مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د محمد ګل خان مومند اندو ژوند ته يوه لنډه کتنه

د پښتنو په اوسني تاريخ کې
د محمد ګل خان مومند دريځ
د پښتنو ټول ژوند له پېښو او حوادثو ډک دى. که څوک د پښتنو تاريخ په دقيقه توګه ولولي، نو ورته څرګنده به شي، چې دې ملت د خپل ژوند په اوږدو کې ايله که څو لسيزې سر په سر په ارامۍ او سوکالۍ کې ژوند تېر کړى وي. دومره جګړې پرې راتپل شوي او له دومره جګړو سره مخامخ شوى او دومره طبيعي بدمرغيو ورته مخه کړې، چې د نړۍ ډېر کم ملتونه به ورسره مخامخ شوي وي. کله چې پښتانه دې نړۍ ته راځي، نو په ډزو بدرګه کېږي او هغه بلې دنيا ته هم ډېر د ډزو له کبله ځي. د پښتنو معاصر تاريخ د خونړيو جګړو شاهد دى. دا جګړې د نړۍ د ستر ښکېلاک (انګرېز) له خوا زموږ پر ولس راتپل شوى.
خو څرنګه چې زموږ  ولس د تورې مېړنى دى، نو د جګړې ډېرې برياوې يې په برخه شوي دي. يو پوه وايي: ((پښتانه يې په توره ګټي او په سياست يې بايلوي)). (١١) خو له دې سره سره بيا هم پښتانه داسې اتلان لري، چې هم يې توره چلولې او هم قلم، هم د عمل د ډګر توريالي وو او هم د پوهې او تدبير. له امير کروړ جهان پهلوان نه نيولې تر شېرشاه سوري، بايزيد روښان، خوشال خان خټک، ميرويس نيکه، لوى احمدشاه بابا پورې ټول د تورې او قلم، پوهې او تدبير اتلان تېر شوي دي. په اوسني عصر کې موږ يو بل اتل هم لرو، چې هغه هم د تېرو مشرانو په شان د تورې او قلم، فکر او پوهې د لويې شتمنۍ خاوند دى. دا اتل محمد ګل خان مومند دى. محمد ګل خان مومند د ننګرهار په جبهه کې د سپه سالار صالح محمد خان د ياور په حيث د خپلواکۍ په جګړې کې ګډون درلود او افغاني لښکر يې د تباهۍ او بې دسيپلينۍ له بلا څخه وژغوره او د انګرېز د تورو په مقابل کې يې حيثيت ور اعاده کړ)). (١٢)
د هېواد د خپلواکۍ لپاره پر مېړانې سربېره محمد ګل خان مومند د سقاوي اغتشاش د تورې دورې په له منځه وړلو کې هم لوى لاس درلود او هېواد يې د جهل، ناپوهۍ او فساد له منګولو څخه په ډېره لنډه موده کې خلاص کړ.
د محمدګل خان مومند د نارينتوب يوه بله بېلګه داده چې د شينوارو د بغاوت پر وخت (( د جلال اباد ښار د ټولې جګړې په ترڅ کې، د جلال اباد او کابل ترمنځ ارتباط د يوې الوتکې په وسيله ټينګ و چې هره ورځ به تله راتله، مرکز ته به يې د جنګ راپورونه راوړل او له دې ځايه به يې اوامر او فرامين وروړل.
جګړه ورځ پر ورځ زياتېدله او د ښار محاصره ټينګېدله، تل به دا اوازې خپرېدې چې د امان الله خان حکومت نسکور شوى، خو د الوتکې تګ راتګ د عسکرو او لښکرو د زړه تسلي و، اما د جدي پر ٢٤مه(1)  الوتکه له کابله رانغله، بله ورځ هم رانغله او په خلکو کې داسې ګونګسى خپور شو چې کابل د سقاو زوى نيولى دى، والي علي احمدخان(2) ته هم خبر راورسېد، ده چې له پخوا نه ځان تيار کړى و، نو دولتي مامورين او منصبداران يې راغونډ کړل او ورته ويې ويل: ((زه دلته د امان الله خان د وکيل په توګه ټاکل شوى وم، خو اوس چې هغه تخت پرېښود، نو تاسې بايد ماته د باچايۍ بيعت راکړئ!
څو محدودو منصبدارانو له ده سره بيعت کول ونه منل، چې په دوى کې يو محمدګل خان مومند او بل نورستانى کپتان حميدالله و، چې د دې انکار په نتيجه کې يې دواړه کلک کلک په لرګو ووهل)). (١٣) بل لوى او د يادونې وړ خدمت چې محمدګل خان مومند پښتنو او په عمومي ډول افغانانو ته کړى دى، هغه په پښتنو کې د ملي شعور راټوکول و او په دې ډول يې پښتانه ( د يو بل لوى ښکېلاک) په مقابل کې د سپر په توګه ودرول، پښتانه يې د راتلونکو څو لسيزو عواقبو ته متوجه کړل، چې کېدى شول د هغو په وجه د بهرنيو دښمنانو په لمسون او لاسوهنې، د افغانستان فعلي بڼې بدلون موندلاى واى، خو د محمد ګل خان مومند د فکر لرليد دومره دقيق و، چې دا ټول عواقب يې مخکې تر مخکې له نظره تېر کړي وو. بل يې پښتانه د ښاري ژوند دلارو په لټون پسې وهڅول او د اقتصادي سرچينو د پلټنې او لاسته راوړنې لارې او ګودرې يې ور په ګوته کړې. خو که په لنډ او خلص  ډول د پښتنو په اوسني پېښليک (تاريخ) کې د محمد ګل خان مومند پر دريځ خبرې وکړو، نو وبه وايو: دى د پښتنو داسې يو ستر ملي او فرهنګي شخصيت دى، چې د هېواد د ملي واکمنۍ د کورنيو او بهرنيو دښمنانو د قوت روح يې مخکې تر مخکې ځپلى او د فکر مزي يې ورشلولي دي، پښتانه او په مجموع کې ټول افغانان يې له يو لوى رنځ او خطر يانې د يو خپلواک افغانستان له ټوټې ټوټې کولو څخه ژغورلي دي.


(1)  د ١٣٠٧ لمريز کال د جدي ٢٤ تاريخ دى.
(2)  علي احمد خان د شينوارو د بغاوت پر وخت د ننګرهار والي و، دى ډېر ځانغوښتونکى انسان و، د هېواد د لوړو ګټو د ساتلو خيال يې په زړه کې نه و، کله چې شينوارو د جلال اباد ښار محاصره کړ، نو ملي مبارز زمانخان د خپلو ملي لښکرو په واسطه هغوى ته ماته ورکړه، خو علي احمد خان  د ميرزمانخان برى او ښه شهرت په زړه کې نه شو زغملى، نو همغه و، چې بله ورځ يې د يوې قومي جرګې په ترڅ کې ميرزمانخان ته امر وکړ، چې د شينوارو باغيان له منځه يوسي، ميرزمانخان که هر څومره هڅه وکړه، چې والي علي احمدخان په دې خبره وپوهوي، چې په جرګه کې د ټولو خلکو په مخ کې پر هغوى باندې حمله کول هم د جنګي تاکتيک له مخې غلطه خبره ده، ځکه چې هغوى مخکې تر مخکې په دې راز خبرېږي او هم د جرګې د دود او دستور له مخې، خو علي احمد خان ډېر ټينګار کاوه او ويل يې چې زه د امان الله خان نماينده يم ته چې زما امر نه منې، لکه د امان الله خان امر چې نه منې، څرنګه چې امان الله خان ميرزمانخان ته ورور ويلي وو او هم يې د لوى خان لقب ورکړى و، نو همغه و چې ميرزمانخان جګړې ته لاړ. څرنګه چې شينواري مخکې تر مخکې له دې جګړې نه خبر وو، نو همغه و چې ميرزمانخان لښکرو ته يې سخته ماته ورکړه ، نو ځکه د والي علي احمد خان ناوړه هيله ترسره شوه. پر دې وخت د سقاو د زوى د پاچاهۍ اوازې شوې، علي احمدخان چې مخکې تر مخکې يې د پاچاهۍ خيالونه ليدلي وو دا موقع د ځان لپاره مناسبه وګڼله او ځان يې د امان الله خان د وارث په توګه معرفي کړ او له خلکو څخه يې د بيعت غوښتنه وکړه. محمد ګل خان مومند چې يو زيرک افسر او سياستوال و، د علي احمدخان پر ټولو هيلو، نيتونو او چلندونو ښه خبر و، نو هغه ته يې له بيعت څخه ډډه وکړه او ويل يې چې امان الله خان بايد بېرته پاچا شي، خو علي احمدخان هغه تر سختې فزيکي شکنجې لاندې ونيو، خو محمد ګل خان مومند له خپلې عقيدې نه وانه وښت.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery