مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د محمد ګل خان مومند اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه

لومړى څپرکى


د محمد ګل خان مومند ژوند ليک

((ښاغلى محمد ګل خان د محمد خورشيد غونډ مشر زوى، د مومن خان لمسى، د عبدالکريم کړوسى په قوم حسين خېل مومند دى. د ١٣٠٣هجري قمري کال د روژې مياشتې پر ١٣ ورځ د کابل د اندرابيو په کوڅه کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړه او دود علوم يې په خصوصي ډول له پوهانو څخه لوستي دي)).
پر ١٣٢٧هـ ق کال د حربي ښوونځي په دويم ټولګي کې د زده کوونکي په توګه شامل او تر پنځه کلنې تعليمي دورې نه وروسته بريالى فارغ شو او د اردلانو په غونډ کې د توپچي څانګې د قوماندان په حيث وټاکل شو. په دغه شاهي ټولګي کې يې له يوې خوا کنډک ته درس ورکاوه، له بلې خوا يې د حربي ښوونځي د سرښوونکي په توګه وظيفه اجرا کوله او ددغه بريالي خدمت په نتيجه کې دسپه سالارصالح- محمد خان د ياور په حيث مقرر شو او د شاهي ګارد د قوماندانۍ چارې هم وروسپارلې شوې.
محمد ګل مومند د ١٢٩٨ کال د جوزا پر مياشت، د هغه هيئت غړى و چې د محمد ولي بدخشاني په مشرۍ (مولانا سيف الرحمن الکوزى، فيض محمد زکريا، محمد اسلم ميرشکار، بشير احمدخان، عبدالحميدخان، عزيزالرحمن فتحي، محمد اديب افندي، عبدالغني ترجمان، غلام جيلاني)، د افغانستان د خپلواکۍ د معرفي لپاره اروپا او امريکا ته ولاړ.
ده پر ١٣٠٣ل کال د پکتيا د عسکري قوماندان او اعلى حاکم، پر ١٣٠٦ کال د مزارشريف د ملکي تفتيش د رئيس په حيث او بيا د ننګرهار د عسکري قوماندان په حيث پر کار شروع وکړه. په سقوي نا اراميو کې لومړى پر کور ناست و. څرنګه چې عمومي امنيت او د هېواد خپلواکي يې په خطر کې وليده، نو له خپل رسمي او ملي نفوذ څخه يې د وطن د نجات لپاره کار واخيست او پر مبارزه يې شروع وکړه. تر سقوي نا اراميو وروسته محمدګل مومند د لومړۍ کابينې په تشکيل کې داخله وزير او سربېره پر وزارت د ننګرهار د تنظيمه رئيس په حيث وټاکل شو او تر هغه وروسته د پروان او کاپيسا ولايتونو د چارو د تنظيم لپاره مقرر شو او بيا پر ١٣٠٩ل کال د ولايتونو؛ د کندهار او فراه ولايتونو د تنظيمه رئيس په حيث مقرر شو او په زړه پورې خدمتونه يې ترسره کړل. پر ١٣١٢ل کال د قطغن، مزارشريف، بدخشان او ميمنې د تنظيمه رئيس په توګه وټاکل شو او د ښو خدمتونو له کبله يې د لمر عالي نښان واخيست. پر ١٣١٩ کال د دولت د وزير په حيث مقرر شو. محمد ګل خان مومند د ١٣٣٤ل � ١٩٥٥م کال د لويې جرګې چې د انګرېز د امپرياليزم په مقابل کې د پښتونستان د مسالې په باب د ګډ تصميم نيولو په غرض جوړه شوې وه، د نايب سالار وظيفه اجرا کړله.
محمد ګل خان مومند چې پښتانه يې د بابا او دادا په نوم يادوي پر ١٣٤٣ل کال د اسد مياشتې پر ٢٧ مه ورځ د سهار پر ٨بجو د ٨٠ کالو په عمر د زړه درېدو په اثر، د کابل په بريکوټ کې وفات شو او په شهداى صالحين کې خاورو ته وسپارل شو (١))) (( د مرحوم محمد ګل خان مومند د جنازې په مراسمو کې د هغه وخت د دولت ډېرو لوړو دولتي اشخاصو برخه اخيستې وه)).
له محمد ګل خان مومند څخه يو اولاد (يوه لور) پاتې چې د لال پورې په شېراحمد نومي واده ده. ((دغه راز يو وراره يې محمد پتنګ نومېده، چې د محمد ګل خان مومند تر وفات وروسته يې د ده د ځينو اثارو خپرولو ته توجه کوله)). (٢)
مرحوم محمد ګل خان مومند په دري ژبه کې هم د ښه قلم خاوند و، پر ترکي او روسي ژبو هم پوهېده.)) (٣)
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery