مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د محمد ګل خان مومند اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه

پر پښتني فرهنګ د محمد ګل خان مومندد هلو ځلو اغېزه

لکه څنګه چې دمخه مو وويل، محمد ګل خان مومند لکه د نورو پښتنو مشرانو په څېر نه يوازې د تورې خاوند و، بلکې د قلم او ادب د دنيا لويه شتمني هم ورپه برخه وه او په دې برخه کې هم ډېر زيات خدمتونه کړي دي. که له تفصيل نه ډډه وکړو، نو کېدى شي پر پښتني فرهنګ باندې د محمد ګل خان مومند د هلو ځلو اغېزې او تاثيرات په لاندې ډول په ګوته کړو:
الف- په ژورناليستيکه او خپرنۍ برخه کې:
لوى افغان مفکر سيد جمال الدين افغان وايي: (( اخبار د يوه ولس ژبه ده)) په اوسنۍ پرمختللې نړۍ کې د ژبې او ادبياتو د پرمختګ ډېر غټ او دروند بار د ژورناليزم پر اوږو او مټو پروت دى. محمد ګل خان مومند په ډېرې ځيرتيا سره همدغه آر ( اصل) ته متوجه و او د لومړي ځل لپاره يې پر ١٣١١ل کال، په کندهار کې د (طلوع افغان) اوونيزه په پښتو کړه، دا په افغانستان کې لومړنۍ اوونيزه ده، چې په پښتو ژبه خپرېږي، د دې اوونيزې مسوول چلوونکى لوى استاد علامه پوهاند عبدالحى حبيبي و. تر هغه وروسته دا جريده په پښتوژبه خپرېدله،له طلوع افغان پرته (( پر١٣١١ل کال يې د ((پښتو)) په نامه يوه مجله هم خپروله، چې وروسته بيا د کابل له مجلې سره يوځاى شوه، د کابل مجله هم لومړى په دري او پښتو خپرېدله، خو کوم وخت چې د کابل ادبي انجمن په (( پښتو ټولنه)) بدل شو نو د کابل مجله هم ټوله پښتو شوه)). (٤)
ب- د ادبي ټولنو په جوړونه کې:
د محمد ګل خان مومند بل لوى ادبي خدمت دا و، چې ادبي ټولنې يې جوړې کړې، ځکه د انفرادي او ډله ييز خدمت او خوځون ترمنځ ډېر توپير وي. محمد ګل خان مومند کله چې د کندهار تنظيمه رئيس و نو هلته يې پر يو لړ سترو ادبي هڅونو او کارونو لاس پورې کړ.
((د ١٣١١ل کال د قوس پر ٩ نېټه يې په کندهار کې پښتو ادبي انجمن)) تاسيس کړ. په پاى کې دا انجمن کابل ته راغى او د کابل له ((ادبي انجمن)) سره يوځاى شو او وروسته د کابل ادبي انجمن پر ((پښتو ټولنه)) بدل شو)). (٥)


ج- د روزنې او پالنې په برخه کې:

استاد ګل پاچا الفت د فکر پالونکي او روزونکي ته په خپله د يوه مفکر په سترګه ګوري او د دواړو مقام يو شان ګڼي، ځکه که د فکر پالونکي هڅې او کوښښونه نه وي ، نو د يوه مفکر منځته راتګ تر ډېره حده له امکانه لرې برېښي.
څومره نوښتګرو او لويو ليکوالو چې د محمد ګل خان مومند د پالنې، روزنې او هڅونې تر سيوري لاندې خپلو ادبي هڅو ته دوام ورکړى، نن يې په پښتو ان په ګاونډيو ژبو کې سارى نه شو ليدلاى. وايي کله چې د محمد ګل خان مومند په لارښوونه لوى استاد علامه پوهاند حبيبي د ((طلوع افغان)) اوونيزه پښتو او بيا يې لومړۍ ګڼه د هغه د کار پر مېز کېښوده، نو محمد ګل خان مومند له ډېرې خوښۍ او خوشالۍ استاد حبيبي د خپلې مهربانۍ پر وړانګو تود کړ؛ کابل ته يې وړانديز وکړ، چې استاد حبيبي ته دې جايزه ورکړاى شي، نو لوړو مقاماتو استاد ته (٣٠٠٠٠ افغانۍ) د جايزې په توګه ورکړې، چې د هغه وخت دېرش زره افغانۍ د اوس وخت له مليونونو افغانيو سره معادلې دي. دغه راز يې استاد حبيبي ته ( دوه جريبه ځمکه) د کندهار په شاوخوا او يو څه نوره ځمکه د کندهار په احمدشاهي حدودو کې هم ورکړه. همدارنګه محمد ګل خان -

مومند د پښتو ژبې او ادب د لا غوړېدنې لپاره په بېلابېلو وختونو کې بېلابېلې ادبي مسابقې او کانکورونه جوړول، د بېلګې په توګه به له دې ډول مسابقو څخه د يوې يادونه وکړم.
استاد قيام الدين خادم وايي:
[ (( زما وما- او � څوک)) مسئله د محمد ګل خان وزير صاحب داخله له خوا په مسابقې کې کېښودل شوه، چې ددې کلمو تفريق د ګرامر په لحاظ هر څوک وکړي او د استعمال ځايونه يې وښيي، هغه به انعام وړي. په دې مسابقه کې ډېر پښتانه اديبان شامل شول، مګر په اخره کې هغه څه چې ما ليکلي وو، قبول شول او يو اوميګا ساعت او پارکر قلم د وزير صاحب له خوا ماته په نمانځنه کې راکړل شول))] (٦)
سربېره پر دې محمد ګل خان مومند د يو زيات شمېر پښتنو د اولادونو لپاره ښوونځي جوړ کړل او په هغو کې يې د هغوى لپاره په خپله مورنۍ ژبه (پښتو) د درسي چارو د پرمخبيولو امکانات برابر کړل.
د- د ژبې په دفتري کولو او رسمي کولو کې:
پوهان ژبه د کلتور اعراده بللې او د يوه ملت د کلتور د خوندي ساتلو لپاره ژبه اساسي وسيله ده. فضل احمد غر افغان وايي:
(( ګوره خپله ژبه پرې نه ږدې افغانه
چــې هــمدغه د قومي ترقۍ جړ دى))
پاچا خان د يو قوم سپکوالى او ورکوالى د هغه په ژبه کې ګوري. وايي: (( چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي، نو هغه سپک شي او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو هغه ورک شي)).(٧)
علامه محمود طرزي وايي: (( يو ولس په ژبه او ژبه په ادبياتو ژوندۍ پاتې کېږي.)) (٨)
محمد ګل خان مومند د ژبې همدغه ستر ارزښت ته په ډېر دقت متوجه و او په دې برخه کې د خاص او ځانګړي نظر خاوند و.
هغه ته د ژبې د پرمختګ بنسټيز لاملونه (عوامل) ډېر ښه معلوم وو، نو په همدې وجه يې پر عملي فعاليتونو لاس پورې کړ. وايي د يوې ژبې د پرمختګ لپاره څو ټکي ډېر مهم دي، يو دا چې ژبه مذهبي بيز ولري، رسمي يانې دفتري او دولتي شي او بل علمي او اقتصادي بيز او اهميت ولري. خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزى وايي: (( د يوه قوم ژبه هغه وخت پرمختګ کولاى شي، چې اولادونه يې په خپله مورنۍ ژبه تعليم وکړي)). (٩) په خپله محمد ګل خان مومند وايي: ((ژبه بايد وساتله شي، وپاللـه شي، وروزله شي، ارته کړله شي، علمي شي، ادبي شي، په هر حيث د ملت د مرستو اړنيو او احتياجاتو ته کافي شي)). (١٠)
محمد ګل خان مومند د ژبې د پرمختګ د پورتنيو عواملو په پام کې نيولو سره لومړى دخپلې ژبې د عملي رسمي کولو او دولتي کولو لپاره هڅه او هاند پيل کړل. يو زيات شمېر پښتنو روښاندانو يې ملا وروتړله او د وخت دولت يې په دې حقيقت قانع کړ چې د پښتو ژبې رسميت او دفتري کېدو ته جدي ضرورت دى او بل دا د پښتنو مسلم حق دى، چې په خپل هېواد کې يې خپله ژبه رسمي او دفتري وي. د همدغو عواملو له کبله (( پر ١٣٣٦کال د دولت له خوا يو فرمان صادر شو او پښتو ژبه يې د دولت د رسمي ژبې په حيث اعلان کړه.)) او وروسته په اساسي قانون کې د پښتو ژبې د پالنې او پرمختيا لپاره يوه ماده ځاى کړاى شوه، چې دولت په دې خبره مکلفوي چې د پښتو ژبې د پالنې او پرمختګ لپاره هاند او هڅې وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery