مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په منځني ختيځ كي پېښ، ستر نړيوال ناورين

د عربو پاڅون او د يهودو كډوالي: ( Arab Riots & Jewish Immigration)

په ( 1920)، ( 1921) او ( 1929) مو كلونو كي عرب مليتونه د بالفر د تړون پر خلاف راپورته سول، او د يهودو د كورځاى د ټاكني پر ضد ئې خپل پاڅونونه پيل كړل.
دا پاڅونونه عموما په بيت المقدس ، هبرون، جفا او حيفا ښارونو كي سر ته و رسېدل، ددې پاڅونونو پاڅونكي حاجي امين الحسيني د بيت المقدس مفتي، او عارف العارف چي د فلسطين يو وتلى ژورنالست و، وو.
د ( 1929) كال پاڅون د عرب � يهود د مخالف سازمان پر شاوخوا و سو، او دا پاڅون د هغې انګېزې پر اساس و سو، چي ويل به ئې يهود پلان لري چي پر خپله سيمه ديوال را و ګرځوي، او يا هم د مسلمانانو پر سپېڅلو ځايونو له هغې جملې څخه پر اقصى مسجد بريدونه و كړي.
ددې پاڅون په بهير كي تقريبا له بيت المقدس څخه پنځوس زره تنه يهود و شړل سول، د هبرون ښار هم تر دېره حده له دوى څخه پاك سو. خو سره له دې بيا هم په ( 1930) م كال كي له ختيځي اروپا څخه زېات يهود و فلسطين ته راتلل. د سختو اقتصادي ستونزو او تبعيضي قانون له امله زېات شمېر يهود هم له پولينډ څخه و فلسطين ته راغلل.
په جرمني كي د هټلر د راپورته كېدو سره سم هم فلسطين ته د يهودو د لېږدېدو لړيو ادامه پيدا كړه، او له جرمني څخه زېات شمېر يهودو و فلسطين ته خپل راتګ همداسي روان و ساته.

عرب پاڅون او سپينه پاڼه: ( Arab Revolt & White Paper)

په ( 1936) ميلادي كال كي په پراخه پيمانه پاڅېدني چي وروسته بېا د عرب انقلاب په نامه و نومول سو، مات سو. دا انقلاب د حسيني كورنۍ تر رهبرۍ لاندي سر ته ورسېد چي د نازي جرمني لخوا ئې بودجه وركول كېده. دې انقلاب په سلګونو عرب او په سلګونو يهود و وژل.
د حسيني كورنۍ دواړه فلسطيني عرب او يهود چي ددوى د سلطې مخالفت به ئې كاوه، تورو خاورو ته لېږل.
( Yishuv) چي د يهودو ټولنه ده، ددې وژنو ځواب وركاوه، يهودو به ترور او ترهګري كول، بمونه به ئې پر ښارونو غورځول او بېګناه عرب به ئې خپل ښكار ګرځاوه، يهودو به دا چاري د ( Revisionist group) په وسېله سر ته رسولې.
په وروستيو كلونو كي بېا برتانيې ځيني اقدمات و كړل چي دا پاڅونونه خنثى كړي، حسيني و عراق او له هغه ځايه بېا و نازي جرمني ته پناه ېووړه، هلته مېشت سو او وروسته ئې بېا د ( SS) پنامه يوه ډله تنظيم كړه چي په يوګوسلاوېا كي ئې فعاليت كاوه.
د ( Peel) او ( Wood head) كميسيونونو په ( 1937) او ( 1938) كلونو كي يوه طرحه وړاندي كړه، چي د هغې له مخي به فلسطين پر دوو برخو ويشي، چي يوه وړوكي برخه به ئې يهود او زېاته برخه ئې د عربو تر واكمنۍ لاندي وي. دا طرحي برسېره پر دې غوښته چي پخپله خوښه عرب او يهود سره بېل او نفوس ئې جلا كړي.
يهودو مشرانو ته د طرحي تر لېږلو وروسته هغوى هوكړه كړې وه، خو عرب ئې مخالف وو او رد ئې كړه.
كوچنيو پاڅونو لا همداسي ادامه درلوده، د دې لپاره چي برتانوي حكومت دا پاڅونونه په بشپړ ډول ځپلي وي، نو ئې په ( ۱۹۳۹) ميلادي كال كي د سپيني پاڼي ( White Paper) پنامه يو فرمان صادر كړ. او په دې منحوس فرمان كي يې ليكلي وو چي ( 15000) تنو يهودو ته دي اجازه وركول سي چي د فلسطين خاوري ته داخل او همالته مېشت سي. او دا شمېر به په هر كال كي ( 15000) تنه وي او د پنځو كالو لپاره به پر مخ ځي، او تر هغه وروسته به د مهاجرت چاري د عرب چارواكو په منظورۍ پوري اړه لري.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery