محمد بابر د پاچاهۍ د لويۍ اوده ته د لويو وياړونو د بښلو په ترڅ کې دده د پښتني مېرمنې بي بي مبارکې نوم او هلې ځلې په تاريخي لحاظ د يادونې وړي دي، همدغه پښتنه مېرمن وه، چې د يوه ځانګړي تاريخي نزاکت له مخې يې د بابر غوندې لوى واکمن مړى سره له دې چې په هند کې ښخ شو له هغه ځايه د شېرشاه په عصر کې راويوست او دلته يې په کابل کې په اوسني بابر بڼ کې چې په ((هغه وخت کې د حضرت رسول(ص) په قدم ګاه باندې مشهور و)) (١) خاورو ته وسپارل شو. د بابر ښخول په کابل کې د هغې سياسي او تاريخي ځيرکۍ نتيجه وه، چې زموږ د دغې نوميالۍ پښتنې په هغو تاريخي شرايطو کې ورپام شو، چې په هغو شرايطو کې يې په سيمه ييز او ملي لحاظ ستر اهميت درلود.
په همدې شان زموږ د هېواد په تاريخ کې درېيمه تلپاتې ښځينه څېره، چې زموږ د ليکنې اصلي موضوع هم د هغې ژوند، تقوا او سپېڅلتيا ده هغه زموږ د ملي مشر او ملي لارښود ميرويس خان مور (نازو انا) ده. نازو انا د توخيو د څانګې د نوميالي مشر سلطان ملخي توخي لور وه، سلطان ملخى هغه نوميالى مشر و، چې د هند د مغولي واکمن محى الدين اورنګ زېب په عصر کې يې له غزني تر جلدکه په بشپړه خپلواکۍ سره حکومت کاوه او د اورنګزېب د عصر په نامتو کسانو کې يادېده (٢).
نازو انا د همدغه ملي مشر او واکمن په کاله کې پر ١٠٦١هـ کال وزېږېده، په همدغه واکمن کاله کې يې د هغه وخت له شرايطو سره سمې ديني زده کړې لکه چې دود وې، سرته ورسولې، نازو په خپل عصر کې په رښتيا هم د يوه پښتون مشر د کاله روزنه په بشپړه توګه واخيسته او ځان يې په تمامه مانا په ښځينه جامه کې داسې عيار کړ، چې هم د رزم شوه او هم د بزم، داسې چې:
نازو انا د يوې سپېڅلې پښتنې مېرمنې په توګه:
نازو د لوى حکمران سلطان ملخي توخي لور وه، کرم خان نوموړې پښتنه پېغله د خپل زوى ښالم خان لپاره وغوښته او هغه يې وکړه او د ښالم خان د کاله مېرمن شوه، هغې له خپل ناوي توبه بيا تر زړه بوډۍ توبه د خپل کاله چارې لکه د يوې رښتينې پښتنې په شان سمبال کړې، هغې په لومړي ګام کې د خپلو اولادونو په روزنه کې ډېره ښه ونډه واخيسته، دا ځکه چې دا کار په کورني چاپېريال کې د يوې مېرمنې له اساسي او مهمو دندو څخه ګڼل کېږي، نازو انا چې د دواړو خاني کورنيو د پايښت پوښتنه ورسره وه دغه کار ته په دوه لحاظه په جدي توګه متوجه شوه. يو په دې لحاظ چې هغه په داسې چاپېريال کې اوسېده، چې د هغو ناسته ولاړه، راشه درشه دا يوادونو د واکمنانو په سطحه وه. هغه هم د داسې ايوادونو له واکمنانو سره چې هغو د ايران او هند په پرتمينو دربارونو کې د شان اوشوکت ډمامې په هغو شپو ورځو کې ګرمې کړې وې، چې د لويديز له پرتمه ډکه درباريان هم د هغو دربارونو جاه جلال ته ګوته په غاښ وو. نازو انا له داسې حالاتو او داسې راشه درشه سره او د هغې خسر ګنۍ او پلارګنۍ د داسې ناستو پاستو واکمن پښتانه وو. ځکه نو هغه په شعوري توګه تر هر څه لومړى دې ټکي ته ځير شوې وه، چې دا بايد خپل اولادونه څه ډول او څه ډول شرايطو لپاره وروزي. دا هغه اصل و، چې نازو انا يې ناچاروله، چې د يوې دراکې پښتنې په توګه بايد هغه ته ځير وي او هغه ته بايد تيارى ولري.
دويمه مهمه مسئله، چې هغه د نازو انا لپاره ددې سبب شوه، چې بايد د خپلو اولادو روزنې ته ملا وتړي، هغه د هغې هغه خوب ليدل وو، چې د هغه په ترڅ کې د پښتنو درانه بزرګ او منلې څېرې بېټ نيکه دې ته هغه وخت چې ملي مشر ميرويس خان وزېږېده وويل: ((دا زوى ښه تربيت که چې لوى شي، لوى کارونه به وکا او په زيارت د بيت الله به ځان مشرف کا او له نسله به يې پيدا شي بادشاهان چې دين به روښانه کا)) (٣)
همدا وجه وه، چې نازو انا خپلو اولادونو ته په اوداسه شدې ورکولې او هڅه يې کوله چې هغوى بايد پر مادي شته والي برسېره داسې انسانان شي، چې په معنوي ارزښتونو يې هم خلک او د هغو فکرونه پېړۍ پېړۍ روښانه او وياړمن وهڅول شي. نازو انا خپل مشر زوى حاجي ميرخان همداسې لکه چې عصر غوښته کوله او د بېټ نيکه معنوي سپارښتنه وه، وروزه، ميرخان يې د پوهې او زده کړې لپاره وګماره: ((څنګه چې يې مور په خپله عالمه او پوهه مېرمن وه، زوى يې په شپږ کلنۍ په روزنه او تعليم پيل وکړ په يوه کال کې يې د دين ټول فرايض پرې زده کړل...)) (٤)
نازو انا ميرويس نيکه په هغو ټولو خويونو او خصلتونو پوره وروزه، لکه چې لوى خوشال، مفکر خوشال په خپل نامتو اثر (( دستار نامه)) کې د دولسم هنر (٥) تر سر ليک لاندې بيان کړى دى، کله چې موږ د دستارنامې هنر لولو بيا په دې پوهېږو چې ميرويس خان هغه پښتون دى چې د خوشال خټک ايډيال روزنيز ښوونځى په منځ کې روزل شوى او راپورته شوى دى. نازو انا د کلمې په رښتينې مانا هغه پښتنه مور ده، چې په پوره سپېڅلي احساس يې په دغه برخه کې خپله ونډه په پښتني مينه سرته رسولې ده.
نازو انا په ملي او سياسي څېره کې:
په دې کې شک نه شته په هغو شپو ورځو کې چې نازو انا او ددې د پلار د واکمنۍ شپې ورځې وې، هغه مهال او هغه وخت داسې وخت و، چې د افغانانو ملي غورځنګ، هغه غورځنګ چې د خپل قام تېر تاريخ، تېر برم او عظمت يې بيا را ژوندي کول، هغه د برياليتوب پولې ته ورنږدې کېده، هغه رنګينه لاره، چې د روښان او روښانيانو د قربانيو له کربلا څخه د اکوړي په هسکو او ټيټو کې تر خوشال پورې راورسېده، هغه لاره هغه د پت او خپلواکۍ لاره بايد د پښتونخوا تر لويديزې پورې رسېدلې واى، ځکه چې د بري سر منزل يې تقدير د پښتونخوا لويديزه څنډه کړى و، د خپلواکۍ د همدغې رنګينې ناوې د هرکلي په خاطر په لوى کندهار کې نه يوازې د پښتنو زلميو هنګامې وې، بلکې په دغو ځان تېرېدونو کې د پېغلو او ښځو د قربانيو د احساس شور او فرياد د هوتکو په نارو کې بل ډول انګازې کولې، داسې انګازې چې اوس نو زموږ لوى اتل جهان پهلوان کروړ هم ورته ځوانېده او د مخسوري په دغه بريمينه سوبه کې يې د پښتنو بيرغ اوچت ساته. نازو انا د همدغه غورځنګ پر ټولو اړخونو باندې پوهېده او د هغه پر وړاندې يې د قربانۍ ډګر ته توره په لاس وردانګل، د پټې خزانې دروند ليکوال محمد هوتک په دې برخه کې د نازو انا په باب کاږي چې:
((...اومېړه مخې ارتينه وه، چې نارينه يې مېړانه او شجاعت او سخاوت ته حيران وو. روايت دى چې له سقه راويانو چې سلطان ملخى د سور غره ته نژدې په جنګ کې ومړ او حاجي عادل چې د نازو انا ورور و د پلار په انتقام جنګ ته ولاړ، کلا او کور يې نازو انا ته پرېښول، په هغه وخت نازو انا توره په ملا کړه او د جنګياليو ځوانانو سره يې کوراو کلاله تړاک د دښمنانو وساتل...)) (٦)
بله د يادونې وړ مسئله، چې په پښتني ټولنه کې په ملي لحاظ ځانګړى ارزښت لري، هغه د قام په منځ کې د ډوډۍ مارۍ او سخاوت مسئله ده، دغې مسئلې د نازو انا په څېره کې څرګند او ددې له شخصيت سره تړلي ارزښتونه ځانته غوره کړي دي. معمولاً دې ځانګړتيا د پښتنو په منځ کې تر نازو انا دمخه د شېرشاه او خوشال خان په شخصيتونو او کردارونو کې ځاى نيولى دى، د شېرشاه په باب ليکل شوي چې: ((... ځانګړى لوى پخلنځى يې درلود چې په هغې کې به په زرهاوو سورو او پلو عسکرو ته خواړه پخېدل او ورکول به، په دې برخه کې داسې حکم شوى و. که سپاهي دى، که حاکم دى او که رعيت چې وږى وي او پخلنځي ته راشي بايد دلته په خوړو باندې موړ شي. چې له دې ځايه بېرته وږى لاړ نه شي، شېرخان په خپل لښکر کې د فقيرانو او مسکينانو لپاره څو لنګرونه پرانيستي وو، چې خواږه خواړه به پکې پخېدل ددغو لنګرونو ورځنى لګښت پنځه سوه اشرفۍ وو.(٧)
د نازو انا په باب هم د هغې د سخاوت او ډوډۍ مارتوب خبره په پټه خزانه کې داسې کښل شوې ده: (( ما ته خپل پلار حکايت کا چې نازو انا په مېلمستيا او د غريبانو، مسافرانو په پالنه معروفه وه او هر وخت چې په ژمي به د مسافرانو قافلې راغلې، د نازو انا پر کلايي اړول، په سوو سوو مېلمانه به يې روزل او دوى ته يې ډوډۍ ورکوله، چا چې به کالي نه درلودل. لباس يې ورکاوه او د سخاوت نوم يې له خيبره تر کوسانه خپور شوى دى)) دا چې پښتانه تراوسه هغې ته د انا خطاب کوي دا د هغې د ملي څېرې او د قربانۍ د ارزښتونو په خاطر دى، په پښتنو کې هر څوک ((بابا)) کېدى نه شي او هر څوک ((د نازو انا)) په شان له مينې او عاطفې ډک نوم نه شي ترلاسه کولاى، ځکه په پښتنو کې ((بابا)) کېدل او ((انا)) کېدل د ټولو افغانانو د فتوا خبره ده.
نازو انا يوه پښتنه اديبه:
د نازو انا نوم او شعر دومره سره نږدې دي، چې کله د نازوانا نوم اورو تر هر څه دمخه د هغې اوچت شعري استعداد او اديبه طبعه زموږ مخې درېږي. نازو انا په پښتنو ښځينه شاعرانو کې هغه شاعره ده، چې له شعر څخه يې د ښکلا، ښځينه عاطفې او پښتني صميميت تعبير کېږي. په پښتو ژبه کې تراوسه خورا ډېرو ښځو د شعر او شاعرۍ په برخه کې طبعه ازمويلې، له ډېرو ښځو څخه ډېر شعرونه پاتې دي، مګر په ادبي نړۍ کې يې هنګامه دومره توده نه ده. د نازو انا د شاعرۍ په باب په پټه خزانه کې راغلي دي: ((زما پلار هسې ويل: چې نازو انا علاوه پر سخاوت او شجاعت او عبادت هسې ارتينه وه، چې د خداى تعالى څخه په مناجات يې ډېر اشعار ويل او يو ديوان يې درلود، چې دوه زره بيتونه په کې و او هلته يې ښه نکات ادا کړي وو او داسې يې ويلي وو چې نارينه يې هم نه شي ويلاى)) (٩).
د نازو انا څخه د شعر په برخه کې يوه څلوريځه پاتې ده، ددې لپاره چې ددغې څلوريځې په هنري ارزښت پوه شوي وو نو ښه به دا وي چې دلته يې راواخلو:
سحر ګه وه دنرګس ليمه لانده
څاڅکي څاڅکي يې له سترګو څڅېده
ما ويل څه دې ښکلي ګله ولې ژاړې؟
ده ويل ژوند مې دى يوه خوله خندېده.

د هنر او هنري پديدې په باب يو شمېر پوهان داسې عقيده لري، چې هنر بايد ښکلى وي او په عين حال کې هنر بايد د اخلاقي روزنې دنده هم په ټولنه کې ترسره کړي، د نازو انا څلوريځه زموږ پر وړاندې يوه بشپړه ټولنيزه تابلو، چې تر هر څه دمخه د ټولنې د اساسي توک (فرد) برخليک انځوروي ږدي، دا چې د نازو انا نور شعرونه زموږ په واک کې نه شته، موږ به د هغې د شعر نور ټولنيز ارزښتونه بل وخت ته پرېږدو، خو دا بايد ووايو، چې د نازو انا څلوريځه زموږ د ختيزې شاعرۍ د انسان په ار وايي سفر کې خپله لاره په پوره او بشپړه انساني وړتيا سره ايستلې شي، زه دلته يو مثال د بنګالي نامتو شاعر او ليکوال ټاګور له ګيتا نجلي څخه را اخلم، هغه د همدغه ((ګل)) په باب چې د يوې خولې خندا تمه لري وايي: دا کوچنيوټى غوندې ګل وشکوه، وايي خله، ځنډمه کوه، نه چې دا ګل مړاوى او په خاورو ولړل شي.
کېدى شي چې ستا په امېل کې به ورته ځاى پاتې وي، خو ته يې د خپل لاس د مښود په درد سر لوړى کړه او ويې شکوه، زه بېرېږم چې زما تر خبرېدو دمخه د نذر وخت تېر نه شي زه دا منم چې رنګ يې ډېر تېز نه دى، خوشبو يې کمزورې ده خو ته د خپل خدمت کار ځينې واخله او ويې شکوه چې دغه يې وخت دى. (١٠)
دټاګور په هنري کلام کې هم ((ګل)) هم هغسې انځور شوى لکه دنازو انا په څلوريځه کې، دلته هم ((ګل)) د يوه نيمه خوا برخليک انځور دى او هلته هم، مګر په دواړو انځورونو کې د هنر وړتيا او شاعرانه نزاکتونه په لوړه شاعرانه او انساني عاطفې سره خپله اغېزه ښندي. د محتوا په لحاظ موږ دنازو انا څلوريځې ته ورته خورا زيات شعرونه او هنري ارزښتونه موندلاى شو، د ختيز له نامتو شاعر علامه اقبال څخه هم يو داسې شعر پاتې دى، چې څو بيتونه يې دادي:
شــبى زار نــــالـــيد ابــــر بـهـــــار
که اين زنده گى گريه پيهم است
در خشيد برق سبک سير گفت
خطا کرده يى خنده يکدم است
ندانم به گلشن کى برد اين خبر
سخن هاميان گل و شبنم است
دنازو انا د شاعرۍ او ددې د شاعرانه طبعې ډېره مهمه او څرګنده ځانګړتيا او ارزښتيا داده، چې ددې د شاعرۍ اغېزې يوازې پر دې باندې پاى ته ونه رسېدې، ددغې سپېڅلې شاعرې انا د شعر برکت و، چې تر دې وروسته ددې اولادونو په شعوري توګه د شعر له پراخې لمنې څخه ځانونه لرې ونه ساتل، د شجاعت، سخاوت او دولت تر څنګ يې د انسان د ژوند ددغې مهمې پديدې اهميت هم درک کړ او د نازو انا د شعر او شعري طبعي برکت و، چې زموږ له لوى ملي اتل ميرويس خان څخه هم شعرونه پاتې دي، شاه محمود د خپل بري ترڅنګ په ټولو سوبو کې نامتو شاعر ريدي خان مومند له ځان سره ملګرى کړى و او تر اصفهان پورې يې له ځان سره بوت، هوتکي شاه حسين هم په خپله شعر وايه او هم يې دربار له شاعرانو او ليکوالو څخه ډک و دا ښکلى شعر دده دى چې وايي:
بېلتانه دې د غمو په چپاو چور کړم
په تيارو کې د هجران يې له تادور کړم
بېلتانه دې هسې اوښکې راخپرې کړې
ستا د فکر په ګرداب کې تل عبور کړم
د فراق پړى مې کښېوت و مرۍ ته
په جهان کې يې رسوا لکه منصور کړم
په وصال دې هم ناښاد يمه دلبرې
د بېلتون فکر په زړه کې ان صبور کړم
د باڼو غشى مې وخوړ په ځيګر کې
غمازانو په غمو غمزو مهجبور کړم
خلک ياد زما د عشق په لېونو کا
زه حسين محبت هسې مشهور کړم.
(پټه خزانه ٦١مخ)

د نازو انا لور بي بي زينبه د پښتو ژبې شاعره شوه، د هغې د شاعرۍ او شعر ويلو خبره هم په پټه خزانه کې محمد هوتک ليکلې ده، د شاهنشاه شاه محمود په مرګ د هغې د غم ويرنه هغه له سوز او ګدازه ډکه ويرنه ده، چې سارى يې په پښتو ادب کې خورا لږ ليدل کېږي، دغه ويرنه د ملي ماتم يوه ناره ده، چې د زينبې له خولې راوځي:

ږغ سو چې ورور تېر له دنيا سونا
کندهار واړه په ژړا سونا
زړه مې په وير کې مبتلا سو نا
چې شاه محمود له ما جلا سونا...(١١)

دا چې نازو انا زموږ د پښتنو ښځينه وو په منځ کې د څو بعدي شخصيت لرونکې ښځه ده، د هغې نوم، د هغې شجاعت، د هغې سخاوت او بالاخره د هغې شاعرانه احساس او تپلپاتې عاطفي دنيا زموږ له ژوند او زموږ د ژوند له تاريخ سره نه شلېدونکې اړيکي لري، د نازو انا خپلواکي او پښتني پت هغې مجسمې ته ورته دي، چې د هغې ترڅنګ به افغان بچى بې له درناوي تېر نه شي. هوتکيانو د افغانانو د واکمنۍ، فرهنګي شته والي او لوړ افغاني کلتور د استازو په توګه زموږ خلکو او هېواد ته د سر لوړۍ نوم او وياړ ګټلى دى او دا ټول د نازو انا د سالمې او سپېڅلې روزنې ثمره ده، ځکه چې ميرويس خان به د خپلو ټولو برياليتوبونو يو سبب خپله مور بلله او ويل به يې: (( زما مور ماته د لويو کارو د انجام وصيت کړى دى زه بايد زيار وباسم چې د مور وصيت پرځاى کړم او له خداى(ج) څخه توفيق غواړم)) (١٢)

اخځونه
١- عبدالحى حبيبي، ظهرالدين محمد بابرشاه، کابل ١٣٥١ل کال
٢- شېرمحمد خان تواريخ خورشيد جهان لاهور، ١٣١١هـ ق کال
٣- محمد بن داود هوتک، پټه خزانه، کابل څلورم چاپ ١٣٥٦ل کال، (١٠٢) مخ
٤- حاجي امان الله هوتک، د خپلواکۍ لمر څرک، پېښور، ١٣٦٨ل کال.
٥- خوشحال خان خټک، دستارنامه، کابل، ١٣٤٥ل کال (٦٥) مخ.
٦- محمد هوتک، پټه خزانه (١٠١) مخ
٧- عباس سروانى، شېرشاهي تاريخ، کابل، ١٣٥٤ل کال (٢٧٢مخ.
٨- پټه خزانه، څلورم چاپ (١٠٢)مخ.
٩- همدغه اثر (١٠٣) مخ
١٠- رابندراناتهـ ټاگور، گيتانجلى، د بېنوا ژباړه، کابل ١٣٥٤ل کال (٦)مخ.
١١- پټه خزانه (١٠٨) مخ
١٢- حاجي امان الله هوتک، د خپلواکۍ لمر څرک، پېښور، ١٣٦٨ل کال، (٢٢) مخ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery