مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په منځني ختيځ كي پېښ، ستر نړيوال ناورين

برتانوى پرېكړه ليك:

د بالفر اعلاميه:

د ( 1917) ميلادي كال د نومبر په مېاشت كي مخكي له دې چي برتانيه د بيت المقدس پر زړه خپلي منګولي ښخي كړي، د بالفر په نامه يې يوه اعلاميه خپره.
د بالفر اعلاميه اصلا د برتانيې د باندنيو چارو د وزير لارد بالفر يو ليك وو چي په برتانيه كي د صهيونيستانو د ټولني د يوې غوښتني په ځواب كي ليكل سوى وو. او دې اعلاميې په فلسطين كي د يهودانو لپاره د اصلي ټاټوبي په جوړولو كي د برتانيې ملاتړ څرګنداوه. په اعلاميه كي راغلي وو چي برتانيه به بېله دې چي په فلسطين كي د اوسنيو غير يهودي پرګنو پر حقوقو تېرى وسي، د يهودانو لپاره به اصلي ځاى غوره كوي.د همدې ليك د متن يوه برخه په لاندي شرحه ليكل سوې وه:
02-Nov-1917
لارد روتشيلد
د انګلستان شاهي حكومت په فلسطين كي د يهودو د موجوده ټولني لپاره د يوه ملي كور د جوړېدو پلوي كوي.
دا يو مسلم حقيقت دى چي برتانيه به په ټولو هيوادونو كي يهودو د مدني او مذهبي حقوقو او هم په فلسطين كي د غير يهودو د مدني او مذهبي حقوقو د تيري په صورت كي له هر ډول هڅي څخه درېغ و نه كړي. (چګونه اسرائيل به وجود امد- ديرشمه صفحه)
دا اعلاميه د برتانوي صهيونيستي تحريك د غوښتني پر اساس سوې وه، په ځانګړي ډول د ( Dr. Haim Weizman) له خوا چي نوموړى ډاكتر اصلا له روسيې څخه و برتانيې ته پناه وړې وه.او وروسته د اسرائيلو مشر و ټاكل سو. ډاكتر چيم وايزمن،د اسرائيلو لومړنى ولس مشر چي له ۱۹۴۹ څخه تر ۱۹۵۱ ئې ولس مشري و كړه او په همدې دوره كي ئې و نړۍ ته اسرائيل ور و پېژندل.

په حقيقت كي لومړنۍ نړيوالي جګړې منځني ختيځ او پر هغه عملي كېدونكي سياست ته لوى تغير وركړ، تر جګړې وروسته ( League of Nations) عثماني امپراتوري پر برخو ووېشله، او دا وېشنه ئې د زبرځواكو هيوادونو تر منځ د پرېكړه ليك پر اساس تر سره كړه.
فرانسې او برتانيې دا پرېكړه ليك و كاته او هغه يې د خپلو موخو د عملي كېدو لپاره يوه ښه وسيله و ګڼله.
لويو او زبرځواكو هيوادونو د فلسطين په اړه بېلا بېلي هيلي په زړه كي روزلې، د متحدو ايالاتو ولس مشر ويلسن ټينګار كاوه چي پرېكړه ليك دي داسي جوړ سي چي پكښي ولس ته خپلواكي وركړل سي.
برتانيې علاقه درلوده او هڅي يې كولې چي فرانسه له فلسطينه ليري پاتي وي او د ( League of Nations) نه يې غوښتنه كوله چي د بالفر د تړون پر اساس فلسطين د هيوادونو تر منځ ووېشي، او ټولي چاري دي د بالفر د تړون پر اساس چي متحد ايالات يې ملاتړ كوي پر مخ ولاړي سي.
عرب د ( League of Nations) له صادر سوي تړون څخه ناخوښه او د دوى د موافقې پر خلاف وو، دوى ويل چي هغه سيمه چي دا اوس د فلسطين پنامه ياديږي د عربو ملكيت دى، څنګه امكان لري چي هلته د يهودو كورځاى جوړ سي او پر عربو دي واكمني وكړي، او هم ئې دا وېره درلوده چي يو مهال به د يهودو لخوا ددوى ملكيتونه د يهودو تر لاس لاندي كيږي.
عربو د متحدو ايالاتو ولس مشر ته وړانديز كړى وو چي د فلسطين سيمه دي و سورئې ته وركړل سي، او يو ملي تحريك ئې جوړ كړ چي د همدې تړون پر اساس مبارزه و كړي.
د متحدو ايالاتو ولس مشر ويلسن پخپل نوښت د ( King Crane) پنامه يو پلاوى و فلسطين ته ولېږى څو د خلكو او ښارېانو نظريات له ځانه سره راوړي. همدې پلاوي د د 1919كال د اګست پر اته ويشتمه خپلي څېړني پاى ته و رسولې او ولس مشر وېلسن ته ئې لاندي ټكي و لېږل:
 د سورئې يووالى دي د هغه هيواد د ډيرو خلكو په غوښتنه پاته وي.
 د ملي كور تاسيس دي په فلسطين كي د يهودو د حكومت په نامه نه وي.
 د غير يهودو د ټولنو پر مذهبي او ديني حقوقو باندي دي تېرى نه كيږي.
 د غير يهودو شمېر چي د منځني ختيځ د ۱۰/۹ برخي تشكيلوي د صهيونيت د ټولو پروګرامونو مخالف دى.
(چګونه اسرائيل به وجود امد-

د متحدو اېالاتو ولس مشر ويلسن هم له دې پورته ټكو څخه داسي يوه انګېرنه و كړه:
(د يهودو تاريخ او ددوى تېر مهال ښئي چي امكان نه لري چي دوى له عربو سره يو راز و اوسي،. نه يوازي په فلسطين كي ، بلكي په ټولو هغو ښارو كي چي دوى دواړه مليتونه پكښي ژوند كوي، د فلسطيني عربو سره د جكړې پر مهال دوى يو د بل ويني څښلي دي).
( David Ben Gurion) چي د ( Yishuv) مشري يې درلوده او د اسرائيلو د يو لوى شخصيت په توګه پېژندل كېدى، د ( Yishuv) ډلي ته په يوه غونډه كي داسي وويل:
( هر څوك اوس هم په دې اند كي دي چي دا مسئله حل نه لري، موږ د يو ملت په توګه غواړو چي دا هيواد زموږ وي، او عرب هم د يوه ملت په توګه همدا راز هيله په زړه كي روزي).
صهيونيستانو او نورو عرب توكمو خپلي دا قضيې د پاريس د سولي په نامه كنفرانس ته وړاندي كړې. د پاريس د سولي په نامه كنفرانس د برتانيې پلان و مانه، خو اوس اصلي موضوع د فرانسې او برتانيې ددولتونو تر منځ په فلسطين كي د امتېازاتو د وېش پر سر ده، بېله دې چي د مېشتو عربو او يهودو نظر واخيستل سي.
په ( 1920) ميلادي كال كي د ( San Remo Conference) د پرېكړي له مخي و برتانيې ته يو اجازه نامه وركړل سوه چي د اردون سمندر ختيځ او لويديځ لورى به پراخوي، په حقيقت كي دا ځمكه چي برتانيې پراخوي، تر اصلي فلسطين زېاته وه چي صهيونيستانو ئې فكر كاوه.

برتانويان وه چي د يهودو سره ئې مرسته كول څو خپل اصلي كور ځاى اباد كړي، او خپل اداره كونكى سيستم ولري، د همدې تړون عملي كېدل چي برتانيې ته وركول سوى واى بايد د يوې ټولني په مرسته عملي سي، نو برتانيې هم دا اجازه ليك د يهودو د يوې ټولني ته چي وروسته د ( Jewish Agency for Palestine) پنامه يادېده ، و سپارله، تر څو د برتانيې پلانونه په ځانكړي ډول د يهودو راوستل او د عربو شړل له سيمي څخه عملي كړل.
له يهودو سره د برتانوي دولت د مرستو په لړ كي د يهودو ټولنه په فلسطين كي په ( 1929) ميلادي كال كي جوړه سوه، او دا ځنډ ئې ځكه وو چي په فلسطين كي دا ټولنه پخپلو كي د رهبري پلاوي پر تشكيل نه جوړېده، برتانيې به دې ټولني ته ګواښنه كوله چي ټولنه دي د دواړو مسلمان او يهودو په ګډه جوړه سي، خو بېا هم دا ټولنه د يهودو په ګټه تمامه سوه.
په ( 1922) م كال كي برتانوي دولت يوه فيصله صادره كړه چي د فلسطين سرحدونه او سيمي به ئې يوازي د سمندر لويديځ لورى وي، او د سمندر ختيځ لورى ( Transjordan) چي اوس ئې اردون بولي و نومول سو، ( Transjordan) د برتانوي امپراتورۍ يوه بېله سيمه و ګڼل سوه، چي بېا وروسته خپلواكي وركول سوه.
له فلسطين څخه ( Transjordan) بېلول د يهودو ناخوښي راپورته كړه، او دوى د ( Revisionist) پنامه يو تحريك پيل كړ چي مشري ئې د ( Benjamin Zeev Jabotinsky) په غاړه وه.
برتانيې غوښتل د ( Mandate) سره سم په فلسطين كي يوه واكمنه او خپلواكه اداره جوړه كړي، چي دا اداره به د حقايقو پر بنسټ زېات عرب توكمي لري، نو ځكه يهود له همدې ډول تګلاري سره مخالف وو، ځكه چي يهود به پكښي د لږكي په توګه ګمارل كيږي.
نه يوازي يهود له همدا ډول واكمني ادارې څخه ناخوښه وو، بلكي عربو ته هم د منلو وړ نه وه، ځكه عربو په هيڅ صورت نه غوښتل چي دا وړانديز و مني، عربو وېره درلوده چي د برتانيې څخه صادره سوې دا اداره به پخپل تركيب كي زېات شمېر يهود ګډ كړي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery