مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د محمد ګل خان مومند اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه

يادون

محمد ګل خان مومند زموږ د هېواد د معاصر سياسي تاريخ او فرهنګ په اتلو څېرو کې يوه وتلې او ځلنده څېره ده. محمد ګل خان مومند نه يوازې د هېواد د خپلواکۍ په ګټلو کې خپل کارنده رول ترسره کړى، بلکې د تيارو او جهالت (سقاوي واکمنۍ) په له منځه وړلو کې يې هم د يادونې وړ رول ترسره کړى دى. وزير محمد ګل خان مومند د هېواد د بهرنيو او کورنيو دښمنانو نيتونو ته په ډېره ځيرتيا متوجه و، نو ځکه خو يې د ځينو نورو بادرکو پښتنو مشرانو له ايډيالونو سره سم پښتانه په شمال کې د يرغلګرو پر وړاندې د يوه سپر په توګه ودرول او د تجزيه غوښتونکو هيلې يې له خاورو سره برابرې کړې.
وزير صيب نه يوازې د هېواد سياسي ژوند ته متوجه و، بلکې اقتصادي او فرهنګي مسايلو ته يې هم ځانګړې پاملرنه لرله. هغه پښتانه د ښاري کېدنې او نوي اقتصادي سيستم له جوړښت سره اشنا کړل او هم يې د فرهنګ دروازې ورته خلاصې کړې او د يوه مخکښ فرهنګي جريان پر روزلو يې پيل وکړ، پښتنو ته يې دا حق حاصل کړ چې په خپل هېواد کې په خپله ژبه ليک او لوست وکړي، خو د پښتنو د دومره لوى خدمتګار له دومره سترو وياړنو او خدمتونو سره سره تراوسه پورې د هېواد په خپرونو کې د هغه په باب ډېر هغه څه چې لازم وو، چا نه دي ليکلي، خو زموږ د ولس د ځينو مخورو او روښانفکرانو په زړونو او ذهنونو کې د هغه په باب ډېر څه شته چې تراوسه لا د کاغذ پر مخ نه دي راغلي. ما غوښتل چې د دغو مخورو يادونه، خاطرې او خبرې اترې له ذهنونو څخه د کاغذ پر مخ لوستونکو ته وړاندې کړم، خو په دې دوو کلونو کې د هېواد حالات داسې راغلل، چې د ژوند د چارو د ډېرو برخو توازن ګډوډ شو، نو په دې وجه د هغو کسانو ليدنه کتنه راته ګرانه شوه چې ددې کار لپاره ضرور وو. له دې کبله زما نيمګړى زيار نيمګړى پاتې شو. هيله لرم چې درانه لوستونکي او د محمد ګل خان مومندبابا د پتمنې لارې لارويان او مينان به زموږ د عذر دا ټکى له پامه ونه غورځوي.
په ډېر درنښت
په ټوله پښتنه مينه
اسمعيل يون
١٣٧٣/٥/٢٠
پېښور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery