مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په منځني ختيځ كي پېښ، ستر نړيوال ناورين

منځنى ختيځ د لومړۍ نړيوالي جګړې تر سيوري لاندي:

د لومړۍ نړيوالي جګړې په بهير كي د ( 1914- 1918) ميلادي پوري عثماني امپراتورۍ د جرمني دولت سره د اتريش او هنګري پر ضد يو ځاى سوه.
په هغه مهال كي چي عثماني پوځي حكومت پر فلسطين واكمني درلوده، د يهودو لپاره جګړه ډيره سخته وه، نه يوازي د يهودو لپاره بلكي و عربو ته هم سخته زېانمنه وه، د جګړې سره جوخت كولرا او Typhus ناروغيو دوى سخت و ځپله.
په تركيه كي حاكم تركي پوځي امر وكړ چي له خپلي خاوري به ټول بهرني كسان باسي، چي دا مهال نو په تركيه كي زېاتو روسي يهودو هم ژوند درلود. نو زېات روسي يهود دې ته و هڅول سول څو فلسطين ته مهاجرت و كړي، او هلته مېشت سي.
د منځني ختيځ د شبكې په حواله يو كوچنۍ ډله چي NILI نومېده، و برتانيې ته د فلسطين په اړه د استخباراتي معلوماتو د وركولو په نيت ټاكل سوى وه، چي نوموړې ډله به تلاښ او هڅه كوي څو پر فلسطين پوځي تركي واكمني په تدريجي ډول پاى ته و رسوي، خو داسي يوه ورځ راورسېده چي تركي عسكرو د همدې ډلي څو تنه غړي نيولي او په ثبوت يې رسولي وو چي دې ډلي پر فلسطين د برتانوي تيري لپاره زمينه برابرول.
د 1916كال د مى په مېاشت كي د برتانيې، فرانسې او روسيې تر منځ پټه معاهده لاسليك سوه، چي تر جګړې وروسته د عثماني امپراتورۍ او هم منځني ختيځ د زېاتو سيمو د وېش په اړه وه.
د همدې معاهدې په لاسليكولو كي د برتانيې استازى سرمارك سايكس او د فرانسې هغې رژورژپيكو وو، چي تر لاسليكولو وروسته ئې معاهده د دوى په نومونو ياني سايكس پيكو ېا Sykes-Picot Agreement پنامه ېاده سوېده.
(چګونه اسرائيل به وجود امد- ۲۸ صفحه)
دې معاهدې غوښتل چي اصلا عرب پخپلو كي جلا او خواره واره كړي، او ځيني سيمي ئې پخپلو كي سره و وېشي، خو په روسيه كي د 1917كال د نومبر انقلاب په راتګ سره روسيې دا معاهده ماته او هغه ئې نشر او خپره كړه.
د پردې تر شا د همدې لاسليك سوي معاهدې له خپرېدو وروسته څرګنده سو ه چي فرانسې او برتانيې موافقه كړې وه چي د فلسطين زېاته برخه به برتانيه اخلي او يوه برخه به ئې هم فرانسه او ائتلافي ځواكونه په دواړو اخلي، او لبنان او سوريه به و فرانسې ته سپارل كيږي. برتانيې دا وړانديز هم كړى وو چي تر جګړې وروسته به د عربو غوښتني چي د فلسطين د خپلواكۍ اخيستني په اړه دي نه مني، خو بل لوري ته ئې بېا د عربو سره توافق كړى وو چي په خپلواكۍ اخيستلو كي به ورسره بشپړه همكاري كوي. خو پايلي و ښوده چي د برتانيې د هغه مهال ددوه مخي توافق پر اساس مېشت عرب غوليدلي وو.
په ( 1916) ميلادي كال كي د ( T.E Lowerence ) او شريف حسين په ګډه رهبري عربو د عثماني امپراتورۍ پر ضد پاڅون په دې هيله وكړ چي ګواكي برتانيه به په منځني ختيځ كي د عربو خپلواكي و مني، خو برتانيې ورسره لويه جفا و كړه. نه يوازي دا چي د فلسطين خپلواكي ئې و نه منل، بلكي فلسطينېانو ته ئې په همدې لاره كي لوئي توطئې او خنډونه واچول.
د برتانيې حكومت غوښتل چي په يو ډول نه په يو ډول المان او تركيې ته ماتي وركړي، برتانيې دې دواړو هيوادونو ته دا ماتي وركول يوازي د مسلمانانو په را پارولو كي ليدل، د همدې كار لپاره ئې د عربو سره ښه سلوك درلود، په روسيه كي د شلو ميليونو تنو مسلمانانو او په هندوستان كي د پنځوس ميليونو مسلمانانو پلوي او د الماني او عثماني امپراتوريو پر ضد ئې را و پاروي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery